د جګړه ييزو او تاريخي مسايلو په څېړلو او لوستلو سره افغان ملت په ځانګړې توګه پښتون هغه قوم پاتې شوی چې د تل لپاره يې جګړې ګټلي او هر تېري کوونکي ته په خپل ځای او وخت سره ښه درنه ماتې ورکړې، ولې د جګړې او ماتې له ګټلو وروسته دغه غيرتمند قوم چاه په ارامه نه دی پرېښي چې په خپله خاوره او خپل ټاټوبي کې دې په خپلواکه توګه ژوند وکړي. ترڅو دوي هم لکه د نورې نړۍ د قومونو او ملتو په څېر د کاميابۍ په لور پرمختللي ګامونه واخلي، خپله خاوره آباد کړي، هغه جګړې چې په دې قوم نن د بهرنيو او کورنيو د ښمنانو له خوا تپل شوي او تپل کېږي هغه له ځان څخه لرې کړي.
هر سياسي واکمن چې په خپل وخت سره افغانستان ته راغلی او دغه خاوره خپله کړې دا قوم ورسره ځپل شوی او چاه دې ملت او قوم ته په درنه سترګه نه دي کتلي او نه چاه د پرمختګ او ابادۍ له پلوه کوم ښه کار دې قوم او د دوي سيمې ته کړی ترڅو دغه قوم د دې کار په کولو راغونډ شي او ځان د رسېدلو ملتو په ليکه کې حساب کړي چې د دې کار په کولو له يوې خوا پرمختګ رامنځ ته شي له بلې خوا به دغه مظلوم ملت له دې محکوموالي نور خلاص شي او هغه څه به په لاس ور شي چې د دوي د پرمختګ او برياليتوب راز په کې وي خو په دې شرط چې څوک دې ملت او خاورې ته په اساسي توګه کار وکړي او ځانونه د دې خاورې اصلي مالکان وګڼي.
په دې هېواد کې د هر بې کاره حکومت له پېلېدو را په دې خوا يوځل بيا ثابته شوه چې پښتانه هغه خلک دي چې اکثريت دوي دي او همدوي په هره واکمنۍ کې له هر چاه ډېر د روانې جګړې ښکار شول او د افغانستان يوه سياستوال او د نړۍ يوه هېواد هم په دې قوم پسې سر ونه ګرځولو چې د دوي په سيمه کې د جګړې اور ختم کړی وی او په ځای سوله راغلې وی ترڅو د دې سيمې ځوانانو هم د زده کړې په ګاڼه خپل ځان سمبال کړی وای دا په دې معنی چې که چېرته په يوه سيمه کې زده کړه وي، د سواد کچه لوړه وي، پوی کسان په کې شتون ولري، ښوونځي وي، د بې سوادو په ځای باسواده ځوانان وي، څرګنده خبره ده چې په هغه ځای او سيمه کې به ورسره پرمختګ او د ژوند اسانتياوې هم ډېرې وي. خو بدبختانه زموږ په خاوره او سيمه کې ټولې ناخوالې او بدمرغۍ حاکمې او د واک پرګدۍ داسې څېرې ناستې دي چې د دې ملت هيلې يې ټولې په لوی سيند لاهو کړې دي.
افغانان اود دوي سيمه د نړۍ لپاره هغه ستراتېژيکه نقطه ده که چېرته دا دواړه په ارامه نه وي فکر نه کوم د نړۍ يو هېواد دې په امن او امان کې پاتې شي او يا هغه بهرنۍ نړۍ چې کومه دې هېواد ته راغلې او غواړي د دې خلکو په ژوند، کار او نورو سياسي چارو کې لاسوهنه وکړي هغه دې ترې په ارامه شي، ځکه د دې خاورې اصلي ملتونه نور شر او جګړه نه غواړي، نه شرخوښوونکي دي، دا ملت تل لومړی د خپلو مشرانو او بيا د بهرنۍ نړۍ له لاسه زورول شوی، بې ځايه وژل شوی او اوس هم وژل کېږي چې دا لړۍ به ترکومه بريده دوام وکړي.
افغان ملت په دې څلوېښت کلنه کورنۍ سياسي جګړه کې له زده کړې، اقتصاد، سياست، فرهنګ، غوره ژوند کولو او نورو رغونيزو کارو څخه وروسته پاتې شو او د خپلو کورنيو او بهرنيو يرغلګرو د وحشيانه اعمالو ښکار شو، تل په بې ځايه چاودنو او بې پروايي بريدونو سره وژل کېږي چې په نتيجه کې ورسره ځوانان له خپلو سيمو بې کوره کېږي دا ټول هغه مسايل دي چې موږ ته له جګړې را پاتې دي او سوله چې زموږ يو طبيعي حق ده راڅخه اخيستل کېږي او د بدبختۍ په يوه نامعلوم سيند د خپلو او پرديو بادارانو له لاسه لاهو کېږو.
دا ولې؟ دا په دې معنی مو لاهو کوي که چېرته د افغانستان د خاورې د نيولو، ورانولو او افغانانو د بې ځايه وژلو استعمارګر په ځانګړې توګه سيمه ييز هېوادونه دا فکر کوي چې موږ به په افغانستان کې د جګړې اور ګرم وساتو او افغان ولس به و وژنو خو دوي دې هم په دې ځان پوی کړي چې يوه ورځ به دغه اور که خدای(ج) کول د دوي کور ته هم رسېږي او هېواد به د اور د لمبو ښکار کېږي او بيا به همدغه افغان ولس له دې لمبو خلاصېږي او له هر چاه به دوي په دې اور کې ډېر سوزي او دومره به څوک نه وي چې دغه اور مړ کړي خو موږ ځوانان بيا هم له خپلو واقعي او رښتينو مشرانو هيله کوو چې اوس هم سري وخت دی راغونډ شئ دغه ملت نور له بې ځايه وينو تويولو خلاص کړئ، نور غلا، چور او چپاول بس دي چې په دې څلور لسيزو کې مو په هره بهانه وکړ، نور دا ملت هم د يوه آرامه ژوند کولو حق لري د دې خاورې اصلي اوسېدونکي دي، د دې خاورې تابيعت لري، تذکرې لري، خپلواک او هېواد پاله خلک دي.
په افغانستان او سيمه کې د دې ملت ضد مشران هم دلته او هم په بهر کې شته چې نه غواړي دغه قوم دې په ارامه شي، دغه قوم دې په ارامه خپلې زده کړې وکړي اودغه قوم دې په حقيقت کې خپل مقام او منزل ته ورسېږي چې په نړېواله کچه افغانستان هم د صنعت او سوداګرۍ له پلوه په آسيا کې يو پياوړی هېواد وګڼل شي او له څلوېښت کلنې جګړې څخه دې نور په امن او امان کې شي ترڅو د دې تګلارو او پروسو په عملي کولو موږ هم د سولې نړېوال سوداګريز مارکيټ ته لاره پيدا کړو او په خپلو بيا رغاونيزو کارو کار پيل کړو چې د دې کار په کولو سره به له يوې خوا دغه ملت او قوم له محکوميت څخه خلاص شي او له بلې خوا به اقتصادي چارې په ښه توګه يوځل بيا ورغول شي.
دا چې افغان ولس نور د جګړې او سولې په حقيقت او معنی پوره پوهېدلی او نه غواړي جګړې ته دوام ورکړي او تل په دې هڅه کې دی چې دغه بل شوی اور نور له خپل کور څخه لرې کړي او بېرته يې هغه چاه ته په غاړه کې واچوي چاه چې په دې خاوره کې د دوي کور ته اور اچولی، خو دا به هغه وخت کېږي چې دغه قوم کله سره يو موټی شي او دښمن ته په خپل هېواد کې لاس يو کړي ترڅو وکولای شي هغه له دې خاورې څخه وشړي او د ځان او ملت لپاره يوه خپلواکه او د کار اداره رامنځ ته کړي په دې سره چې دغه ملت نور له محکوميت خلاص شي، دغه ملت نور خپل کار په خپله وکړي، دغه ملت نور له بې کاره غلامو مشرانو څخه په امان کې شي، دغه ملت نور په يوه پياوړي شخص پسې و درېږي ترڅو يو ښه راتلونکی ولري.
څومره چې موږ د افغانستان سياست او بيا يې سياسي لوبغاړي تر څېړنې نيسو دا هغه خلک دي چې په حقيقت کې يې په ملت زړه نه سوزي او نه د دې خاورې د ابادۍ درد ورسره شته چې په اخلاص سره دې ملت ته کار وکړي، جګړې ته په خپل منځ کې د پای ټکی کېدي، لږ خپلو خلکو او خپلې خاورې ته وفادار پاتې شي، همدغه ملت او خاوره ده چې دوي يې دومره لوړو موخو ته ورسول چې نن په نړۍ کې ډېر لوړ ميليونران او سرمايه داران شمېرل کېږي خو په هر ډول نور بايد شخصي منافع له خپلو بې کاره او بدو ذهنونو څخه وباسئ خپل ذهنونه و وينځئ کار وکړئ، برياليتوبونه ترلاسه کړئ، ملتونه و روزئ، پرمختګونه وکړئ، ملي او نړېوالې پروژې په لار واچوئ، له سياسي او کورنيو مخالفتو لاس په سرشي ترڅو د دې پروګرامو په عملي کولو دا ملت له بې برخې کېدو خلاص شي.
دا خبره اوس ډېره ښه روښانه شوې چې د مناسبې موقعې او ډېرې هوښيارتيا په را رسېدو سره به دغه قوم او پياوړی ملت وکولای شي لومړی په خپله سيمه او بيا په ټول هېواد کې د ښې زده کړې په کولو سره لوړو اهدافو او موخو ته ځان، کورنۍ او ټولنه ورسوي چې د دې کار په کولو به يې غلو، غاصبينو او د هېواد دښمنانو ته يوه ډېره درنده ساپېړه هم په مخ ورکړې وي چې له يوې خوا به ورسره غله په خپلو کورونو کېني او له بل پلوه به په دې نيک کار سره هېواد او خاوره له هر پلوه د بريا په لور ګامونه واخلي او دغه ملت به هم ورسره له بې چاره ګۍ خلاص شي او د پرمختګ په لور به هره ورځ قدمونه اخلي چې په دې کار سره به سوله هم راځي، اقتصاد به پياوړی کېږي، غله به ورکېږي، امنيت به رامنځ ته کېږي، خو دا کار ټول په پياوړو اشخاصو او غوره تګلارو او د ښو ادارو په رامنځ ته کولو سره کېږي چې هر سياستوال ورته په خپل ذهن کې ځای ورکړي او د هرې وران کارې ډلې په وړاندې يو موټی شي.
که چېرته همدا اوس هم موږ د هېواد هره سيمه په ځير سره وګورو، هغه څه به په کې څرګند شي چې هره شپه په کې د جګړې اور بل دی او د سپکو او درنو وسلو ډزې په کې اورېدل کېږي دا هغه څه دي چې خپله د دې قوم او خاورې دښمنان نه غواړي په دې سيمه کې ارامي رامنځ ته شي او دا قوم دې لوړو اهدافو ته ورسېږي. په دې خو هرڅوک پوهېږي که چېرته دغه قوم خپلې موخې ته ورسېږي بيا امکان شته په دې خاوره کې يوه پياوړې اداره رامنځ ته شي او حکومت جوړ شي چې بيا به د دې حکومت په جوړېدو سره د سيمې د هېوادو اقتصادي بازار خرابېږي، د فرهنګ مخه به يې نيول کېږي، سياسي لاسوهنې به کمېږي، په هر صورت هغه څه به رامنځ ته کېږي چې د افغان حکومت او ملت په ګټه به وي او د سيمې د هېوادو په تاوان.
په هغو سيمو کې چې کله هلته سياسي ادارې جوړېږي، پرېکړې په ښه توګه ترسره کېږي، د واک ځای هغه چاه ته وسپارل شي چې هغه د ولس په زړه کې ځای لري، قانون، عدالت او انصاف په ښه توګه عملي شي، بيا څرګنده خبره ده چې په هغه اداره او هېواد کې به پياوړی نظام هم رامنځ ته کېږي او حکومت به د دې خلکو په شتون کې جوړېږي، بې کاره څېرې به له سياست څخه لرې کېږي، ځای به يې هغه چاه ته سپارل کېږي چې هغه له هر پلوه پوره او کره وي.
افغان ملت په ځانګړې توګه پښتون هغه قوم دی چې ډېرې سختۍ په خپله خاوره کې زغملي دي، بد اقتصادي حالت سره لاس او ګرېوان شوی دی، د وژلو او مقاومت د کمزوري کولو کوښښ يې تل د دې خاورې او ملت دښمنانو کړی، د کار له ساحې لرې شوي، ځای او چوکۍ يې هغه چاه ته ورکړل شوي چې هغه د پښتانه دښمنان او نه غواړي دغه قوم دې ترې سر پورته کړي په کارده دا قوم خپله مېړانه يوځل بيا د علم او پوهې په لاره کې ثابته کړي، خپل ځان له بنديخانې خلاص کړي، خپلې زده کړې وکړي، خپل اولادونه په ښه توګه وروزي، د حکومت لوړې او برحاله چوکۍ ترلاسه کړي، له هرې لارې چې کېږي خپل ځان د موخې او منزل په لور سيخ کړي.
له نېکه مرغه دغو سياسي لوبغاړو ته په کارده چې دا ماشومانه وسيلې، خويونه او ظالمانه لوبې نورې په خپله خاوره کې پرېږدي، په لوړو اوکاميابو سياستونو کار وکړي، وحشي کړنې پرېږدي، تاريخ او سنګر همدې ملت ګټلی، ولې امتياز د افغانستان جنايتکاران تر لاسه کوي، نور وحشت بس ده راځئ خپل ځان په خپله وپېژنو، تل له موږ څخه وخت تېر شوی وروسته مو بيا د هغه وخت ارمان کړی او سولې ته مو غاړه اېښې، په کارده، له جګړې لاس په سرشو، له خپلې سيمې د جګړې لمن ټوله کړو، سوله چې نېکمرغي راولي، آبادي راولي، پرمختګونه رامنځ ته کوي، وينې بهېدل بندوي، اقتصادي، سياسي او بيا رغونې ورسره په ښه توګه مخ په وړاندې ځي بايد پلې شي.
نن چې موږ په دې ځای کې د افغانانو په مجبوريتونو، ځان وژنو، چاودنو او يولړ نورو اقتصادي، سياسي او فرهنګي ستونزو خبرې کوو، په کارده دغه قوم نور په دې خاوره کې د خپلو لاس ته راوړنو لپاره په لوړو رياستو کار وکړي، هغه خپل کړي، وران شوی اداري سيستم يوځل بيا جوړ کړي، خپل مشر وپېژني، د دوي زده کړې او پرمختګ ډېر مخ په ښکته روان دی، جګړې له دې ملت څخه ډېر څه اخيستي دي، کومه جګړه ييزه لوبه او بهرنۍ نړۍ چې دې ملک ته راغلې هغه هېڅکله نه غواړي چې دغه وګړي دې ترقي وکړي او د يو رياست تر سيوري لاندې دې راغونډ شي ترڅو په دې هېواد کې د دې قوم ترمنځ د اخو ډب نارې پای ته ورسېږي او دا قوم هم لکه د نورو قومونو په څېر خپل ژوند د ورورۍ په فضا کې غوره کړي.
د افغانستان په سياستونو او اداري وېش کې تل د واک په سر او اهل کار ته د لوړو منصبونو په نه ورکولو سره د ارګ په دننه او بهر کې جګړې شوي او په نتيجه کې وېښ قوم بې برخې ساتل شوی چې د دې کار په کولو ټول امتياز په بې رحمانه ډول نړېوالو لږکيو ته په خوله کې اچولي او اکثريت يې له خپلې برخې څخه په دولتي چوکاټ کې د بې اتفاقيو له وجې همداسې بې برخې کړي په نتيجه کې ورسره په جګړه کې ښکېل ساتل شوي دا هغه څه دي چې د دې کار په پايله کې بيا وروسته يوه بې نظمي په دولتي ادارو کې رامنځ ته شوې او کار ورسره وروسته پاتې شوی چې دا پرېکړې هېڅکله هم ملت ته د منلو نه دي ولې د دوي په ګټه تمامې شوې دي هغه څه يې په کې تر لاسه کړي چې څه يې زړه غوښتل.
دا هغه ناروا او ړندې کړنې دي چې د دې کار په کولو نړېوالو او کورنيو مشرانو ونه شو کولای يوه سالمه اداره د دې عمل په وړاندې جوړه کړي ځکه له يوې خوا د هېواد په دننه کې سياسي څېرې له حکومت څخه ناهيلې دي او له بلې خوا د سيمې هېوادونه نه غواړي په دې خاوره کې دې يوه پياوړې اداره جوړه (په ځانګړې توګه پښتانه) دې په کې واک ته ورسېږي چې سبا ورځ همدغه حکومت د دې خلکو لپاره سردرد جوړ شي او د سيمې هېوادونه نا ارامه کړي.
ګورئ افغان سياستوالو زموږ لپاره يو سوال او پوښتنه پيدا کېږي افغان ولس داسې نه ده تل دې خاورې ته نورې نړۍ خپل لاسونه اوږده کړي وروسته له هغه بيا دوي د هغوي لاسونه پرې کړي او خپل هېوادوال يې را ته بې ځايه په وينو لمبولي دي چې د دې عمل په تر سره کولو کې تاسو هم لوی مجرمين ګڼل کېږي ځکه د افغانستان واک او لوړې څوکۍ له تاسو سره دي. خو موږ وايو په کارده له دې وروسته په داسې ناوړه کړنو او بې ځايه وژنو او ورانيو لاس پورې نه شي چې هغه زموږ د ملت او خاورې په زيان او دغه قوم ورسره د محکوميت په لومه کې زوړند پاتې شي نه دلته په کارده په ژونديو سياستونو، غوره تګلارو، نويو فکرونو، پياوړو ځوانانو کار وشي، اصلاحات رامنځ ته شي، جنايتکاران محاکمه شي، عملي سياستونه په لار واچول شي ترڅو له دې لارې زموږ وروسته پاتې ادارې د پرمختګ په لور ګامونه واخلي.
د افغانستان په سياستونو کې تل زموږ محکوم ملت او په هېواد مينو ځوانانو د نورې نړۍ له اجنټانو او تجاوز ګرو لښکرو سره په دايمي جګړو او شخړو کې برخې اخيستې او دغو يرغلګرو دې ته دغه ځوانان نه دي پرېښي چې په ارامه فضا کې دې په خپله خاوره کې کار وکړي ترڅو د دې ځوانانو د خپلو دندو د مخ په وړاندې بيولو سره هغه نيمګړتياوې چې زموږ په دولتي ادارو کې شته هغه ډکې کړي او د دښمن لاسونه له دې خاورې د تل لپاره غوڅ کړي.
ننني ناکام سياستونه او کمزوري سياستوال چې موږ په خپله خاوره کې د افغان ملت د وروسته پاتې په وړاندې ګورو نو استعمارګر خپل انتهايي زور لګوي او هر رنګه شيطاني چلونه چې يې زده وي هغه نن په کار او لار اچوي چې خپل نفوذ په دغو رياستو او سيمو کې ډېر کړي کله په سيمو کې چاودنې کوي کله نورې ډلې او ټپلې پياده کوي او کله هم غواړي يو ولايت ته سقوط ورکړي لکه د کندز د ولايت او غزني ولايتونو پېښې يادولی شو دا هغه کړنې دي چې موږ يې لومړی پړه ټوله د ښاغلي جمهور رئيس اشرف غني او سولې د شورای رئيس ښاغلي ډاکټرعبدالله عبدالله په حکومت اچوو او بيا حساب له نړېوالو غواړو ولې داسې کارونه اودومره لوړې پېښې په دې خاوره کې کېږي او بې ځايه وژنې تر سره کېږي.
افغان ولس په ښکاره توګه په خوږو او ترخو حقيقتو ډېر ښه پوه شوی او هغه يې نن په ډېره ښه توګه درک کړي ولې خبره په دې ځای کې دا ده چې افغان مشران د بهرنيانو په لاس جوړ شوي په ځانګړې توګه د امريکا، انګلستان او د سيمې هېوادو چې هغه نن نه غواړي په دې هېواد په ځانګړې توګه د پښتنو په سيمه کې دې په رښتينو اقداماتو لاس پورې کړي او يو له حقيقتو ډک نظام دې په دې خاوره کې د دې ولس لپاره رامنځ ته کړي او يا دغه ولس پرېږدي چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي نننۍ ټولې ستونزې او د افغان ملت محروميتونه موږ ته په خپل هېواد کې بهرنۍ نړۍ پيدا کړې او نه غواړي افغان ولس نور له دې ناوړه جګړې د کورنيو مشرانو له لاسه خلاص شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د ښاغلي جمهور رئيس سردار محمد داود خان د حکومت له ړنګېدو څخه را په دې خوا استعمارګرو تل دا کوښښ کړی چې د خپل ځان لپاره لارې چارې ولټوي او په افغانستان کې لوړ رياستونه او مرکزونه خپل کړي ترڅو دوي په دې خاوره کې په عام ولس يو قتل عام ګډ کړي او له دې کار څخه خوند واخلي اود بې ګناه او مظلومو افغانانو وينې په جوماتو او عبادت ځايونو کې تويې کړي او دا هم د نړۍ په مسلمانانو وتپي چې ګوره دا کار رهبر، طالب او داعش کوي او هغوي مسؤليت په غاړه اخلي ولې موږ په دې خبره ډېر ښه پوهېږو سړی چې مسلمان وي او له مسلمان څخه پيدا شوی وي هغه داسې کار نه کوي او نه د دې کار مسؤليت په غاړه اخلي ځکه په اسلام کې وژنې په ځانګړې توګه چاودنې نه شته، اسلام د پرمختګ او ترقۍ دين دی، اسلام د شاه تګ دين نه دی دا يو څو کسان چې په عربي ممالکو کې ناست دي تر سرونو يې تور او سپين پاجونه تړلي او هر يوه اوږدې ږېرې پرې ايښي په دې موږ اسلام نه شو ګټلای ږېرې په افغانستان کې د جهاد په وخت کې اته واړو رهبرانو هم پرې اېښې وې خو چې کله وخت راغی د کابل يوه لوټه او ودانۍ هم د دوي له لاسه روغه پاتې نه شوه ټول کابل يې په وينو و لمبولو راځئ حقيقتو ته به نظر وکړو، له دروغو او د ملت له غولونې به لږ د غفلت پرده پورته کړو چې شېدې تورې دي او که سپينې بيا به قضاوت او ټاکنې همدې ملت ته پرېږدو چې ملت چاه ته رايه ورکوي او څوک په تيږو ولي؟.
دا چې موږ په دې خاوره کې په ستونزو او د دې ملت په مجبوريتو نن خبرې کوو څرګنده خبره ده دلته هر څه چور شول، ښځې بې عزته شوې، هېواد د داخلي مشرانو په لاس په کنډواله بدل شو، ناوړه او ناکام سياستونه پلي شول، ولس د کډوالۍ په خره سپور شو، په هېواد کې د وينو نهرونه وبهېدل، قومندان سالارۍ پياده شوې، بانکونه او ملي سرمايې چور شوې، ولس ورته ګوته په غاښ پاتې شو چې دا څه د غرونو انسانان د کابل په ښکلي ښار پياده شوي چې نه په کې اسلام شته او نه هم رحم او په خپل عيش او عشرت کې ورک دي چې څه وکړي پاک لمنې پېغلې د اروپا او امريکا په لور د دوي له لاسه روانې شوې، کډوالي په بېړيو کې عامه شوه، کډوالۍ زياتې شوې، د ننګرهار په کمپونو کې ښکلي او سپين کابليان سره لمر ته مېشت شول دا ټول هغه ناروا جنايتونه دي چې هېڅ کله به د دې خلکو په وړاندې ونه بخښل شي او نه به دې مشرانو ته په دې ځای کې څوک په ښه سترګه وګوري.
په هر صورت دا هغه ډلې، مشران او کړۍ وې او اوس هم دي چې د هېواد د ورانولو، سرمايو د چور کولو مسؤليت نن ټول په همدې کړيو اچول کېږي او حکومت او نړېوالې ټولنې ته هم په کارده د دې خلکو د سرمايو په وړاندې د دوي د کړو جنايتو پوښتنه وشي او د محکمې ميز ته راکش شي ترڅو په افغانستان کې يوه سالمه اداره حاکمه شي او څوک دې ته زړه ښه نه کړي چې په داسې وحشيانه حکومتو او ظلمونو له دې وروسته لاس پورې کړي.
آزادي، د هېواد جوړول او د يو ملت محکومول له خپلو طبيعي حقوقو څخه به زما په فکر د يو افغان په ځانګړې توګه د پښتون غږ نه وي چې هغه غږ کړي او خپل ولس په ځان رامات کړي بلکې دا د ټول ملت ګډ او قوي آواز دی چې سره يو شي او خپل هېواد په خپله جوړکړي او بې کاره څېرې له سياست څخه محوه کړي اوحتی بندي او ودې وژل شي ترڅو د اسلام په چوکاټ کې په دغه خاوره کې يوه سالمه اداره جوړه شي او د دوه يا درې لوړ پوړو چارواکو په محاکمه کولو سره به فکر کوم ډېر لوړ اصلاحات د اداري فساد په وړاندې په دې خاوره کې رامنځ ته شي او هغه افغانان په ځانګړې توګه پښتانه چې په دولتي ادارو کې په دې وروستۍ واکمنۍ کې و وهل او و زورول شول هغه به هم له دې شر څخه په امن کې پاتې شوي وي.
دا هغه بېکاره او ناوړه علتونه دي چې په ټول افغانستان کې د جګړې اور په شدت سره په پټه او استخباراتي توګه روان دی هغه ورځ هم د خدای (ج) په فضل ډېره ژر را تلونکې ده چې د ټوپکو او توپونو لوګي به د استعمار سترګې ړندې کړي او همدغه افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه به د نړۍ يو باعزته او با وقاره قوم حسابېږي او ټولو ته به دا څرګنده شي چې افغانان بې ګناه و وژل شول، کورونه يې ړنګ شول، مالونه يې لوټ شول، تابيعتونه واخيستل شول، له خپلو ټولو معنوي او اسلامي حقوقو څخه بې برخې پاتې شول.