د انساني ژوند ټول هدفونه ، ارمانونه او غوښتنې يوازې په واک لرلوسره پياده کېدلئ شي . ازادي چې د الله پاک تر ټولو ستر نعمت دئ په قدرت ولاړه ده . څوک چې واک نه لري ، ازادي نه لري ، اسیر دئ او د بل تر واک لاندې د قيد په ځنځيرونو تړلئ دي . نه تصميم نيولئ شي ، نه پرېکړه کولئ شي او نه مستقلانه اقدام او عمل . دا مساله هم په انفرادي ژوند کې مطرح ده او هم په ټولنيز کې او همدا واک دئ چې د ژوند او ټولنې ټولې سياسي -اقتصادي -علمي - مديريتي او کلتوري برخې اداره کوي او په حرکت يې راولي .
د ټولنيز او معاشرتي ژوند په اختيارولو سره د انسان د فردي واک د دایرې شعاع لڼډه او يوازې د فرد تر شخصي او کورني محيط پوری محدوده شوه . يعنې په شخصي امورو کې د تصميم نيولو او فيصلې کولو فردي واک يې محفوظ پاته شو ، خو په ټولنه کې چې د لکهاوو او ميليونو افرادو نه تشکيله شوی ده، ديوه شخص د واک په ځای د ميليونو افرادو د واکونو مجموعه منځته راغله . ددې ميليوني افرادو د واک د مهارولو، کانالیزه کولو او د ټکرونو د مخنيوي د پاره ددې ضرورت او اهميت پيدا شو چې يوه واحده مرجع د تنفيذ د قدرت بايد پيداشي تر څو د ځانځانۍ او ګډوډۍ مخه ونيسي او ټولنه د واحد تصميم او پرېکړې په اساس اداره او مديريت کړل شي . همدا د يوې مرجع پيدا کېدل او يا جوړول چې واک تنفيذ او وچلوي د سياسي واک (ټولنيز قدرت ) او د سياست (واک چلول )د مکتب د زېږېدلو شروع او په ټولنه‌کې مروجه شوه چې تر ننه پورې دوام لري .
که څه هم سياست ډيرو متفکرينو او ټولنه پېژندونکو په مختلفو ډولونو تعريف کړئ دئ . ځنې وائي د عقل او تدبير له لارې واک ته رسېدل سياست دئ . نور بيا سياست په ټولنه‌ کې د امکاناتو هنر بولي .
خو اصلي تعريف او مفهوم د سياست د واک (قدرت د سرچينې او منبع ) په هکله تفکر ته وائي . هر څومره چې په يوه ټولنه‌کې د واک د سرچينې د پېژندلو په هکله د تفکر درجه قوي او پراخه وي ، په همغه اندازه د ټولنې په کړو وړو ، تعاملاتو او معاملاتو کې د غلطیو او د هغې نه را ولاړو شويو ستونزو کچه ټيټه وي .
کله چې د قدرت سرچينه او منبع معلومه شي د واک ماهيت او منځپانګه هم روښانه کيږي ، چې د کوم ځای او سرچينې نه تغذيه او خړوبيږي .
ددې د پاره چې د سياسي قدرت مشروعيت او نه مشروعيت ، مقبوليت او منفوريت ، منل او ردول او معقوليت يا غير معقوليت ئې ښه تشخيص کړئ شو ، لازمه او ضروري ده چې سرچينه او متبع ئې بايد و لټوو او د فکرکولو په وسيله ئې تجزيه ، تحليل او و شنو .
زموږ په ټولنه کې لويه ستونزه او ترې راپورته شوي مصیبتونه دهمدې وجهې را پيدا شوي دي ، چې موږ د واک يا قدرت د منبع د پېژندلو او محتوا نه‌يی د خبرېدلو په ځای د واک ظاهري بڼه ، ځلا ، ښويتوب او جذابيت د خپلو عواطفو ، احساساتو ، تمايلاتو ، ذوقونو او شوقونو په تله تلو ، خو د منبع او ماهيت په هکله ئې سوچ نه‌کوو او دا فکر نه کوو چې د قدرت ظاهري شکل ، شمائل او جوش يې د محتوائي جوړښت سره سمون او تطابق لري او که نه د سياسي واک دزرينو جامو لاندې ، کرغېړنې او تباه کوونکې بلا ځان نغښتئ دئ ؟ همدا د سياسي قدرت د منبع او سرچينی په هکله د نه فکرکولو او غفلت له کبله ټول عمر غوليدلي ، کړېدلی او د يوې بلا نه خلاصون د بلي په قبضه کې لویدلي يو .نيم عمر مو ددی پټو بلاوو په صفت او حمايت تيرشي او نيم نور بيا په غيبت او شکايت . همدا سلسله تکراري روانه ده او د ختمېدو څرک ئې نه ښکاري .

نو ددې تاريخي او دائمی عذاب نه هغه وخت خلاصون پيدا کولئ شو چې خپل فکرونه او سوچونه د سياسي قدرت د سرچينې او منبع په پوهېدلو مصروف کړو او د پېژندلو وروسته يې د حمايت او نفی فيصله وکړو ، نه په جذباتي کړنو يې تائيد يا رد کړو .

سياسي قدرت بل څه نه دي يوازې د واک چلولو طريقه ده چې د منبع ،ماهيت ، وسائلو او طرزالعمل له نظره يوازې دوه ډوله لري :

۱- دېکتاتوري يا زورواکي ، چې د سياسي واک سرچينه ئې يو شخص ، کورنۍ ، ډله ، تنظيم ، او يا اډيولوژي ده ، ماهيت يې ظالمانه ، قدرت چلولو وسيله ئې زور او طرز العمل يې قهر امیزه احساساتي او د اسلحې په استعمال ولاړ وي .

۲- ضد ديکتاتوري ، چې د سياسي واک سرچينه ئې اولس دئ ، ماهيت ئې عادلانه ، د قدرت چلولو وسيله ئې د شريک تصميم په اساس شريک تفاهم او توافق دي ، طرزالعمل ئې سوله ایزه او عقلاني وي او په دې ډول سياسي واکدارۍ کې زور نفی او مردود دئ .

۱-دېکتاتوري يا زورواکي
په دېکتاتورۍ ،استبداد او زورواکۍ کې د قدرت د لاسته راوستلو ، چلولو او بقا منبع فقط يو خاص مقام ( شخص ، کورنۍ ډله ..‌) دئ ، چې د وچ زور ، اسلحې او فشار په وسيله ځان تحميلوي او د زور او اسلحې د وسيلې په کارولو د ډار ، ترور ، اختناق ، شکنجې ، زندان او وژلو له لارې خپل ناولي ژوند ته دوام ورکوي .
دېکتاتورۍ يوازې د زور نه تغذيه او تنفس اخلي ، چې که د زور وسيله ئې ورکه او خلع سلاح شي ، دېکتاتوري هم ختمه او مړه کيږي .
ديکتاتوري قدرت ، ځان د قدرت چلولو ابدي مستحق بولي او هیڅ بدلون او تغير نه‌مني. يوازې کله چې يې د سقوط خطر پيداشي خپل ظاهري شکل ته تغير ور کړي ، بل نوم ځان ته غوره کړي او په بل لباس ځان را ښکاره کوي ،خو ماهيت يې همغسې جابرانه ، امرانه او ظالمانه‌وي .
همدا وجهه ده چې دیکتاتوران په لس هاوو کلونه د قدرت په څوکۍ ناست وي ، فقط طبيعي مرګ او يا د بل دیکتاتور په‌وسيله قتلول ئې د قدرت د څوکۍ نه بېلولئ شي . خو دا بېلوآلۍ او تغير د دېکتاتورۍ د ماهيت تغير نه دئ ، بلکې استبداد بايد دوام پيدا کړي . په ميراثي دېکتاتورۍ کې د دیکتاتور د کورنۍ يو څوک بايد د هغه ځای ونيسي او په نورو دېکتاتوريو کې (اډيولوژيکي ، مذهبي ، ګوندي او تنظيمي )کې د همغه ډلې او يا ګروپ په ولکه کې بايد قدرت پاته شي. ځکه په ديکتاتوري سيستم کې يو سر ته ضرورت دي چې ټولنه بې سره پاته نه شي .

په دېکتاتوري کې سوله ،هوسايي ، ارامي ، خو شحالي او رفاه يوازې د قدرت د خاوندانو (دیکتاتورانو او متعليقينو) حق دئ . جنګ ، غم ، فقر او عذاب د اولس برخه رسېدلې، هغه هم د قدرت د خاوندانو د معيشت او عشرت د تاءمينولو د پاره .
په دېکتاتورۍ کې ټولنيز عدالت، قانون ، انساني کرامت او حقونه نشته . ديکتاتوران او د سياسي قدرت سيستم ئې هم قضا ده، هم اجرائيه قوه او هم مقننه قوه . هر څه چې د دیکتاتورانو د طبيعت او مزاج سره برابر وي هغه قانون بلل کيږي او بايد عملي شي ، ولو که د انسانانو د وژلو او وينې تويولو په‌قېمت هم وي . انساني کرامت ، عزت ، شرافت او حقوق هغه امتياز دئ ، چې يوازې د قدرت والا بايد ترې برخورداره‌ وي او دا امتياز يې بايد د هر تجاوز نه محفوظ وي .

ديکتاتوري هېڅ وخت په خپل استبداد او مطلقيت اقرار نه کوي ، بلکې تر ښايسته ، رنګينو ، جذابو او احساساتو پاروونکو جامو ( ديني ، ملي ، مذهبي ، قومي ، ژبني ، اډيولوژيکي او ....) لاندې ځان پټوي ، ځانونه تر ټولو معتقدين ، وطندوسنه ، ملت دوسته او انساندوسته بولي . ديکتاتوري د ټولنې د منل شويوارزښتونو ،اعتقاداتو ،منافعو او مقدساتو د دفاع په نامه خپله زور واکي او استبداد توجيه کوي ،حال دا چې عملاا د ټولنې د ارزښتونو ( ازادي ، خپلواکي ، ديني باورونه ، وطن ، عدالت او د ټولنې د غړيو حقوق ) په ضد لګيا وي او د خپل قدرت د تداوم دپاره پرې معامله کوي، خيانت ورسره کوي او د خپل ژوند د تداوم د پاره د هر رنګه لړزوونکو جنايتونو د کولو نه باک نه لري .

په دېکتاتورۍ کې اولس يوازې يوه وظيفه او مسؤليت لري او هغه د استبداد نه تابعيت ، اطاعت او بې شک او شبهې د اوامرو منل .
دېکتاتوري په خپل سياسي قدرت کې شريک ،اپوزيسيون او مخالف لورۍ نه يوازې نه زغمي ، بلکې په شدت او سقاوت سره ئې محو کوي . په دېکتاتورۍ کې د انتقاد ، پلوراليزم ،زغم او تولېرانس کلتور نشته . هر مخالف نظر ځان ته سپکاوۍ او خطر بولي او د اسلحې په زور يې خاموشه کوي .
ديکتاتوري ځان د هېچ چا او هېڅ مرجع په مقابل کې د خپلو اعمالو د نتايجو په هکله دځواب ويلو او محاسبې مسؤليت نه مني . هر عمل يې ولو که جنايت او خيانت هم وي د قدرت د مصلحت او حفاظت تر نامه او بانه لاندې توجيه کوي .
دا چې د دېکتاتورۍ وجود ، ژوند ،دوام او بقا د زور په کارولو صورت نيولئ دئ ، هېڅکله سوله ايز بدلون ته غاړه نه ايږدي ،يوازې بل زور بايد پيداشي چې عوض ئې کړي او ځای يې ونيسي . همدا وجهه ده چې د سياسي قدرت (استبدادي) د تغير او بدلېدو د پاره په کراتو د ميليونو انسانانو‌ ويني بهېدلې دي ‌. کورونه ، کلي او ښارونه په کڼډوالو بدل شوي دي ، جبري مهاجرتونو صورت نيولئ دئ ، وطن د يتيمانو ، کونډو ،بورو ، زخميانو او معلولينو نه ډک شوئ دئ .
ديکتاتوري يو شيطاني او مصنوعي سياسي قدرت چلونه ده ، چې د الهي خلقت او انساني فطرت سره په تضاد کې قرار لري ، ځکه انسان الله پاک ازاد خلق کړي او د عقل په نعمت يې نازولئ دئ ، مګر ديکتاتوري د الله ددې فيصلي سره او د انساني فطرت سره د انسانانو د ازادۍ او د‌ عقل په بنياد د ازاد تصميم نيولو او فيصلې کولو سره ضديت او دښمني لري او يوازې خپل تصميم او پرېکړه په نورو تحميلوي او د ټولنې افراد بايد جبراا د خپل طبيعت خلاف د هغې نه پيروي وکړي .

دیکتاتوري او پيروان ئې کوښښ کوي چې سياسي قدرت د تقدس درجې ته ورسوي ، څو څوک پرې نيوکه ونه‌کړي او د شک په سترګه ورته ونه‌ګوري . هر سازنده او معقول انتقاد ګستاخي بولي او که چا دا ګستاخي وکړه او د دوی قدرت ئې تر سوال لاندې راووست ، فوراا ئې د مرتد ، ياغي، باغي او تکفير په غېشي داسې وولي ، چې بيا سر پورته نه کړي .حال دا چې سياسي قدرت د اسمان نه نه دئ را نازل شوئ ، چې په قدسيت او معصوميت ئې ايمان راوړل شي‌ او بې له شکه او ګومان نه و منل شي .


۲- ضد ديکتاتوري سياسي واک
ددې ډول سياسي واک سرچينه او اصلي منبع اولس دئ ، چې په سوله ایزه توګه د اولس د تصميم او پرېکړې په اساس جوړيږي او اعمال د قدرت يې هم مسالمت امیزه دئ . زور ، فشار او د قهر امیزه کړنو ټول اشکال او میتودونه لکه ډار ، فشار ، ترور ، فزيکي برخوردونه ، شکنجې ،سانسور او وژنې په کې حرام دي .
په دې ډول واکمنۍ کې سياسي قدرت د يوه شخص ، کورنۍ ، قبيلې ، ګوند ، مذهب او اډيولولوژي له لوري په زور نه دئ غصب او يرغمل شوئ ، بلکې د ملت خدائي او طبيعي حق دئ ، چې د ملت په خوښه ، رضايت او فيصله منځته راغلئ دئ . دا چې ټولنه د افرادو او سازمانونو د مختلفو فکرونو او نظرياتو نه تشکيل شوې ده ، نو په
ضددېکتاتوري واکمنۍ کې تنوع د افکارو د يوه منل شوي حقيقت په حيث پيژندل کيږي او دا اختلافات د زور وهلو او فزيکي برخوردونو په ځای د منطقي مباحثو ، مذاکرو او تبادل د نظرونو له لارې د شريک تصميم په وسيله، تفاهم او توافق ته رسول کيږي او په نتيجه کې بې د خشونت نه سياسي واک استقرار پيدا کوي .
په‌ ضددېکتاتورۍ کې سياسي قدرت د زمان په لحاظ محدود او مشروط دئ ، نه لکه په دېکتاتورۍ کې غير محدود او غير مشروط ‌. د سياسي قدرت ماموريت د يوه معين وخت د پاره د اولس له لوري اجرايي هيئت ته سپارل کيږي او شرط يې د منل شويو قوانينو په چوکات کې خدمت کول دي ، چې د اجرااتو نظارت او ارزونه ئې خپله اولس کوي او دا صلاحيت لري چې د موجوده سياسي واک ماموريت تمديد او يا يې تغير کړي . له دې کبله چې په ضددیکتاتورۍ کې د سياسي واک جوړونه په سوله ایزه توګه د اولس له لوري صورت نيولئ دئ ، نو تغير او تعويض يې بې د قهر او زور د استعمال نه صورت نيسي او ټولنه د خشونت او انساني تلفاتو نه په امان کې پاته کيږي ‌ .
په ضددېکتاتورۍ کې سياسي قدرت آمر ، بادار او سالار نه دئ ، بلکې مامور ، خادم او مطيع دئ ، چې د خپلې هرې کړنې ، اجرااتو او اقداماتو مسؤل دئ ‌ او د خپل ماموريت په جريان او ختم کې بايد ملت ته حساب ورکړي او د مکافاتو او مجازاتو په ورکولو ئې سم کارونه تقدير او غلط يې تقبيح کيږي .
ټولنيز عدالت ، قانون ، انساني کرامت او انساني حقونه د ضد دېکتاتورۍ سياسي واکمنۍ د سياسي -اقتصادي -ټولنيز -ثقافتي او امنيتي ژوند د کولو اساسي بنسټونه دي . په دې واکمنۍ کې هر نوع تبعيض او امتياز ( قومي، ژبنی ، مذهبي، سمتي، رنګي، جنسي ) منفور او مردود دئ .
د ټولنې ټول غړي چې ملت ترې جوړ شوئ دئ ، په اولسي واکمنۍ کې د مساوي حقوقو نه برخورداره دي. ټول په سياسي واک کې مساوي او يو شان حق لري ، چې د سياسي واکدارۍ د هيئت او مديريت په هکله ازادانه نظر ورکړي ، ازاد تصميم ونيسي او ازاده پرېکړه وکړي .
په ضد ديکتاتورۍ سياسي واکدارۍ کې د سياسي واک د مديريت او د ټولنې د ادارې امورو د مخته بېولو د پاره د لايق ، متخصص ، خدمتګار ، صادق ، ملت او د ملت اډيالونو او عقايدو ته وفادار او متعهد خلک د اولس له لوري تشخيص کيږي او د سياسي واکمنۍ ماموريت ورته په مشروط ( معينه موده ، مسؤليت پذيري او حساب ورکونه ) ډول ورته تسلمیږي .
ضد دېکتاتورۍ سياسي واکمني سانسور او د ټولنې د افرادو او سازمانونو د سياسي نظرياتو او افکارو د بيان په ازادۍ بنديز ردوي او دټولنې ټولو افرادو ته د خپلو سياسي نظرياتو او افکارو د اظهار حق ورکوي په دې شرط چې د ټولنې ټول منل شوي ارزښتونو ( ديني ، ملي ،تاريخي ، کلتوري ) او ټولنيزو منافعو ته احترام ولري او د دوی سياسي فعاليت د ټولنې دا منل شوي ارزښتونه زيانمن نه کړي . ځکه په دې سياسي واکمنۍ کې نظرياتي اختلافونه بايد په سوله ایزه شکل ، پراخه حوصله او تولېرانس سره د عقل ، منطق او تدبير په بنا حل شي ، نه د وسلې او زور په کارولو .

بنااا سياسي قدرت يوه انساني پديده ده چې د انساني ټولنې ادارې او مديريت د پاره خپله د انسانانو له لوري منځته راغلې ده . سياسي قدرت هغه مؤسسه ده چې په تاسیسولو کې ئې خپله انسانان مستقيم دخيل دي .
سياسي قدرت نه مقدس دئ ، نه ابدي دئ ، نه ميراثي او نه تغير ناپذيره لکه دیکتاتوران او پيروان يې چې ترسيموي ، بلکې سياسي قدرت د انسان په وسيله جوړه شوې دستګاه ده په ټولنه کې د واک چلولو د پاره ، چې تابع د زماني او مکاني شرايطو او انکشافاتو ده او د هغه مطابق بدليږي ، نويې کيږي ، اصلاح کيږي او د تکامل په لوري قدم اخلي .

داچې سياسي قدرت د انسانانو په وسيله جوړيږي او انسانان د خطا ، نواقصو او عيبونو نه خالي نه دي ، نو د انسان دغه اختراع شوې دستګاه ( سياسي قدرت )هم کامله او بې عيبه نه ده . طبعاا بايد نقد شي ، نیمګړتیاوې يې په ګوته شي او د اصلاح د پاره يې نوي تجويزونه وړاندې او عملي شي . خو دا کار ( نويې کول ، تغيرول او اصلاح کول ) يوازې په اولسي سياسي واکدارۍ کې بې د وينو تويولو ، بې د انساني تلفاتو او مادي ضايغاتو ، بې له قهره ، بې د زور او اسلحې د استعمال څخه ممکن دي ، چې په دېکتاتورۍ کې بيا دا کار د درنو تلفاتو او ضايعاتو په ورکولو سره په ډېره ګرانه بيه اولس ته تماميږي ، چې زموږ وطن ددې واقعيت ژوندی مثال دئ .

والسلام