لمړۍ - په دا آخرو دوه څلویښتو کالونو کي په افغانستان کي هیڅوک هم دملي اتل او یا مارشال وړ کس نه وو بلکه دا تقلبي اتلان اومارشالان په اصل کي دهیواد او نوامیسو اصلي تجاران وو. بس اړینه ده چه د دا سي کاغذي او تقلبي اتلانو او مارشالانو لقب د بیرته واخیستل شي. او جنګي جنایتکاران دتقدیر په ځاي باید ولس ته حساب ورکړي او محاکمه شي. 

دوهم - دشهید او مجاهد په نوم دي د هر ‌‌‌‌‌‌ډول تلین او لمنځغاستو ته د پاي ټکي کیښودل شي.

دریم - دواټونو ، هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګرونو دولتي او غیر د ولتي موسساتو نومونه دي بېرته خپل اصلې نومونو ته واړول شي.

څلورم - دافغانستان ملې تیرمینالوژي دي بیرته ژوندي او لاپياوړي شي.

پنځم - په ټولنیزو رسینو کي دي دهر هغه چا په ضد اقدام وشي څوک چه دملی وحدت ضد تبلیغات کوي او یا دنورو قومونو ته سپکاويکوي.

شپږم - په ټول هیواد کي باید د رسمي ژبو انډول په پام کي ونیول شي او هر هغه څوک چه په هیواد کي د رسمي ژبو د پاس سند ونه لري په حکومتي چوکیو تر ریاستونو او د هغوي معاوینینو پوري ونه نومول شي. دا ځکه چه لوړرتبه حکومتي مامورین باید دخلکو چوپړ وګرځي تر څو دوي وکولاي شي دهیواد په هر ګوټ کي دخلکو په ژبه او دولس مشکیلاتو ته لاس رسي وکړه شي. 

دیوي داسي ورځي په هیله ‌