مقالې


ښاغلی حکمتیار او د ده ناپایه ستونځې

ښاغلی حکمتیار هغه سیاسي څېره ده چې له تازه ځوانۍ څخه یې تر سپینږیریتوب پورې د افغانستان په تاریخ کې خورا پراخه رول لوبولی دی، خو مثبت نه، بلکې منفي۔ لکه د پښتو ژبې لیکدړه یا کیبورد چې د مایکروسافت په هیڅ سیستم کې سم کار نه ورکوي، ښاغلی حکمتیار هم په هېڅ سیاسي سیستم کې خپل ځای نه دی پیدا کړی او له هر سیستم سره بېسارې د جوړجاړۍ ستونځې لري۔  ښاغلي حکمتیار چې د پوهنتون له دورې څخه سیاست پیل کړ، ډېر ژر یې د شهید داؤدخان له شرعي نظام سره ستونځه پیدا شوه۔ له همدې امله یاغي او ټوپک ته یې لاس

04.05.2020 محمدکریم نور

اسټرالیا دریو نورو میاشتو لپاره خپلې پولې تړلې ساتي

د استرالیا حکومت به لږترلږه د دریو نورو میاشتو لپاره خپلې پولې د بهرنیو مسافرینو په مخ تړلې وساتي ترڅو دغه هیواد کې د کرونا وایرس وبا په بشپړه توګه کنټرول کړای شي. د دغه هیواد ستر روغتیايي افسر برنډن مرفي وايي، «دامهال نړیوال وضعیت داسې دی که چیرې په سرحدي اقداماتو کې ژر نرموالی رامنځته شي نو ښايي ډیر خطرناک تمام شي او استرالیا کې د کرونا وایرس د چټک خپریدو چانس بیا زیات شي.»

03.05.2020 خوشحال صافی

د عارف وزیر د وژنې په اړه اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ اعلاميه

د اروپایي‌ هېوادونو د کواورډينېشن کمېټۍ اعلاميه د روان عیسوي کال د مئ میاشتې په لومړۍ نېټه ماځيګر د خيبر پښتونخوا په واڼه سېمه کي نامعلومه وسله والو د پښتون ژغورني غورځنګ پر مخکښ غړي عارف وزير باندې په داسي حال کي وسله وال بريد ترسره شوي دی، چي دغه ټوله سيمه او دلته د سېمه ییزو خلکو تګ راتګ د پاکستاني د پوځ او استخباراتو تر بشپړه کنټرول لاندې دی. نوموړی پر سر او اوږه تر ويشتل کیدو، وروسته نن سهار د خپلو ژورو ټپونو له امله په روغتون کي ساه ورکړه.. د دې غمجني او وېرجنې پېښې په غ

03.05.2020 ټول افغان

په وزيرستان کې د طالبانو په اړه لنډ استخباراتي معلومات

په وزيرستان کې د طالبانو څلور لوی ګروپونه فعالیت کوي د ګروپونو نومونه په دې ډول دې - وزيرستان طالبان - حقاني نيټورک - د هيبت الله ملګري چې د افغانستان طالبان هم ورته وايي - او څلورمه ډله بلېک مېل شوي طالبان د وزيرستان طالبانو د مهمو قومندانانو له ډلې څخه يو *ګوډ عبدالرحمن* دى چې په پکتيکا برمل ولسوالۍ کې مرکزونه لري, واڼه کې مرکز لري او د پاکستان بنو کې هم دوه مرکزونه لري يو د *پاسپورټ دفتر* څنګ ته دويم د بنو ټاون کې او پخپله ګوډ عبدرحمان په *پوځي چاوڼۍ* کې اوسي او دوئ له

03.05.2020 ټپي وزير

پوهنتونونه او آنلاین تدریس د عالی تحصیلاتو د وزارت دتوجه وړ

د کورونا ناروغی نه یوازی افغانستان ته، بلکه ټولو غټو او کوچنیو هیوادو ته ډیر تاوان ورساو. د نورو پسمانیو ترخوا یی درسی پروسیجر توقف کړ. د هفتې په ورځ اپریل ۲۵ باندې ازادی راډیو ته غوږ وم یو تن د پوهنتونونو د نوی کاریکالم په بابت کی خبری او مرکه کوله هغه افغانستان کی انلاین ناشونی وباله، بیا هوای تازه پروګرام ازدی رادیو کی ځوانانو سره مرکی وی هغو هم آنلاین نه شکایت غوندی درلود. وزارت تحصیلات تصمیم ونیو چی د محصلانو وخت ضایع نشی نو امر یی وکړ تمامو پوهتونو کې دی انلاین درس د شروع کړی. په دی کی

02.05.2020 عقیل احمد راسخ

په چاپیریال باندې د صنعت او ترانسپورت اغېزه !

د "چاپیریال" د مفهوم منځپانګې په اړه : په دې وروستیو کې د افغانستان په لویو ښارونو او تېره بیا د کابل ښار د هوا د ککړتیا په اړه خورا زیات رپوټونه د ټولنیزو رسنیو له خوا خپاره شول ، چې ورسره جوخت دلته او هلته د دغه ککړتیا د مخنوي لپاره د اړوندو مسئولینو له خوا د ځینو ځانګړو تدابیرو نیولو لپاره ناستې او غونډې تر سره شوې . خو کومې د پام وړ پایلې له ځانه سره نه درلودلې . خو له هغه ورځې راهیسې ، چې د کرونا ویروس ( کووید ــ ۱۹) سره د مبارزې پخاطر په ګرځېدو راګرځېدو بندېز لګول شوی د ځینو سرچ

02.05.2020 ډاکتر محمدنواب ویساند

ملي اتل عارف وزیر او توپاني پښتونخوا

د پښتنو ملي اتل سردار عارف وزیر د پنجاپي پوځ د اپریل په لومړۍ ۲۰۲۰ کال د جمعې په ماښام په داسې حال کې چې روژه ماتي ته درې منټه پاتې و د خپل کور سره نږدې برید وکړ ا و وروسته په روغتون کې یې ساه ورکړه. پنجاپی پوځ په غیر مستقیمه توګه عارف وزیر باندې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي دي: (زما وطنه ستا هر دښمن به له منځه یووړل شي.) او بیا یې د عارف وزیر نوم اخیستی دی. په تیرو دوو کلونو کې محمد ابراهیم ارمان لوني، ادریس وزیر، مشال خان ، نقیب الله ، هارون بلور، حمیدالله کابل خیل ، طاهر

02.05.2020 احمدجان تڼی

پښتو څپه ییز جوړښت

لنډیز څپه هغه فونولوژیکي توک دی چې د کلیمې په رغښت کې د ملا تیر هومره ارزښت لري. یوه پوره او معیاري څپه د پيلیزې، زړي او پاییزې لرونکې ده، خو په ورته مهال کې له څپې څخه د پیليزې یا پاییزې برخه لوېدلی هم شي. هېڅ څپه زړي او خپلواک غږ پرته نشي رغېدلی. د څپې په جوړښت کې خپلواک یا واول هومره ارزښت لري، څومره چې څپه یې د کلیمې په جوړښت کې لري. همدا خپلواکونه دي چې په څپیز وېش او ډولونو کې یې بنسټیز نقش لوبوي. وییونه د یولړ ټاکلو څپیزو اساساتو له مخې پر څپو وېشل کېږي، چې د ژبو ترمنځ ښايي یو له ب

02.05.2020 محمد عثمان څولیزی

د ثبات او همپالنې ټیم د طرحې پر وړاندې ځوابي طرحه

د ډاکتر اشرف غني غټه نیمګړتیا دا ده چې پر ځان بې ځایه غره دی، درباري غوړه مالان ترې راتاو دي، له هر چا څخه طرحه غواړي ، خو خپله بیا د یوې جدي او خطرناکې سیاسی موضوع پر وړاندې عملي طرحه نه لري.د ټیم جوړونې ظرفیت هم نه لري؛ یوازې دولتي امتیاز د ده پر محور د نامتجانسو افرادو د را ټولېدو سبب شوی دی، د ملي افرادو برخه په کې ډېره خواره ده.همدا علت دی چې د ده حکومتي او سیاسي سیالان ، دی وخت پر وخت له سختو ننګونو سره مخامخوي.د ده د مقابل لوري د ټلوالې (نظار شورا) ماهیت او خصوصیت بیا دا دی چې

02.05.2020 محمد اسماعیل یون

د يوه افغان معلم تعلیمي ژوند ته یوه کتنه -۹ برخه

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! له تاسې ټولو نه په ډېره درناوۍ هیله کوم، چې زما لیکنه تر آخره پورې په ډېر غور سره ولولئ، او خپل نظرونه له ما سره شریک کړئ. د لیکنې پدغه برخه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، په انګلستان کې د خپلې معلمۍ د دندې د پیدا کولو په هکله، یو څه معلومات وړاندې کړم. ما الحمدلله، د ۱۹۹۱ میلادي کال په آخر کې خپله دکتورا، د الکترانکس په برخه کې خلاصه کړه. دا هغه وخت و، چې د خلیج لومړنی جنګ هم واقع شوی و. دلته په انګلستان کې، هر شاګرد کوښښ کوي، چې د زده کړې

01.05.2020 عبدالله - وردک

کرونا او اقتصاد

د تاریخ په بیلابیلو وختونو کې انسانی ټولنې له راز راز ناخوالو او کړکیچونو سره مخامخ شوی دی، زموږ په اوسنی وخت کې دغو ناخوالو ته بحرانات اوحوادث (crisis & disasters ) وایی. په دې کې جګړه، زلزلې، سېلاوونه، ناروغۍ ، وچکالی، سیاسی کشمکشونه او داسې نور مصیبتونه راځي. دنن ورځې نوې عامه ادارې او علمی مدیریت دغو دواړو حالاتو ته د حل لارې ښودلي دي، هغه څه چې مهم دی، هغه ددغو پیښو او مصیبتونو اقتصادی، روحی او اجتماعی ناوړه تاثیرات دي. له بده مرغه د ۲۰۱۹ په وروستیو او د ۲۰۲۰م. کال په لومړیو کی د کرو

30.04.2020 پوهاند محمد بشیردویال

د دوسرکې سړه خونه

چا د پي ار ټي ځايي د بیا ودانولو ګروپ ته مشوره ورکړه چې ددې ولسوالی خلک په کرنه بوخت دي که چېرې د کرنیزو حاصلاتو د ساتنې لپاره ورته سړه خونه او زیرمه تون جوړ شي نو د ولسوالۍ خلکو سره به لویه مرسته شوي وي نو هغوی ته هم دغه پروژه ښه ښکاره شوه او قبوله ېې کړه ، څو ورځې وروسته اینجنیران راغلل ساحه ېې د دوسرکې نومې ځای کې له کلیو څخه لرې انتخاب کړه ، د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو ، د شاوخوا کلیو په لس ګونو خلکو د ودانۍ جوړولو کې کار کاوه ، په څو میاشتو کې د ودانۍ جوړولو کار بشپړ شو ، قیمتي ماشینونه

30.04.2020 مسعود وړ

لمړۍ برخه ـ د پښتون روڼ آندتیا او پښتو ژورنَلیزم پلار

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار zirakyar1234@yahoo.com لوَړ(دنګ،جګ) بابا د خپل وخت بایزید روښان پير و(۱۵۲۵ـ ۱۵۸۱=۹۰۳تر۹۶۰لمریز). روښان  پيـر په دې پسې ملا تړلې وه چې د ولس په ذهـن کې دیـن روښان کړي. له دې امله یې خوځښت  هم «روښاني» و ګڼل شو. لوړبابا د پښتون – افغان د ملت سازۍ په ډګر کې  د سیاسي، کلتوري، اصلاحاتي او علمي غورځنګ په هسک (اسمان) کې  هغه لمر و چې بې تاوه پاڅون(عدم تشدد) یې د خپل هیواد د لرغوني چوکاټ لپاره روغ ګڼلو. لوړ بابا غوښتل چې پښتون-افغان د روزلي ملت مقام ته ج

28.04.2020 Karim Halimi

د ثور اومه او اتمه د ولسي قضاوت په محکمه کې

د کرونا د لوړې کچې ګواښ سره سره مو د د غوائي اومه نه هيريږي. په دغه تړاو زمونږ ډيرى خلک د معلوماتو د نشتون له امله په تيارو کې ژوند کوي. د ثور اومه، زمونږ د وياړلي تاريخ منحوسه ورځ! پوره دوه څلویښت کاله وړاندې ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د سردار محمد داود تر مشري لاندې جمهوري حکومت باندې د کمونست پلوه خلقیانو خونړئ کودتا ورځ. هو، هغه د ګردونو او بادونو ورځ. هغه ناورين زيږونکې پنجشنبه. د وحشتونو ظلمونو ناورينونو توره منفوره مردوده او مغضوبه ورځ چې زيږولئ ناورين يې لاهم ادامه لرى. د تر

27.04.2020 عبدالوحید وحید

ټولګډونه که بهرګډونه هېواد

تل مې خیال دطوس په کنډوالې ولوید ومې لید چې کونګ د چرګ پرخای ناست دی ومې ویل څه خبرله دې کنډ والې څخه دي ویې ویل خبر همد ادی چې افسوس افسوس! به دې مقاله کې بحث پر دې نه دی چې څوک ښه دی او څوک خراب ، کمونست دی یاا مپریالیست ، سیکیولر، تکنوکرات او یا کوم بل لامل . که تاریخ ته ځیر شو ټول افغانان پښتنو ، تاجکو ، ازبکو ، ترکمنو ، هزاره ګانو ، نورستانیو ،ا و نورو دکلکې عقیدې ، مسلمانی او په خپل باور او ایمان باندې دیوه مطمن مسلمان ولس ادعا کړې ده. افغانانو تل خپل یووالی داسلام به رڼ

27.04.2020 ع.شریف زاد

اندونیزیا کې لسګونه ناقانونه مهاجرین نیول شوي

له مالیزیا څخه اندونیزیا ته ستنیدونکي لسګونه ناقانونه مهاجرین نیول شوي د اندونیزیا سمندري پولیسو خبر ورکړی چې لسګونه هغه اندونیزیايي ناقانونه مهاجر کاریګر یې نیولي چې مالیزیا ته په ناقانونه توګه د کار لپاره تللي و.  پولیسو ویلي دغه کسان هغه مهال وینول شول کله چې هڅه یې کوله له چارواکو څخه په پټه په قاچاقي او ناقانونه سمندري لارو بیرته اندونیزیا ته راستانه

26.04.2020 خوشحال صافی

موږ هم یوه برخه د طبیعت یو او د طبیعت سره مو یون دی

څرنګه چي وینو موږ هم یوه برخه د طبیعت یو او د طبیعت سره مو یون دی. نو چي داسي ده باید له طبیعت سره سم وخوځېږو. یاني هغه کسان چي له طبیعت سره دټولني موازي(parallel) نه دي نه باید لوړ مسؤلیت یاني زعامت ورپغاړه کړو. لکه: ډېر زاړه خلک، ډېرمزمن ناروغی کسان، ډېر افراطي یاني (Extremist)اوډېر ځان خوښه ونکي (Ego) یانې خودخوا. چي دوه لومړني ئې دطبیعي ناځواکۍ له مخه خپله دنده سمه پرمخ نه سو بېولای او دوه وروستني ئې دشدد له مخه دټولني له خوښي اوطبیعت سره سم کار نه سو کولای. او دوېم هغه ستاینیزي ک

26.04.2020 محمدسرور وکیلي

د سنګر طالبه، تاته جګړه جهاد، خو ستا مشر ته تجارت دی

د سنګر طالبه! پوهېږم چې د قسمت، تقدیر او الهي آزموینې زیږو څپړو وهلی یې او له بې شمېره ناخوالو سره لاس او ګرېوان یې، خو ځان په خپله ولې هلاکت ته ورکوې؟ که ریښتیا د الله سبحانه تعالی په لاره کې جګړه کوې، نو همدا ستا رب تا ته د سولې امر کوي او له افراط څخه دې منع کوي۔ تا ولې دوې پښې په یوه موزه منډلې او د الله اکبر په بدرګه د خپل رب مخلوق وژني او د خپل رب کور نړوي؟ ولې او د چا لپاره جګړه کوې؟ د الله سبحانه تعالی لپاره که د داسې چا د ګټو لپاره چې تر اوسه دې نه دی لیدلې؟ کومه فتوا

25.04.2020 محمدکریم نور

د نیشاپور سپین سرې کونډه!

که چا د ښوونځي په دروازه قدم ایښی وي، یا یې د دیني مدرسې چوپال ته سر ښکاره کړی وي، یا څوک د خانقاه او تصوف کومې چوترې ته د ذکر او ورد لپاره ورغلی وي، نو حتما به د فخرالدین رازي له نوم او مقام څخه خبر وي. دغه شمله ور فیلسوف، مفسر او مورخ په ۵۴۴ هجري قمري کال چې د (۱۱۴۹م) سره سمون خوري، په لرغوني هرات کې پیدا او د شپیتو کالو په عمر په همدغه ښار کې وفات او خاورو ته سپارل شویدی. پداسی حال کې چې د ایران مذهبي مشران د فاطمینو د لښکر په قمچینه زموږ راتلونکې ګواښي،‌ نو د دغه هیواد تنګ نظرې ناسیون

25.04.2020 ولي الله ملکزی

ناتو د سولی اوبه ولی خړوی؟ Why NATO plays the role of spoiler in Afghan Peace?

  ناتو د روسی استعمار په مقابل کی د امریکا په مشری د اوروپایی دولتونو اتحادیه ده. هغوی افغانستان ته د امریکا په امر راغلل او باید د هغوی په امر له افغانستان نه ولاړ سی. اوس چه امریکایانو د سولی تړون امضا کړی هغه باید ټکی په ټکی عملی سی. د ناتو او اروپا غړی باید له منافقت او دوه مخی نه ډډه وکړی. دا چه د امریکایانو د وتلو لپاره تعهد کړی او طالبانو د امریکایانو له وتلو وروسته د افغانستان خاوره د امریکا د امنیت لپاره د خطر په توګه نه استعمالیدلو وعده کړی هغه باید په ټینګه په منلی

24.04.2020 طاهر ثابت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more