په دې وروستيو کې د پښتو ژبې د لاتيني کېدلو موضوع ډېره ګرمه ده، ډېری ځوانان او پوهندویان په ټولنيزو شبکو کې ليکنې کوي چې د پښتو ژبې لپاره لاتیني ليکدود تر اوسني لیکدود غوره دی.

 

په دې ليکنه کې به د پښتو ژبې لاتيني او اوسني ليکدود ټولو ستونزو او پرمختګونو ته اشاره وکړم، پښتو ژبه یوه ډېره لرغونې ژبه ده خو دا چې ژبنيز اثار او مواد يې لږ دي دا د ژبې ويونکو پورې اړه لري، لومړی بايد اشاره وکړم چې پښتو اوسمهال په کوم مقام کې ده، د یونیسکو سازمان په وروستيو څرګندونو کې ويل شوي چې پښتو يوازېنی ژبه وه چې په تېرو دوو لسيزو کې يې د پام وړ پرمختګ درلودلی.

 

لاتيني ليکدود:

هغه ليکدود ته ويل کېږي چې د ژبې تورې يې د انګرېزي ژبې وي.

 

موږ د پښتو په اوسني ليکدود کې د کلونو کلونو را ټول اثار لرو، لکه: کتابونه، لاسوندونه، ليکنې، شعرونه او نور.... د پښتو ژبې په لاتيني کېدلو سره به دا ټول مواد له مېنځه لاړ شي،

 

اوسمهال په نړۍ کې تر ۷۰۰۰ زياتې ژوندۍ ژبې شتون لري چې ويونکي لري، خو د پرمختګ او ډېرو ويونکو پر بنسټ يوازې څه کم او ډېر ۱۵۰ ژبې ډېرې پرمختللي او ډېر ويونکي لري، چې پښتو ژبه د دې ژبو ۲۹مه زياته کارېدونکې ژبه ده چې په نړيواله کچه څه کم او زياد ۱۰۰ ميليونه ويونکې لري.

 

د ليکنې اصلي موخې ته به راشو، په دې کې هېڅ شک نشته چې لاتیني پښتو ليکدود به پښتو ژبه د نړۍ پرمختللو ژبو سره سياله او په اړيکه کړي خو موږ يوه داسې پرمختللي سيسټم او تګلارې ته اړتيا لرو چې په پراخه کچه د ژبې لپاره مواد راټول کړي، ژبه په ټکنالوژي نړۍ کې بډايه او غني کړي، چې موږ داسې يو چټک دريځ نه لرو.

 

اوسمهال په لسګونه د عربي ليکدود په بڼه ژبې شتون لري چې د هغوی له مېنځه يې يوازې پښتو، پارسي او اردو لږ ډېر پرمختللې دي.

 

زموږ اوسنی ليکدود نسبت تر نورو ژبو ډېر خپلواک دی پښتو ژبه د هېڅ ژبې تر اغېز نه ده لاندې ، ژبې يو له بله زېږېدلي داسې هېڅ ژبه نشته چې د بلې ژبې لغاتونه پکې کارول شوي نه وي. کله چې د يوې ژبې لغاتونه په بلې ژبې کې عام شوي وي بيا يې هېڅوک د مالکيت دعوه نشي کولای ، خو د پرديو لغاتونو د نوې کولو او بدلولو لپاره د ژبې علمي بنسټ د وخت په تېرېدو سره نوي لغاتونه پلي کوي.

 

د لاتيني ليکدود غوښتونکو ته مې وړانديز دا دی چې نور وخت په دې خبرو مه ضايع کوئ، اوسنۍ ژبه مو ډېره شاته پاتې ده ، اوسنۍ پښتو مو ډېرو موادو او آثارو ته اړتيا لري.

 

د پښتو ژبې لاتيني ليکدود غوښتنې خوب يو ډېر لویه تېروتنه ده، موږ که پښتو ژبه لاتین هم کړو کلونو کلونه وخت نيسي چې ژبه مو غني شي هغه هم په داسې حال کې چې يو چټک دریځه تګلاره ولرو، د بېلګې په توګه يو خپلواک او پرمختللی حکومت چې د ژبې پرمختګ لپاره ډېرې چوپړتیاوې ولري ډېري پانګونې وکړي ،

 

که دليل مو دا وي چې لاتيني ليکدود د پښتو ژبې‌ سره مرسته کوي چې د نورو ژبو سره په اړيکه کې شي او پښتو به پرمختګ وکړي، نو ايا د نړۍ دا نورې ژبې چې د لاتيني ليکدود څخه کار نه اخلي پرمختللي نه دي؟ روسي، چيني، جاپاني او ډېرو نورې غني ژبې د لاتيني ليکدود څخه کار نه اخلي خو ژبه يې ډېره پرمختللې ده.

 

هو, لاتیني پښتو ليکدود د نړيوالو سره مرسته کوي چې پښتو ژبه په اسانۍ سره زده کړي، خو د دې مانا دا نه ده چې موږ خپل اصلي او ټوله ليکدود بدل کړو، د هغوی لپاره په کاپي اندازه لاتيني پښتو ګرامرونه شته دي چې په مرسته يې پښتو ژبه زده کولای شي.

 

همدا راز عربي ، پاړسي، اردو او نورې ژبې هم لاتيني ليکدود لري خو يوازې د نورو ژبو ويونکو لپاره . دوی هېڅکله هڅه نه کوي چې اوسنی لیکدود يې بدل کړي.

 

ليکوال: اسحاق عزيزي