د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د شوې هوکړې د لاسلیک یوه اونۍ لا نه ده تېره شوې، چې بېرته د تاوتریخوالي او جګړې د پیلېدو خبرونه د نړۍ د رسنیو سرټکي شول، د طالبانو تر حملو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لېګېت پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې دوی د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې په هغو طالبانو هوایي برید کړی کوم چې عملاً د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو د برید په حال کې وو، هغه همدا راز ویلي چې دا یو دفاعي برید و، او دا د دوی مسؤولیت دی چې د اړتيا پر وخت د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
اوس دا پوښتنې را پورته کیږي چې آیا پر طالبانو د امریکايي ځواکونو هوایي برید د سولې د تړون د نقض په معنا ګڼل کیدای شي که نه، د نړیوالو تړونونو یا معاهداتو حقوق په دې اړه څه وایي؟
په داسې حال کې چې د ملي وحدت حکومت مشر محمد اشرف غني له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د پنځه زره طالب بندیانو د نه خوشي کولو خبره وکړه، طالبانو د کب په دوولسمه نېټه اعلان وکړ چې د اورکم وخت پای ته رسېدلی او د افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو پر وړاندې خپل بریدونه پیلوي، له دې اعلان یوه ورځ وروسته د کب په دیارلسمه نېټه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د طالبانو د سیاسی دفتر له مشر ملا برادر سره ټلیفوني خبرې وکړې، د خپرو شویو معلوماتو له مخې دواړو لوریو اوږدې خبرې کړې او د هوکړې پر عملي کولو یې ټینګار کړی دی، ولسمشر ټرامپ طالبانو ته ډاډ ورکړی چې د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له کابل سره وغږیږي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ شي.
دغه راز داسې ګنګوسې هم شته چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به په دې نږدې ورځو کې (د مارچ له لسمې مخکې) افغانستان ته راځي او دلته به د ملي وحدت حکومت له مشر او اجرائیه رئیس سره لیدنې ولري، تر څو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او لازمو اسانیتاوو رامنځته کولو په هکله له هغوی سره خبرې وکړي.
دې پېچلي او مبهم حالت خورا زیاتې اندیښنې را پیدا کړې دي، هېڅوک نشي کولای له راتلونکي وضعیت څخه یو دقیق او واضیح تحلیل ولري، ټول په دې کې ورک دي چې سبا به څه کېږي؟
په همدې حال په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر له یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې طالبان باید د تاوتریخوالي کمښت ته ژمن وي او د بریدونو له زیاتولو ډډه وکړي که نه دوی به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په دفاع کې پر طالبانو بریدونه وکړي، خو طالبان بیا یواځې پر بهرنیانو نه برید کولو ته ځان ژمن بولي او افغان ځواکونه له دې هوکړې مستثنی ګڼي.
له دې کبله اړینه ده چې د نړیوالو حقوقو د اصولو سره سم یوې معتبرې حقوقي مرجع ته صلاحیت ورکړل شي تر څو د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون تفسیر کړي، یا امریکایي لوری او طالبان په دې اړه ناسته وکړي او له دې مبهم ټکي یو ګډ او واحد تفسیر را وباسي، چې آیا پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه له هوکړې بیرون دي او یواځې پر بهرنیو ځواکونو برید په هوکړه کې شامل دی او که نه ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي کموالي یا اورکم ته ژمن وي؟
که چېرته وضعیت په اوسني ډول دوام پیدا کوي دا به د سولې دا قیمتي او له ډېرو قربانیو وروسته لاس ته راغلی چانس له ګواښ سره مخ کړي او جګړه به له یوولس ورځو نسبي آرامۍ وروسته بېرته تشدید شي، چې له ګوتو په شمار څوکي پرسته او قدرت طلبه مقاماتو او چارواکو پرته د هېچا او هېڅ لوري په ګټه نه ده او د جګړې دواړو خواوو ته د غریب افغان بچیان مري.
که چېرته دا هوکړه داسې تفسیر شي چې؛ طالبان د هوکړې پر بنسټ مکلف دي تر څو اورکم په کُلي توګه رعایت کړي او د بهرنیانو تر څنګ پر افغان ځواکونو هم بریدونه ونه کړي، د نړیوالو حقوقو سره سم طالبان پر افغان ځواکونو د بریدونو له کبله پړه بلل کیږي او دا بریدونه د معاهدې نقض ګڼل کیدای شي، چې په هغه صورت کې امریکا هم کولای شي د نړیوالو معاهداتو د حقوقو پر بنسټ د متقابل عمل له اصل څخه په ګټه اخیستنې د معاهدې د یوې برخې له عملي کولو ډډه وکړي، او یا د بښنې غوښتلو د اصل مطابق طالبان دې ته اړ کړي چې ددې بریدونو له کبله رسمي بښنه وغواړي او ژمنه وکړي تر څو وروسته له دې د تړون موادو او پریکړو ته ژمن او متعهد پاتې شي.
مګر که برعکس تفسیر دا وي چې دا تړون یواځې د بهرنیانو په هکله دی او افغان امنیتي ځواکونه په هغې کې نه دي شامل، بیا نو له یوې خوا د نړیوالو حقوقو پر بنسټ د سولې ددې تړون د حقوقي وضعیت په اړه کومه ستونزه نشته، او حقوقي اعتبار او قوت یې پر خپل ځای محفوظ دی. خو له بلې خوا ناټو او د امریکا متحده ایالات له ملي وحدت حکومت سره هم دې ته ورته امنیتي تړون لري د کوم پر بنسټ چې ناټو او امریکایي ځواکونه مکلفیت لري تر څو د اړتیا پر وخت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړي، نو که چېرې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه او جګړه دوام پیدا کوي، ناټو او امریکایي ځواکونه هم د امنیتي تړون پر بنسټ مسؤول دي تر څو د جګړې ډګر ته د افغان ځواکونو مرستې ته ور ودانګي، چې دا به جګړه زیاته او وضعیت نور هم پېچلی کړي.
له دې کبله پورتنیو ټکو ته په پام سره اړتیا ده څو ټول لوري فوراً او په مطلقه توګه تاوتریخوالی کم کړي او د امکان په صورت کې مکمل اوربند وکړي، تر څو د سولې په روان بهیر کې ستونزې رامنځته نه شي، له دې طلایي وخت او فرصت څخه په ګټه اخیستنه ټولې شته ستونزې او اختلافات د خبرو اترو له لارې حل شي او دا جنګ ځپلی هېواد او مظلوم ملت له څو لسیزو جګړې او غمیزو وروسته له تل پاتې سوکالۍ برخمن شي.