د افغانستان د ربړې او د ټولیزو(عمومي) حالاتو داسې څرګندېږې، چې یو څه اووښتونونه او بدلونونه راروان دي. پدې لړ کښې د ډیورند دتش په نامه کرښې اخوا میشت پښاته هم بې اغېزې نه شي پاتې کیدای، نو که په راتلونکي کښې هر اوښتون/ بدلون راځې نو اړینه ده، چې دا اوښتون لکه د ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس دپرېکړې په شان غیر عادلانه او دپښتنو پر ضد نه وي.
د روسیې په کوربه توب د18.03.2021 نېټې غونډې وښوده، چې د افغان حکومت او د تالېبانو پلاويو کښې د پښتنو استازو ته ځای نه وو ورکړل شوی.
تالېبان چې په ښکاره ډېره کی (اکثریت) نژادي پښتانه دي، د پښتنو استازولي نه شي کولی او نه د پښتنو استازي دي او هغوۍ هم ځانونه د پښتنواستازي نه بولي.
دا چې پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى، هېواد او سيمى ته ټېکاو(ثبات) او امنيت بخښي، نو د دوحې د سولې په خبرو کښې او د ترکیې په راتلونکې غونډه کښې د پښتونخوا ( احمدشاه بابا افغانستان) د ملت پاله سیاسي او غیري سیاسي ډلو ټپلو ونډه او برخه اخستل به تلپاتې اوربند ته ارومرو لاره اواره کړي، د سولې خبرې اترې به لا ګړندۍ کړي او ريښتینې سوله به پلي کړي.
مونږ د سولې د خبرو اترو له اړونده ډلو او واکمنو څخه په کلکه سره غوښتنه کوو، چې د سولې په خبرو کښې دې پښتنو ته د غوڅ ډېره کي او د قربانیو پر بنسټ ونډه ورکړل شي، تر څو امن او سوله یقیني شي.
دغه راز تالېبانو ته په کار ده، چې تر هرڅه لومړی اوربند اعلان کړي، چې د بېلابېلو نومونو لاندې د پښتون وژنې لړۍ بنده شي او د بهرنيو پوځونو وتلو ته لاره برابره شي.
د نړیوالو او ډیموکراټیکو نورمونو سره سم دې دملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ولسمشرېزې ټاکنې تر سره شي، په سوله ایزه لاره دې نوې حکومت ته واک وسپارل شي.
که اړتېا ولیدل شي، په اساسي قانون او دغه راز د شته نظام په ادارو کښې دې سموونه (اصلاحات) راوستل شي.
د سولې د خبرو ځنډول ېا اوږدل د پښتنو/ افغانانو د وژلو او د ملي شتمنیو لوټولو او ویجاړولو غزول دي.
بی له خبرو اترو، اوربند او سېاسي هوکړې بله لار نه شته، مخکې وي او که وروسته، ټول به دې لارې ته راځي. په جنګ او زور کلي نه کېږي.
په پایې کښې یوځل بېا دسولې دخبرواترو په ښکېلو غاړو په کلکه ټېنګار کوو، او غوښتنه ترې کوو، چې د پښتنو وژنه چې د هر لورې له خوا تر هر نامه لاندې سره کېږي بنده کړي.
په درنښت
نصیر ستوری
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل
سیکرټري
رسنیزه څرګندونه!!

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري