نن امریکایی ورځپانی خبر ورکوی چه امریکایان غواړی خپل سفارت دنظامی عملیاتو مرکز کړی. دا مرکز به پیټر ویسلی اداره کوی . هغه ته وظیفه ورکړل سوی ده چی څلور کارونه وکړی: ددیپلوماتانو ساتنه، دکابل دمیدان ساتنه، دغنی داداری دعسکری قراردادیانومرسته، او دتروریزم په خلاف عملیات. دا امریکایی اداره به بیا دقطر په بله اداره باندی متکی وی چه مرسته ورکړی. دوی به په ګډه په افغانستان کی دعملیاتو او بمباری چاری په مخ بیایی او دامریکا مرکزی کماند به دعملیاتو امر ورکوی. دبمبارد طیاری به دعربی خلیج نه راځی. دا چه دامریکا سفارت دزرو نه زیات خلک ځایولی سی نو د۶۵۰ عسکرو سرسره دسی آی ای او قراردادیانو لپاره هم ځای لری.

دیپلومات دسفارتونو کار کوی. دپلومات دخپل حکومت د سیاسی، اقتصادی، او مدنی ارتباط په خاطر په نورو دولتو کی کار کوی او یا دسفارت چاری په مخ بیایی. یو دیپلومات پورتنی ارتباطات په ماهرانه ډول پر مخ بیایی. دیپلومات له زاړه تعبیر نه نیولی تر اوسنی استعماری تعبیر پوری دپورتنی ارتباطاتو دټینګولو لپاره ګمارل کیږی. دهغه تعبیر او وظیفو کی نظامی عملیات او جاسوسی ځای نلری. دیپلومات دمذاکراتو وظیفه لری او بس. دیو دښمن دولت اهداف کیدای سی دبل دولت نه خبرداری وی او دهغه لپاره کیدای سی جاسوسان ولیږی، تخریبی کارونه وکړی او یا په هغه باندی جنګ شروع کړی. خو دا یو هم ددیپلومات کار ندی. البته بیشرمه دیپلوماسی اجازه ورکوی چه یو دیپلومات دزور خبری وکړی خو هغه هیڅکله په نظامی کارونو کی مداخله نسی کولای. 

دا چه استعماری دولتونه بی شرمه دی نو دخپلو پالیسیوو دتعمیل لپاره جاسوسان او نظامی کسان ددیپلوماتو په جامه کی په پټه په یوه او یا بل نوم په سفارتونو کی ځای پرځای کوی. متاسفانه امریکا نن سبا هغه عادت پریږدی او په ډاګه وایی چه هغوی خپل سفارت دنظامی او مدنی چارو لپاره استعمالوی. 

اشغال او که دیپلوماسی؟

افغانستان دتیرو شل کالو په دوران کی دوحشی اشغال ځای وو. ددوحی دتړون سره هغه باید پای ته رسیدلای وای. خو بیاهم داسی نښکاری. امریکا به خپل مصارف کم کړی وی خو داشغال خیال یی لا په سر کی دی. دا اشغال دافغانستان دبدبختی او ورانکاری لپاره دی. وایی امریکایی اشغال دترمیم او جوړولو لپاره نوی. هغوی صرف دملتونو دتضعیف لپاره وی ترڅو امریکایی دیکتاتوری باندی وچلوی. 

ددوحی دتړون له عملی کیدو وروسته امریکا غواړی خپل تخریبی پالیسی په مخ بوزی. دکابل اداره او طالبان په جنګ کی مصروف وساتی، طالبان ضعیف او بدنامه کړی، او ورو ورو هغه له صحنی نه اخراج او بیرته خپله مزدوره اداره فعاله کړی کومه چه دامریکا هره ناجایزه غوښتنه ومنی. دداسی ناجایز کار مثال دغنی اداری او پاکستان معامله وه چه ددیورنډ خط یی باندی ومانه او پاکستان وکولای شول هغه دیوال باندی جوړ کړی. 

دا پورتنی کارونه اول دپاکستان یا شمالی هیوادو کی داډو په زریعه پلان سوی وو. دا چه اوس امریکا هغلته ناکامه ښکاریږی نو پلان بی یی جوړ کړی او دهغو اډو په ځای اوس خپل سفارت استعمالوی چه دقطر داډو په مرسته به افغانستان ترتخریبی عملیاتو لاندی ونیسی. 

په پورته دلیلونو باندی متکی  مونږ ویلای سو امریکایی سفارت ددیپلوماسی لپاره نه بلکه داشغال ددوام او دافغانستان دویجاړی لپاره استعمالیږی. 

دپاکستان رول

دپاکستان دولت دامریکایی پالیسی دتعمیل یوه برخه باید وګنل سی. 

که څه هم پاکستان دبیطرفی ناری وهی خو بیا هم هغه پاکستان او هغه دولت دی. هغوی دطالبانو دنه رسمیت خبره کړی او دځینو خبری پاڼو په وینا په پاکستانی پښتونستان کی په افغانی طالبانو دعملیاتو دپیل اوازی دی. 

دولتونه خپل مصالح لری او هیڅکله دبل دخیر دعا نکوی. دا دمادرن سیاسی جوړښتونو فاجعه ده. په پاکستان کی به اوس خانان وی خو همدا خانانو ددوست او دښمن په جامه کی دافغانستان دتخریب لپاره قدمونه پورته کړی دی. په عمران خان بیا هم باور ناشونی دی. 

دا چه ترکومه پاکستان اصلاح سوی او دخپلی موری سودا نکوی هغه به وخت وښیی. دعمران ممانعت چه امریکا ته اډی نورکوی دافغانستان خیرت نسی تضمینولای. کیدای سی سبا پاکستان هلته اډی ورکړی. پاکستان یو ډیوالی دولت دی او که چین یی ضمانت نوکړی نو نن یا سبا به هغه امریکایی پښی مینځی او سجده به ورته کوی. 

هغه چه عمران باندی خوله پټه کړی هغه داده چه دوی به خپل هوایی حریم دامریکایانو په خدمت کی نږدی. امریکایی بمباری دتیرو میاشتو په دوران کی دخلیج له اډو سوی وی او دهغو لیاره په پاکستانی هوایی حریم وه. اوس چه امریکا دکابل دسفارت او د عربی خلیج دمرکزو خبره کوی دهغه لپاره پاکستانی هوایی لیاره حیاتی رول لری. بی دپاکستان له اجازی دامریکا دا پلان هم ناکامه دی. نو ځکه مونږ ۹۰ ٪ یقین لرو چه دا امریکایی پلان بی به دپاکستان په مشوره ترتیب سوی وی. 

په پاکستان کی دنوی اشغال خبری کیږی. دا ځلی به دترکیی، پاکستان، سعودی، اندونیزیا او مالیزیا داسلامی کانفراس له لیاری وی. ددی کانفرانس پورتنی غړی بیا هم دامریکایی ایتلاف یا غړی دی او یا دامریکا په اشارو څرخیږی. دسعودی دسوریی او یمن بدکارونه، داندونیزیا له امریکا سره نیزدی علاقی، او دترکیی، پاکستان، او مالیزیا دامریکایی اشغال سره مستقیم کمک هغه تاریخ دی چه افغانستان ته د هوسایینی زیری نه ورکوی. که دا پلان رابورسیره سی د اسلامی کانفرانس په نامه به امریکایی اشغال تمدید سی. 

نو

هیله ده طالبان پورتنی ټکیو ته متوجه وی او خدای دی وکړی دوی دامریکا دپورتنی پلان شعوری او ناشعوری خښتی نوی. 

طالبان کولای سی دبالفعل او فی الحقیقه حکومت په زور امریکایانو ته دخبرداری او اخطار په ډول ووایی چه هغوی بین المللی دیپلوماتیک قوانین او تفاهم مات نکړی. دهغوی په مجازو کارکنانو تحدید ولګوی او له دریو تر لسو کسانو زیات دیپلوماتانو ته اجازه ورنکړی. اضافی کسان باید دجاسوس، قراردادی قاتلانو، او یا نظامی اډو مسؤلین وبلل سی او په همدی ډول داخراج امر ورته وسی. که همدا ونسی نو هغه باید داشغال ددوام برخه وبلل سی او په همدی دلیل دهغوی دساتنی تضمین طالبان ونکړی. 

په همدی ډول کیدای سی هم دامریکا پلان او هم دپاکستان همکاری ته خاتمه ورکړی.

طالبان کولای شی داسلامی کانفرانس دتوطیی لپاره اماده وی او دهغی دشنډولو لپاره معقول پلان ولری. کیدای سی دپاکستان او اوترکیی او نورو یادسوی دولتو په سوا داسی دولتونه چه دبیطرفی رول ادا کولای سی معلوم کړی او دهغوی مقید حضور ومنی. 

دا دولتونه ددریمګړی په توګه داوربند ساتونکی او جرګه وال وی. دا به هلته مهم وی چه اول دکابل او طالبانو په مینځ کی اختلافی ټکی حل سی او په یوه مشترک حکومت توافق وسی او بیا اوربند. په اخیر کی دهمدی مطلب لپاره دریمګړی دولتی نمایندګان او ساتونکی دسولی دپروسی دتعمیل راپور ورکړی او مشکلات حل کړی او دجنګ او خونریزی مخه ونیسی.