آیا ښه به نه وي چه دکال په ۴ ملیارده افغانیو دیو جهادي مشر دساتني په ځاي دبیوزلو ماشومانونسونه ماړه شي؟

۱۸۰ دجنرال دوستم، ۱۵۰ د محقق او ۱۲۵ ساتونکي د کریم حلیلي او داسي نور....چه پدي سره د هر یوه جهادي مشر مصرف دکال ۴ملیارده افغانیو ته رسیږي. 

په نظامي تشکیلاتو کي تر ټولو وړوکي جوړښت دلګي ده چه ۱۱ نفره جوړښت لري. دري دلګي یو بلوک جوړوي او دري بلوکه یوه ټولې جوړوي او داسي کنډک، غنډ،  فرقه او قل اردو چه تر ټولو لوړ نظامي جوړښت ده. دا چه دجهادي مشرانو دساتني لپاره دلګي او بلوک خولا څه چه مکملي ټولي او یا کنډکونه ګمارل کیږي، دا د انصاف نه ډیره لیري او د وطن او ولس سره لویه بي انصافي او جفا ده.

دا سي ښکاري چه افغان حکومت خو ټول نظامي جوړښت جهادي مشرانو ته ځانګړي کړي دي. تاسي ښه پوهیږي چه دا جهادي مشران خو خورا ډیر دي او دهغوي ساتنه په دومره لوړ مصرف دهیواد د پرمختګ په وړاندي یو لوي خنډ جوړ شوي ده. 

آیا پکار نه ده چه دا جهادي مشران د دومره لوړ مصرف پر ځاي دشهادت جام نوشي جان کړي او ځانونه د دجنت حورو ته ور ورسوي؟

ښه به دا وي چه ددوی ساتني نه حکومت لاس په سر شي او دا پیسي د هیواد مظلوم ولس ته ډالې کړي او یا يي د هیواد په پرمختګ کي ولګوي. 

پدي کار سره به افغان حکومت دوه ګټي چه یوه يي د دین او بله يي دنیا یا پیسو ګټه ده لاس ته راوړي وي.

لمړۍ - دا چه دجهادي مشرانو تل هغه آرمان چه شهادت او دجنت حوري، ډیر زر به دعمل جامه واغوندي.

دوهم - په دا سپموي شوو پیسو به د ډیرو مظلومو افغانانو تش نسونه ډک شي او یا به دا پیسي د هیواد په پرمختګ کي ولګول شي چه ګټه  يي بیا هم ولس ته رسیږي.

دیوي داسي ورځي په هیله