انسان دالله ج په وړاندې ډېر لوړ ارزښت لری په ټو لو مخلوقاتو کې یی انسان ته داشرف المخلوقات لقب وربښلی ،لطف یې کړی او بشپړه مهر بانی اوهمدارنګه یی په سوره یّس شریف کې د«سلام من قولا ربّ رّحیم» یادونه هم کړې ده چې دا عادی خبره نه ده بلکې دجدی سوچ او غور مسله ګڼل کیږی الله ج دسولې لوری انسانانو،مسلمانو ورونو لپاره ستره وسیله بولی سوله دانسان لوی برم دی . خو سوله یعنی څه؟دسولې لغوی معنی په اصطلاح کې د جوړ جاړی اوخبرواترو څېړل ،دوستی او ملګرتیا، روغې او باور خبره ده.اما د سیاسی فرهنګ په اصطلاح کې سکون او امنیت له ڼړۍ او نورو هېوادونوسره دعادی اړیکو ساتل،دجنګ او جګړې څخه مخنیوی یا کمول او دنظام نه تهدیدول/ګواښول. په مسالمت امیزه توګه د نورو هېوادو نو سره داړیکو او هراړخیزه اړیکو رعایت او پالنه،دحقوقو برابری،مصونیت ، د غټ او وړوکی هېوادخاورې تمامیت،دیوه هېواد په دېپلوماتیکو کورنیو چارو کې نه لاس وهنه،دنړیوالو معاهدو دپرېکړو ظرفیت ته په کتو سره لازم تدابیر پېژندل دی.سوله په کورنی تګلاری کې دسیالی لپاره ،بې بنسټه او ماشو مانه پلمې نشی زغملی زه دلته درې بیلګې را اخلم . هدف له دې بیلګو یوازې نیوکه نه ده او نه تور لګول دی .سوله او ټولنیزه عدالت دواړه په یوه ټولنه کې ځای او ارزښت لری دټولنې عمرانی کیدل او پیاوړتوب ورسره ملګری دی:
لومړی: دقطر هېواد په دوحه کې هوکړه لیک دامریکایانواو طالبانو ترمنځ طرحه او مذاکرات دسولې لپاره یوه جدی او مهمه موضوع ده. دقطر دسولې مسولین د وخت اهمیت، دخشونت فریکونسی، ددې مظلوم ملت دامن اوسکون لپار بېړنی ګامونه په حقیقت کې دسلطه ګر اړیګی دسلطې لاندې دی راښیی او د سلطې لاندې دیوه ملت په برخلیک با ندې لوبې کوی خو نوم یې نړیواله ټولنه ور باندی ایښی نه په سیاست او نه په بله تګلاری کې مشروعیت پیدا کوی نورمجاری اړیکی هم دلته شته چې دهر یوه یادونه دلته ناممکن بحث دی. دامسولیت لوی دی اوسطحی جوانب نه لری.
امریکاء چې ځان ته په نړۍ کې د دیموکراسۍ یوازینی هېواد بولي، په اوس وخت کې په افغانستان کې د نه شنې کېدونکې دیموکراسۍ څخه ښه تجر به نه لري، ځکه دوی چې هر څومره په سیاسی لحاظ زیاته فیصدی د دیموکراسۍ د نظام لپاره خپل عسکرتجهیزات ،مهمات او شتمني وبایللې،داچې منی یی یایې نه منی دابیا ددوی سندره ده کوم ځانګړی ځای یې ونه نیوه ښکاری چې غنی هم ژر په دغه ناروغی اخته شی نو ځکه اوس د داسې یوه ناقص نظام لپاره چې د هغه په وجود کې ټول افغانان د غم په ټغر ناست دي او هره ورځ په لسګونو خلک مړه او ټپیان کیږي، د ننګې او پلوۍ کېسه نه کوي، فلهذا ښه به داوی چې افغانان پردی پر ډاګ پرېږدی او په خپلو منځو کې په یوه سیاسي،معتبر،غیرتمن او عملا اسلامی نظام سره را ټول شي او دغه بد حال ،تباهی ،تورتم ته دتل لپاره د پای ټکی کیږدی، د دې لپاره ضرور ده چې وخت هسې ضایع نه شي،ښه به داوی چې افغان دولت په یوه خوله شی او یوه زړه د سولې مذاکراتو ته مثبت ځواب ووايي او نور هغه څه ته مستقیما ورشي چې تر ټولویې پای کې سر ته رسوي، افغان دولت باید د امریکایانو په تمه تېر وتنه نوره ونه کړی، ځکه ممکن امریکا د دوی په فرمایش څه ونکړي، ولې امریکاء یو ځانته هېواد دی، هغه هیڅکله نور په داسې جګړه کې ځان نه ښکیل کوي او نه یې ازمایی امریکاء دکورونا څپوخراب کړ او نورجګړه چې پایله او ګټه یې معلومه نه وي زغملی نشی.
دکابل اداره په تیره بیا د ولس مشر ،امرالله او محب انحصاری حاکمیت یو ښځینه هوس دی چې اصلا د ولسواکی اثر په کې نشته دجګړې اعلان کوی خو دا نه وایی چې دلته ڼړیوال قوتونه په ماتې وځی نو نانځکې به څه وکړی؟ وایی موږک د غار دننوتو نه وه خو ده خپل ځان پورې چچ و تاړه! دکابل ادارې په دې دوه لسیزو کې څه زده چې دبایدن په بریالی کیدوسره یې بیا ډهل په غاړه کې اچولی او نڅا کوی هغه هم د نانځکو په مشوره!
د تش په نوم جهادی شخصیت ،پخوانی د اوبو او برېښنا وزیر اوزګوړی تورن اسماعیل وایی چې نوم یې غټ او لیاقت په مایکرسکوب کې نه لیدل کیږی دده لید لوری دموقتی حکومت ویش کې نښتی اود برخې اوچته اندېښنه دهور سره حرص خو هم اندازه لری وایی چې ګاو درحال مردن وقصاب در غم چر بو! عجیبه نړۍ اومزخرف سیاست شو.
خو دلته له ټولو لورو باید دخشونت،خشونت زدایی ،کرکې اوتوپیر(ژبې ،رنګ،قوم اوسمت،زر اوزور) لیدل کیږی لېرې شی ،له بلې خوا داسلامی جهان بینی دانش او فن په ټپه ولاړ دی چې د هېواد اقتصادی محور ،وده او معاصر پرمختګ، یووالی او ملی زعامت یې له ستونزو سره مخامخ کړی موږ به په دې سیالیو باندې څه وکړو؟ ولې د تروریزم له عنوان لاندې هر ډول لوبو کې ددغه هېواد برخلیک ننوتی او دې حالت ته ورسېد. ګورۍ چې ملګری ملتونه،دموکراسی پلوه هېوادونه او نورې نړیوالې اتحادیې .......غلی دی!!
دپخوانیو ادارو لوړ پوړی شغالان چې په اوسنیو شرایطو کې یې د اورلګیتو خاصیت خان ته غوره کړی په حقیقت کې دسولې دښمنان دی او بهرنیو ته دوی زمینه برابروی مهمه نه ده چې څوک دی او څومره زور لری خودا ملت یو مظلوم ولس دی.ددې ټولنې ملی احساس له سره رغول په کار دی.صاف نیت او مثبت بدلون لپاره مناسبه مبارزه په کار ده داسې مبارزه چې ددې مظلوم وللس خیر او بقا په کې وی نه وچ سیاست وچ په دې مانا چې هرڅه دسیاست په تله! موږ باد داو منوچې موږلا متحد نه ی او دا و تاریخی مسولیت دی.