د عجايبو په وطن کې مو د هر څه سوالګر وليدل، خو دومره ذليل او لوېدلي چې د قدرت سوالګر دي، بل به هېڅوک دومره ذليل شوي نه وي. بېشکه چې الله پاک يوه ته عزت ورکوي او بل ته ذلت!

حيرانوونکې ده! 

چا به فکر کوه چې د شمالي ټلوالې لنډه غر چې ځانونه يې له پاکستان سره د دوښمنۍ په شعارونو وپړسول، همغه پاکستان ته به ورځي او د خپلو څو روپيو او قدرت د خونديتابه لپاره به پنجاب ته پر ګونډو کېږي؟ چا به فکر کوه چې له روسانو سره د جهاد نړيوال کرېډت به دوی غواړي، خو پخواني تړونونه به په وار وار نن بيا تازه کوي!

چا به فکر کوه چې طالبان به د امريکا په اډو کې پراته وي، امريکا به نه يوازې د دفتر لګښت ورکوي بلکې همداسې به د طالب مشرانو او مامورينو مېرمنو او پېغلو لوڼو ته کالي (جامې) هم کوي، خو طالب مشران به نارې وهي چې امريکا مو هم په سياست او هم په نظامي ډګر کې ماته کړه؟ 

چا به فکر کوه چې اميرالقلوب، د جهاد ستوری، ورور، انجينر ګلبدين حکمتيار چې د جهاد اويا سلنه بار د ده پر اوږو وو، کمونېزم يې له نړۍ ورک کړ، شوروي يې دړې وړې کړ، د برلين دېوال يې ونړوه او افغانستان يې خپلواک کړ، نن همغه مسکو ته ورغلی دی، د لنېن تر انځور لاندې ناست او د شېواردناتڅې پر ځای له سېرګی لاوروف څخه د ارګ چوکۍ غواړي؟؟؟

د قدرت سوالګرو به کارمل او نجيب تورنول چې د الحاد غېږي ته يې پنا وړې او بايد د اسلام  په توره يې سرونه پرې شي. د قدرت سوالګرو به ولسمشر کرزی تورنوه چې اجير، ګوډاګۍ او ملحد دی او ولسمشر غني تورنوي چې په ارګ کې يې کليساوې جوړې کړې دي، د امريکا ګوډاګی دی، له امريکا څخه د خپلې چوکۍ  بقا غواړي، خو نن په رڼو او ګناهګارو سترګو وينو چې د جهاد او مقاومت له اتلانو، شمالي ټلوالي ځناورو څخه نيولې، د کمونيزم تر نابودوونکي اميرالقلوب حکمتيار او تر خردجال طالب پورې په کمونېسته او ملحده روسيه کې راټول او د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف څخه د رحم او خواخوږۍ تمه کوي او د ارګ چوکۍ ترې غواړي!

چا به فکر کوه چې زموږ د هېوادوالو دنګ دنګ قامتونه او ځوانۍ به د قدرت د سوالګرو د مکر نذرانه کېږي؟؟ 

چا به فکر کوه چې زموږ د هېواد د غميو په څېر پېغلو د  پت، عزت او سر سوداګر به همدا جهادي، مقاومتي، طالبي او په نامه اسلامپاله پليدې څېرې وي؟؟

چا به فکر کوه چې هغوی چې د اسلام او اعلا کلمته الله نارې وهي، ان تر ملحدينو ډېره هڅه کوي چې له اسلام څخه ناوړه ګټه واخلي او يوازې د واک پر ګدۍ د خپل نجسو زوزادو  او حرامونيو پر واک راوستلو جهاد کوي؟

هی هی! پر دوی ټولو دې لعنت وي!

که د دې قدرت د سوالګرو په منځ کې يوه هم لږ انساني ضمير او يا لږ د خره شعور درلودای، نو په زغرده به يې په نورو غږ کړی وای چې زموږ د ټولو بدمرغيو لامل همدا روسيه ده. د دې پر ځای چې د روسيې لمن ونيسو، په خپله د همدې کابل په زړه کې راټولېږو. هم به طالب خردجال راغلی وای، هم به ټلوالي خره او هم امير القلوب الپنجابي. په ډاډ وايم چی داسې يوې جرګې به پايله درلودای او هرو مرو به يې مثبه پايله درلودای!

چا به فکر کوه چې اميرالمؤمنين ملا هيبت الله اخوند، د جهاد او مقاومت ټلوالي اتلان او د روسيې په وړاندې د جهاد د ملا تير، مفسر او شېخ الحديث او اميرالقلوب به له کافرې روسيې څخه سوال کوي چې موږ ته په ارګ کې د قدرت يوه چوکۍ په خيرات راکړئ؟؟

زموږ درې ميليونو شهيدانو! الله پاک مو په دې مه خبروه چې ستاسې په سپېڅلو وينو يو څو ناولې، نجسې، بې ضميره او کچه څېرې سوداګري کوي!