ياد داښت:  دغه ليکنه کريسنټ انټرنيشنل خپرونې خپره کړى او بيا دلاهور څخه د (هم قدم ) مياشتنۍ  اردو ژبې مجلې يې اردو ژباړه خپره کړه اوس يې زه گرانو لوستونکو ته پښتو ژباړه وړاندې کوم .
دلکونو خلکو لپاره دتفريح د بنسټيزې وسلې په ډول د تلويزيون ارزښت خلکو او نړيوالو منلى دى  تلويزيون ديفريجويټر ، کمپيوټر ، موټر  او ټيليفون په څېريو نوى نوښت او ايجاد دى دغو شيانو پر ټولنې دمعمول پرته اغيز کړى دى ، خو دانساني  پرمختگ او پر انساني کړنو او معاملو ديو نوى ايجاد په څېر دتلويزيون اغيز ډير ارزيښتمن دى که څه هم تلويزيون دنورو اخترعاتو په څېر يوه نوى اختراع ده خو په زړه پورې اړخ يې دادى چې څومره خلک دنورو اختراعاتو پر نسبت دتلويزيون پر اغېزو غور کوي او ورته ارزښت ورکوي يوه شوې پر تليزه سروې دتلويزيون ارزښت څرگنده وى او دې پوښتنې ته ځواب ورکوي چې دنورو اختراعات لکه ټيلفون، موټر پرتله دتلويزيون اغيز يې پر ټولنه څه دى ؟ دخلکو پر ژوند تلويزيون څه اغيز کړى کيدى شي چې دتليفون او موټر پر ځاى دتلويزيون اغيز خلکو ته ډير لوړ ارزښت ولرې خو پوښتنه دا نه ده چې ديوشى ضرورت څومره دى خو پوښتنه داده چې ديوشى اغيزه څومره دى ؟ دخبرې رسنيو دپراخ لرليد او پس منظر کې دتلويزيون اغيزې دخلکو پر ژوند څانگړي ارزښت لري . دکمپيوټر پرته تر يوې اندازې پورې داسې څه نوى اختراع نشته چې دتلويزيون سره ګډ اړخ ولري په راديو او تلويزيون کې ځينې اړخونه ورته والې لري تلويزيون د راديو دړندې نړۍ څخه دانټرنيټ تر رنگينې  او زړه پورې دنړۍ لورې ته دزينې رول ادا کوي دتلويزيون تصويرې اړخ دخلکو دپوهولو وسيله ده دا همدا تصويرى اړخ دخلکو پر ژوند څو ډوله اغيزو کتنه کولى شو ان پر سياسي او اقتصادي اغيزو هم دجسماني اغېزو له امله پردې خبرې غور ښايي ديو سړى په څو ساعته يوې وړې ښيښې ته کتل يو ډول پرو ځاى کيناستل او درڼا په بدليدو رابدليدو سره به په جسم او بدن څه اغيزه کوي ؟
دچاغوالي ناروغتيا لاملونه دتلويزيون په اغيزو کې ګډون لري دا خبره ښکاره ده چې تلويزيون ته بايد ليدونکې يو ډول بې حرکته ورته مخامخ ليدل .دغه ډول کيناستل په چا غوالي کې مرسته کوي .
تلويزيون ته لرې کيناستل او يو څه متحرک ليدل يعنې يو څه خوځيدل دا ښه خبره ده خلک دتلويزيون عکسونه او تصويرونه ګوري خو ورته نيږدې پښې يې غزولې وي لکه چې ديوې سروې څخه هم داخبره معلومه شويده او دا د نن خلکو او په ځانگړې ډول دامريکا داوسيدونکو دژوند يوه برخه ده  خو که مونږ دنورو گټورو لارو څخه دتلويزيون اغېزې تر کتنې لاندې ونيسو چې ديو څه يادونه يې په Four Agruinent for the jerry monder eeleinination of television  کتاب کې شوې ده خو پردې موضوع کار کول ډيره پاملرنه غواړي او دا موضوع پر اوسمهال کې ډيره پراخه ديوازې په کلتورې او ټولنيزو اړخونو نشي را لنډيداى په اوسنۍ نړۍ کې دخلکو ذهن جوړښت په زياتره ځايونو کې دتلويزيون په وسيلې سره کيږي ځکه چې تلويزيون د انځوريزې (تصويري )رسنيو هغه زينه ده چې پرې يو څوک په شعوري يا په غير شعوري ډول دخپل تصور پيرو (پلوي)کړي او ورته دژوند تگلاره وټاکي . دبيلگې په ډول امريکا ديو تلويزيوني چينل يو مزاحيه پروگرام FRIENNDS کې له ژبې ، لباس ټاکل شوى رول او روش څخه يې داهدافو او  بنسټيزو(اصلي )موخو کمښت څرگنديږي او هره ورځ يې په مينه والو کې کموالى راځي  .
اصل خبره داده چې تلويزيون خلکو ته دژوند يوه ځانگړې لاره غوره کوي او بيا په ځانگړي ډول دمعياري ژوند ، دا بيا هم يو ستر حقيقت دى چې دا معياري ژوند ډېرو خلکو ته دمنلو  وړنه دى دا خوب ډوله نړۍ وى ، هيڅوک هم نشي ويلى چې دا خوب په حقيقت باندې خپل اغېز پرې نږدي خو بيا هم دا خبره دلمر په څېر ښکاره ده چې دتلويزيون زياتره پروگرامونه د يو ښکلي خوب څخه زيات بل څه شى نه دى .
ددې حقيقت يو بل اړخ هم شته چې زياتره خلک ورته ځانگړى پاملرنه کوي چې دتلويزيون اغېز دپروگرام ، ډرامې او يا فلم دکيسې اړخ دى انسان تل کيسه کول او کيسه اوريدل خوښوي او دا يو فطري شى هم دى .
خو تلويزيون دکيسې پر لاره (روش) کې يو څه بدلون راويستى  دى چې يوې وړې ډلې ته يې دالاره برابره کړې چې خپله خبره نورو ته ورسوي او په ځانگړي ډول هغوى خلکو ته چې د کيسې په تخليق ، ليکل او دا بلاغ (رسونې ) په تخنيک پوهيږى ، د ټولنيز ژوند دې اړخ ته دګټندويه کمپنيو له لارې عام کول په انساني او بشري اړيکو ډېر اغيز کوي دخپلې کورنۍ نيا ، مور له خوا دکيسو او دتلويزيون دکيسو ډير توپير دى ، لکه زمکه او اسمان او مونږ ته ښايي چې ددې توپير ژوره کتنه وکړو چې دداسې خبرې موخه او مطلب څه دى؟  مور يا نيا خپل اولاد ته دچوپ کيناستلو ووايې او پر تلويزيون دپردې خبره اوري او دا په يو ډول دپخواني دود واټونو او فاصلو او دپريتوب له مخې کوي .  خلکو ته په دې کې شک پيدا کيږي چې تلويزيون په هره ټولنه يو برابر اغيزه کوي او که بيل بيل ځينې خلک دغه اغيزو ته په هر اړخيز ډول گوري خو اصل خبره او حقيقت دادى چې هر کلتور دود دتلويزيون انځوريز  (تصويري)  اړخ ته تصور ورکوي خلک دخپل ذهن برابر دشيانو خصوصيت او ځانگړتياوې پيژني په لومړي سر کې دپروگرامونو جوړونکو او دمالي مرستندويه ټولنو داهيله وه چې پروگرامونه دې  د دوې پر خوښه جوړ شى خو اوسمهال پروگرامونه په  مخامخ (مستقيمه)  بڼه خپريږي چې زياتره يې دسټيج کنسرتونه دي خو اوس پروگرام جوړونکى اړ دى چې دتخنيکي پرمختگ سره سره اعلاناتو ورکوونکو دلېدو خيال هم وساتي  اوس که دتلويزيون په کوم پروگرام کې دخپل کلتور هم يو څه ورگډه وي او نورو ټولنو ته وړاندې کيږي اوسمهال پروگرام جوړونکى او پروډيوسران دامريکا او لويديځ کلتوري رنگ په سيمه ايزې ژبې ، لباس ، رواج  دغوره والې په ډول دپروگرامونو له لارې خلقو ته ور پيژني که لږ ژور ورته وکتل شي نو مونږ ټولو ته به څرگنده شي همدا تلويزويون يو څه غير افاقي ( نااړخيزه )   دى ،چې خلک ورته د يو خاص تمدن او کلتور په بڼه گورى  راځئ چې مونږ ټول ددغه تلويزيون پروگرامونه ديو خاص کلتوري لرليد او پس منظر په رڼا کې وڅيړو او غور پرې وکړو داهم ښکاره خبره ده او خلک  پرې پوهيږى چې دهرې ټولنې خلک خپل ځان ته ځانگړې کلتور او رواج لري او دهمدې کلتور ، رواج او نور دود دوستور له مخې دنورو خلکو سره راکړه ورکړه او معاملې سره کوي خو که کوم بهرنى کلتور او يا رواج ددوى ټولنې ته راننوځى نو دکلتور او رواج سره يې پرتله کوي که ورسره برابر راته نومني يې او خپله معنا او مفهوم ورکوي او که نه؟ دره وي  يې خو نن ورځ بيا داسې نه ده  ډير خلک  لويديځ کلتور ته خپل رنگ او مفهوم ورکوي او خپل يې ګڼي په اوسمهال کې دا ډيره اسانه ده چې د راز راز ټولنو دکلتور دبېلابيلو رنگونو خلک که دنړۍ په هر گوټ کې تلويزيون ته کيني او   گوري يې   نو په سمدستي ډول پر ليدونکي  اغيز  کوي نو دا هغه عمل دى چې او سمهال زياتره خلکو دلويديځ او بهرني کلتور يې دخپل ژوند يوه برخه گرځولې ده او دټولنې زياتره خلک دى کلتور ته په غوره سترگه گوري او په اصطلاح دا غوره والى خپلوي
 دتلويزيون نوښت او ايجاد دى عمل ته ډيره چټکتيا ورکړه نو ځکه داعلاناتو او اشتهار له لارې خلک اوسمهال زياره هغه شيان اخلي او خپلوي يې چې دژوند هيڅ اړتيا ورته نشته يو بل تريخ اړخ يې دادى چې خبري رسنۍ لکه تلويزيون ويډيو ، وى سى ډى ، ډى وى ډى او داسې نور شيان د ذهن جوړونې داړتيا وړ الاتو بڼه خپله کړې ده چې داد پام وړټکى دى چې دا الات په څه ډول داشتهار کوونکي او په خپله حکومت يو خاص او ځانگړى خبر دخلکو ذهن ته  په څه ډول ورننباسي او ددې لپاره يې کاروي  .
تاسې پر الجزيره تلويزيون غور وکړئ پر عراق دبريد  پر مهال امريکا الجزيرې تلويزيون دپيغور او د گډوډۍ مرکز وگاڼه ځکه چې الجزيره تلويزيون داسې شيان ښودل چې هغه امريکايانو ته دمنلو وړ نه و  او امريکا نه غوښتل څو ددې څخه پرته پورته شي  يوه بله  خبره  په دې  ګډه وه هغه دا چې دالجزيره تلويزيون خپرونې داسې (اعيار)  برابرې  کړى وې چې دامريکا پر خلاف يې د ذهن جوړونه کوله او ددغه خپرونو له لارې يې په عراق کې خلک دامريکا خلاف هڅول نو له همدې امله امريکا کوښښ کاوه چې دالجزيره تلويزيون خپرونې دعراق څخه بهر خلک وگوري خو دننه په عراق کې يې ورته ستونزې پېښولې خو ورسره يوه ويره دا هم وه که چيرې عراق څخه بهر خلک دعراق دننه دخلکو او امريکايانو ترمنځه خونړۍجگړې وگوري يوازې به پر امريکا نړيوال اعتراض وکړي خو په خلاف يې وسله والى نښتې ته څوک نه هڅول کيږي او دا هم چې نړيوال دعراق دجگړې داساسي حالاتو څخه  لرې وساتل شي خو دالجزيرې او دامريکا دنورو تلويزنونو له خپرونو لکه( سى اين اين ) ترمنځه توپير کم ليدل کيږي لکه په لباس او نورو تخنيکي کارونو کې دتفريح او خپرونو پرته دا خلک دا فکر هم کوي چې مسلمانان به څه ډول معلومات ،او  درسنيو داوسنيو پر مختلفو وسايلو څخه څه ډول کار اخلي ؟ او دخبرې رسنيو پر پوښتنې  دځواب يوه برخه دا هم ده چې که مونږ په دې خبرې پوره غور وکړو چې داځواکمن  پرمختللي دخبرې رسنيو وسايل څه کولاى شي او څه نشي کولاى ؟ د نورو د ډيرو وسايلو په څير په دې نويو پرمختللى خبري رسنيو کې دحدودو څه اندازه هم شته که نه ؟ ايا دا په کنټرول کيدى شي او که نه؟ د بېلگې په ډول هره هغه شى بې معنى او بې کاره دى چې په اوسمهال د خلکو ذهنونو ته د ډيجيټل سيټلاييټ نيټ ورک او د انټرنيټ سرچينې نشي رسولى، د پوهې او تجربې او د مشاهدې(کتنې)  په دې کې ستره برخه په دې ډول ده، چې خبرې رسنيو او د ابلاغ ذريعو (خبري رسنيو) په اوسنى مهال کې ورته ميډيا(خبري رسنۍ) هم ويل کيږي ورته د مخامخ کېناستلو پرته ترې مفهوم اخيستل امکان نه لري، مينه، محبت او همدردۍ ته د ډيجيټل له  لارې نشي رسيدلې، خو دا يوه خبره په ذهن کې ساتل دې چې (تهذيب) کلتور او تمدن غوره عناصرو ته رښتيني ژوند وربښل او د رښتينو خلکو ترمنځه د مخامخېدو د اړيکو د پيدايښت پرته د يو بل پېژندل او ورته رسېدل امکان څخه وتلې خبره ده نو د دې لپاره په دې مسئلې کې د مسلمانانو لپاره يو څه حدود شته، ځکه چې خبري رسنيو (ابلاغ) حسابي لار (digital) ډيجيټل د مسلمانانو د تهذب او کلتور برخه نه ده، مسلمانان د دې احمقانه خيال پيروي نه کوي او بايد څه يې د ځينو د اغېزې لاندې يې هم پيروې ونه کړي چې نو ټيکنالوژي راتلوونکو نسلونو ته هم ليږول کيږي ، يوه بله کړکيچنه مسئله هم شته او هغه دا چې کوم خلک د خبري رسنيو د معلوماتو د  نوې تخنيک نه د حکومتي قوت(ځواک)  او د کاروباري ادارو د تمې او لالچ لاملونه گرځېدل غواړي د هغه خلکو کوښښ او هڅه دا ده چې د انټرنيټ او سټيلايټ له لارې د خبري رسنيو د (ابلاغ) په چټکتيا کې د خپلې خوښې کمښت راولي، د انټرنيټ په اړه دا يوه خبره ډېره ښکاره ده چې په هر ځاى کې حکومت د مختلفو کمپنيو هلې ځلې پر خپلې گټې کاره وي، او په همدې شرط هم ورته د فعاليت اجازه ورکوي چې زياتره خپرونې د حکومت پر گټه کار وکړي. د مثال په ډول په عربي نړۍ کې انټرنيټ د سانسور څخه وروسته خپرونې کوي او د خلقو ذهنونو ته خپلې خپرونې رسوي. د دې سانسور له لارې په عربي نړۍ کې ناخوښ ويب سايټونه ( ويبپاڼې ) تړلي  دى، داسې امريکا هم کړي  چې  ناخوښ ويب سايټونه  يې بند کړي.
امريکا  دوه کاله وړاندې د جمعيت په نامه يو  ويب سايټ هم بند کړ او وروسته يې بل ويب سايټ جوړ کړ. د دې ځاى د خلکو په ذهنونو کې ورور د لويديځ پر خلاف کرکه راپاريږي او د همدې سانسور د تگلارې له امله د لويديځ کلتور د دودېدو کار د ختيزو خلکو او په ځانگړي ډول په مسلمانانو کې هم رواج پيدا کوي.
په اوس مهال کې د لويديځ په خپري رسنيو ((ميډيا)) کې د مسلمانانو غږونه  اورېدل کيږي، د خبرونو او تفريح پروگرامونو کې د اسلامي نړۍ څخه هم څه مواد خپروي.
په زياتره امريکايي، اروپايي او جاپاني ژبو سره  يې خپروي او لويديځ خبري رسنۍ الجزيره هم د خبرونو يوه سرچينه ښايي، دا په هغه صورت کې په گوته کوي چې دغو ځايونو ته لويديځه خبري رسنۍ ور ونه رسيږي.
د بل خوا که دا پوښتنه وشي چې پر (سي اين اين) د مسلمانانو خبرونه او نورې خپرونې ولې نه ښودل کيږي نو د دې سوال ځواب د لويديځ په خبري رسنيو او ابلاغ سرچينو په تگلارو کې لټول کيدى شي.
ځکه چې د لويديځ د خبري رسنيو تگلارې عربو او اسلام پر خلاف جوړې شوي دي.
د هسې پر نوم دي ،دې خبري رسنۍ په هغو غږونو خپرونې کوي چې د اقتصادي کاروباري ټولنو باور پرې ترلاسه کيداى شي او په لويديځو هېوادونو کې پرې د اقتصاد تگلاره کنټروليږي د امريکا خبري رسنۍ او ميډيا د آزادۍ د غږونو سره سره د رياستي قوي (حکومت) د لاس اله ده چې د هغه معلومول ستونزمن او مشکل دى.
که مونږ په ځانگړي ډول دسى اين اين او ، اين سى سى پروگرامونو او راپورنو ته وگورو نو دا باور کولى شو چې داد اقتصادي مشرانو او حکومت په کنټرول کې دى چې د سياستپوهان او پانگه وال  يې چلوي ، نو ددې خبرې هيڅ  شونتيا(امکان)  نشته چې مسلمانانو ته دخپلې خبرې کولو وخت په لوديځه جنرېي رسينو کې ورکول شي نو مسلمانانو ته ښايي چې خپله خبرې رسنۍ او دابلاغ سرچينې ځواکمنې( مظبوطې)  کړې چې ورته دستر مالي او تخنيکي استعداد لوړه اړتيا تر سترگو کيږي دحزب الله  ترلارښونې لاندې خپريدونکى (المنار) تلويزيون يې يو ژوندى او ارزښتمن مثال دى او په پاتې نورو ټولو شيانو امريکا پال مسلمانان دلبنان دحکومت  مقابله کوي مونږ دا نه وايو چې مسلمانان دخبري رسنيو دپرمختگ دا پلان ارزښتمن نه گڼي خو ټولې خبري رسنۍ دحکومت لخوا خپرونې کوي  او دا دخپلو ګټو لپاره کاره وي خو ضرورى خبره داده چې خپله سيمه ايزې خبري رسنۍ هم ځواکمنې ( مظبوطې) شي او ترې کار واخيستل شي .