د تازه رپوټونو په حواله یوه کښتۍ چې ۸ تنه ناقانونه کډوال پکې سپاره و او د استرالیا سمندري اوبو ته داخله شوې وه د استرالیا د سرحدي ګزمه کوونکو چارواکو لخوا کشف او بیرته اندونیزیا ته ګرځول شوې ده.

د رپوټونو په اساس، دغه پیښه د غربي استرالیا په سواحلو کې په (کېمبرلي) سیمه کې شپږ اوونۍ مخکې واقع شوې، خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن یوازې تیره دوشنبه دا خبره رسنیو ته ښکاره کړه.

ډوټن خبریالانو ته وویل، «په کښتۍ ټول ۸ کسان سپاره و چې اوس بیرته اندونیزیا ته ستانه کړی شويدی. مونږ هیڅکله دا نشو زغملی چې بیرته مخکنیو هغو وختونو ته وروګرځو کله چې له دولس سوو زیاتو کسانو استرالیا ته د رسیدو په هدف په خطرناکو قاچاقي سفرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او په سمندر کې ډوب شول.»

هغه وویل، «استرالیا ته د سمندر له لارې غیرقانوني سفر خطرناکه دی او په حقیقت کې یوه بې مفهومه هڅه ده ځکه دغه ډول غیرقانوني مهاجرتونه استرالیا ته د رسیدو صفر چانس لري.»

ډوټن یادونه وکړه چې دا وروستۍ پیښه د ناقانونه کډوالو ۳۸مه هڅه ده چې د ۲۰۱۳ کال راپدیخوا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتو له پیل وروسته یې مخه نیول کیږي. هغه وویل، د دې عملیاتو په جریان کې تراوسه له ۹۰۰ زیات ناقانونه کډوال نیول شوي او بیرته هغو هیوادونو ته ورګرځول شوي چې حرکت یې ترې کړی و.