د څښتن تعالی سنت دا دي چې ایماندارانو او نیکو کارو خلکو ته د خیرونو او برکتونو دروازې خلاصوي، خو مکذبین او ضالین هغه چې د خدای حکمونه ماتوي او انبیاء تکذیبوي په رنګ رنګ عذابونو کې نیسي .
یعنی کله چې د یوې ټولنې د خلکو په زړونو کې ایمان ځای ونیسي او تقوای په کې راشي ور سره سم به د اسمان نه برکتونه په نزول شروع وکړي او د بشریت د ژوند په ټولو اړخونو کې به ارامي ، پراخي او سوکالي راشي .
او ځمکه به هم د انسان لپاره د خیر او برکت دروازې را خلاصې کړي ، او یوازې د انسان لپاره نه بلکې د نورو ژوندو ژوو ، حیواناتو او نباتاتو لپاره به د امن او سکون ځای جوړ شي .
دا چې د ځمکې پرمخ د ارزاقو کمې محسوس دی ، او د انسان ژوند د کړاونو او دردونو سره مخ دی ، اکثره وخت د اسمان له لورې هم د خیر او برکت دروازې بندې وي ، او د ځمکې په سر هم د خير او برکت په ځای هر لورې د شرونو او فسادونو اور بل وي ، بی کناه انسانان ، حیوانات او نباتات په کې سوزي .
د دی ټولو اساسي علت دا دی چې بشریت د ایمان لاره پري ایښي ده ، د تقوای لاره یې خوشی کړې ، د رحمان لاره یې خوشي کړې او د شیطان په لاره روان دی ، د ژوند په ټولو اړخونو او ابعادو کې قدم په قدم د خدای حکمونه ماتوي ، سرکشي کوي او انبیاء یې تکذیبوي .
ټول بشریت په یو لایتناهي ، طویل او عریض شر او فساد اخته دي ، د خیر او صلاح هيڅ اثر نه شته ، د خیر ځای شر ته پاتی شوی او د صلاح په ځای فساد تکیه وهلې ده .
نو طبیعي ده چې ، دا بشریت اوس په پوره ډول د خدای د قهر او عذاب مستحق ګرځیدلی او په پرلپسی ډول په کړاونو ، عذابونو او مصیبتونو کې د ژوند شپې ورځې تېروي ، یو عذاب لا خلاص شوی نه وي چې بل شروع شوی وي.
څښتن تعالی فرمایې :
{ وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ القرى آمَنُواْ واتقوا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِّنَ السمآء والأرض و لکن کذبوا فاخذنهم بما کانوا یکسبون } الأعراف:۹۶ .
ژباړه : او که خلکو د دی کلیو ، ایمان راوړی وی او تقوای یې غوره کړې وې ، نو خامخا پرانیستلي به وی مونږ پر دوی باندی ( دروازې د ) برکتونو له لورې د اسمانه ، ( د باران په اورولو) او له لورې د ځمکې ( په زرغونولو د محصولاتو ) و لیکن نسبت د درواغو وکړ دوی (انبیاوو ته) ، نو ونیول مونږ هغوی ، په سبب د هغو چې ، و دوی چې کول به یې ( د کفر او معاصیو څخه )
سید الطنطاوي فرمایی :
برکات جمع د برکت ده او برکت ( په یو شئ کې د الهی خیر ظهور او ثبوت ته ) وایې .
د امام راغب نه په نقل قول سره وایې چې :
دا چې اللهی خیر د داسې اړخونو څخه راځي چې احساس یې نه شی کېدای ، او په داسې ډول راځي چې شمیر یې نه شی کېدای ، نو په هر هغه شئ کې چې یو غیر محسوس زیادت ولیدل شی نو دغه شئ مبارک دی او مونږ وایو چې په دی کې برکت دی .
سید الطنطاوي زیاتوي چې :
معنی دا چې که د دغو هلاک شوو کلیو خلکو ، په هغه څه ایمان راوړی وای چې د خدای له لوری ورته راغلی ، او ځانونه یې ساتلي وای له هغه څه نه چې ورباندی حرام شوي وو ، نو مونږ به ورته له هر اړخ نه خیرونه او برکتونه را لیږلي وای .
د رزق پراخي به ورته حاصله شوی ، او د هر نوع ویرې او ترس نه په غیر به د خورا هوسا او ارام ژوند نه برخمن شوي وای .
خو دوی نه ایمان راوړ او نه یې تقوای غوره کړه ، بلکې انبیاء یې تکذیب کړه چې دوی ته د لارښوونی لپاره راغلی وو ، نو نتیجه یې داسې عذابونه شول چې د دوی د جرم او کړنو سره مناسب وو.
نو دا د څښتن تعالی هغه سنت دي چې هیڅ تغیر او تبدیل نه لري یعنی مؤمنانو ته د خیرونو او برکتونو د دروازو خلاصول او ګمراهانو او مکذبینو ته ډول ډول عذابونه اوعقوبات ورکول .
سید الطنطاوي په دې برخه کې یوه پوښتنه مطرح کوي او جواب هم ورکوي په لاندی ډول :
او ځینی خلک داسې هم وایې چې مونږ خو کافران او عاصیان وینو چې د قوت ، نفوذ او رزق د پراخۍ او نورو خیرونو او برکتونو دروازې ورته خلاصې شویدي , خو مؤمنین د رزق په تنګۍ اخته دي او د نورو نعمتونو دروازې هم ورته خلاصې نه دي .
نو دا د څښتن تعالی کوم ډول سنت دي چې په دغه مبارک ایت کې تری یادونه شوېده ؟
د دغه سؤال جواب دا دی چې :
دا سمه ده چې کفارو او عاصیانو ته خو د رزق او نورو خیرونو او برکتونو پراخی شته خو دا یو ډول استدراج دی ، لکه څرنګ چې په دی قول د څښتن تعالی کې په خورا صراحت سره بیان شویدی :
{ فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حتى إِذَا فَرِحُواْ بِمَآ أوتوا أَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً فَإِذَا هُمْ مُّبْلِسُونَ } الانعام : ۴۴ .
ژباړه : پس کله چې هېر کړ دوی هغه شئ چې ، پند ورکړی شوی ؤ دوی ته په هغه سره ، نو و پرانیست مونږ پر دوی باندی ورونه ( لارې ) د هر قسم نعمت ، تر هغه پوری کله چې خوشحال شي دوی پر هغو شیانو چې ورکړی شوي وو دوی ته ، ( له انواعو د نعمتونو) نو ونیول مونږ دوی نا څاپه ، پس نا څاپه ، په دی وخت ( د لیدلو د عذاب ) کې دوی نا امیده شي.
دا باید یاد ولرو چې څښتن تعالی ډیر خلک د ډول ډول نعمتونو په ډیروالي سره په ابتلا او امتحان کې اچوي ، خو چې کله شرونو ته لاس وغځوي ، غرور شروع کړي او په دغو نعمتونو شکر و نه کړي نو الله یې ونیسي په خورا سختو نیولو سره .
کابلي تفسیر د موضح القران په روایت لیکلي دي او وایی چې :
په ( موضح القران ) کې راغلي دي چې ، الله تعالی ګنهکار ته لږ څه تنبه ورکوي ؛ که دی ورته په زارۍ او عاجزۍ شو او توبه یې وایسته نو خلاصیږي ، او که په هغې سپکې نیونې او تنبه را ویښ نه شو نو بیا یې په هېره ، مغالطه او تفریح کې غورځوي ، او د عیش او عشرت او د وسعت دروازې ور پرانیځي .
کله چې د نعمتونو د شکر ګزارۍ او د انعام او احسان ځنی متأثر کیدلو په ځای ښه په ګناه کې ډوب شو ، نو نا څاپه بی خبره نیول کېږي ، نو دلته دغه لارښوونه کېږي چې ، که چا ته پر ګناه تنبه ورسیږي نو ژر دی توبه وکړي ، او دی ته دی نه ګوري چې زیاته تنبه وشوه نو زه به یقین وکړم .
نتیجه دا شوه چې کله بشریت د خدای حکمونو ته شا اړولې ، انبیاء يې تکذیب کړي نو الله پاک ورباندی د خپلو رحمتونو دروازې هم تړلي دي ، نه د ځمکې نه خیر راپورته کيږي او نه د اسمان نه د خیر او برکت فیصلې راځي .
او که چا ته د ګناهونو او سرغړونو با وجود هم د رزق پراخي په برخه ده ، نو دا استدراج دی او الله پاک یو څه مهلت ورکوي ، تر څو یی سرکشي ښه ښکاره او زیاته شي نو بیا يې ونیسي .