هغي قلم نه درلود
یوه لنډه کیسه
لیکوال: سمیع الله خالد سهاک
انجلۍ له کوره ووته. که څه هم چی هغه ښونځي ته تلله خو په لاره کی ورته په یاد شو چی باید هغه دوکان ته چی قرطاسیه خرڅوي ولاړه شی او یو پنسل واخلي. هغي له ځانه سره پنځه افغانۍ له کوره راوړي وي چی د هغي په ګمان به پرې یو پنسل واخلي خو، د یو پنسل قیمت له پنځه افغانیو نه جګ شوی وهء نو هغي ونه شو کولای چی پنسل واخلي نو بیرته په د مکتب په لور روانه شوه.
مکتب ته چی ورسیده له ځانه سره یی چرت وهه چی که نن هم په صنف کی پنسل ونه لري نو ممکن ښوونکې به ډیره په قهره شي او ممکن له هغې وغواړي چی له صنفه ووزی. که څه هم چی دې دا له ځان لپاره یو غټ توهین ګانه، خو ښوونکې دا خبري ته هیڅ پام نه کوهء او هغي فکر کاوه چی که انجلي له ټولګې بهر وباسی نو هغه به بله ورځ دا کار ونه کړي. خو، د انجلې ستونزه دا نه وه چی هغه بی غوره وه، خو هغې پیسې نه درلوې او نه یی پلار دومره پیسې درلودې په د انجلۍ د مکتب لپاره کتاب او قرطاسیه واخلي. نو چی کله انجلې ښوونځې ته نژدې شوه نو له ځانه سره یی په دعاګانو پیل وکړ چی خدای دې وکړي چی نن معلمه رانه شي.
که څه هم چی خدای د هغې دعا قبوله کړه او ښوونکې نه وه راغلې خو په ځای یی یو بل ښوونکی راغلی وو. نوي دې معلم هم ولیدهء چی انجلۍ قلم یا پنسل نه لري نو کله چی نورو لیکل انجلۍ یو او بل ته کتل او هیڅ یی هم نه کول. معلم سپوږمۍ ته نږدي شوه او تري یی وپوښتل:
“ لورکې قلم نه لرې”
سپوږمۍ په ژړغوني آواز ووییل
“ نه”
ښوونکي بیا وپوښتل
“ ولي؟”
انجلۍ ورته ټوله کیسه له اوله تر آخیره وکړه. ښوونکی ډیر خفه شو او له خپله جیبه یی یو پنسل وایست او انجلې ته یی ورکړ. سپوږمۍ ډیره خوشحاله شوه او په لیکولو یی پیل وکړ.
پای
جنوري ۵، ۲۰۲۱ کال
مونتری، کالیفورنیا