تېرې څلور لسيزې کېږي چې افغانستان د جنګ په لمبو کې سوځي د روسانو د ماتې نه وروسته مجاهدینو په افغانستان کې د خپلمینځي جګړو په نتیجه کې ولس باندې هغه غوبل جوړ کړ او قتلونه یې وکړل چې تاریخ يې په لیکلو باندې شرمېږي.
بیا پر دوی باندې الله پاک طالبان را نازل کړل چې دا جنګي مجرمین، قاتلین، غله، شر او فساد يې ټول له ملک څخه محوه کړل او ولس یې ددوی له شر څخه خلاص کړل. بیا په افغانستان باندې د امریکې او متحدینو حمله وه چې د طالبانو نظام یې له مینځه یووړ او پر ځای یې داسې یو نظام را منځ ته کړ چې له پخوانیو جنګي مجرمینو او غربي دیموکراتانو څخه جوړه شوې ګډوله وه پر افغان ولس يې ور وتپل او د افغانستان حاکمان یې کړل.
نه غواړم چې ډېر څه ور باندې ولیکم افغان ولس یې ښه پېژني او په تیرو شلو کلونو کې د امریکایانو په موجودیت کی ېې په ولس باندې چپه مېچني و ګرځولې چې د سولې اصلی دوښمانان هم دوی وه ښه بېلګه یې په ۲۰۱۳م کال کې په دوحه کې د لمړي ځل لپاره دطالبانو د یو آدرس د راپیدا کېدو سره د وخت حاکم حامد کرزي مخالفت وو چې دا سیاسي آدرس يې د ډېر وخت لپاروه وتاړه.
حامد کرزي جنګي مجرمینو او هغو غربي ډیموکراتانو چې په غرب کې یی ظاهراً په مختلفو څانګو کې دوکتوراوې کړې وې خو به اصل کې په غلا او فحاشۍ کې پوره ماهرین وو چې په میلینونو ډالر یې حیف او میل کړل، انحصار کړی وو.
دکرزي په وخت کې جنګی مجرمین او هغه سیاسی څېرې چې د پردیو استخباراتو په مټ ېې په تیرو څو لسیزو کې د هېواد هرڅه لوټ کړل اوله مینځه یې یووړل دومره وپړسېدل چې کنټرول یې راتلونکو حکومتونو ته ستونزمنه خبره او یوه درنه موضوع ده.
اصلي موضوع ته راځم هغه دا چې د امریکایانو او طالبانو ترمینځ د فیبرورۍ په ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسلیک شو چې خوار مظلوم او بېچاره افغان ولس ورته ډېر خوشبینه او خوښ ښکارېږي او دا د افغانانو لپاره ښه چانس دی باید ښه ګټه ورنه واخستل شي.
نو زماخواست او غوښتنه چې د ټول مظلوم ولس غوښتنه ده د ټولو طرفونو څخه چې په رښتینې ډول حقیقي سولې ته کار وکړئ او وایم چې:
هی د چوکیو عاشوقانو!
قومي ټېکه دارانو!
غربي ډيموکراتانو!
د مجاهد په نامه جنګي مجرمانو!
د افغان ولس قاتلانو!
د ډالرو څښتنانو!
د لوړو ماڼیو خاوندانو!
په ټاکنو کې ناکامو او کامیابه نوماندانو!
مشرانو کشرانو!
سپین ږيرو شیخانو!
د بین الافغانی مذاکراتو طرفدارانو!
خواست مو دا دی په ښه نیت او اخلاص سره ملا وتړئ ورونه ورونه شئ یو بل ته غاړه غړۍ شئ نفرتونه کرکې او هر هغه څه چې د افغانانو په مینځ کې د قتل مرګ جنګ او هر ډول بد بختۍ سبب کېږي شاته یې وغورځوئ داسې یو بل ته مخلص شئ چې نړيوال درته حیران شي.
ښې پریمانه پیسې مو ګټلې مزې مو وکړې په کور دننه او بهر کې مو د پیسو ګټلو او پیدا کولو پرېمانه لارې چارې روانې کړي په دولتي څوکیو مو په ولس خپل راج وچلاوه د ډېریو مو اولادونه او کورنۍ په بهر ملکونو کې مېشت دي خپلې مېلې او چړچې کوی اوس نو بې درېغه قربانۍ ته ځان تیار کړئ یو بل ته لاسونه ورکړئ مرور ورونه را پخلا کړئ او د هېواد د آبادۍ لپاره مټې را بډ وهئ دابه مو د دنيا او آخرت دواړو لپاره بې حده مثبت تمام شي. دهېواد یتیمو ماشومانو او کونډو اوښکې باید وچې شي دا ستاسو ایماني او وجداني مسولیت دی؛ څو د سولې لپاره په اخلاص او په صداقت را ودانګۍ او بین الافغاني مذاکرات شروع کړی نړیوال حیران کړئ او ثابته کړئ چې افغانان په رښتیا چې له خپلو خلکو او خپل هېواد سره مینه لري او د آبادۍ لپاره یې هر ډول قربانۍ ته تیار دي نو ډېره زیاته مهرباني به مو وي څو د خپلمنځي یا بین الافغاني مذاکراتو لپاره ځان تیار کړئ او په رښتیني ډول د ملک نا خوالو ته په کتو سره د یو ښه راتلونکې لپاره د زړه له کومې سولې ته کار وکړئ. هغه ګاونډي ملکونه چې کلونه کلونه کېږي دلته خپله نیابتي جګړه پر مخ وړي او د خپلو ګټو لپاره مونږ د جنګ د اور په لمبو کې سوځوي د هغوی پر مخ یوه درنه څپېړه به ستاسو یو موټی کېدل وي او په ملک کې د یوه قوي نظام را مینځ ته کېدل دی.
د هېواد هغه کونډې بورې او هغه یتیمان چې خپل پلرونه او په ټول کې د ټولو وژل شویو دوستان خپلوان او قریبان به تاسو ته لاس په دعا وي هېوادوال به د ژوند په یو نوي پړاو قدم کېږدي د سولې د ټولو پړاوونو وروسته ورورګلوي به وي خپلوي به وي قوي مرکزي حکومت به وي او هرڅه به خپلواک وي نو په پای کې یو ځل بیا غوښتنه کوم چې د افغان مظلوم ولس هېلې په اوبو لاهو نه کړئ د ټولو سترګې تاسو ته دي د الله نه ووېرېږئ د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړئ د سولې په راوستو سره زمونږ د څو لسېزو تنده ماته کړئ.
د آباد، ازاد و سوکاله افغانستان په هیله.
۱۳۹۸ – د کب ۱۴ کابل