دافغانستان یوه ډله هغه خلک دی چې تل دشخصی ګټو ، مقام ،شهرت،پیسو، اړیکو په لټه کې دی. دغه ډله تل کوښښ کوی چې دولس مشر دفرمایشونو ،غوښتنو ،سالګرو او ناستو او ولاړو مصنوعی بڼه په چاپلوسانه مهارت راواړوی او دهغه حریص نفس او
خیال دهمدغو ګټو په تناسب خوښ وساتی فلهذا د هېواد ملی زعامت ، ملی ګټو ،یووالی او ورورولۍ له واره احساس کمزوری پا تې کیږی اوخپل ارزښت له لاسه ور کوی. دغه لوبه ظاهرا دسیاست په نوم خو باطنا د کلتور ،ملګرتیا،تګلاری ،سازش،خرخره کول او دبډو اخیستلو سرقلفی ، یا په بل هر نوم یی چې تاسې یادوۍ په دې څلورو لسیزو کې بدل نه شو او ملامت اوناملامت هېڅ ونه پېژندل شو دا د قضیې یوډېر تریخ لوری دی او دقضیې بل لوری فیسبوکې ،توېتر،انستګرام ویوتیوب او بنجاره رسنۍ اوخپله ولس مشران دی چې دغه فرهنګ ژوندی ساتی او همدې باجې ته هرڅوک فردی دریځ ،شخصی ببولالو او هیاهو کې تل نڅا کوی ښی له کیڼ سره اوکیڼ له ښی سره اچوی امکان لری هغوی به له دې تګلاری خوند اخلی. که یو کار د ملت ، ولس ، هویت او فرهنګ په ضرر وی او ولس له تباهی سره مخامخ کوی نو بیا ولې ولس مشر په ښکاره توګه او یاپه سازش غلی پاتې کیږی زه به څو مثاله راوړم لومړی : د یوه ملت ولس مشر باید د خپل ولس په ژبه پوه شی ولې کرزی او احمدزی دواړه په دی برخه کې ډېر ناکام دی. دوهم: کرزی بیا لاړ دوژونکو او جاهلو تر څنګ ودرېد او هغوی یی ونازول او پښتانه یې تر اخره حده ور باندې وځورول حتې جورج بوش ته یې مدال ورکړ! لکه ببرک کارغل چې بریژنیف ته یې مدال ورکړ، خو بیاهم ځان سپین چرګ ګڼی اود یونس کاکلی یا قانونی په څېر برګ هم غږیږی احمدزی چپیا ن په ارګ کې له ځانه را چاپیر کړی دی هغوی چې په تاریخ کې یو ځل ازمایلی شوی او ولس یی پېژنی . دا لوی شرم دی چې هم دروغ وایو او هم سهار او مازد یګر وزیرا ن منفک کوو او څارنوالی ته یې ور پېژندو .ولې په پردیو مرستو کې دانصاف ،عدالت، توزیع عادلانه ،ورور ګلوی او مشروعه او داهل کار عناصر و لاره را څخه ورکه ده ! ایادا امکان لری چې بدلون په خپله راشی . که چېرې یو متناسب اوپر ځای بدلون یا یو بل سیستم چې دمسلمان ملت له عقایدو سره په ټکر کې نه وی او دملت په خیر وی نو راتګ یی څه بدی لری؟ زموږ دبن د پرېکړی زاړه او بې مهارته معاهد غړی کرزی او احمدزی باید پوه شی چې د بن ټولې لوړې او ژورې له« دوه سری» حکومت څخه راپیل شوې چې دملت قاطعانه دریځ یې له خوشآمدی او ریاء سره مخامخ کړ ی سیاسی چڼو وهلو ته سیاسی دریځ په کار د ی دغه ولس ړوند او کوڼ نه دی بلکې په ژوندۍ بڼه هرڅه وینی.زما هدف له لیکنی دانه دی چې زه کومه شخصی ستونزه له دې ارتجاعی طبیعته نخبګانو سره لرم او یا ددوی دانش او پوهه مقایسه کوم یاکومه بله تمه لرم. زما هدف ددې مظلوم ملت «تاریخی مستقبل» دی چې له بده مرغه ستر کړکېچ راګیر پاتې دی کله چې موږ په اخلاص وایو الله یو دی نور دې کې شک او شبه ، دلیل او پلمه ځای نه لری.ولې د احمدزی دبحران لوړې او ژورې دومره کونډې او کپرې دی چې هېڅ سالم عقل یې نه منی. داښیی چې دهر خاین په یا به بل اصطلاح دهر خسکی چرګ په ټټر دوزیر محمد اکبر خان غازی مدال له شرمه وتلی کار دی . کوفی بدخشۍ دنجیب ګاو لو به کاپی کړې اوس پښتو ژبه باندې ګړیږی . رویاء رحمانی په څېر یوه سفیره دواشنګتن په سطحه بله بیلګه ده ! دوه دورې دواړو حکومت وکړ خو یوکار یې هم عمرانی او ملی اړخ او بڼه نه لری لاندې دیونس دقانونی په هکله خلک داسې وایی:
یونس قانونی:
آدمی که با حضور خجالت آور در مقابل دوربین های خبرنگاران حاضر نه شد تا حد اقل ظاهرم بلی بگوید، او هرگز غیر از خود به کسی نه می اندیشد.
آدمی که هویت یک تبار بزرگ را قربانی معاون شدن خودش کند و با تضرعی بگوید ما را کسی ریاست نه می دهد از کدام مقاومت دوم گپ می زند؟
آدمی که فرزند قهرمان ملی و رهبر خود را به یک نمره زمین نه خرید و بی هیچ شرمی در مقابل رسانه ها نه گفت، از کدام مقاومت دوم سخن می گوید.
آدمی که حالا در نظر دارد با ترفند جدید جلو قامت بر افرازی احمد مسعود را بگیرد..
آدمی که مقاومت اول ملت را فدای معامله ی هتل لوکس بن کرد، حالا می خواهد سلسله ی اموی گونه برای خانه واده ی خود دست و پا کند.
او‌ دروغ می گوید, جز بقای خود و بسته گان خود چیزی در آستین نه دارد