ویل شوی چې دمها رراجه رنجیت سینګ ۱۸۲۷ م په زمانه کې یوه موچی بل سړی وواهه او هغه مړشو.نو ده ته د مرګ سزا وټاکل شوه.دکلی خلک سره راټول شول او د مهارراجه در بار ته ور غلل اوهغه ته یې وویل چې محترما!
زموږ په کلی کې یوازې همدغه یوتن موچی کار کوی که هغه پانسی شی موږ ته به بېحده تکلیف پیښ شی
نو دهغه په بدل کې جولاته دې پانسی سزا ورکړله شی. د تحقیق څخه معلومه شوه چې جولا هم په کلی کې یو تن وو .نو بیایې یو بقال په دار وځړاوه!
ولسمشره !
یونس نولس کله وروسته دبن مزدورې بریکړې طفلانه کمزورتیاوې ،بېړه ، او غلامی ټکو ته ګوته ونیوله. هغه بیا هم د تبار ،ګزینه، نهاد ،حوزه مقاومت،نسل جوان وکنار مردم څخه غروفش لری . اما زما بحث دلته دی .دادطلوع مصاحبې به پرېږدو .وایی قماروهونکی چې ښکنخل ونه کړی زړه یې چوی.
دښځو په کتار کې اناهیتا راتب زاد نامتو کمونسته وه چې امپریالیزم مکتب ته یې ښکنځلې کولې خو بیا په آلمان کې د امپریالېزم په لاګر کې یې سا ورکړه . سهیلا صدیق موږک وه او که جنراله دوهمه کمونسته وه چې د افغانستان په څلور سوه بستریزه روغتون کې یې کار کاوه . دا هغه وخت وه چې کمونستانو کودتا کړې وه له کودتا مخکې نیک محمد عزیزی د روغتون سرطبیب وه .
سهیلا ته زما د ورور لیاقت او اهلیت څرګندوه او پېژانده یې . زما دورور مسلک هم عسکری وه زما ورور دجراحی دتخصص اوڅېړنو لپاره هندوستان ته ولېږدول شو او سهیلا روسیي ته . داوخت شهید داود خان په واک کې وه خو د ډاکتر عالی تحصیلات دهندوستان مقاماتو لخوادهغه دلوړو نمرو په خاطر یو څه نور هم اوږده کړل خوکابل خوښ نه وه کله چې بېرته راستون شو دنېک محمد عزیزی ادارې هغه جزایی د وزیریو غنډ خوګیانیو سیمې ته دسرطبیب په توګه ولېږه. څه موده وروسته کمونستانو کودتا وکړه. د ټپیانوعسکرو شمیره په روغتون کې ورځ تر بلې زیاتېده.روسان او سهیلا نشوای کولی چې زخمیان په وخت سره عملیات کړی نو داکتر یی روغتون ته کابل ته راوغوښت . داکتر دروسانود عملیاتو په تناسب دجراحی دوه چند عملیات کاوه هغه شپه چې امین سقوط وکړ زما ورور روغتون کې نوکری وو.سهیلا روسان نه پريښودل چې له داکتر سره ښه اړیکی ولری یود خپلو ګټو لپاره او بل دحزبی کمزوری چلوس سیاست په خاطر خو هغه یو مسلکی ډاکتر وه اوخپل مقام اوقدرت یې دبوهې له لارې ستره وسله وه او دا سازمانی خرڅ شوی خلک یې نوکر هم نه نیول.
سهیلا په کوم کرکتر اوشخصیت ملی ضایعه ګنل کیږی ،ایا ضایعه هم تعریف لری ؟ داهغه خلک دی چې دکابل دښاریانو په وژنه کې یې ستر لاس درلود ځکه همدوغو پرچمیانو د ستمی ربانی رژیم کې تر اخره وساته او هر دول جنایتونه یې وکړل او کابل یې په کنډواله بدل کړ.پرچمیانو بی بي سی ته لاره وموندله ظاهر طنین پرچمی لومړی بی بی سی ته او بیا له هغه ځایه په ملګرو ملتو کې دایمی سفیر شو حتی د طالبانورژیم هم ور باندې خبر نه شو دا اوس انډوخر په ټولو سفارتونو کې بل مثال دی.
هدف له لیکنې زما د ورور او یا زما شخصی ګټې نه دی نه کومه بله تمه او بده هیله دلته دیوې بشپړې کتلې
اوملت خبره اوزعامت دی دغه ولس ډېرې لوړې اوژورې ګاللی نو تمه داده چې نور له دې سهامی شرکت سره مخه ښی وکړې او له مکارۍ دوقطبی سیاست ډلو څخه لاسونه پرېمنځه ستا دوستان نه دی