د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په یوویشتمه نېټه د هند د بالیووډ سینما نوموتی ستوری سنجې ډټ پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د افغانستان په اړه د خپل نوی فلم ٬٬  تورباز٬٬  ټرېلر یا اعلان خپور کړو. 
د بالیووډ وتلی ستوری سنجې ډټ د پاڼې پټ تاریخي جګړې په فلم  کې د احمد شاه بابا رول لوبولو ورسته هغه یو ځلې بیا د افغانستان اوسنې غمېزې په هکله په یوه بل په زړه پوري هنری فلم کې د ٬٬ توربار ٬٬ په نامه لوبیدلي دی. د تورباز هنري سینمایې فلم به د سنجې ډټ مینوالو ډیر خوښ شي.
په ۲۰۱۷ کال کې د دسمبر په میاشت کې سنجې ډټ د نرګیس فقیري سره د تورباز فلم په ډکولو باندې کار پیل کړي دی. 
په دغه فلم کې سنجې ډټ، راهول ‌ډیف، نرګیس فقیري په اصلي یا مرکزي رولونو کې لوبیدلي دي. د فلم اخیستونکی ګیریش ملک دی او راجو چنډا او مېټرا د فلم جوړونکی دي. دا د سنجې ډټ دریم سینمایې فلم دی، چې په ډیجېټالي بڼه کې خپریږي. وسمهال ډیرۍ فلم جوړونکې، کومو چې خپل فلمونه تیار او چمتو جوړ کړي دي، دوی د خپلو فلمونو په ډیجیټالي کولو پلانونو باندې کار پیل کړي دی، ځکه تر اوسه پته نشته، چې د کورونا وبا د بندیرونو له امله سینما بیا کله بیرته پرانیستل کیږي. 
د فلم لوبغاړي او د فلم جوړونکې راهول میترا په دغه فلم کې مهم رولونه لوبولي دي، دوی وایې؛ د تورباز فلم یو ځانګړي فلم دی، زموږ نازولي او ښکلي فلم به ‌ډیر زر په نیټفلکس کې خپور شي. دغه فلم د هغو ماشومانو کیسه کوي، چې دوی هیڅ څه په خپل ژوند کې نه لري.  
د فلم کیسه په دې ډول ده: سنجې ډټ کرکټر د تورباز په فلم کې د افغانستان وسله وال پوځ کې د طب یو ډاکټر دی. هغه غواړي په افغانستان کې د کډوالو په پنډغالي کې ځینو ماشومانو ته د کرېکټ لوبه ورزده کړي. سنجې ډټ په دې موخه ماشومانو ته کرېکټ ورزده کوي، څو د ماشومانو په ژوند کې یو مثبت بدلون رامنځ ته کړي، څو دوی د ترهګري او جنګ جګړو څخه لیري وساتل شي او د کرېکټ لوبه دوی ته د یوې مثبتي ښکارندې په توګه وروپیژني. 
په لنډه توګه د وسله وال پوځ دغه پخواني ډاکټر هڅه کوي، څو د کرېکټ لوبه له لارې د ماشومانو په ژوند کې خوښې او خوشالي راولي. دغه ډاکټر ډیر زر پوهیږي، چې د ده دغه ژمنتیا او هڅه د سپورټ څخه ورهاخوا ده. 
د تورباز فلم اعلان د راهول ډیف، څوک چې د ترهګرې ډلې مشر دی، پیل کیږي. هغه له ځانه سره لوړه کړي ده، څو د امریکايې سرتیرو څخه خپل غچ واخلي کومو، چې د هغه پر سیمه باندې برید کړي دی. هغه د کډوالو له پنډغالي څخه ماشومان د ترهګرېزو ځانمرګې بریدونو لپاره روزې او کاروي. د تورباز په فلم کې راهول ډبف یو منفي کرکټر رول لوبوي. هغه د یوې ترهګرې ډلې مشري کوي. دغه ترهګره ډله د کډوالو په کمپونو کې له ماشومانو ځانمرګې جوړوي، دغه ماشومان بیا په جګړه کې د ځانمرګې بریدګرو په توګه کارول کیږي. 
سنجې ډټ د تورباز په فلم کې وایې، دا ماشومان ترهګر نه دي، دغه ماشومان د ترهګري ښکار ګرځیدلي دي.
 
سنجې ډټ د خپلو ماشومانو د مرګ ورسته افغانستان ته راځي، هغه د خپلو مړو ماشومانو سره د مېنې ښودلو په بدل کې دلته د افغان کډوالو ماشومانو سره مېنه او مرسته کوي.
د بالیووډ سینما ستوری سنجې ډټ د سرطان په ناروغي باندې تر بریا او رغیدو ورسته بیا په خپلو هنري سینمایې چارو باندې کار پیل کړي دی. کله چې هغه په خپل ټوټېر کې ولیکل، چې د هغه نوی فلم به د دسمبر په یوولسمه نیټه په هندوستان او نړۍ کې د نیټفلکس فلم کانال له لارې نندارې ته وړاندې شي. له هماغې ورځې د سنجې ډټ مینوال د تورباز فلم ته بې صبره سترګې په لاره دي. ځکه دا د سنجې ډټ له سږي سرطان ناروغي څخه تر رغیدو ورسته دا د هغه لومړی ځل دی، چې د تورباز په سینمایې فلم کې لوبیږي او راښکاره کیږي. 
دا فلم د لیدو وړ دی او په لیدو ارزې 

 https://youtu.be/stbAOQiNMdk