دوهم فصل(لومړۍ برخه)
په دي فصل کې مونږ په لاندې موضوعوعاتو باندې بحث ترسره کوو.
۱ - دامریکادښه گاونډیتوب سیاست
روزلت دامریکائی هیوادونوداتحادیه د اووم کنفرانس پرانسیتولوپه خبرواتروپه ترڅ کی په ۱۹۳۳م کال کی اعلان وکړچی زمونږداړیکوبنسټ دلویدیځی نړی هیوادونوسره دتیک کاونډیتوب په بنسټ جوړوی . اوپه ضمن کی امریکامتحده ایالات باید خپلی اغیزی په لویدیځوهیوادونوباندی وساتی اودامکان ترحده پوری دزورله وسیلی څخه پرهیزوکړی.
دقانع کیدوسیاست اواقتصادی فشارنه کارواخلی ترڅودلاتینی امریکاېې هیوادونه مجبورکړی چی دامریکامتحدایالاتودرهبری څخه ملاتړوکړی پدی وصف سره امریکامتحده ایالاتودخپلواعمالوسره دزوردنه استعمال څخه کارواخیست دامریکایی هیوادونوداتحادیه اووم کنفرانس چی په۱۹۳۳م کال کی په مونته ویدو کی دایرشوی وه .
یوځل بیایو قطعنامه په تصویب ورسیده چی پدی قطعنامه کی دنه لاس وهنی وړاندیزوشو،چی امریکاباید په لاتینی امریکایی هیوادونو په کورنیوچاورکی لاسوهنه ونه کړی.
دلومړی ځل لپاره امریکامتحده ایالاتوداډول قطعنامی ته مثبته رایه ورکړه .
ددی سره سره چی مثبته رایه ورکړه دامریکادبهرنیوچارووزیر (هال)یومهم شرط دنه تیری لپاره وړاندی کړ . هغه وویل چی امریکامتحده ایالاتودتیری خپل حق دمنل شوی دنړیوال حقوقوپه مطابق تیک خوندی وساتی .
دری کاله ورسته په ۱۹۳۶ کال دبونس ایرس په کنفرانس کی امریکادپورتنی موضوع په هکله نورهم ټینگاروکړاودزورله لاری دلاسوهنی په هکله یی په څرګنده توگه د محکوم کولولپاره مثبته رایه ورکړه.
له همدی نیټی راپدی خوامتحده ایالاتوپه لاتینی امریکاباندی سیاسی اواقتصادی فشاردخپل ځان لپاره خوندی وگڼلو.
دکم وخت په تیر یدوسره دروزولت دښه گاونډیتوب سیاست ازمویښت دلومړی ځل لپاره دامریکادولت اوکوباپه اړیکوکی په ښه توگه مطالعه کولای شو.
دامریکادولت داصلاحیه تړون چی په۱۹۲۰م کال کی تصویب کړی وه دغه تړون په بنسټ پلات (دامریکادمشرانودجرگی غړی اوهم دجمهوری غوښتونکودگوند غړی وه )دتیری حق یی په کوباکی دخپل ځان لپاره خوندی ساتلی وه .
امریکاپه ۱۹۲۰م نه تر۱۹۲۹کاله پوری خپل اقتصاددکوبادجزیروڅخه دسرمایه گزاری له لاری چی دهغه شمیریو نیم میلیارده ډالروته رسیدلی وه اداره کاوه.
ادواردگوگنهیم دامریکاسفیر په کوباکی وه او ډیرکوښښ یی وکړچی ماچادودامریکاپیروی ته وهڅو ی مګرپه دی کارکښی بری ترلاسه نه کړ کله چی روزولت دسپینی ماڼی ته لاره پیداکړه یوله نژدی ملگرونه یی (سامنرولز)دگورتون په ښونځی کی همصنفی هم و.
دامریکادسفیرپه توگه یی کوباکی وټاکه . اوپه ورسته کلونوکی دامریکادبهرنیوچارومرستیال شوپه دغه مقام کی دامریکاولسمشرباورترلاسه کړی وه کله چی ولزدسفارت مقام په کوباکی په غاړه واخیست اوخپل کارته یی دوام ورکړ په اخرکی دی نتیجی ته ورسیده چی ماچادوباید لازمأله سیاسی واک نه بهرشی .
مگر ستونزه پدی کارکی داوه چی امریکامتحده ایالاتو نشوکولای چی دخپلونظامی قواوو نه چی په کوباکی مقرری وی کارواخلی، ځکه چی داعلان شوی ښه ګاونډیتوب خلاف کاروه. له دی مخی دانقشه وضع کړه چی هغه امریکائی قواوی چی دهاواناپه ساحل کی زوراچولی وه باید دپخوانیو کوبائی سیاستمدارانوسره جوړجاړی وکړی اویوله هغوی نه وهڅوی چی دقدرت واک په لاس کی واخلی.
ماچادوچی دامریکادوښمی سره مخامخ شوی وه په ۱۹۳۳م کال کی له خپل هیواد څخه وتښتیده .
دکوبادملی گارد درئیس په وړاندیز رامون سان ماتین چی یوپوه سیاستمداردی بایددکوباولسمشرشی.
هغه وچی رامون دکوبادولسمشری مقام ترلاسه کړو.
کله چی رامون دکوباولسمشرشودامریکااصلاحیی تړون سره ېې مخالفت وکړاوداصلاحیی تړون چی امریکاته یی په کوباکی دتیری اجازه ورکوله لغوه اعلان کړ. دامریکادبهرنیوچارووزیر داکاریی دښه گاونډیتوب خلاف گڼلواو وړاندیز یی وکړچی درامون پرځای باید هغه څوک چی دامریکادنظام پیروی کوی باید وټاکل شی .
امریکامتحده ایالاتو په کوباباندی تر ۱۹۳۴م کاله پوری په مستقیم اوغیرمستقیم ډول حکومت کړی.
۲- دشوروی اتحادپه رسمیت پیژندنه
دروسیی دبلشوکی انقلاب څخه وروسته چی په (۱۹۱۷م )کال کی رامنځ ته شوی وو امریکامتحده ایالاتودشوروی اتحادله سیاسی پیژندنی خڅه پرهیزوکړ.
دویلسون دولسمشری دواکمنی په دوره کی دامریکارسمی مقاماتوانتظاردرلوده چی دروسیی کمونستی رژیم په چټکی سره خپل ځای بل حکومت ته چی دامریکالپاره گټوروی پریږدی.
دامریکادمشرانوپه جرگه کی دبهرنیواړیکودکمیټی درئیس (ویلیام بورا)چی دآزادنظرخاندوه .
پدی هڅه کی وه چی له روسیی سره په دوامداره توگه دیپلوماتیکی اړیکی برقراره کړی.
مگر فرنګ کلارک دامریکادبهرنیوچارووزیرپه ۱۹۲۶م کال کی شوروې پدی خاطرپړه کړه چی نیکاراگواته دمکزیک له لاری وسلی انتقال کړی وه.
سره ددی کله چی روزولت په ۱۹۳۳م کال کی دولسمشری واک په لاس کی واخیست دامریکااوضاع تغیرکړی وه اواقتصادی بحران سره مخامخ شوی وه .
جرادرسوب دامریکا(دبرق ریس وه )اوڅونوروتنودامریکا په اقتصادی شرکتونوباندی ټینگاروکړچی دشوروی اتحاد دسیاسی ژیم په رسمیت و پیژنې ځکه چې ددواړوهیوادونوداقتصادی اړیکودساتلویوه ښه وسیله ده . همدارنگه دنورواستراتیژکی دلایلوپه اساس امریکامجبوره وه چی
دشوروی اتحادسیاسی رژیم په رسمیت وپیژنی .
استنلی کهل هورن (دامریکادبهرنیوچاروکی )دچین دسېاسی مسائلو په اړه ډیربرجسته کارپیژندونکی وه.
دی داسی استدلال کاوه چی دوږدوکلونوپه بهیرکی جاپان به دیولوی قدرت په توگه رامنځ ته شی اودچین په اړه یی د ډیرلوی زیان احساس کاوه. روسی په ۱۹۲۰ م کال کی دچین سره دمتحدپه توگه تړون لاسلیک کړی وه .
مگردغه تړون وروسته په ۱۹۲۷م کال کی منحل شو.
هورن بک دیته مائیل وه چی دشوروی اتحادنه دجاپان پروړاندی دیولوی قدرت په توگه ورخڅه کارواخلی.
مگردغه کار ددواړوهیوادونوترمنځ درسمی اړیکوبرقرارولوته اړتیادرلوده . دمسکورژیم دیته مائیل وه چی دمنزوی وږدسیاست ته پای ورکړی . کله چی دآلمان نازی گوندواک ته ورسیده دشوروی اتحاد پروړاندی شدیده روحی ضربه وارده کړی وه .اودشوروی اتحادکمونیست گوند غیرقانونی اعلان کړاودآلمان دبهرنی سیاست ویونکی شوروی اتحاد دخپل دوښمن په نوم ونومولو.
هغه وه چی ژوزف استالین خپل مسیرته تغیرورکړاوهڅه یی وکړه چی دامریکادولت سره نوی تړون لاسلیک کړی. روسی په ۱۹۳۴م کال کی دملتونوټولنی عضویت پیداکړاوماکیم لیتوینوف په ملتونوټولنه کی دشوروی اتحادنماینده و . روسی مخکی له دینه چی دملتونو ټولنه عضویت ترلاسه کړی امریکاسره یی دیپلوماتیکې اړکی بر قراره کړی . شوروې خپل دبهرنیوچارووزیرپه ۱۹۳۳ م کال کی امریکاته ولیږه ترڅودامریکاسیاسی مقاماتو(چارواکو)سره خبری اتری پرمابین (۸-او۱۶)ورځو کی تر سره کړی . روزولت پدی ترتیب سره وتوانیده چی په شوروې کی میشته امریکایانو په هکله دمذهب آزادی رضایت دیتوینوف څخه ترلاسه کړی همدارنگه روزلت وکړای شول چی دشوروی دبهرنیوچارووزیررضایت په باره دلومړی نړیوال جنگ کی چی کوم مصارف (لکښت )په شوروې باندی کړی وه ترلاسه کړی . مگربایدوویل شی چی په پنځوکالوپه بهیرکی ټول امیدونه ترپښولاندی شول . شوروې دتجارت اصول همدارنگه دمذهب آزادی اصل
دشوروې میشته امریکایانوپه هکله رعایت نه کړل . بولیت دامریکالومړی سفیرپه شوروې کی دکمونیست ضداحساسات یی درلودل هغه وه چی ددو کالوپه بهیرپه ۱۹۳۵م کال کی دشوروې څخه لاړواوپه پاریس کی دامریکادسفارت دنده په غاړه واخیسته اوددواړوهیوادونواړیکی خړه پړی شوی.

۳- دچېن اوجاپان دوهم جنگ په١٩٣٧_١٩٣٩کلونوکې
په(١٩٣٧م )کال ېوبل جنگ دجاپان اوچېن ترمنځ پېل شو،دجاپان ځواکونودخپل اقتصادې اغېزودپراختېاپه هکله دچېن په شمال کې دپکن په سېمه باندې ېرغل وکړ،دغه جنگ دجاپان د ټولنېزې ماتې په( ١٩٤٥)کاله پورې دوام درلودچې
دجاپان دانقلاب ﻻمل شو.هنرې ال دامرېکا دبهرنېو چارووزېر دجا پان په ضدشدېدسېاست نېولو نظر ېې کاوه دجاپانې اموالوپه ضدېې حرکت پېل کړ.
دامريکا سفير په جاپان کې چې دغه مقام يې په (١٩٣١م) تر (١٩٣٤م) په غاړه درلود په دې نظر وو چې دامريکا هر ډول نيوکې په جاپان باندې ددې سبب به شي چې جاپان د چين پر وړاندې نور هم د سخت عمل څخه کار واخلي. روزولټ هم مايل نه وو چې د چين په ملاتړ د جاپان سره د جنګ خطر ومني روزولټ په شيکاګوکې يوه بيانيه ورکړه چې داسې نظر کيده چې د جاپان سياست يې محکوم کولو. ځکه روزولټ د يرغل غوښتونکى شو ايټاليا د اتوپيې د يرغل په خاطر، المان د وارساى د سولې قرارداد نقص په خاطر،او جاپان په چين باندې د يرغل په خاطر.د امريکامطبوعاتو د روزولټ د بيانيې په مورد په ځانګړي ډول د يرغلونو په اړه ډير ښه عکس العمل وښود . په (١٩٣٧م)کال کې جاپاني الوتکې د امريکا بحري ځواکونو باندې د (پاني په نوم )د نفتي شرکت د لارښود په بنسټ چې چيانګ په بهر کې چې په چين کې موقعت لري د امريکا بحري ځواکونو د ګزمې په حال کې وو بمبارکړل سناتور هنري د ارېزونا ايالت ددې پر ځاى چې دجاپان پر ضد د يو تنبهي پاڅون غوښتونکى شي په خپل نظر کې په دې ډول وو چې هيڅ يو له خپلو همکارانو څخه به د جاپان سره د جنګ په اړه رايه رانه کړي په حقيت کې د ټولو امريکايانو نظر همداسې وو .جاپان د کرسمس په ورځ يعنى شلم د دسمبر (١٩٣٧م)کال کې رسماً د عذر غوښتونکى شو او څرګنده يې کړه چې د خساراتو پورې مربوط تاوان به ورکوي جاپان سره د جنګ ستونزې زياتې کړې .د دوو کالونو څخه وروسته د امريکا سياست د لرې اسيا د بحران په اړه ښکاره سياست لاره يې پرانيستله، نظامي اقتصادي خصوصي مرستې يې چې چيانکاى شيک ريژيم ته يې ورکولې او د جاپان سره يې ويره وونکې فاصله ښکاره کړه مګر په (١٩٤٠م)څخه تر (١٩٤١م)کلونو پورې د امريکا سياست د جاپان په اړه د دښمن په توګه وو.

۴- هیټلراودورسای نابودی(نشتوالی)
دهیټلردعوام فریبی مهارت هغه یی دالمان درهبری مقام ته ورسا‌ؤاوخپل قدرت په ټولوبرخوکی دسرمایه دارپه توګه پاتی شو.دهیټلرځان غوښتنی ډیر بد عواقب هم له ځانه سره درلودل په ۱۹۳۳م داکتوبرپه۱۴مه المان دتل لپاره دخلع صلاح کنفرانس یی پریښوداویوه اونی وروسته هیټلردملتونوټولنی څخه بهرشو.
هغه په۱۹۳۴م کال کی په لومړنیوکی دآلمان دسلاح تجدیدهم اعلان کړ.
المان دملتونوټولنی څخه دجدائی رؤش په مقابل کی هیڅ ډول خساراتوته غاړه کی نه ښوده
البته هیټلرډیرمېل درلودچی واقعی اوحقیقی مقاصد پټ کړی ترڅولویدیځه دموکراسی دآلمان په وړاندی مخالفت ونکړی کله چی په ۱۹۳۴م کال کی چرچېل بریتانیا مجبوره کړ چی د شاهی هوائی ځواکونوپه ډیروالی سره دالمان دسلاح تجدید باندی عکس العمل وښائی خودبریتانیا مشرانواورهبرانودهغه په مقابل کی دمخالفت غونډه ونیوه.
دفرانسی اوشوروی نوی موافقتنامی چی په ۱۹۳۵م کال کی امضأ ورسیده دفرانسی سیاسی اوروانی روحیه ېې کمزوری ښوده.
په۱۹۳۵م کال کی دفرانسی موضوع داسترانژیک له نظره ډیره کمزوری وه اودشوروی دنظامی حمایت څخه پرهیزمنونکی وه .فرانسې دشوروی څارونکوته اجازه ورنکړه چی په علنی غوڼډوکی په ۱۹۳۷م کال کی ګډون وکړی.دوه دلیله دفرانسی رهبرانولپاره چی دانزوایی رفتارېې کاؤوجودلری.
لومړی دلیل دهغوی ویره اوهراس داوه چی که دشوروی اتحادسره ډیرې نږدی اړیکی دبریتانیا سره دفرانسی پرهیزنه منونکی اړیکی کمزوری کولۍ.
دوهم داچی په ختیځه اروپاکی دفرانسی ډیر نږدی متحدین چی دآلمان اوشوری ترمنځ موجودوه ددیته حاضرنوه چی دشوروی ځواکونوته په خپله خاوره کی دداخلیدو اجازه ورکړی اونهایتآ دفرانسی رهبرانو په ۱۹۳۸م کال کی په هغه اندازه دالمان څخه ویره درلوده چی نظرئی کاوه دشوروی اتحاد سره مزاکرات دنظامی قومندانانوپه کچه (دچامپیزپه قول دهغه وخت لومړی وزیرؤشایددآلمان سره دجنګ داعلان په توګه واقع شی )دری مـــــیاشتی وروســــــــــته له هـــــــــــغه چی هیټلرداجباری خدماتو بیان اعلان کړدبریتانیا،فرانسی اوایټالیاترمنځ دیوالی رامنځ ته کیدلواحتمال ډیرشوددغه دولتونورئیسانودایټالیاپه(استرز)کی یو دبل سره ملاقات وکړاودالمان هرډول هڅی چی دورسای تړون دبدلون په مقابل کی دزورپه وسیله سرېې کوې موافقت وشو.
په۱۹۳۷م کال کی آلمان کوښښ وکړچی چکوسلواکیا‌دالمان نژادونوله خواتهدید لاندی ونیسی.
دغه تهدیدونه په لومړی کی په څرګندډول چکیان یی مجبورول چی ځانګړی حقوق په سودت کی دالمان اقلیت لپاره قایل شی.خوپه۱۹۳۸م کال کی هیټلرپه هغه تهدیدونو سره چی المان یی قصد لری په زور سره سودت دالمان خاوری سره وتړی خپلوتبلیغاتوته یی زورورکړیاسراحت ئی ورکړ.
امریکا چی دټولوڅخه زیات دچکسلواکی درامنځته کیدوڅخه ئی حمایت کاؤپه لومړی مراحلوکی ځان ددغه بحران څخه جلا شمیره ولسمشرروزولت دسیټامبرپه میاشت کی دبیطرفی مذاکراتووړاندیزوکړپه واقعیت کی روزولت ددغه بیانې په اعلان سره چی دمتحده ایالات هیڅ ډول الزامات دحاضرومزاکراتو په هدایت کی په نظرکی نه نیسی ددغه نظریات به تقوېه کړی بلاخره دډیروساعتونواوشدید بحث څخه وروسته هیټلریوبل امتیاز ورکړ.
هغــــــــــــــــــــــــــــــــه داچې دسټامــــــــــــــــــــبر۲۸ورځی تردوه ساعتونوپوری چــــکسلواکی تــــــــــــه دځوابونوورکولوفرصت ورکړاوداکتوبرترلومړی پوری وخت ورکړتر څودسودت خاوری څخه واپس شی (عقب نشنی وکړی)دفرانسی لومړی وزیر(دالادیه)ډیرشدید غبرګون وښوده چی دڅوورځولپاره دقریب الوقوع جنګ په سترګوکیده.
نور بيا ...