په وروستیو څو کلونو کې سلګونو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو د سمندر له لارې په کوچنیو کښتیو کې په سفر کولو سره خپل ژوند په خطر کې اچولی. په ځانګړي ډول دغه قاچاقي سفرونه په ډیره کې د (ری یونین) ټاپو په لور ترسره شوي، کومه چې د سریلانکا جنوب ته څلور زره کیلومتره لېرې پرته یوه ټاپو ده چې د فرانسې هیواد پورې تعلق لري.

مخکې له دې تر ډيره د یادو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره استرالیا هیواد د غوره منزل په توګه مشهور و، خو له کوم وخت څخه چې د استرالیا حکومت خپله د مهاجرت پالیسي سخته کړې او د ناقانونه کډوالو د کښتیو بیرته ستنول یې پیل کړي نو ورسره دې کډوالو هم خپل د سفرونو مسیر ته تغیر ورکړی.

د سریلانکا امنیتي او سمندري چارواکو هم پدې هکله اندیښنې څرکندې کړي چې پدې وروستیو کې زیات شمیر سریلانکايي وګړي د فرانسې د (ري یونین) ټاپو ته په غیرقانوني توګه مهاجرت کوي.

دوی وايي، د قاچاقبرو ډلو لخوا د ناقانونه کډوالو د قاچاقي سفرونه لپاره دغه ټاپو اوس د غوره او اسانه منزل په توګه ځای موندلی ځکه د استرالیا او نیوزیلینډ لور ته پر دوی عملیاتونه او محدودیتونه زیات شوي.

د سریلانکا د سمندري ځواک د مالوماتو په اساس، په ۲۰۱۹ کال کې کابو ۲۱۱ سریلانکايي ناقانونه کډوالو دغې ټاپو ته سفرونه ترسره کړي چې د ماداګاسکار هیواد ختیځ او ماریشیز هیواد جنوب لودیځ ته پرته ده.

دغه اداره وايي، په ټوله کې په تیرو لسو کلونو کې یې کابو ۵ زره وګړي نیولي چې غوښتل یې دغه ټاپو ته په ناقانونه توګه مهاجرت وکړي.