ليکنه: ډاکټر نازيه ساپۍ

 

الزایمر ناروغي (په انگرېزي: Alzheimer's disease) د حافظې ورانېدل منځته راولي چې زیاتره معمولا د ۶۵ کلنۍ عمر وروسته پېښېږي، خو له دې نه په کښته عمر کې هم لیدل کېږي.

 

 د ځینو احصائیو له مخی دا مهال نژدی ۷ میلیونه کسان په نړی کی پری اخته دی او اټکل کیږی چی په ۲۰۵۰ کال کی به یی شمیرڅلور برابره لوړ شی . ددی ناروغۍ یو له لاملونو څخه په مغز کی د ځینوموادو لکه البومینو راټولیدل او غټۍ کیدل گڼل شویدی .

 

د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښي د ټیټي درجې لیونتوب وي، چي په زرو خلگو کي لیدل کیږي. په امریکا کي په هغو خلگو کي چي اوس یې عمرونه ٦٠ کالو ته نږدې کیږي، د الزایمر د ناروغۍ خطر زیات لیدل کیږي. د الزایمر ناروغي یو داسي ناروغي ده چی د عصبي حجرو ته د زیان په رسولو، د انسان دماغ ناکاره کوي - انسان له دې کبله یاد داښت له لاسه ورکوي، د غږیدو له صلاحیته لویږي او په خوي کي یې بدلون راځي.

 

د حافظې ستونزي په پيل کې ډیري وي، په دې معنی چې ناروغان د لنډې مودې پیښې هیروي، برسیره پر دې د اوږد مهالې حافظې ستونزي هم زیاتیږي. د دې تر څنگ د ځایونو د پیژندلو ستونزې هم رامنځ ته کیږي. د ډاکټرانو پر وینا چې که چیېرته د الزایمر ناروغي نوره هم پرمختللي شي ناروغ نه شي کولای په خپل کور کې لاره وموم ي او په وروستي پړاو کې ناروغان نه شي کولای حتی خبري هم وکړي. 

Twitter account: @DrNaziaSafi