ښځې چی سر لاندې اچولی وه‌‌ء او سترګي یی له اوښکو ډکې وې، په کمزوري آواز میړه ته وواییل
“ څه خبره ده ولي دومره وارخطا یی. یو څه موده صبر وکړه انشاالله خدای به موږ ته هم ماشوم راکي”
سړي چی له پخوا هود کړی وهء چی بله ښځه به کوي د ښځی خبري ته ځواب ونه وایه او له دي کوټې نه بلي کوټې ته ولاړ او تیلفون یی په لاس کی واخیست او د پیامونو لوستلو ته یی پیل وکړ. د ښځې نور صبر او طاقت تمام شو او بلې کوټي ته ولاړه او له میړه سره یی بیا په خبرو پیل وکړ.
“یو چا راته ووییل چی پرون د احمد خان کور ته تللی وې هلته دی څه کول؟ ”
“ وه ښځې پری می ږده، هیچا کره نه وم تللی. هڅی خلک تا زوروي. د خلکو خبرو ته غوږ مه نیسه ”
“ نو څه وکړم. خلک په خپله راځی او ما ته کیسې کوي. زه به ژر د چا خوله بنده کړم ”
“ د هچا خوله مه بندوه... اوس دې خپله خوله بنده که چی زه په آرامه دا د خلکو پوستونه ولولم ”
“ زه به خپله خوله بنده کړم خو د خلکو خوله به څنګه بندوې؟ ”
“ اوس به می تا ته هم ویلي وي او خلکو ته هم. یو ساعت می پریږده بیا به خبري کوو ”
“ ښه نو دا د احمد خان د کور خبره دروغ ده؟ ”
“ دروغ نه ده. یو چا را ته ووییل چی هغه یوه پیغله او ښایسته لور لري. زه هم د هغه کورته ولاړم چی وی ګورم. خو په خدای قسم چی که می مخ څه چی لاس هم لیدلی وي. خلک ډیري خبري کوی. ته هم د نورو خبرو پسی مه ځه. که بله ښځه هم وکړم له تا سره به همداسی ژوند کوم لکه اوس چی یم. ډیر چرت مه وهه”
“ نو بلې ښځی ته څه ضرورت دی”
“ښځې، له تا سره می لس کاله تیر کړل یو ماشوم هم نه لرو. زه هم په کور او کلي کی د خلکو خبري نه شم اوریدلای. ”
“ نو بله ښځه خو حل نه دی. ”
“ که حل دی یا نه، خدای او رسول راته اجازه راکړې ده زه هم خپل بخت ازمایم. که خدای نصیب کړی وي نو ممکن به د ماشوم خاوند شو. ټول خلک راپسی خبري کوي. خلک خو لا زموږ د کور مالونه هم په مینځ کی تقسیم کړي”
ښځه په ژړا شوه خو آواز یی له خولې ونه وت. په ډنډو سترګو بلې کوټې ته ولاړه. د کوټې په کنج کی کښیناسته او ژړا ته یی دوام ورکړ.
پای

د جنوری میاشت ۲۰۲۱
مونتری، کالیفورنیا