دا د پورته سرليک اړتيا ځکه پېښه شوه چې ښاغلي زاهد خان شيدا د خپلې لورينې له مخې د امېل ‏پښتومجلې څو گڼې د ډالۍ په دود راکړې ، يوه يې هم د ( رحمان بابا) نمبر وه چې سرسري ‏مې ولوسته ، خو ژر مې د ښاغلي (شهاب عزيز ارمان) پر ليک د (رحمان بابا په شاعرۍ کې د قران ‏او حديث اثرات ) سترگې ولگيدى‏
‏ د همدغه ليک په پاى کې( د اميل پښتو مجلې د( رحمان بابا) د نمبر جولاى – دسمبر ٢٠١٤په ‏‏٩٥ مخ )کې يوه جمله ده چې نيوکه او اعتراض پرې کېداى شي .‏
‏ ټوله جمله په دې ډول ده ‏
‏(يوه (نظريه) چې د اسلامي نړۍ او عيسايي مذهب پکښې سره اختلاف د‌ے ، هغه دعيسى اسمان ‏ته ختل دي ځکه چې دازمونږ (نظريه) ده او ددې په ترڅ عيسايان د عيسى د وفات قايل دي په دې ‏اړه د قرآن آياتوته او احاديث هم شته ) ‏
د اميل مجلې د( رحمان بابا) نمبر ٩٥ مخ جولاى – دسمبر ٢٠١٤‏
نظريه د د نيايي سياسي اند ، سوچ يا باور ته ويل کيږي چې د وخت له شرايطو سره بدليداى هم ‏شي ، دا کلمه په سياسي گوندونو کې ډيره کارول کيږي .‏
‏ يو وخت يو کس يا تن ته د يو گوند نظريه ښه او غوره څرگنديږي‏
بيا يو کال يا څو کاله وروسته ورته د بل گوند نظريه ښۀ او غوره معلومه شي
‏ نو له لومړۍ نظريې يې گرځوي او بله نوى نظريه اخلي او خپله پخوانۍ نظريه پر نوى نظريې ‏بدلوي
‏ ساده بيلگه يې که يو تن په لومړي سر د عوامي نېشنل گوند پر نظر يې وي خو څه موده وروسته ‏بيا د انصاف گوند ته ورځي نو خپله نظريه يې بدله کړه نودا دنيايي سياست پورې تړلې ده ‏
خو ايمان بيا داسې باور دي تصديق بل القلب واقرارباللسان
‏( پر زړه کلک باور) او( پر ژبه وينا ) دا ايمان دى ‏
پرقرآن کريم د مسلمانو کره پوخ باور ( ايمان ) دى چې شک په کې بيخي نه ځايږي او د قرآن ‏کريم دا آيتونه دى چې عيسى عليه السلام اسمان ته خيژول شوى دى
‏ دا خبره نظريه نه ده دا بيخي کره باور او ايمان دى چې شک په کې بيخي نشته او د يو مسلمان په ‏توگه دا باورنه ختميږي او نه بدليږي که دا باور بدل شونو، مسلمان مسلمان نه پاتې کيږي ‏
همدغه ډول يې دعيسايانو هم همغه باور او ايمان دى چې ( نعوذ با الله ) عيسى عليه السلام وژل ‏شوي دى
‏ دا هم د عيسايانو نظريه نه ده بلکې د عيسايانو ايمان دى چې د قرآن کريم د ايت له مخې ناسم ‏دى او همدغه د عيسى عيله السلام وژلو ته ځواب دى چې عيسى عيله السلام ژوندى دى په اسمان ‏کې دى ‏
دانظريه نه ده دا د قران کريم خبره کلک باور دى ‏
إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَىٰ إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ ‏الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۖ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
دابل ايت ‏
وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ ‏اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ ۚ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (١٥٧) بَل رَّفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ ۚ ‏وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا