دامشر خو لا د عالم اسباب نارې وهلې
هرژوندی موجود دخپلواکۍ، سکون او آرام لپاره هلې ځلې کوی او هدفمن دی، انتخاب لری چې چیرې و اوسېږي، معلومات راټولوی درښتینی لینز لاندې یې څېړی چې څنګه ژوند وکړی اوڅه ډول ستراتیږی و ټاکی دژوند دواړو برخو کې :هم په فردی توګه اوهم په ټولنیزه توګه . مسولیت،سیاسی اخلاق او په ځان باور هم دظرفیت نورې سترې لارې او برخې دی هغه هم په دې شرط چې دهېواد په ذهنی او عینی شرایطوسمې او برابرې وی نو خامخا مثبتې پایلې لری اوس پوښتنه داده چې تاسې دغو سترو اومهمو پېټو ته څنګه شا کړه ؟تاسې خو لکه دناتو په څېر دغه ملت انحصار کړی بولی یعنی لکه د امرالله ،حمد الله ،حیات الله،اسدالله ګواښونه او نور .....: محقق اوسرور نه سورور دانش یې شاته ډولکی وهی علی پور ته یې ګوره! له کوم ولس سره تاسې مشوره کړې وه هغه ولس ژوندی دی اوکه نه، مسکو کې دکوم سیاسی هدف لپار دېبلوماتیک اهانت (تکسی اودهوتل خرچه منی) ؟ تاڅو فیصده دی ملی زعامت ته دهواد په کچه عینی او ذهنی شرایطوکې د یوه با رسالته چمتوالی وړتیا درلوده ؟ ایا ستا پوهې دغه اجازه درکوله او که هسې داټکل خبره وه؟ تا نه وه اوریدلی« څوک چې فیلان ساتی د فیل خانو غم یی د مخه خوری»! خوتاسې دغه کار ونه کړ ځکه ستا له تعلیمی سویې،شخصیت ،پوهې اوولسی وس څخه څو برابره لوړ وه او تا دغه وړ تیا هم نه درلوده یوازې په پارلمان کې ستا دپلاردانتصابیتوب لقب درسره ملګری وه چې دبن تورې او کرغېړنې معاهدې څخه ته کاغذ پېچ دافغانستان ناببره کړکیچ ته را واستول شوې وایی: چې په خپله مېړه نه یم په دنیا کې نو به فخر په بابا کوم تر کومه! که دادې منحوسې د یموکراسۍ برکت وه خو له بده بد تروه چې خپله دیموکراسی یی هم نشی زغملی! بیا تاسې همدا دتیارو تور لښکر لار غوره کړله لاړې دګلجمو په ډله ور ننوتې چې له بده مرغه ولس او په تېره بیا پښتون وژنې کې دې پښتانه بې شمیره کړکېچونو سره مخ کړل...دوه دورې موپه هرډول دلویدیځ په هر تنور د ډنډورو اود ناز او نخرو چکرې ووهلې خلکو ته مو په سینه مدالونه ور ټومبل چې پښتانه ووژنی،داملت موپه تدریجی ډول تباه کړا ونفس مو ورڅخه واخیست لوی الله دې در په دره کړه!،دکابل ښارد کنډوالو، د ارګ دمیلمستیاءګانو او خامې غوښې اود پټاټو کیسه دې په مېډیا ( انتر نټ) کې دجهالت بل لوی غټ شرم او پزه پرې کېدل دی ! دخلکوپه وینا له کومې ورځې چې ته دګلم جمو او د ربانی د وخت کمونستانو له بقا یا ووسره په هوس یوځای ارګ ته ننوتلې، له هغوی د کرار کرار نور لوی ډاکوان،باج خواره،غاصب غله دامریکې سکنی او دواک کوټوالان جوړکړل سره له دې چې له تا سره خوښ نه ول ترتادمخه په یوه اوبل مکرله خپلوغلاوواو فسادونوسره له تا ورو ورو په لیرې کیدو شول، او تاته یې دڅپېړې ګواښ هم وکړ!خوتابیاهم په بده تمه ،ماته غاړه هیله وکړه او تکرارا دې ماته غاړه کې دغه سپکاوی ومانه پښتون خوپرېږده خو یو غیرتی جټ هم داکار نه کوی خو تادا بې ننګی ومنله او هغه ټول دې په خپلوټولوغلاوواوبدمرغیوسره پرېښودل چې ستا له دامه ځان پریوه خوا کړي،هغوی هر څه له خیرخانې څخه نیولې بیا دکابل ټول ښار کوڅه په کوڅه چورکړاو دکابل په عامه شتمنیوباندې دغو لوټمارو وطن پلورونکو خیټې واچولي تاهیڅ هم ورته ونه ویلی یا نه پوهېدې! او یادا چې بې غیرته وې! اوآن چې دیوې قانوني محاکمې پرځای دې په یوه اخلاقي محاسبه کې هم یوه ورځ دخلکوپه وړاندې یاد او راڅرګند نه کړل اونه دې د دوی د هغوسیاسي معاملوچې تا وطن اوملت ته یې زیان رسیده جدي مخه ونیوه .اوس په ډاګه ده چې تا د امریکاء سټېټ دېپارتمنت په مهمو مسایلو کې نه دی خبر کړی لاندې انځور کې جان کری سره د عین او غین فزیکی ماشومانه او اجیرو داکترانو لیدنې او کتنې ته ښه ځیرشی اوځان سره سوچ وکړی ای ویده ولسه ! موږ ولې خپله ملامتی په بل چا ور اچوو ایا دپوهې منطق هم رانه ورک دی ؟کله چې ستاسې تګ او هوسی عکسونه په مېډیا کې را بریښي ډېر ریشخند او مسخره شکاری هېڅ ډول دېپلوماتیک اړخ نه لری. دبېلګې په توګه لاړشی دبغاوت ګر په زینه کې له خلمی جنایتکار دافشارو دخلکو وزونکی سره وګوری چې ټوکې کوی اومسکی دی چې دانۍ ......... داهم شو دعالی شورا د مصالحی ریس بزک بزک نمیری که جو لغمان میرسد! موږ خلک اونړۍ وینی په غضب ککړو شرم دی!