دامریکا خارجه وزیر وایی چه دوی عسکر باسی خو له افغانستان نه تیر ندی. هغوی نه شاته تګ کړی او نه به له افغاستان سره رابطه پریکه کړی. دا خبره یی په انګلستان کی د انګریز خارجه وزیر سره یوځای په خبری کانفرانس کی کړی ده. هغه دا دی:

۱ دوی به دیپلوماتیک فعالیتو ته دوام ورکړی. په دی کی ددولت او طالبانو په مینځ کی دخبرو امکانات برابرول دی. 

۲ دافغانستان نظامی قواوو ملاتړ کول دوام لری. په دی کی نور پرمختیایی، اقتصادی، انسانی، او عسکری ملاتړ شامل دی.

ددوهمی پروژی په پرمخوړلو کی دمزدورو قراردادیانو ساتل او هغه په لازمو وسلو سمبالول مهم دی. دوی به دکابل دولت ته هم قراردایان برابر کړی. 

امریکایان لا دبمباردونو لړی ته دوام ورکوی. هغوی غواړی چه دبمباریو قواووی په اوزبکستان، قزاقستان، او تاجکستان کی ځای په ځای کړی. تراوسه هغوی داسی آډی نلری خو غواړی چه نوی یی جوړی کړی. 

امریکا همداسی غواړی یو څه قواوی ددیپلوماتانو په جامه کی دکابل په سفارت کی پریږدی. په دی کسانو کی غالب ګمان دا دی چه سی آی ای به مهم رول ولوبوی. 

پورتنی پروژی به هلته کامیابی سی چه په کابل کی دامریکا تراغیزی لاندی حکومت په ځای پاته سی. امریکا به دا حکومت ته پیسی او نور امکانات برابروی. دهغوی اعاشه به حواله کوی او په مقابل کی به دکابل حکومت دامریکا آرمانونه په افغانستان کی پوره کوی. 

دپورتینی لاسپوڅی حکومت امکان هلته لیدل کیږی چه طالبان له جنګه لاس واخلی. طالبان ودولت ته تسلیم سی او د څه ناڅیزی برخی په مقابل کی دکابل په حکومت کی ورشریک سی کوم کی غنی او یا بل قدرت ولری او حکومت غربی جامه ولری. 

ددی هدف دلاسته راوړلو په خاطر خلیلزاد لالهانده ګرځی ترڅو نوی ځایونه پیدا کړی. دهغه داوزبکستان سفر په همدی خاطر سرته رسیدلی ده. 

له بلی خوا روس او پاکستان او نور یی وهڅول چه په امریکایی پروژه کی شامل سی. هغوی داده اعلان هم کړی چه دوی دافغان سولی لپاره بین المللی اجماع راوستلی. دی اجماع قبوله کړی ده چه طالبان به په زور حکومت نه نیسی. که نه کیدای سی هغه یوی زاویی ته ټیل وهی ترڅو ودی ته اماده سی چه دامریکا له خوښی سره سم یو حکومت مینځ ته راسی.