تاريخ دا خبره څرګنده کړه چې د افغانستان په سياسي لوبه کې په دې ملت تل د ستونزو څپې راغلي، تېرې شوي اوس هم افغانان لاس ګرېوان دي او د ازمېښتو درندې مېچنې پرې وګرځېدې، د زمانو ناکرديو پرې تورونه پورې کړل، د ناوړه جګړې او سرو لمبو ښکار شول ولې افغان ملت د غلامۍ زنځير په غاړه نه کړ او نه کوم استعمار ته په يوې اسانۍ په خپله خاوره کې غاړه کېښوده خو د دې ټولو نېکمرغيو او بدمرغيو په نتيجه کې زموږ هېواد د نورو هېوادو په پرتله يوه پېړۍ وروسته پاتې شو چې ملت يې ټوله پړه لومړی په خپلو افغاني مشرانو او بيا په بهرنيو هېوادو اچوي چې افغانستان ولې دومره وروسته پاتې شو؟
څرنګه چې موږ د خپل ملت د راوېښولو، بيداره کولو، په زده کړه د سمبالولو په لارو چارو خبرې کول غواړو دا هغه ستونزې دي چې نن بايد لومړ ترې خپل ځان او بيا افغاني ټولنه د تل لپاره خلاصه کړو ځکه موږ په تاريخ کې د نورو يرغلګرو هېوادو ښکار شوي يو او اوس راته لازمه ده د نورې نړۍ د ملتو په څېر سهار وختي په خپل کار پسې لاړ شو او ماښام بريالي خپل کور ته له يوې مړۍ ډوډۍ، امنيت او غوره زده کړې سره راشو.
دا بايد ومنو چې افغان ولس په خپله بستره کې د بېکاره سياسي او مافيايي ډلو له لاسه په درانده خوب ترننه ويده پاتې شوی او خپل کور ته خالي لاس راغلی چې د دې کار په کولو له يوې خوا اقتصادي ستونزې دوه برابره شوې دي او له بل پلوه دی په دې کمزوري اقتصاد سره نه شي کولای خپل ځان او کورنۍ د لوړو اهدافو د ترلاسه کولو په لور روانه کړي.
دا هغه ښکاره ستونزې او د سولې د نه را تلو ناروا لوبې دي چې افغان ملت ته دې يوه يوه ځواب او د حل لار دې ورته سياسي مشران پيدا کړي او دغه قوم چې نورو دښمنو هېوادو په خپلو زهرو په ابدي خوب ويده کړی له دې بې خبرۍ څخه راوېښ شي او د يويشتمې پېړۍ په چينل کې دې شامل شي چې نوره نړۍ په کوم لور د سولې او پرمختګ له پلوه روانه ده او افغانان څومره وروسته پاتې دي.
د دې لپاره خو هم يوه چاره سنجول په کاردي او يو لاس کېدل ضروري دي چې لاسونه سره يو کړو او خپل ملت نور له دې درانه خوبه راويښ کړو چې موږ يې نن ټوله ملامتي او دنده په افغاني مشرانو اچو چې دې کار ته اوږه ورکړي او په دې برخه کې خپل ځان مسؤل وګڼي ترڅو ملت هم ورسره د سولې له پلوه بيداره شي.
په دې ځای او د هېواد نازک سياسي حالاتو ته په کتو سره نننيو سياستوالو ته په کارده نور په دې خاوره کې په خپل نفس پښې کېدي، د جګړې په وړاندې مبارزه وکړي، پرمختګ رامنځ ته کړي، ملت او خپلو ولسونو ته د کار زمينې برابرې کړي، دا خپل ترلاسه کړی واک له دې دردېدلي او په وينو رنګ ولس څخه ځار کړي، د قوم په ننګ خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړې خانۍ قربان کړي، همدغه قوم وه چې له دې خلکو څخه رهبر، مشر او رئيس جمهور جوړ کړ ولې اوس دې خلکو ته په کارده چې قوم په خپله غېږ کې ونيسي، هغوي ته د سولې لارښوونه وکړي له دې حالت څخه نور وژغوري تر کله به دا تياره پر افغانانو حاکمه وي او موږ به تر ترږمۍ لاندې ژوند کوو، ترڅو به مو په کور بې ځايه جنازې راننوزي، يوه جنازه دې افغاني مشران په خپل ځان قبوله کړي چې موږ و وايو هغه ده د پلاني رهبر يا قومندان زوی و وژل شو، يا پرې ځانمرګی بريد وشو يا کومې مافيايي ډلې زوی په هېواد کې وتښتولو او يايې په پېغلې لور جنسي تېری شوی خو دا ټول په افغان ملت کېږي دوي تر بندو دروازو شاته نندارې کوي.
په نننيو سياسي شرايطو کې زموږ لپاره لازمه ده خپل قوم د سولې او پرمختګ له پلوه راويښ کړو هغوي ته کار وکړو، د دغه قوم د ابادۍ لپاره د پرمختګ کچکول په غاړه کې واچو، دغه قوم له بنديخانې خلاص کړو، نوره نړۍ خپل ځان ته په تماشه کړو او کومه موخه چې له موږ سره په خپل زهن کې ده هغه عملي کړو فکر کوم موږ به په دې کار سره له سل کلن درانه خوب څخه راويښ شوي يو چې بيا به موږ د نړۍ په ملتونو کې يو بيداره او سولې ته رسېدلی ملت يو.
راځئ سياستوالو، روڼ اندو، ليکوالو او ژورناليستانو په افغانستان کې خپل قوم راويښ کړو هغه په ښه او بد نن پوه کړو، هغه ته د څلوېښت کلنې جګړې بدې پايلې بيان کړو، د سولې په ارزښت پوی کړو، خپل تاريخ ورته روښانه کړو، خپلې ناوړه سياسي څېرې ورته په ګوته کړو، له دې وروسته بيا ويلې شو چې د دې قوم د خپلواکۍ او ابادۍ دا لوړه شمله به د نړۍ په تاريخ کې تل د افغانانو په سر وي او نور هېوادونه به همداسې راته ګوته په غاښ پاتې وي که څوک يې عملي کړي او په رښتينې توګه په دې کار لاس پورې کړي.
د يوه قوم را ويښول په يوه ټولنه کې له کمال څخه ډک کار، پياوړې سياسي مبارزه او له ښايسته الفاظو څخه يوه بريا ده چې په هره موقع کې وکولای شو بايد خپل رنځور ملت راويښ کړو چې دا په حقيقت کې په خپله خاوره او خپل کور کې د يوه اوږده او خواږه خوب تعبير لري چې زمانه ژر يا څه موده وروسته په يو ډرامايي شکل کې و ويني ځکه د دې خلکو په حرکت کې، خلوص، صداقت، ايمانداري او د وطن د مينې جذبات بايد راپيدا شي ترڅو وکولای شو خپل ژوند، پرمختګ او د زده کړې کولو ته په کې پاملرنه وکړو.
دا چې د يوه قوم په راويښولو کې د سياست ځينې بې کاره لوبغاړي ولس ته د شک په سترګه ګوري او خپلې ګټې په خطر کې ويني نو دا د داسې خلکو قصور نه دی ځکه چې ړانده ته تل ټوله نړۍ ړنده ښکاري او د دې برداشت نه شي کولای چې له ښو څخه ښه ګټه واخلي بد په لوی سيند لاهو کړي او په نتيجه کې خپل قوم راويښ کړي چې فکر کوم په دې کار سره به د خپل ولس لپاره ډېر د سولې له پلوه ډېر څه کړي وي.
د يوه قوم د سياسي بيدارۍ په اصطلاح د پښتون قوم راويښولو په رڼا کې موږ خپل ولس ته دا ښودلی شو چې په نوې پېړۍ او نوې تقاضا کې ستاسو خبرول خپل فرض ګڼو او هغه دا چې پښتنو په هره معامله کې په خپل دښمن پسې ځان رسولی او هغه په دغه خاوره کې سملولی ولې له ټولوقومونو بيا دغه قوم هم ډېر ژوبل شوی او بې برخې پاتې شوی چې دغه حالت زموږ په دې ولس له دې وروسته نه لورېږي او نه غواړو دا قوم دې له دې حالت سره لاس او ګرېوان پاتې شي بلکې دغه قوم بايد په دې حالاتو نور پوی وي او يو ويښ قوم ځان ثابت کړي.
په افغانستان کې د بېکاره سياسي حکومتونو د حاکمېدو په نتيجه کې د سولې له پلوه دا خبره څرګنده شوې چې په دې حالت سره تل دغو حکومتونو دې ته لاره جوړه کړې چې دغه ادارې د پښتنو د سترګو اغزي شي او دغه قوم دې ونه شي کولای چې په دې ادارو کې دې له هر پلوه د پرمختګ په زين کړي آس سپاره شي ولې تل د نړۍ له رسېدلو کاروانونو څخه دغه قوم وروسته پاتې شوی او مال او اولاد دغو ناکرديو او بېکاره جګړو ترې اخيستی او دوي په تش ډاګ خوشې کړي دي.
څرنګه چې د افغاني مشرانو له بې اتفاقيو څخه د افغانستان سيمه ييز او نور دښمنان ګټه او خوند اخلي او نه غواړي چې اوس دې دغه قوم په اتفاق اوسي او د ورورولۍ او د ميني کرلي بوټي هم غواړي چې له بېخه ورته وباسي ولې افغان ولس په تاريخ کې هغه څوک پاتې شوی چې په ډېرو سختيو کې خپل زړه هم نه دی بايللی ولې يو ډول پرېشاني د تل لپاره پر دوي حاکمه شوې ده او مشران مو نه غواړي چې خپلې ګټې له دې ملت څخه خوندي کړي او دا ملت دې د بريا په لور د سولې له لارې روان شي.
دا چې افغان ولس د جګړې له لاسه او د دښمن د ښکاره يرغلونو په پايله کې کډوالۍ ته هم اړ شوی او هغه وخت اوس موږ د دوي راياد کړو لکه پرون داسې مې په ياد دي چې هېڅ مشر دغه ولس ته په بهرني هېواد کې هم په ښه سترګه ونه کتل او نه يې دا وغوښتل چې دغه زما قوم دې د سولې له پلوه راويښ شي، له بې ځايه مرګو دې خلاص شي، هېواد او خاوره د پرمختګ په لور ګامونه واخلي ولې دا کار د خدای فضل دی دې مشرانو نه دی کړی چې اوس يې دې ته خوله جوړه وايې چې موږ خو دا کړي او هغه مو کړي فکر کوم دوي غير له وژنو او هېواد پلورلو بل هېڅ هم نه دي کړي که کړي وايې نن به د دوي اولادونه هم وژل شوي وای او دوي به هم زما او بل افغان په څېر د خټو په کورو کې بې له محافظينو ژوند کولو خو دوي يو ساعت هم بې له ګارد او محافظ څخه په دې خاوره کې ژوند نه شي کولای يعنې له دې څرګندېږي چې زما يوعادي هېوادوال د ولس په زړه کې ځای لري دوي يې نه لري دا ځکه چې دوي همدومره ولس ته ملامت دي.
څرنګه چې د جګړې او سختۍ په وخت لومړی زموږ مشرانو او بيا موږ د خپل او پردي خيال نه ده ساتلی او سرتور سرونه زموږ مېندې او خويندې د خپلو شهيدو بچيو په سرونو غوړېدلې دي د هغو شهيدانو وينه چې د خپل قوم او ملک په خاطر بهېدلې د هغې هېڅکله مشرانو خيال ونه ساتلو او نه د هغو شهېدانو اولادو ته يوه مړۍ ډوډۍ د سوغات په توګه په خوله کې واچوله چې موږ خو هم ويلي وای چې دلته د انصاف تله شته او مشران غواړي دغه ويده قوم يوځل بيا د خپل نيک ژوند لپاره راويښ کړي او نه غواړي نور د دې جګړې ښکار شي.
افغان ملت له دې وروسته هيله لري چې هېوادوال په ځانګړې توګه پښتانه به دغه د بيدارۍ تحفه قبوله کړي چې راويښ شي او خپل ځان د رسېدلو قومونو په ليکه کې حساب کړي ځکه ترکله به داسې ويده او د بل د لاس اله يو او تل به وژل کېږو، موږ ته په کارده له خپلو اولادونو او خپلې خاورې سره د دې لوظ وکړو چې موږ او زموږ بچي به تر اخره پورې د خپلو پخوانيو مشرانو په پلونو قدم ږدي او خپل ځان به د منزل په لور روانوي او هغه څه به لاس ته راوړي د کومو چې نن ورته اړتيا لرو.
داچې په افغانستان کې په دغه ولس په ځانګړې توګه پښتنوباندې ګولۍ په خپله سيمه کې اورېدلي، ماشين ګڼې پرې چلېدلي، سينې د پرديو له لاسه غلبېل شوي، لاسي بمونه پرې غورځېدلي، نو په داسې سخت وخت کې هم پښتون ولس دښمن ته ميدان نه دی پرېښي او د ظالم مقابله يې په صبر او حوصلې سره کړې چې په دې کربلا کې له موږ څخه ډېرې بهادرې خويندې هم شهيدانې شوې او ډېرې زخميانې شوې دي چې اوس د يوې مړۍ ډوډۍ په ارمان د تورو تيارو شاه ته ناستې دي چې نن يې موږ ټوله پړه او ملامتي په خپله افغان مشرانو او د بهرنۍ نړۍ په ښکاره لاسوهنو او په يوه ناکام سياست اچو چې دومره ورسره د سولې له پلوه وروسته پاتې شولو.
څه به خپل ولس ته وايو چې دغه نننۍ ورځې له قيامت څخه هم کمې نه دي لکه څنګه چې د کورنيو مشرانو له لاسه نن په دې ولس راغلي ځکه پلار له زويه خبر نه دی، مور له خپل بچي نه بې خبره ده، خو مشرانو او ناوړه ناکرديو د دې ولس حوصله ماته نه کړه ټينګ په خپل ځای ولاړ قوم دی او نور هم د دې په تلاش کې دي چې وکولای شي د خپل ملت او په خپل هېواد کې سوله راولي ځکه دغه ولس ډېر د سولې په ارمان پاتې شو او هېڅکله د دې لپاره تيار نه شو چې يو کال خودې دوي هم لکه د نورو ملتو په څېر په سوله کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
نن موږ دا خبره په ډانګ پيلې په دې ځای کې د ملت لپاره کول غواړو د افغان ملت نور بې ځايه وژل نه دي په کار دغه قوم په هره سيمه کې نور ويښ شوی دا چې بې ځايه وژل کېږي دا هغه تپل شوې جګړې دي چې مشرانو د دوي په سر هېڅکله هم خپل غږ پورته نه کړ لکه د نورو سيمو د قومو په څېر چې لږ ستونزه يې په سيمه کې پيدا شي بيا دستي غږ د چارواکو تر غوږو پورې رسوي ولې پښتانه تل وژل شوي او له پرمختګ څخه وروسته پاتې شوي.
دا چې موږ د افغان ملت په راويښولو، بيداره کولو، د هغه په بې ځايه وژلو دلته خبرې کوو په کارده نور په دې پاکه خاوره کې د نارينه او ښځينه د وژل کېدو مخه ونيول شي، د وړاندې تګ لپاره اراده ولرو، خپلو وروڼو ته خو د دې لاس ورکړو چې سوله راشي هيله ده زموږ وينه به بې ځايه نه وي توې شوې دا ويل غواړم چې نور لنډ په لنډو همدلته راويښ شو او خپل کار په خپله وکړو نه چې نور هم د خلکو په هيله کېنو چې هغوي به سوله را ولي، سوله دومره آسانه خبره نه ده چې په يوې اسانۍ دې بې سته او سلا د چاه کور ته په خپله لاړه شي ولې، سوله راوستل بيداري او پوره کار کول غواړي چې په دې سره خپله افغان ملت لاس پورې کړي او ځان لوړو اهدافو ته ورسوي.
دا چې موږ د خپل قوم د ستونزو په اړه خبرې کوو نن ټوله نړۍ او ټول افغان ملت له دې سترګې نه شي پټولای چې نننۍ جګړې تر هر چاه يعنې تر بل قوم پښتون قوم په دې جګړه کې ډېر و وژلو، ډېر مالي، سياسي، فرهنګي او ټولنيز زيان دې خلکو ته واوښته چې فکر نه کوم په سلو کالو کې دې هم دا جبران شي او له بل هر قوم څخه برياوې هم دې قوم د خپل ملت لپاره کمې راوړلې.
د افغان ملت د خدمت کولو او را ويښولو لپاره څومره چې نن په دې ځای کې فکر کوو داسې څېره موږ په دې څلوېښت کلو کې ونه ليده او نه هم نړېوالو دې ته په ارامه پرېښودو چې دغه قوم ته دې خدمت وشي، په زده کړه دې سمبال شي، دغه قوم دې له بې ځايه وژنو وژغورل شي لنډه دا چې د افغان ملت نر او ښځې له سهاره تر ماښامه سترګې په لار د زړه له صدقه همدا هيله لري چې داسې يوه څېره به را پيدا شي چې دغه قوم ته به له دې شته بدبختيو د سولې په لور نجات ورکوي او هغه تېروتې قافلې به د سالار په توګه رهبري کوي کومې چې ډېرې ښې خاطرې ترې خلک په خپله سيمه کې په ځانګړې توګه پښتانه لري.
موږ په دې ځای کې د دغه ولس په ستونزو، راويښولو خبرې کوو دا چې کله کله تقديرونه بدلېږي او د افغان ملت په ځانګړې توګه د پښتانه تندی او سينه ده چې په دې څلوېښت کالو کې بدله نه شوه له هرې خوا چې ګولۍ اورېږي پښتون ورته خپل ټټر سپر کړی وي او له کومې خوا چې ګولۍ راځي هغه بيا د پښتانه په تندي لږېدلې وي دا له بې غورۍ څخه نه ده او نه داسې څوک فکر وکړي چې پښتانه ولې ځان ترې نه بچوي بلکې دا ګولۍ د همدې لپاره د دوي په خوا اورېږي ترڅو دغه قوم په سوله کې ژوند ونه کړي او له هر پلوه دا خلک وروسته پاتې شي چې نن يې پړه ټوله لومړی په افغاني مشرانو د دوي په پياوړو او ښکاره دښمنانو اچول کېږي.
پښتنو چې څومره خدمت د دغه غريب او بدبخته قوم او ملک لپاره د سولې له پلوه کړی فکر نه کوم بل قوم او ملت دې کړی وي له کومې ورځې چې دغه قوم په ښه او بد پوه شوی له هغې ورځې خپله ارامي او خوشحالي نه ده ليدلې او نه هم دښمنانو خوشحالۍ ته پرېښي دي او همدارنګه دغه قوم د خپلو بچيو ارامي او خوشحالي هم د ملک او قوم په خوشحاليو قرباني کړې ده او د دې قربانۍ په ورکولو ځمکه او آسمان هم د دې شاهدي ورکوي چې پښتانه په توره پښتانه دي او تل دا غوښتې خپل قوم راويښ کړي او د دښمن لاسونه له خپل ګرېوان څخه لنډ کړي دا چې انګريز پردوي حملې کړي، چنګيز دوي په ارامه نه دي پريښي، روسانو پردوي زړه يښه کړی او اوس لا د امريکا او ترڅنګ د نورو دښمنانو بې سرحده جګړې خو لا پرېږده چې پر دغه قوم حق او ناحق تپل کېږي او د اور د لمبو ښکار همدغه ولس کېږي.
ولې له دې ناوړه جګړې او نننۍ ناروا لوبې هېڅ څوک سترګې نه شي پټولی او نه ترې په ښکاره توګه انکار کولای شي چې دا جګړه په دې قوم تپل شوې او د دې جګړې د خود دارۍ په عظيم کشمکش کې تل لپاره د پښتنو قوم ځپل شوی او دوي هم د لوړو ارادو نه ډکو مټو باندې په وياړلې توګه پرې ورغلي او دښمن يې تر خپل کوره زغلولی دی.
څرنګه چې تاسو ته معلومه ده دنيا د لين او ډين يوه لويه منډي ده په افغانستان کې د جګړې لپاره کوم لوړ نرخونه چې خېژي او پريوزي د دنيا نورې منډي که نه شته او نه په دې برخه کې د دې مقابله څوک کولای شي نو موږ ته هم لازمه ده د دې مقابلې لپاره نن خپل قومونه راويښ کړو او په ښه توګه د دې مقابله وکړو اګر که په دې ځای کې د يوې سيکې دواړه مخه پېژندل ګران کار دی ولې بيا هم د خپل عزم او خپلواکۍ نه ډک ژوند په وسيله دا خبره کولای شو چې افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه هرڅه کولای شي که چېرته دوي پياوړې اراده وکړي او وغواړي له خپل هېواد څخه د جګړې ټغر ټول کړي او خپل قوم راويښ کړي نو هرڅه به دوي په دې هېواد کې کړي وي.
د يوه قوم د راويښولو لپاره دلته که موږ په خپلو قومونو رڼا واچو سړي ته دا خبره کټ مټ څرګندېږي چې په دې ځای کې د تاريخ په درشل کې د سولې ځای جګړې خپل کړی او د هرې طبقې او مدرسې خلک را پيدا شوي چې دغه خلک بيا په خپل ګومان او د خپل سياسي رهبر په مشورې ځانګړې مفکورې او ځانګړي پلانونه د ابادولو، تباه کولو او راويښولو لپاره په خپل ذهن کې لري چې کوم يو د دوي لپاره بهتر دی نو په هماغه عمل کوي او نتيجه ګوري چې څرنګه دوي ته ثابتېږي.
څرنګه چې په افغانستان کې مختلف قومونه مېشت دي او دغو قومونو بيا په خپل وخت او ځای کې د بهرنيو يرغلګرو له لاسه زحمتونه او تکليفونه هم ځغملي، دوست او دښمن نن هم پېژندلی او ټول د دې قابل هم دي ولې دا يقين ولرئ چې افغانان احسان فراموشه قوم هم نه دی چاه چې ورسره يوه نيکي کړې په لس ورته حساب ورکړی دغه مېړني قوم تل د خپل قوم په غږ سره لبيک ويلی او د خپل ملت د ساتلو په وخت کې ښه په نره توره وهلې او دښمن يې په خپل کور سپارلی دی.
موږ بايد راويښ شو، صرف هرکلی بايد ونه وايو په کارده دغه ولس هغه خپله پخوانۍ ژمنه بيا نوې کړي او په خپلو برياو لاس پورې کړي او خپلې نيمګړتياوې شاه ته واچوي په نويو فکرونو او نويو تګلارو خبرې وکړو، د نوې جذبې تر اثر لاندې ژوند اختيار کړو، له خپل ملت او خپلې خاورې سره د ژوند او مرګ تر اخري سلګۍ پورې بايد ملګري و اوسو ترڅو دا خبره په نړېوال بازار کې ثابته کړو چې افغانان هم د مبارزې خلک دي او مبارزې کړي او خپل هېواد اباد او ګلزار کړی خو دا به کله او څوک کوي؟ دا بايد همدا اوس او د کار سړي وکړي هغه کسان چې د لوړ قدرت هيله لري او په افغانستان کې نن د لوړې څوکۍ شوقيان دي دا دنده د دې خلکو زه بولم.
نن په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د تشدد او ظلم اور لکه د باد په څېر خپور دی، د لويو او ظالمو قومونو د مهربانيو په وجه په هرځای کې د هيروشيما غوندې منظرونه په کې ليدل کېږي په امن کې د ژوند تېرولو امکان په کې ختمېږي، د افغانستان په اړه پشې شاه (پټ) ناوړه کنفرانسونه او غونډې جوړېږي او واړه کسان د لويانو په تنور کې لوېږي او د هغوي لپاره ډوډۍ پرې پښېږي دا هغه پېښې دي چې په حقيقت کې د همدې هېواد دښمنانو نن پر موږ پيل کړي او دلته زموږ د ملت لپاره په کارده چې سمدستي لاس په کار شو او نور له دې ناروا لوبو ځان خلاص کړو.
زموږ دا يقين به په رښتيا بدل شي چې په داسې نازک حالت او د سيمه ييزو هېوادو په پيسو رابډوهلو سره چې غواړي په افغانستان کې امنيتي فضا خرابه کړي او دوي په کې خپلې ګټې خوندي کړي که يوه عامه لارښوونه د دې جګړې د مهار کولو لپاره په دې خاوره کې زموږ مشران ونه نيسي او خپل ويده قوم د جګړې په وړاندې راويښ نه کړي فکر نه کوم د افغانستان حالات دې له دې وروسته د جګړې په وړاندې کابو شي بلکې نور به هم د خرابي په لور روان شو خو په کارده دغه جګړه نوره زموږ مشران او ميراثي واکداران مهار کړي او لمن يې له دې خاورې ټوله کړي.
دا به ډېره د خوشحالۍ خبره وي چې له ډېر انتظار وروسته مو مشران لکه دولتي چارواکي، طالب، داعش او نورې قدرت طلبې ډلې او بيا مظلوم قوم د جګړې په وړاندې راويښ شي او د سولې په راوستو مو په دې خاوره کې د مرادونو غوټۍ وسپړي او په خندا خندا د خپلو دفترونو او ادارو په لور د کار لپاره روان شو او هر سړی په دې هڅه او کوښښ کې وي چې څنګه خپل ملک ته خدمت وکړي، څرنګه د بهرنيولاسونه له ښکاره لاسوهنو غوڅ کړي، د رشوت لمن له خپل ملک څخه ټوله کړي او رشوت خواره زندان ته واچوي د جنايتکار لاسونه د کړي جنايت په وړاندې غوڅ کړي بيا به موږ و وايو چې ظلم نه شته او ويده قوم راويښ شوی او کار کولو ته اړتيا شته.
دا به افغانستان ته له څلوېښت کاله جګړې وروسته د هغه څه راتګ نه يوازې د يو نوي ژوند راتلل وي بلکې هغه مايوسي چې په دې جګړه ځپلي هېواد کې خوره وره ده هغه به هم له ځان سره له منځه وړې وي او تل به د خوشحالۍ او کاميابۍ احساس کوو او نور به هم په دې هڅه کې يو چې کامياب او سرلوړي شو.
د يوه قوم د پرله پسې کوښښونو او د افغانانو د بې ځايه وژنو په اړه له هر افغان څخه چې پوښتنه وشي هغه به د خپل ژوند د ناخوالو او تازه پېښو او بې ځايه وينې تويولو په اړه له دومره احساساتو کار واخلي چې له سره به د ژبې په سر د جګړې نوم نه وي ځکه دا قوم په دې ډېر ښه پوهېږي چې راويښ شي جګړه شاه ته کړي، مشر معلوم کړي او له دې وروسته د سترګې په رپ کې هرڅه ته تيارشي او دا لوظ به له خپل ځان سره وکړي چې د هرې ستونزې د له منځه وړلو لپاره نر او ښځې په کې برخه واخلي او خپلې ککرۍ او وينې هر وخت له خوږ وطن او د پښتون قوم له ښېګړې او آبادۍ لپاره وقف کړي ترڅو دوي هم خپل ځان په نړېواله توګه ثابت کړي چې افغانان د نړۍ يو باغيرته قوم دی او هرڅه يې په وس کې پوره دي.
د خپلو قومونو د راويښولو او جګړې د ختمولو لپاره اکثره افغانان له ډېره فخره اوچت اوچت اوازونه کوي او په دې فخر کوي او په دې انتظار کې دي چې کله به د جګړې لمن له دې خاورې ټولېږي او موږ به په خپل کار لاس پورې کوو او د پښتون قوم د عظمتونو دښمنان به کله له خپلو ناوړه ناکردو څخه لاس اخلي چې د پښتنو د ننګياليو په سرو وينو اوس هم دا ليکل شوي دي چې پښتانه د چاه غلامي نه شي زغملی او هر چاه چې په دې وطن او هېواد زور وهلی نو زور يې اوبه شوی چې په دې کار سره دغه قوم هم راويښ شوی او دښمن په تېښته بريالی شوی.
د يوه ويده قوم د راويښولو لپاره په کارده مشران يې خپلې ذهني قوې په کار واچوي ترڅو دغه قوم له دې جهالت څخه خلاص شي او دا خبره ثابته شي چې دوي تل د نورو ولسونو د ګوليو ښکار شوي او هېڅ چاه دې ته نه دي پرې ايښي چې په ارامه دې خپل ژوند وکړي بلکې تل غولول شوي او بې ځايه په شهادت رسېدلي چې فکر کوم دا به له دې وروسته يوه ډېره بې خبري وي چې د دغه قوم مشران له خپل ملت سره يې کوي او ملت هم نور په سياست، اقتصاد، فرهنګ او غوره تګلارو ځان نه خبروي.
خو خير موږ افغان ولس به ګيله نوره له چاه وکړو، کوم مشران چې نن په دې خاوره کې لوړو مقامونو ته رسېدلي دا همدغه ملت په خپلو اوږو کېنولي خو بيا وروسته ځانونه د يو دوه افغانيو او يا هم د څوکۍ په وړاندې خرڅ کړي چې نن موږ ګيله له چاه نه کوو د خپل روڼ سهار په هيله به دا تياره هم وزغمو او په هرې تيارې په سې خدای پاک يوه رڼا هتمي راولي نو انشاءالله هغه ورځ به لرې نه وي چې په دې ولس به يوځل بيا رڼا راشي.
داچې موږ د خپل هېواد د ويده قوم په راويښولو خبرې کوو دلته ورسره سم د هېواد سالارانو ته هم په کارده په دې وينا چې تياره او رڼا راغله نو موږ لا په دې هم تر اوسه پوی نه شولو ځکه چې تياره خو اوس ښه په زور کې د غربي نړۍ له خوا چې په سرکې امريکا، انګلستان او بيا شرقي پاکستان دي د يوې تپې په شکل را روانه ده موږ ته په کارده د دې ناوړه راتلونکې تيارې لپاره د خپلو وينو د څاڅکو مشالونه بل کړو کنه لکه د شمعې په څېر به ويلې کېږو.
خو که موږ په رښتيا خپل قوم راويښ کړو، هغه په زين کړي آس نن سپور کړو، اوسنۍ جګړې ته د پای ټکی کېدو نو په نننۍ تياره کې چې څه رڼا موږ په نښه کړې ده په هغه کې موږ يوځل بيا د نوي سهار پلوشې وينو چې په حقيقت کې تاسو رڼا يې او تاسو ته بلکل فکر کوم شپه نه شي ټينګېدلی بل دا چې په افغان ولس د تپل شوې جګړې په نتيجه کې د دغه قوم ماتې پوښتۍ هر چاه ته معلومې دي چې ولې دا خلک دومره و ټکول شول او ټکول کېږي او هغه بې عزتي او بې ستري زموږ اوس هم په ياد ده چې موږ د خپلو بادارانو له لاسه په بهرنۍ نړۍ کې وليدله.
په هر صورت افغان ملت هغه باغيرته قوم دی چې تل خپل کار په خپله کړی ولې دښمن دې ته نه دی پرې ايښي چې دی دې پرمختګ وکړي هغه که کورني دښمنان دي او که ساراني دي او بل دا هغه قوم دی چې د غيرت ټول صفتونه په کې شته نو کله چې دا صفتونه يو قوم په خپل ځان کې ولري هغه هېڅکله د نړۍ له نقشې څخه په سياسي ډګر کې نه شي ورکېدای سمه ده چې وبه وژل شي، اقتصاد به خراب شي، کډوال به شي، له فرهنګي او سياسي ستونزو سره به لاس او ګرېوان شي، ولې دښمن به هم په ارامه نشي او تل به وژل کېږي.
په اخر کې زه دومره وايم راځۍ ځوانانو راويښ شو، موږ هرڅه کولای شو، خپلې زده کړې وکړو، قلم د دښمن د مقابلې لپاره راپورته کړو، د زړه له اخلاصه يو بل ته په سياست کې هرکلی و وايو او هيله لرو چې د ابادۍ، خپلواکۍ او خوشحالۍ هر زيری به له دې وروسته زموږ سترګو ته مدام وړاندې پروت وي ځکه موږ به د خپلو مشرانو په مشرۍ کې دې پايلې ته ورسېږو چې خپل مشران هم راته ډېر ګران دي که موږ کامياب شو نو دا هيله او مقصد هېڅکله هم نه هېرو چې افغانان څه نه شي کولای بلکې موږ هرڅه کولای شو.