دڼړۍ له سو پر پاور او ډېر مظلوم جنګ او جګړو خوړلې ولس افغانستا ن سره د تروریزم دلسو کلو نو لپاره امنیتی او دفاعی تړون وه او که معامله
تړون د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې ددو هېوادونو په کچه په ډېره ابتدایی سویه ،تګلاری او پالیسی کې د یوې معما ډوله په توګه رامنځ ته شو . په داسې حال کې چې نړیوالو ځواکو نه خو له پیله دتجاوز یو لوری ګڼل کیږی .ملګری ملتونه ، داروپا اتحادیه، خپلواکې او آزادې نړیوالې ټولنې اوغونډې هیڅ نه وایی غلی او ګونګ پاتې کیږی . دافغان دولت پېتی/بار له سره کوږ دی نوځکه د نیمې لارې کړکېچ سره بې له شکه مخ شو. ستونزې ډېرې شوې او د مکلفیتوب اجراءت ، ضوابط او اصول یې کمزوری کړل . زعامت او د مستقبل هوس او بېړه هغه هم بهرنۍ نه منی.
د تړون اساسي برخې:
۱-په افغانستان کې د سولې، امنیت، ثبات، د دولتي ادارو پیاوړتیا، د هېواد اوږدمهاله اقتصادي، اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول،یوازې دکاغذ پر مخ ول
-۲ وسله والو ځواکونو د پیاوړتیا، د القاعدې او نورو ترورستي ډلو ځپل او له منځه وړل وه خو دلته سندره بل دول شوه
۳-د شیکاګو د ۲۰۱۲ میلادي کال د مې میاشتې د ۲۱ مې نېټې د نړۍ د مشرانو تر منځ د کنفرانس پرېکړې چې له امله يې د ۲۰۱۴ میلادي کال پای ته رسېدو سره به په افغانستان کې د ايساف ماموريت پای ته رسېږي او له دې وروسته به د ناتو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونه د افغان د دفاعي او امنيتي ځواکونو روزلو، مشورو او مرستو ورکولو دندې پر غاړه لري. دلېونی شتولتن بیرک په اداره
۴-د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو هغه برخو ته چې نه دي جوړې شوي او يا کمزورې دي پاملرنه وشي. لکه د افغانستان هوايي ځواک
– ۵-د دواړو غاړو د موافقې په صورت کې د جګړې په ډګر کې له ځواکونو سره مرسته کول.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان قانون ته درناوی او مراعات کول .کوم درناوی؟
۷-د امریکا متحده ایالات مکلف دی چې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ له پاره هر کال مالې منابع پیدا کړي
افغان ځواکونو ته د وسلو او لازمو پوځي تجهیزاتو برابرول۸
د افغان ځواکونو له پاره د تاسیساتو جوړونه۹-
۱۰-پر افغانستان د بهرني تېرې په صورت کې به دواړه غاړې به په تفاهم کې غبرګون ښيي.
۱۱-د افغانستان د چاپېريال ساتنې ته پاملرنه
د افغانستان پر هوايي حریم حاکميت د افغانانو خپل حق دی.۱۲
– د شفافیت په راوستو کې مرسته او له فساد پر ضد ګډه مبارزه کول.۱۳
د غه قرارداد له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې او له هغې وروسته نافذ د۱۴
– دغه د دواړو خواو په موافقه تعدیل کېدلای شي.۱۵-
۱۶ -د دې قرارداد د فسخ کېدو له پاره بايد دوه کاله مخکې بلې غاړې ته خبر ورکړل شي
او راځو دې پوښتنې ته چې د دې تړون پورتنی شرایطوکې څو فیصده په سیاسی ، امنیتی او دفاعی توګه سرته رسیدلی دی؟ نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امريکايانودا شل کلن کړکېچ دافغانستان کورنۍ لانجه کې څومره ددیموکراسی په ترازو کې تللۍ څنګه او څومره یې عدالت ،مساوات ،عادلا نه کارونه دافغانستان په اسلامی او ملی فرهنګ په حساب برابر کړی دی ددې ژمنو اصلی اړخ څو مره د افغا نانو لپاره د منلو وړ وه؟ د ژمنو تر سره کېدل په ملی او اسلامی لید لوری کې څه ډول د ناممکنې او نه شنې کېدونکې سره ارزوی ؟
داسمه ده چې تړون کې اساسي مساله په افغانستان کی د سولې او امنيت تامينول وو خو پوښتنه داده چې د نامعلوم تر نامه لاندې ټول افغانستان ته اور اچول دپوستین معنا او تعریف نه لری دغه معما دیوه سالم انسان ته څنګه او څه ډول پیغام رسوی او په کومه کچه ؟ ویده ولسه دا څه ډول لو به او سیالی ده چې دبی وسه په کې تباهی ده!
که چېرې ددې هېواد عمومی ځمکنی تمامیت،ملی اراده، خپلواکی اونور د ۲۰۱۵ م کال سره پرتله شي نه یوازې چې امنيت، سوله او ثبات ښه شوي نه دي، بلکې څو چنده نور هم خراب ،بې کیفیته ، بې کفایته ، مرموز او له چل ول ،سازش څخه ډک سهامی شرکت باندی بدل شوی چې عینی واقعیت دی.
په تړون کې د اداری برخو پر پياوړتيا او اقتصادي پرمختګو نو ټينګار شوی وه ، دلته دفساد ډنډورې ،مافیایی حالت، دطاعون او ملعون وضعیت ته په کتو سره کوم کار د یادونې وړ ده څوک د انحصار په لټه کې دی او څوک دې ته لاس ته راوړنې وایی؟ ګډوډی ،بېوزلی ، دروغ او له فقر لاندې ټیټ ۹ ملیونه ما شومان خو له حیرانتیا اخوا خبره ده بربریت دی. که وګورو افراط او تفریط خو سوچه لېونی دی زمونږ خلک خو له پخوا څخه بېوزلي ، بېکاري، بیسوادۍ، اونه یووالی وروستي حد ته رسېدلې وه. د دې تر څنګ په ډاګه د حکومت تشکیل کې دبن هوسی اومنحوسې تړون ناوړه تار او پود بله هغه ناروغی وه چې سالم عقل یې نه منی .
دپشۍ او موږ تړون کې د وسله والو ځواکونو(سل دالری عسکر) او ماشینی بې غیرته ،بې ایمانه ، پخوانی دهری او تاریخ شرمولی مارشالان او جنرالانو،ګلم جم او شورای خروار یا نظار ته جدی پاملرنه یواساسی فکتور وه، د هغو برخو جوړول په کاروه چې ملی او دولسواکی بڼه یې درلودای .
که وګورو د يوې اردو د ځواکونو د حمايې له پاره توپچي، راکټي، زرهي او هوايې ځواکونو نه اشده اړتیا ده. ایا اوس زموږ په اردو کې توپچي، راکټي او زرهي ځواکونه ایجاد او جوړ شوي دي؟ ابدا چې نه دي شوي
د دې تر څنګ هوايي ځواکونو ته څومره پاملرنه شوې ده. ايا زموږ هوايي ځواکونه د اردو ټولې اړتياوې پوره کولای شي؟ چې ابدا نه
په هوايي ځواکونو کې د مدافعه هوايي ځواکونه وجود لري؟ ښکاره ده چې نوم يې هم نه شته
د هوا د کنټرول له پاره د رادارو منظم سیسټم جوړ شوی دی؟ چې البته نه دی شوی
بله مهمه خبره د اداري فساد په مخنيوي کې څومره شفافیت رامنځ ته شوی دی، حال دا چې په هکله يې د مخنیوي پر ځای یوازې پر نيوکو بسنه شوې ده، ځکه چې په فساد کې په ستره کچه دواړه غاړې لاس لري
دا سمه ده چې د تاسیساتو پر جوړولو ډېره پانګونه شوې ده، خو دا پانګونه د افغانستان له شرايطو سره برابره شوې ده، د تاسیساتو د ساتلو او برېښنا په هکله ورته فکر شوی دی
که وګورو په دې هکله قطعاً فکر نه دی شوی، کېدای شي د دوی له وتلو سره سم تاسيسات هم له منځه لاړ شي
د برېښنا له پاره افغانستان د دومره تېلو د اکمال وړتیا لري چې هره ورځ په زرګونه ليټره تيل مصرف کړي؟
ایا په تاسیساتو کې د اوبو، مهماتو او تېلو ذخیرې جوړې شوې دي؟ البته چې نه دي شوي
د بهرني تېري په صورت کې امريکايانو خپله ژمنه سر ته رسولې ده، د پاکستان له خوا پر افغانستان د زرګونو مرمیو وارولو په هکله دوی کوم غبرګون ښودلی دی؟ چې ابدا نه
دا او دې ته ورته په سلګونو مسالې شته، چې نړیوالو ټولنې په خاصه توګه امریکایانو يې د ترسره کولو ژمنې کړې وې. زما په فکر سمه ده چې افغانان هم په دې هکله ستر مسؤليت لري، خو نړیوالې ټولنې هم خپل مسوليت څرنګه چې اړينه وه نه دی تر سره کړی
که امريکايان غواړي چې په سيمه کې ثبات ټینګ شي د افغانستان وسله والو ځواکونو د جوړولو له پاره دې خپلې ژمنې پر ځای کړي او د ادارو په جوړولو او د یوه قوي حکومت په جوړوله کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي
افغانانو ته هم په کار ده چې ملت جوړولو او یووالي ته ژمن پاته شي او هېواد په خپل یووالي سره له دې بدمرغیو وژغوري
کابل کې د امریکا سفارت، د اروپايي ټولنې پلاوی، د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني او ایټالیا دیپلوماتیک ماموریتونه په افغانستان کې د هالنډ، اسپانیا، سویډن، بریتانیا امریکا دیپلوماتیک بنسټونه په افغانستان کې وژنې، سړي تښتونې او د حیاتي زېربناوو ویجاړول، چې زیان یې نېغ په نېغه ولسي وګړو ته رسېږي، غندي او که دوی هم دقراردیانوسره ملګری دی دا لا معلومه نه ده ځکه د بد مرغیو اصلی لا مل موږ یو چې سیاست کې یو او بل منلی نه شو څلور لسیزې همدې مرداخور خل کې یو او بل وژنو!