د پنجاپستان ( پاکستان) پوځ تیری او توطیه کوي ، د افغانستان واکمنان یې ننداره کوي.
دا حالت څلویښت کاله روان دی.
د پنجاپستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا یو ځل بیا په دا فکر کې دی چې دده په کوماندانی کې به یو ځل بیا کابل د پنجاپ له خوا ( د پټ اشغال ) په بڼه سره ونیسي او د پنجاپستان په تاریخ کې به دا ویاړ بیا دده په نصیب شي.
باجوا د ځانه سره حساب کړی چې په افغاستان کې د پنجاپ مزدوران او د هغه شاوخوا فاسدې کړۍ اوس ددې توان لري چې غني دې ته اړ کړي چې د پنجاپ د اجندا سره سم حرکت وکړي.
همدارنګه باجوا د افغانستان څخه د امریکايی پوځیانو په وتلو باندې حساب کوي . دده په ګومان دا به د کابل د حکومت د ړنګیدو زمینه به برابره کړي.
په دې کې شک نشته چې په کابل کې د موقت حکومت رامنځته کول ، پنجاپ د رسمي مګر پټ اشغال د پاره زمینه برابروي.
دا چې د باجوا د پروګرام سره سم په قطر کې د موقت حکومت ډنډورې وهل کیږي ددې ډنډورو سره سم په کابل کې یو شمیر زورواکي هڅه کوي چې په دې لاره کې د پنجاپ مرستندویان واوسي.

نه پخلا کیدونکي دښمن
پنجاپ د افغانستان ستراتیژیک دښمن دي د هغه سره په واقعي مانا سره د افغانستان دوستي او وروري ناممکنه ده هغه تل په دې هڅه کې و ، چې افغانستان تباه کړي. او په راتلونکي کې به هم دا پالیسي ولري.
د قطر ډرامه او د هغې نتیجه یعنی موقت حکومت ډرامه د پنجاپ په پوځي چاوڼۍ کې ترتیب شوي او ددې ډرامې یوه برخه په افغانستان کې د موقتې ادارې را منځته کول دي .
دا هغه ډرامه ده چې په اویایمه لسیزه کې په پنجاپ کې جوړو شوو ډلو به ویل چې ، په افغانستان کې د سولې په لاره کې خنډ ډاکټر نجیب الله دی او که نوموړی استعفا وکړي دا ستونزه به اواره شي.
اوس هم همغه ډنډوره د همغه خولو څخه راوځي. په دې ډول دوی غواړي هیواد بې ثباته کړي او هیواد دننه کورنۍ جګړه پیل کړي.
اوس یوویشتمه پیړۍ ده ،حالاتو د پخوا څخه اوس بدلون موندلی دی . اوس عامه ذهنیتونه روښان او د پنجاپی استعمار خلاف دي . پنجاپی زورواکي نوکران اوس د خلکو په منځ کې ځای نلري.
د پنجاپ او د هغو نوکرانو دا خوب به هیڅکله به رښتیا نه شي . د افغانستان یوه مشهور سیاستوال ویلي و: چا چې د افغانستان د سوځولو خوب لیدلی دی او یا یې اور په کې بل کړی دی د هغو مخونه به وسوځي او تور به شي.

اوسنی اداره:
که څه هم په د اولسمشری په ټولټاکنو کې د افغانستان خلکو دا ګومان کاوه چې د افغانستان اولسمشر به وکولی شي او یا به وغواړي چې د کابل په اداره باندې د زورواکو او په جنایتونو تورنو ډلو اغیزه محدوده کړي خو د خلکو د غوښتنو برخلاف د کابل په اداره باندې د دې زورواکو ډلو نفوذ د پخوا څخه زیات شو او د زیاتیدو خواته روان دی.
باید ووایو کله چې محمد اشرف غني اولسمشر شو ، ددې په ځای چې په خپله تګلاره کې نوي والی روالي بلکې د پخواني اولس مشر په ګام یې ګام کیښود . یعني:
هغه د خپلو مرستیالانو په غوره کولو کې ملي ګټې او اولسي غوښتنې په نظر کې ونه نیولې او بیا کله چې بریالی شو، هغه هڅه وکړه چې پخواني زورواکان او لوټماران په واک وساتل او یا یې تقویه کړل. اداري فساد یې علني ، سراسري او قانوني کړ.
خپله شاوخوا یې د فاسدو ، بد اخلاقو ، لوټمارو او بی کفایته کسانو څخه ډکه کړه دا کسان ددې په ځای چې ملي ګټو ته ژمن واوسي هر یو ځانته اجندا لري .
د افغانستان اکثریت خلک په دې ګومان دي چې د محمد اشرف غني اکثریت شریکان نوموړي ته ژمن ندي د دوی سرونه د غني سره او پښې یې د تهران او اسلام اباد سره دي . چې ښه مثال یې په وروستیو کې د کابل یو شمیر کسانو ملاقاتونه د پنجاپي پوځ چارواکو سره دی.
بله مهمه خبره دا ده چې د سولې دخبرو اکثریت کسان دده مخالفان او په جنایتکارو کړیو پورې تړلي کسان دي د دوی د پاره ملي ګټې او قانونیت اهمیت نلري او نه پرې پوهیږي.
باید ووایو چې په قطر کې د کابل هییت به د غني د پاره ډیره خطرناکه لومه رامنځته کړي او هڅه به وکړي په دې شکل نوموړی د واک څخه لیرې کړي.

څه چې غني ته لازم دي:
په دې کې شک نشته چې اوس په دې هکله د افغانستان په اولسمشر محمد اشرف غني باندې ډیر فشار دی او تر اوسه دی هم مقاومت کوي خو که لازم اقدامات ونکړي ، ډیر امکان لري چې نوموړی هم د داکټر نجیب په شان ددې مقاومت څخه لاس په سر شي.
دا ځکه چې ډاکټر نجیب هم یو شمیر نږدې دوستانو پریښوده او دده څخه یې لاره بیله کړه نو همدې امله ډاکټر نجیب هم استعفا ته اړ شو.
اوس داسې ښکاري چې محمد اشرف غني د پنجاپ ددې توطیې په وړاندې یوازې دی. دده نږدې همکاران په دې توطیه باندې سترګې پټوي او نه غواړي په دې لاره کې ځانونه د پنجاپستان سره مخامخ کړي. مګر که چیرې غني وغواړي کولی شي د یوه اغیزمن وطندوست ټیم په رامنځته کولو سره د هیواد په د ننه او بهر کې د جنرال باجوا توطیه شنډه کړي.
خو بیا هم:
( تر ورخ اوبه ندي تیرې شوي ) د افغانستان اولسمشر کولی شي چې حالاتو ته د هیواد د خلکو په ملاتړ سره بدلون ورکړي فاسد کسان د خپله شاوخوا او ارګ څخه وشړي کلیدي څوکۍ وطندوستو او وړ کسانو ته ورکړي. د وسله وال پوځ واک په خپل لاس کې واخلي د فاسد او متعصبو کسانو د نفوذ او مداخلو څخه یې خلاص کړي.
یو ملي منشور اعلان کړي او د هغه د تایید د پاره یوه ریښتنی لویه جرګه راوغواړي او په دې ډول عامه ذهنیت په خپله ګټه وڅرخوي.
د کابل د ادارې څخه په ایران او اسلام اباد کې د جوړو شوو تنظیمونو پخواني او اوسنی غړي د دولت څخه وشړي او بې پرې ملی شخصیتونو ته وخت ورکړي چې دولتي اداره را منځته کړي.
د قطر د دفتر دروازه وتړي او هغه تش په نوم مذاکراتی هییت چې لیږل شوی بیرته په خپلو کورونو کینوي.
په افغانستان کی د وینی هر څاڅکۍ چی توییږی ، هر کور چی ورانیږی او هره نا ارامي چی رامنځته کیږی په هغه کی د هغی شاته په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د پنجاپی استعمار لاس حتما شتون لري.
اشرف غني باید واقعیتونه ووایي : هغه باید ووایی چې په سیمه او نړۍ کې پنجاپستان د تروریزم رامنځته کونکي او ملاتړ کونکي دی. همدارنګه باید ووايي چې په تیرو څلویښتو کلونو کې پنجاپستان د افغانستان په ضد په مختلفو نومونو او بڼو سره جګړه روانه کړي ده او په افغانستان کې د اکثرو بدمرغیو مسوولیت د پنجاپ په غاړه دي.
رسمي توګه اعلان وکړي دا چې اسلام اباد په افغانستان کې د ټولو نا ارامیو او جنګونو مسوولیت لري او کابل تیار دی په دې هکله د اسلام اباد سره په قطر او یا کوم بل هیواد کې خبرې وکړي.
په هغه صورت کې د قطر توطیه د افغانستان په ضد ناکامیږي.

د نجات دایمي لار:
اوسمهال د کابل مشر د پنجاپستان سره د ستونزو دایمی حل د پاره کوم پلان نلري یوازې او یوازې هڅه کوي چې د خبرو او ژمنو له لارو پنجاپ اړ کړي چې په افغانستان کې د لاسوهنو څخه ډډه وکړي.
پنجاپ هیڅکله نه غوښتل او نه به وغواړي چې یو غښتلی متحد افغانستان وجود ولري همدا خبره چې په تیرو اویاو کلونو کې یوه ورځ هم په افغانستان کې یې یې د مداخلو څخه ډډه نه ده کړي.
افغانستان هغه مهال جوړیږي چې پنجاپستان د اور په لمبو کې وسوځي او ایرې شي . یا په بل عبارت د افغانستان ابادي د پنجاپستان په تباهی کې نغښتي ده.
یا په بله مانا هغه ستراتیژي چې پنجاپ یې د کابل په ضد استعمالوي ، ورته ستراتیژي او پالیسي د پنجاپ په وړاندې ونیسي.
نورې هر ډول ستراتیژي او پالیسی د افغانستان د جوړولو د پاره د ناکامی سره مخامخ کیږي.
ښایي په دې حقیقت پخوانی اولسمشر نه پوهیده او یا اوسنی اولسمشر نه پوهیږي او که پوهیږي سترګې په دې حقیقت پټوي او د افغانستان د خلکو ځور او بدبختۍ ننداره کوي.
بله لار ناممکنه ده که د افغانستان کوم سیاستوال او یا کوم مشر بل ډول فکر کوي هغه تیروتلی دی.
د پنجاپستان سوځول او ایرې کول کوم ناشونی عمل ندي دا ممکن دی خو د افغانستان د پاره سیاسي هوښیاري ، اقتصادي او پوځي تیاري ته اړتیا ده.
.
د پنجاپ ستراتیژی او پالیسي:

د کابل چارواکی تراوسه ددی حقیقت څخه سترګی پټوی چی دلته د پنجاپ پوځ جګړه مخته بیایی او دا جګړه به تر هغې روانه وي تر هغه چی په سیمه کی پښتون قوم په بشپړه توګه ځپل شوی نه وی او افغانستان د نړی د نکشی څخه له منځه تللی نه وي.
پنحاپ د افغانستان د پاره روښانه او سنجول شوي موخې ، پالیسی او ستراتیژي لري.
د پنجاپ موخه د افغانستان په نوم د هیواد د نړۍ له نکشي له منځه وړل او یا د ګاونډیو هیوادونو په مرسته د هغه ویشل دي.
ددې موخې د عملي کولو د پاره پنجاپی پوځیانو ډیره دقیقه ستراتیژي ترتیب کړي ده. په دې ستراتیژي کې لاندې ټکي شامل دي:
1. په افغانستان کې تر پوشش لاندې پوځي مداخله
2. په افغانستان کې د ملي ګټو او ملي یووالي د مفکورې له منځه وړل
3. په افغانستان کې د پنجاپ د ګټو سره سمې ډلو رامنځته کول
4. په افغانستان کې د ملی او وطندوستو شخصیتونو له منځه وړل یا بد نامول
5. په افغانستان کې د خلکو او خوند یتوب په بشپړ توګه له منځه وړل
6. په دولت باندې د خلکو باور له منځه وړل
7. د ناوړو پروپاګندونو په تر سره کولو سره د خلکو ذهنیتونو مغشوش کول
8. د افغانستان د ننه او په ځانګړي توګه د پښتنو په سیمو کې د جګړې محدود ساتل
9. په افغانستان کې د پنجاپ د پټ اشغال د پاره زمینه برابرول

نوي دفاعي - سیاسي پالیسی اړتیا:
په افغانستان کی د جګړو اصلی سبب په کابل کی د ملی ګټو ته نه ژمنتیا ، تسلیم طلبی او د غلطو ایدیولوژیو او پالیسیو څخه پیروی د دې سبب شوي ده، چې افغانستان ونه کولی شی د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندې ودریږي.
نږدې څلویښت کاله کیږی چی په افغانستان کې جګړه روانه ده. د افغانستان ټول خلک په دی باور دی چی دا جګړه د پنجاپی استعماری نظام له خوا پلان شوی ده او مخته ځی .
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان د کورنیو ،سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په څیړلو سره په دی بریالی
خو څه چې مهمه ده د دښمن په وړاندې پاسیفه دفاع سره نه شی کیدای ثبات او امنیت ټینګ کړل شی او هم د خاورې بشپړتیا تامین کړی شي.
په تیرو څلویښتو کلونو کې یوازې د کوچنیو ډلو سره په جګړه کې و او دی. دا کوچنی ډلې ددې سبب شوي دي:
1. د هیواد امنیتی ځواکونه تیت پرک شي
2. جنګي عملیات ستړي کونکي شي.
3. د امنیتی ځواکونو اکمالات ستونزمن شي
4. اراضی د امنیتی ځواکونو د پاره ستونزمنه شی.
5. د امنیتی ځواکونو تلفات زیات او جګړه ایز تخنیک یې تخریب شي.
6. نړیوالو ته وښودل شي چې کابل په زیاترو سیمو کنترول نلري.
دولت هیڅکله دا پلان نه درلود چې :
1. د پنجاپ د مداخلې پلان په خپله په پنجاپ کې شنډ کړي.
2. چې د پنجاپ په ضد ورته عمل تر سره کړي.
3. کابل هیڅکله پنجاپ په افغانستان کې په مداخله تورن نکړ.
دا ددې سبب شوه چې:
افغانستان تل د جګړې ډګر واوسي ،
ناامنی موجوده وي
او دا هیواد هیڅکله د پرمختګ او ابادی پلانونه عملي نکړي.
د پنجاپستان په وړاندې د افغانستان موخه باید ، د پنجاپی استعماری دولت ړنګول ( پښتنو ، بلوڅو ، سندیانواو نورو توکمونو ازادی ) د افغانستان ستراتیژیک هدف وټاکل شی.
د اوسنیو شرایطو په ژور تحلیل او د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د جوړښت او همدارنګه ددی ادارې تر واک لاندی د خلکو ژوند ته په کتو سره ، د افغانستان دپاره ډیره اړینه ده چې د پنجاپ په وړاندې د جګړي په اړوند ستراتیژي ترتیب کړي .
نوموړی ستراتیژی د پنجاپی استعماری دولت کی د شته واقعیتونو په بنا ، د نړیوالو شرایطو او افغانستان د امکاناتو په تحلیل سره رامنځته کړل شی. په نوموړی ستراتیژی کی باید سیاسی ، دیپلوماتیک ، پوځی ، میدیا او نور اړخونه باید ځای کړل شی .
لکه څنګه چی د پنجاپی استعمار ستراتیژی د افغانستان په وړاندی د افغانستان کمزوری کول او تباهی ده ، افغانستان هم باید ورته ستراتیژی ترتیب او تر لاس لاندی ونیسی. بی د دا ډول ستراتیژی څخه افغانستان بله کومه لاره نه لري.
د نوي ستراتیژي مهم ټکي:
افغانستان ددې له پاره چې د پنجاپستان د تیریو او مداخلو ځان وژغوري باید په خپله نړیواله دیپلوماسي او پوځي ستراتیژی او پالیسي کې بدلون راولي. داسې بدلون چې د هیواد ملي ګټې خوندي کړي.
د پنجاپ په وړاندی باید افغانستان د ځانه فعاله دفاع تر سره کړی:
• یعنی د هیواد په دننه کې د پنجاپ ټولې رالیږل شوي ډلې محوه کړل شی
• او هم هغه شبکی او ډلې چې د پنجاپ د پاره د پنځم ستون په ډول کار کوي له منځه یووړل شي.
• د دښمن په مقابل کې فعاله دفاع په دی مانا ده چې په خپله په دښمن باندی ( د هغه په زړه کې په اهدافو ) ګوزارونه وشی تر څو دښمن فلج او له منځه یوړل شی.
هر افغان سیاستوال او مشر چې پنجاپی استعمار ته د دوست او یا د دوست کیدلو په نظر ګوري هغه په بشپړه توګه ساده او یا د پنجاپی استعمار مزدور دی.
دا ځکه چې تر هغې چې د افغانستان خاوره د پنجاپ تر اشغال لاندی وي پنجاپی استعمار هیڅکله د افغانستان دوست نه شی کیدای.
ددی له پاره یوه دقیقه سنجول شوی ستراتیژی په کار ده:
ددی ستراتیژی عمده موخه باید د پنجاپی استعماری تروریستی رژیم ړنګول او د هغه تر واک لاندی د پښتنو ، بلوڅو ازادی او د افغانستان د خلکو د ددی وحشی رژیم د شر څخه ژغورل و اوسی
ددی هدف د تحقق له پاره چی کیدای شی لس کلنه ستراتیژی ترتیب کړل شی.
ددی ستراتیژیک هدف د تر لاسه کولو د پاره یو شمیر نوری موخې په ګوته کړل شی.
1. ټولې نړۍ ته په ډاګه کول چې د نړي اکثریت سیمو کې تروریستی عملیات د پنجاپي پوځ له خوا ترسره کیږي.
2. په سیمه ایزه او نړیواله سویه د پنجاپی استعماری اداری ګوښه کول
3. په سیمه ایزه او نړیواله سویه د ډیورینډ د منحوسی کرښی د ړنګولو مطرح کول
4. د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندی خلکو ( پښتنو ، بلوڅو) تر منځ د یووالی رامنځته
5. د پنجاپی استعمار په وړاندی ازادی بښوونکو غورځنګونو ملاتړ
6. د پنجاپ استعماری اداری ضد پراخ رسنیز کیمپاین
7. د پنجاپی استعماری اداری سره د دیپلوماتیکو اړیکو شلول
د پنجاپ له خوا د افغانستان په ضد روانه جګړې په مقابل کې ، مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی .
د پنجاپ له خوا په افغانستان کې د روانې جګړې ، بیرته اسلام اباد او لاهور ته د جګړې د لیږد ستراتیژی په عملی کولو سره افغانستان کولی شي د پنجاپ تروریستی – استعماري اداره په ګونډو کړي.
د افغانستان اولسمشر محمداشرف غني باید نوره ځانته ټکان ورکړي او خپل شاوخوا فاسدې او مزدورې کړۍ ماتې او د خلکو په ملاتړ د وطن د بهرنیو دښمنانو په وړاندې ودریږي.
هغه مهال چې د پنجاپستان دیکتاتور جنرال ضیاالحق ، کابل د اور په لمبو د سوځیدو خوبونه لیدل . اوس د افغانستان خلک ډیر هوښیار شوي او دخپلو دښمنانو په ټولو حرکتونو ښه پوهیږي. پنجاپ او د هغه نوکران به هیڅکله ونه کولی شي چې دا ځل خپلو ناوړو موخو ته ورسیږي. د افغانستان او د سیمې خلک په دې ډاډمن دي چې پنجاپستان استعماري اداره نړیدونکي ده.
نو له همدې کبله د باجوا تکراري خوب نه رښتیا کیدونکی او د باجوا د غڼو جالونه شلیدونکي دي.