د کابل په یوې څنډې کې د دریو دنګو ودانیو شا ته چې ویل کیږي د کوم ښکره ور زوراکي دي، څو پینه پتره خیمې هم څنګ په څنګ ولاړې او نري نري لوګي ترینه پورته کیږي. هره جونګړه یې د غربت څلی، د بی وسۍ سمبول او د بی عدالتۍ یوه مناره ده. ګرد چاپیره سپینې واورې، تورې خټې او د برق د لینونو په ځای، ژیړ تنابونه ځوړند دي. له ښۍ خوا په دریمې کیږدۍ کې یوه څلور کلنه هلمندۍ یتیمه، له خپلې ملا کړوپې انا، کونډې مور او دوو ګلالیو ورونو سره اوسیږي.
په دغه مخامخ مجللو بلډنګونو کې به حتما داسی قاضي یا څارنوال اوسيږي چې همدا پرون به یې له کوم طلاقي او طلاقۍ څخه خپله بونګه اخیستي وي. شاید د پولیسو داسی یو أفسر به هم وي چې نن مازیګر به یې له یو درجن موټر وانانو څخه خپل قلنګ را غوڼد کړی وي. د شهیدانو او معلولینو د وزارت داسی چارواکی به هم میشت وي چې د هیواد د اتلو شهیدانو د کونډو او معلولینو په نوم، شین بنډل به یې بیګاه د خپلې میرمنې په مخ کې ایښې او د بچو لپاره به یې د لوبو او ساتیرۍ ښه پریمانه سامانونه اخیستي وي.
د ژوند د ستمونو په دی توپان کې ځپل شوې ارواوې، د دی خلکو غرغره شوی احساس او زنګ وهلی خاموشه شعور خو هسی هم د یو دروند ماتم مستحق دی. که له یوې خوا سریندې ماتې، شپیلۍ کڼې او د رباب تارونه برغنډ برغنډ دي، نو بله خوا د قتلونو تجاران له وینو تویولو ستړي نه شول او نجاران د تابوتونو له جوړولو څخه. د ویجاړو خونو او د بی خازې قبرونو افسانې خو اوس دومره پیکه شویدي چې د ډیرو حساسیت یی په معافیت بدل کړیدی.
په یوې لنډې وډیو کې دغه ۶۲ کلنه ادې د کومې خیریه موسسې استازي ته وايي: زما د ځوئ غټه ګناه همدا وه چې تازه پولیس شوی وو، شپږ ویشت کلن وو، دغه درې مومنان او یوه کونډه یې را ته پریښودل. د پنځه وخته لمونځ قضا پری نه وه،‌ هره پردۍ تور سرې یې خپله خور ګڼله. په دی سپینو کمڅیو به در ته قسم وخورم چې د دی وطن خاوره ورباندی له ما څخه هم ګرانه وه. زه پخپله په ډیرې ځوانۍ کې کونډه شوې یم، دغه ځواني مرګ مې د یو او بل په کورونو کې په خوارۍ مزدورۍ را لوی کړ. بس همدا به د خالق رضا وه چې د څلورمې میاشتې تنخواه یې کور ته راوړه او په سباله دغه د ړندو سترګو اوښکه یې را څخه واخیسته او موږ یې خپلې اسرې ته پریښودو.
غازي خو په خپل ګمان، د خپل وطندار سینه په دی خاطر غلبیل غلبیل کړه چې ګوندی په بله دنیا کې به د اویا حورو سره واده وکړي او په لسګونو غټ سترګي‌ غلمان به جامونه په لاس، د ده خدمت ته ولاړ وي. خو شاید دا به یې هیر کړي وو چې د اوو اسمانونو د پاسه د عرش خالق او واکمن دا هر څه ګوري او څاري. ښایي دا خوارکی به پدی هم نه پوهیده چې د کوثر د اوبو بیه د بیګناه انسانانو وینه نه ده. ممکن دا به هم ورته چا نه وو ویلي چې دین یواځې د الله تعالی دی خو دا وطن د ټولو شریک دی. ډیر امکان لري چې د غازي به پدی هم سر نه وو خلاص چې کله دغه ماشومه د هوس د شرمښانو او ناموس د لیوانو په منځ کې لویه شي،‌ د هغې راتلونکی به څه وي؟
که چیرې شهید سیلاب صافی ژوندی وایې نو حتما به یې د دې یتیمې د کټورو کټورو سترګو، پلاستیکي څپلکو،‌ بی تڼیو ګریوان او چاودو چادو سپیرو خپړو په حال زوریدلی او سخت زهیر شوی وو او زما یقین دی چې بی اختیاره به یې له خولې را وتلي وو:
د شوخو سترګو خیال می زنګوي که د تورو زلفو ټال می زنګوي
په وصال کې چې هر څومره ځان محکم کړم د هجران نری شمال می زنګوي
بی ارادې که هر څو وتړم سیلابه تصور د خط او خال می زنګوي
او که ارواښاد قتیل خوږیاڼي زموږ له دنیاګۍ څخه کډه نه وای کړی او د دغې معصومې ماشومې له درده خبر شوی وای نو د یو سوړ اسویلي سره به یې دا یو بیت حتما زمزمه کړی وو چې:‌
په زړه مې ولې را وریږې څه باران خو نه یې
هسی می درد را پاروې زما درمان خو نه یې
ولی په دی نه پوهیږم چې د ځلاندو فکرونو او مطمئنو زړونو خلک ولی چوپ او ناګاره دي؟ زما د هجرت د لمړنیو ورځو اشنا او همزولي، قانع اکا خو یواځې د خپل ولس د درد او کړاو بګتۍ ویشتلې، ولی بیا هم چا ونه منلو او د لودیانو او سوریانو تر منارو یې ورسولو. قرار یې پدی خاطر ناقراره او له سفارته لری کړ چې یو سپین سترګي لنډه غر ته یی لنډه غر ویلی وو. کنه نو د مومنې او د هغې له سپین سرې انا سره به یې ضرور د زړه خوالې په عنوان، د ضمیر د ملامت او سلامت ترمنځ څو کرښې نذرانه کړې وې.
کله چې په ۱۹۴۷م کې پاکستان او هندوستان دوه جلا جلا ملکونه شول، نو څو میاشتې وروسته اقبال لاهوري د خپل حکومت د مشرانو سره هسپانیې ته لاړ. د ملاقات په پای کې علامه اقبال په مادرید کې له پاچا څخه وغوښتل چې د قرطبې په جامع جومات کې چې له نژدی پنځو پیړیو راهیسی ورڅخه کلیسا جوړه شوېده، د دوه رکعته لمونځ اجازه ورکړي. نوموړی په خپل شعر کې وایي: کله چې زه د لمړي رکعت سجدې ته ښکته کیدم، نو زما اوښکې ځما له تندي څخه ګړندۍ او خپل خالق ته په سجده شوې. خو مازیګر چې ما دغه ویډیو خپلې میرمنې ته وښوده،‌ نو ژر یې خپله لمسۍ چې ټیک د مومنې په عمر ده،‌ په غیږ کې ونیوله او تر تر له سترګو یې څو همزولې اوښکې تویوئ شوې. دلته زما زړه ته ولویدله چې که د وینو فوارې او د باروتو لمبې هر څومره په غر غنډو شي، د خوا خوږو انسانانو پټه عاطفه او څرګندې اوښکې هیڅکله هم د ګریوان ملتیا نه پریږدي.
دا څو ورځې چې زه د کور دننه په قرنطین کې ووم، نو یو دوست می له کاناډا څخه د استاذ شاولي په خوږ غږ یوه سندره را ولیږله چې:
ما یې کوشش د هیریدولو کاوه زړګیه بیا را ته رایاده شوله
ستا هغه یو نظر چې خاورې کړله خپله دنیا را ته را یاده شوله
زړه به نن ټوله ورځې خورم ورپسی سهار سبا را ته را یاده شوله
هغه لیلی را ته را یاده شوله بی انتها را ته را یاده شوله
د دغو بیتونو شاعر او کمپوزر خو د تَخَيُّل، وهمونو او هنر په دنیا کې د خپلې معشوقې د هیرولو او یادولو کوشش وکړ،‌ د بنډار یاران یې مست او په محفل کې د لوټونو باران جوړ شو. خو زه چې نن سهار را پاڅیدم نو بیګانۍ ویډیو می لا د ‌ذهن او سوچ هنداره د غڼې په شان، پخپل جال کې ټینګه رانغښتې وه. هلمندۍ یتیمه، د هغې د کورنۍ محرومیت،‌ کړاو او په خپل وطن کې د جلا وطنۍ کیسه را ته د یوې کړیکې په بڼه بیا بیا غوږ کې وګڼیدله او د پام د غلطولو سره سره، بیا هم بی انتها را ته را یاده شوله.