شاوخوا ۴۰ زره استراليايي عسکرو په افغانستان کې د متحدينو له راتګ سره تر اوسه پورې په دوره يي ډول دنده ترسره کړې ده ، چې په نورو ځايونو سربېره یې زياتره په ارزګان او هلمند ولايتونو کې مېشت وو او هلته یې جګړيز ماموريتونه پرمخ وړل.
دې سرتېرو هلته وخت پروخت له طالبانو سره په جګړو سربېره په جنګي جنايتونو او د بې ګناه خلکو په وژلو هم لاس پورې کړی و ، دوی يا  تورن او بې وسلې کسان په ډېر بې رحمه ډول وژلي دي او يا یې شکنجه کړي دي او يا یې نور ډول ډول ستونزې او مشکلات پرې راوستلي دي. د دوی ددې ظلمونو رسوا کېدل له دې جنايتونو څوکاله وروسته رابرسېره شول . په دې جرمونو کې شکنجه کول، د ملکي شتمنيو ويجاړول، په قصدي ډول د بنديانو وژل او شکنجه کول شامل دي.
 په دوه زره او شپاړس زېږدي کال کې د استراليا د خاصو ځواکونو يوه پوځي کيون فراسټ په افغانستان کې د استراليا د جنګي جرمونو څخه پرده پورته کړه او ويې ويل چې د رابرټس سمېت په نامه يوه استراليآيي پوځي په ۲۰۱۲ زېږدي کال کې د ارزګان ولآیت کې د يوه بندي وګړي لاسونه ور تړلی له يوه لوړ پاڼ څخه یې ښکته غورځولی او په شکنجه کولو یې وژلی دی. په داسې حال کې چې همدې پوځي د ښو جنګي کارنامو په ترسره کولو سره د استراليا تر ټولو لوړ جنګي مډال هم ګټلی و.
د کيون فراسټ  دې ادعا شور او ځوږ جوړ کړ ، خبري رسنيو ته خبره راووته او د ځواکونو د جنګي جرمونو د څېړلو په موخه استراليا مجبوره شوه چې  په افغانستان کې د خپلو جرمونو د څېړلو په موخه څېړنې پیل کړي ، څېړنې روانې وې او تر ۴ کاله څېړلو وروسته په ۲۰۲۰ کې تحقيقات پای ته ورسېدل او پکې معلومه شوه چې  يو شمېر استراليايي سرتېرو په افغانستان کې جنګي جنايتونه ترسره کړي دي.
جنګي جنايت د جنګ پروخت هغه چاره ده چې د جنګي اصولو څخه پکې سرغړونه شوې وي د مثال په توګه د ملکي وګړو يا بنديانو ځورول، شکنجه او د هغو وژل، د ملکي شتمنيو ړنګول، يرغمل کول او په بې ګناه خلکو او بنديانو باندې جنسي تېري کول او يا د هغو وهل او ټکول ټول جنګي جنايت دی.
دوی راپور ښيي چې له ۲۰۰۵ زېږدي کال څخه تر ۲۰۱۶ زېږدي کال پورې تقريبا ۵۵ غيرقانوني وژنو کې استراليايي ځواکونه ښکېل او د لسګونو نورو ځورونو او شکنجو کې یې لاس درلود چې ځينې خلک یې په بوجيو کې اچولي او وژلي دي، د ځينو یې  غاړه په چاړه ور پرې کړې او ان د ځينو معيوبو بنديانو په پلاستيکي پښو کې به یې شراب څښل او په نشې به یې پکې کولې.
په ځينو به يې نښې زده کولې او ځينې واړه ماشومان به یې په ډله ييز ډول په بې رحمانه ډول شکنجه کول او وژل.
ان ځينې وخت به یې ددې لپاره چې بندي سرتېری نشي له ځان سره وړلی یا د دوی په چورلکه کې ځای نه و د ځای د نه شتون له امله به یې واژه. او د ځينو مړو کسانو په جسدونو ته به یې درناوی نه کاوه او په شنو پټيو کې به یې بې وسلې کروندګر وژل.
د اصولو له مخې چې کومې کړنې  په دې راپورونو کې راغلې دي جنګي جرم ثابتېدلی شي او د محکمو له حکم وروسته دا کسان تر سخت عدلي قوانينو لاندې راتللی شي. تورن بايد محکمه شي او د قربانيانو پاتې کسانو ته بايد ښه پوره خساره او تاوان ورکړل شي.
خو يو ځل مخکې هم داسې ادعاوې شوې خو استراليايي نظامي محکمې پرې پرده غوړولې وه او يا یې تورن کسان بېګناه ثابت کړي و، د هغو له جملې څخه د مثال په توګه د  ۲۰۱۰ په سپتمبر میاشت کې د اسټرالیا  نظامي څارنوالي د استرالیا د ځانګړو ځواکونو ۳ خاصو سرتېرو د ارزګان په سور مرغاب کلي کې د پنځو ماشومانو په غیرقصدي وژلو تورن کړل. خو اته میاشتې وروسته د استرالیا نظامي محکمې په رسمي توګه دا تورونه رد کړل او دوسیه یې وتړل شوه په هغه وخت داسې راپورونه خپاره شول چې د تورونو لګولو پریکړه شاید د نړیوالې پروسې د مخ نیوي لپاره شوې وي. دا په دې مانا چې که چیرته استرالیایی پوځیان په جنګي جرمونو تورن وي او په خپل ملک کې یی پلټنې او یا محکمې فیصلې ته رسیدلي وي، نو بیا څوک حق نلري چی د جرمونو نړیوالې محکمې یا International Criminal Court  ته شکایت وکړي. په دې قضیه کې د جرمونو نړیوالې محکمې څرګنده کړې وه چې دا قضیه به څېړي خو چې کله استرالیا دا پروسه په خپله مخ ته بوتله او خپلې پلټنې یې پای ته ورسولې، نو نړیواله محکمه هم خاموشه شوه اوګواکې استراليآيي پرېکړه یې په يو ډول تاېيد کړه..
استرالیا دولت په افغانستان کې ددې هېواد د سرتېرو له خوا د جرایمو په وړاندې د شکایتونو له راپورته کیدو وروسته د استراليا صدراعظم  سکاټ مورېسن وويل چې لا نورې به هم په دې برخه کې پلټنې کوي او عدالت به پلی کېږي، نو معلومه به شي چې دا دوسيې تر کوم ځايه پورې مخ  ته ځي او څومره عدالت پلی کېږي.
خو استراليايي ځينو سرتېرو وار له مخه ددې له وېرې چې په استراليايي ټولنه کې رسوا او شرمنده نشي او ځان په يو ډول له بندي کېدا او په سختي کې له ژوند تېرېدا خلاص کړي يو شمېر استراليايي سرتېرو چې په دې شکنجو او ظلمونو کې یې په مستقيم يا غيرمستقيم لاس درلود ځان وژلی دی او ګواکې دا ددې ښودنه کوي چې رښتيا هم ددې کسانو لخوا دا کار شوی دی او مخکې له محکمې یې ځان په خپله محکمه کړی دی.