یوازې دوې مسئلې لنډې یادوم، دا پخوانۍ تجربې دي، په کار ده چې بیا ځل تکرار نه شي.

دوستانو وویل چې غټ تحول راغلی، رښتیا همداسي ده، یوځل بیا په افغانستان کې لوی قوت "امریکا " ماتې خوړلې ده، او دا لومړی ځل نه دی چې موږ د داسی یو حالت شاهدان و اوسو.

دلته پوښتنه پیدا کیږي چې د دې لویو قوتونو "انګلستان، پخواني شوروي اتحاد او امریکا " له ماتولو وروسته زموږ لاسته راوړنه څه ده؟

موږ انګریز ته ماتې ورکړه، حاصل یې په هیواد کې یو ډیکټاټور نظام منځته راتلل و، او د استعمار ځای ډیکټاټور حکومت ونیو. دارنګه روسان مو له افغانستان څخه وشړل، حاصل یې دلته خپلمنځې کورنۍ جګړه شوه.

لویه ستونزه داوه چې زموږ رهبران هغه وخت ډیر مغروره شول، فکر یې کاوه چې ابر قدرت "پخواني شوروي اتحاد " ته یې ماتې ورکړي، نور نو د هیڅ ډول دسیسې او توطیې جرائت څوک نه لري، خو د روسي لښکرو له وتلو وروسته موږ ولېدل چې څه ډول نورو هیوادونو زموږ په کورنیو چارو کې مداخلې وکړې او موږ په کوم ډول سرنوشت اخته شوو.

د روسانو د ماتې د وخت تجربه باید له یاده ونه باسو، مغروره نه شو، فکر ونه کړو چې موږ لوی قوت "امریکا " ته ماتې ورکړه؛ نور نو موږ د نورو په دسیسو کې نه ګیر کیږو، داسي نه ده.

دویمه مسئله داده چې د تاریخ اوږدو کې موږ له یوې بلې ستونزې سره مخ وو، هره ډله چې د وسلې په زور راغلي او واک ته رسیدلي، فکر به یې وکړ چې افغانستان د دوی لپاره جنګې غنیمت او خلک یې د جګړې اسیران او غلامان دوی ته پاتې شوې، نور نو دا خلک د نظر ورکولو حق نه لري، یوازي موږ به د دوی د برخلیک پریکړې کوو.

په کار ده چې نور له دي ترخو تجربو زده کړه وکړو، افغانستان جنګې غنیمت ونه ګڼو، دا د ټولو ګډ کور دی، ټول افغانان په دي ګډ کور کې په عزت د ژوند کولو حق لري.

تمه ده چې داغه ناسته د افغانستان د خلکو لپاره له تورو شپو د رڼا لور ته راوتلو لامل شي، او خدای ج دي داسي حالت راولي چې نور کومه میرمن په خپل میړه او یا زوي پسې د هغوی د وژنې له امله اوښکې توی نه کړي.

یادونه: لیکنه د "لومړۍ او دوېمه بین الافغاني غونډې - ماسکو" کتاب له متن څخه؛ یاد کتاب تازه چاپ شوی.