مقالې


په مکه کې د یوې نصرانۍ جنازه !؟

د غم او زغم په غوړیدلې لمن کې، د ګډ سوله ایز ژوند د سترې تابلو څو ګوتې په شمار خیرن او څه ځلیدلي انځورونه. کله چې د شوروي اتحاد دیکتاتور سټالین مړ شو نو خروشچوف او سیاسي پولیټ بیرو د تفاهم،‌ درناوي او ګډ سوله ایز ژوند د فلسفې نغاره وډنګوله، نو پراوډا ولیکل: د شوراګانو د هیواد ټول وګړي سم برابر او د خپل نظر مالکان دي. خو مازې څو میاشتې وروسته ولیدل شول چې په مسلمانې مرکزي آسیا کې په زرګونو انسانان، څوک ووژل شول او ځینې د سایبریا کمپونو ته واستول شول. د وال سټریټ جورنال، بي بي

08.02.2020 ولي الله ملکزی

ماکس ویبر او د هغه ژوند او آثار

(د نامتو ټولنپوه، اقتصاد پوه او څیړونکی ماکس ویبر د مړینی د سلم کال په مناسبت) په افغانستان کې له ۱۳۸۱ل. کال څځه وروسته نوې سیاسي پروسه پیل شوه. افغانان د خپل ژوند یوه نوی پړاو ته ډیر خوښ وو. نړیوالې ټولنې د ټولنې په ډیرو چارو او ټولو اداري او اقتصادی ډګرونو کې بیسارې مرستې پیل کړی. په دې کې یو هم مدیریتی مهارتونه لوړول او دملکی خدمتونو بیارغاونه وه چې ټولنې ته دعامه خدماتو د وړاندی کولو او دمشتریانو د رضایت توقع ورڅخه کیدله. دا یو لومړیتوب و چې باید ملکی خدمات او عامه اداره، په اداره ک

07.02.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

سوله د واک غوښتنې، او کورنیو اختلافاتو په لومه کې

کله مو د پرديو يرغلونو او کله د واک په سر په کورنیو ناروا جګړو کې د هيواد ټول امنیتي اقتصادي تعليمي او کلتوري بنسټونه له منځه وړي دي. متاسفانه چې نن د هغو جګړو په ډګر کې زيږيدلې او را لوی شوی نسل د سمتي، ژبني، جندر او قشري تعصباتو پر بنسټ پر افغان خاوره داسې د کرکې نوي تخمونه شيندي، چې د واک په سر له ناروا جګړې به يې د زيان کچه لوړه وي. پوره باور لرو چې که ولس او پرګنې په مختلفو عنوانونو له بهر څخه د وارد شوې دود او افراطي افکارو په وړاندي ټولنيز غږ پورته نه کړي، نو مونږ به لاهم ډېر کلو

06.02.2020 عبدالوحيد وحيد

د طالبانو او امریکا مذاکراتو کې بې باوري

مخکې له دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پېل شي، د بهرنیانو لخوا نیوکه کېدله چې د قطر سیاسي دفتر ډیر واک نه لري، طالب مشرانو په لومړنۍ لیدنه کې مخامخ خلیلزاد او جنرال می

03.02.2020 نظرمحمد مطمئن

د چینايي وګړو د قاچاقي تګ هڅې د کرونا ویروس د خپریدو ویره زیاته کړې

د استرالیا سرحدي ځواک وايي تیره چهارشنبه د جنوري په ۲۹مه یې شپږ چینايي وګړي استرالیايي خاورې ته تر رسیدو مخکې متوقف او بیرته ګرځولي چې په یوه لرګینه کښتۍ کې سپاره وو او هڅه یې کوله دغې هیواد ته په ناقانونه توګه داخل شي.

02.02.2020 خوشحال صافی

ولی د پخوا په پرتله لږ مهاجر اوس استرالیا کې د تابیعت غوښتنه کوي؟

د جنوري ۲۶مه د اسټراليا د ملي ورځ په وياړ دغه هی

02.02.2020 خوشحال صافی

په روان مصيبت کې بندي اولس او د خلاصون لاره يې

زه چې اکثره مقالې ، تبصرې او نظرونه لولم اوګورم دې اوسنی مصيبت هريو پوزې ته راوسټلئ دئ. ځنې د موجوده ډلو ټپلو نه د يوې يا بلې څخه د خپل استدلال په اساس دفاع کوي او ځنې بيا دټولو په ردولو خپل نا ارامه او مغشوش ذهن تسکينوي ، خو الترناتيف نه شي ښودلائ ، فقط د خيالي اتحاد خبره کوي ، لاکن دا اتحاد حتا تعريفولئ نه شي چې کوم اتحاد ، په کوم شي اتحاد ، دچا اتحاد او دا اتحاد په کوم فزيکي او معنوي قوت پياده کول ؟ دا ارماني خبرې دي او د موجوده واقعیتونو سره هېڅ ارتباط نه لري . افغانستان

31.01.2020 د،ب،هيښ

په هيواد کې زلزلې او د خلکو انديښنې

ديپلوم انجنير ستانه مير زهير په هيواد کې  زلزلې                   او د خلکو انديښنې او وسوسې د ١٣٨٥ ل کال په ژمی کې،  يوې خونړۍ زلزلی، د ايران د بم ښار، څه نا څه ديرش زره   اوسيدونکی ووژل ،ددې  بشری ناورين نه،  څو ورځې وروسته  زموږ د هرات په ښار کې هم بيلا بيلو اوازوداسې  ويره او ترهه خوره کړه چې  چا به ويل نن

24.07.2008 zalzala

په افغانستان کې د زلزلو تاريخ ، وخت او ځای

تاريخ               وخت&nbs

22.11.2006 zalzala

په افغانستان کې زلزلې

په افغانستان کې زلزلې

27.05.2006 zalzala

د زلزلې وړاندوينه

·     &

27.05.2006 zalzala

ګډه لیکنه که جلالیکنه!

په پښتو ژبښود کي ډېر ټوټکي ( Particle)یاادات سته،چي دیوه نامه یاکړني اویا وییني دپوهاوي لپاره راځي؛خوپخپله خپلواکه مانانه لري.خپلواکه ساده مورفېم (Morphem) دي. دلته ئې دوه ټوټکي یاني ادات څېړو. لکه: (په او له).بولګه: په کندهار کي باران اوري. له ننګرهاره راځم. (په او له) هغه مهال له ګړي سره ګډ لیکل کیږي،چي خپل ګرامري ستاینه ونه لري. (په او له) دواړه ټوټکي(prepositions)دي.دبڼي لمخه ساده خپلواکه مورفیم (Morphem)دي چي مورفیم یو( یوناني اولاتیني)ګړه یا وییکه ده. مورفي (Morphe)مانابڼه،ج

28.01.2020 محمدسرور وکیلي

د بلخ ناورین او پلید لاملونه یې

په بلخ کې د ولسي وګړو بمبارول نه یوازې یو انساني ناورین دی، بلکې همداسې یو جنګي جنایت، د بشریت په ضد جنایت او په ځانګړې توګه د پښتنو د ټول وژن یوه بله پېښه ده چې باید هر اړخیزه پوښتنه ګروېږنه یې وشي۔ له اته لسو کلونو راهیسې، که هره ورځ نه وي، په هره اوونۍ کې یو ځل دغه ډول ناورین پېښېږي۔ پړه د چا پر غاړه ده؟ که د تقدیر، قضا او قدر تر منطق ور تېر شو، د دغه پېښې عاملین نه یوازې امریکا، بلکې په بشپړه توګه طالبان هم دي۔ ولسمشر غني د خپلې دورې له پیل سره سم نه یوازې په طالبانو، بلکې

27.01.2020 محمدکریم نور

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه - درېیمه - برخه

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه! عبدالله - وردک درېیمه - برخه انګلستان - جنوری - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، خوشحاله او په نېکو کارونو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنې، تر آخره په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظر له ما سره شریک کړئ. غواړم، پدغه لیکنه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې ثانوي زده کړې په هکله، معلومات وړا

27.01.2020 عبدالله - وردک

روښاندي څه دی

پارسي ته ژباړونکی : صدیق رهپو طرزي پښتو ژباړونکی : س . سېلنی ( درنو لوستونکو! د دې علمي اثر ژباړه د پښتو ژبې کره والي ته په پام کې نیولو او کارونې سره ، ښایي یو شمیر ځوانو لوستونکو ته ستونزمن وبریښي ، نو ځکه مې ستاسو د اسانتیا لپاره د اړوندې لیکنې په پای کې د ویینو " لغاتو ، کلیماتو" یو ځانگړی لړلیک " فهرست " جوړ دی ، کېدای شي مخکې تر لوستلو یې د وییو له مانا سره اشنا شوو ) . * * * * روښاندي څه ده لکه څنگه چې پوهېږو ، دا رنې ديکارت (۱۶۵۰ -۱۵۹۶) وو چې په پېژندویه

25.01.2020 س . سېلنی

د کډوالو د یوې لادرکې کښتۍ په اړه د هند حکومت پلټنې کوي

هند کې د پولیسو ځینو چارواکو دا تایید کړې چې خپل د پلټونکو افسرانو یوه ډله به ډیر ژر استرالیا او نیوزیلینډ ته واستوي ترڅو د هغه کښتۍ په هکله مالومات لاسته راوړي چې یو کال مخکې

25.01.2020 خوشحال صافی

د بشر حقونو نوي رپوټ یو ځل بیا د استرالیا د مهاجرت پر تګلارو نیوکه کړې

د بشر حقونو د څار سازمان لخوا په خپور شوي کلني رپوټ کې د استرالیا د حکومت پر ځینو سیاستونو او تګلارو نیوکې شوي. په ځانګړي ډول په دغه رپوټ کې د یاد حکومت د مهاجرت او د بیان ازادۍ په تګلارو کې شته ستونزو ته زیاته ګوته نیول شوې.

25.01.2020 خوشحال صافی

د واک غوښتنه او ټولټاکنې د شریعت له نظره

د اسلامي شریعت له انده ولسمشرۍ، د ملي شورا غړیتوب او نور منصبونه حق او امتیاز نه دي، بلکې دولتي منصبونه یې مسؤولیت گڼلي دي. د اسلام له نظره واکمني داسې شی نه دی، چې خلک دې ورته ډېری هلې ځلې او کوښښونه وکړي او پر ټاکنیزو سیالیو دې ډېرې پېسې ولگوي. د نوماندۍ حق دې ته وايي چې هر وگړی د دولتي منصبونو د نیولو له پاره ځان چمتو او هغه د ځان له پاره وغواړي. د اسلامي شریعت د ځینو نصوصو له ظاهري بڼې داسې برېښي چې د ټولیزې قاعدې په توگه هر څوک د نوماندۍ حق نه لري. د بېلگې په ډول: حضرت عبدالرحمن بن

23.01.2020 محمد سرور نیاومن

اداري فساد ، سرچینې او مخنیوی

په افغانستان کې تر ټولو ستره ستونزه، اداري فساد دی چې د ارګ څخه نیولي ، د حکومت او موسساتو تر ډیرو ټیټو بوړیو پورې اکثریت چارواکي او مسوولین په کې ښکیل دي. باید ووایو چې دا فساد په خپلوي اړیکو ، قومی ، ژبنیو ، سیمه ایزو او مذهبی تعصبونو سره بدرګه کیږی. او په دې ډول په افغانستان کې اداري فساد یوه نوي بڼه نیسي چې اخلاًقی فساد هم ورسره مل کیږي. که واقعیت وګورو په افغانستان کې اداري فساد اوس تر ټولو شرمونکي بڼه نیولي ده. داسې اداره به نه وي چې هلته فساد وجود نلري . اداري فساد اوس سراس

23.01.2020 احمدجان تڼی

مارتین لوترکینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول

(دکینګ د ورځې دلمانځنې په مناسبت) په دې ورځو کې د امریکی متحده ایالاتو کې د لوترکینګ(Martin Luther King) د ترور د ورځې د یادښت په مناسبت او د ده د ډیر عالی شخصیت او مدنی مبارزې درناوی کیږی. لوترکینګ په نړۍ کې د مدنی حقوقو ستر مبارز پیژندل شوی دی. هغه له تعصب، تشدد او ټولنیزی بیعدالتی سره بریالۍ مبارزه وکړه، په تیره بیا د ۱۹۵۰-۱۹۶۰کلونو په بهیر کی یې د نړیوالو پام خپل شعار(زه یو ارمان “خوب” لرم) "I Have a Dream" ته را واړاو. د ده دغه انسانی خیال او خوب ټولنیزه سوکالی، عدالت

22.01.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more