مقالې
ځیني خلک اوږدې لیکنې نه خوښوي!
ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، ځینې لوستونکي لنډې لیکنې، تر اوږدو لیکنو، ډېرې خوښوي، او دا دلیل وړاندې کوي، چې دوی وخت نلري، چې اوږدې لیکنې ولولي! د یادولو وړ ده، چې ځیني لیکنې باید اوږدې ولیکل شي، تر څو یوه موضوع په هر اړخیزه توګه تحلیل او وڅېړل شي. د ګرانو او قدرمنو لوستونکو پام، دغه لاندې ټکو ته راګرزوم. ۱ - فرضاً یو ښه دیني عالم، د یوې موضوع په هکله، ډېر ښه بیان ورکړي، او د موضوع ټولې ګټې، او تاوان، په واضح توګه، حاضرینو ته وړاندې
د PSDPرسنېزه څرګندونه
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP دافغانستان روانه ربړه د شوروي اتحاد د پوځي یرغل رااېسي تر دې دمه څارلې او د افغانستان دشخړې او کړکېچ د حل په موخه یې کوټلي ګامونه اخستي، خپل نوښتونه یې وخت په وخت د ملګروملتونو موسیسې، نړیوالو امن خوښو سازمانونو ، ګوندونو، د نړۍ ډېرو هېوادونو اوځواکمنو ټولنیزو سړیتوبونو ( شخصیتونو) ته وړاندي کړي دي، چې ښې پاېلې او لاسته راوړنې یې هم لرلې دي. له ېوې مېاشتې ډېره موده وشوه، چې د افغانستان حکومت او طالبانو پلاوي په قطر، دوحه کښې ناست دي، خو له بده مرغه تر دې دم
لنډه کیسه : بیړنی خبر
د سهار اته نیمې بجې دي ، دفتر ته همدا اوس ورسیدم ، ډیر تلوار لرم ، دکار لپاره نه ، بلکې ویریږم چې غیر حاضر نشم ، ځکه په دولتي ادارو کې یواځې د حاضري غم وي کار هسې هم درک نه لري ،او نه یې هم چا سره غم وي . اوس مې حاضري لاسلیک کړه او په بیغمه زړه خپلې شعبې ته ننوتم . د معمول په څیر تر ستړې مشې وروسته مې د چایو ترموز را واخست ، تر څو خپل ګیلاس ډک کړم او په وږي نس یو ګیلاس شین چای نوش جان کړم . دغه وخت کې مدیرصیب چې د تلویزیون ریموټ یې په لاس کې او تلویزیوني چینلونه یې یو او بل پسې اړول ، یو
پوهنه او عدم تشدد
یوه ټولنه په خپل فرهنګ باندې ودا نه ده او فرهنګ دی چې دټولنې معیارونه ټاکی پوهنه دټولنې په ټولو برخو رڼا اچوی او د ټولنزو نیمګړتیاوو سره مرسته کوی څلور لسیزې ډېر وخت دی مانا یو ماشو م د څلوېښت کلنۍ عمر ته رسیږی ما له ټول افغان سره دا یادونه کړې وه چې زه به په وار سره یو شمیر هغه واقعیتونه راوسپړم کوم چې ما په سترګو لیدلی او له نږدې څخه مې څېړلې دی زما هدف له لیکنې تور لګول ،بدویل ،کرکه او نفرت فرهنګ نه دی اونه دانسان عظمت او اهمیت توهین کول دی . ما هروخت کې د نیوکې اخلاق په نظر کې نیولی او په
د دوحۍ تړون او د هلمند جګړه
د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، امریکا سره د طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک چې اوس طالبانو ته تر قران شریف زیات سپېڅلی او مقدس ښکاري او هر ځل يي د سولې په خبرو اترو او روانه جګړه کې د افغانانو او افغان دولت په سترګو کې وهي، نه د افغان ملت او نه د افغان دولت لپاره الزامي ګڼل کیږي. دا هوکړه لیک چې امریکا د یوې جګړه مارې ډلې سره چې مشرتابه ډلګۍ او پوځي اکمالات يي له افغاستان بهر په اسلام اباد او لاهور کې سمبالیږي او تر پرون يي ترهګر بلل؛ د افغانانو او د دوی د مرکزي دولت په غیاب او نشتون کې، لاسلیک شوی!
ګلبدین نظام ته لوی سر درد!
په وینځلو به يي سپین نکړې بابوجانه هر لیمڅی چې د وړۍ اصل يي تور وي ګلبدین د ارواښاد محمد داوود له حکومت نېولې نن د ولسمشر اشرف غني تر حکومت پورې، د حکومتونو او نظامونه مخالف او دښمن پاتې شوی. ګلبدین او ډله يی د تېرو ټولو حکومتونو او نظامونو سره د مدني او قانوني اپوزیسیون پتوګه چې د یوې سیاسي ډلې یا شخص مدني حق دی نه دی پاتې شوی، بلکې تل يی د هغو په وړاندې یا له اسلام اباد څخه وسله رااخیسې او یا لکه اوس د موجوده حکومت په وړاندې يی د هیڅ ډول بې شرمه تبلیغاتو او ګواښونو ډډه نه دې کړې.
حللار حذفول نه، بلکې سره جوړېدل دي
اوس چې په دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو د تحریک د مرکچي پلاوو ترمنځ د روغې جوړې خبرې روانې دي، افغانان انتظار لري چې دا خبرې په دایمي اوربند او په افغانستان کې په تلپاتې سولې پایته ورسیږي. د افغان دولت او طالبانو د تحریک د پلاوو ګډه ناسته، تر هرڅه مخکې په دې معنی ده چې هم افغان دولت د طالبانو تحریک د یوه افغان تحریک پتوګه پېژني او د دوی د غوښتنو په اړه، د جګړې پرځای خبرو ته ورسره ناست دی او هم طالبان دا مني چې په افغانستان کې د کوم سیاسي تنظیم یا ډلې سره چې د دوی د روا غوښتنو د درک او
د ځینو مهمو ټکو سم لیکل !
د ځینو مهمو ټکو سم لیکل ! عبدالله وردک انګلستان - آکتوبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، ځینې وروڼه او خویندې ډېرې ښې لیکنې کوي، چې الحمدلله، دا یو ډېر ښه کار دی، او باید ټول وروڼه او خویندې، باید خپلو ښو لیکنو ته ادامه ورکړي. د یادولو وړ ده، چې ځینې ټکي، باید په سمه توګه ولیکل شي. د مثال په توګه: ۱- الحمدلله (✅). الحمدلله، یو عربی ټکی دی، چې د هغې سم لیکل، باید په قرآن شریف، کې ولټول شي، او هغه د قرآن شریف په ډېر
اسلام کې دصحافت( ژورنالیزم) منزلت/۳برخه
دصحافت او ژورنالیزم فن داسلام ددعوت او اشاعت پیاوړې او یوه داسې غښتلې ذریعه ده، چې ددنیا هرکونج وکنار ته داسلام دعوت په ډیره اسانۍ سره رسولای شي او دشرق او غرب ستړې انسان ته، هغه چې دمنبر او محراب څخه یا لیرې یا دظالمو واکمنوله امله محروم او داسلام داعیان نشي ورسیدلای ،نو دامیډیا او صحافت یې ورته دسترګو په رپ کې ورسولای شي ! همداسې دصحافت فن ، اخبار ،مجله ،راډیو ،انټرنیټ ،فیسبوک او دټویټر او نورو وسایلو له لارې دوخت حکومتونو ته دمسلمانانوداموراتو اواسلامي احکاموپه باب وخت په وخت مشورې ورک
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (لسمه برخه)
۲. د افغانیت د بدل اخیستلو په کاڼسپټ کې د پښتون ولس د یو مخکښ ستر اتل عجب خان اپریدي حماسي کیسه د پښتنو په کلیوالي سیمو کې د نجونو او هلکانو پالنه او روزنه په ډیره مینه او محبت کې ترسره کیږي. پښتانه ماشومان په کوم ځانګړي سختدریځه سیسټم او یا اټوریتي چاپیریال کې نه روزل کیږي. د پښتنو په کورنۍ چاپریال کې پلار د خپلو ماشومانو لپاره د یو مخکښ ښه انسان رول لوبوي. پلار په کورني چاپیریال کې د یوې جزایي مرجعي رول هم نه لوبوي. د پښتنو ماشوم
حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي
چشم بد دور، زموږ په وطن کې د جنازو او هدیرو تر څنګ نن سبا د سرو کرښو هم ښه پریماني ده. چا ته جمهوریت سره کرښه ده، چا ته امارت، چا ته د شلو کالو لاسته راوړنې او دا دی اوس حنفي او جعفري فقهې هم سرې کرښې شوې. زموږ د جغرافیا د ارواښاد معلم صیب قادر خان، تکیه کلام رایاد شو چې د هر درس په آخر کې به یې ویل: (ګل د کدو ګل دی، یو پورته کوم لاندی تری بل دی) نن په قطر کې له طالبانو سره د افغان دولت د بی بنده بی سربنده ناستو پاستو او سیاسي چنو وهلو یوه میاشت پوره شوه. د هوټل په ښایسته تالارونو او لابي ګان
ملی سنګر او مجهوله فضاء
دبسوګۍ واده نه بلکې د سولې قلمرو ،دروغې جوړې بین الافغانی موقف اوتاریخی اهمیت کې دافغانانو ملی یوالی دی افغانان باید پوه شی چې دکرزی ددوه دورو غلط دریځ کوږ بار ووچې مزله ته ونه رسېد اوس هم سهوې او تېروتنې کوی اوهمدارنګه داشرف غنی احمد زی احساساتی ارګ مېشته اداره هم دسهامی شرکت له بوجه ونه شوه وتلی له ملت سره یې ډیرې ژمنې وکړې خویوه یې هم عملی نه کړه شوای .شرع حاضر ته ګوری اوبل ثبوت یې دلته .دولس مشرانتخاب په اماتور امرالله (مجهوله) څېره یوڅه وایی .سروردانش داستبداد او ظلم په نوم خپل هویت رټی
لس ستر نړیوال شرکتونه (وروستۍ برخه)
په تیرو دوو برخو کې مو له لسو سترو نړیوالو شرکتونه اوه شرکتونه در وپېژندل. موږ په ترتیب سره د کلنیو عوایدو پربنسټ له اخره، لسمه درجه، نهمه، اتمه، اومه، شپږمه، پنځمه او څلورمه درجه شرکتونه معرفي کړي وو. دادی اوس په دی لیکنه کې له پاته دریو شرکتونو سره اشنا کیږۍ چې تر ټولو د زیاتو شتمنیو لرونکي دي : ۳- رویل دچ( هالنډي) شیل Royal Dutch Shell (396 ملیارده ډالره) رویل هالنډي شیل شرکت زیاتره په شیل Shell مشهور دی. نوموړی شرکت له 1970 کال راهيسې د هالنډ- انګلیس څو ملیتی م
اسلام کې دصحافت( ژورنالیزم) منزلت (دویمه برخه)
دژورنالیزم یا صحافت مقصد: دغربي ژورنالیزم یا صحافت دڅانګې کارپوهانو، دژورنالیزم او صحافت په باب یې ځینو داسې لیکلي دي : دژورنالیزم مقصد دورځنیو او تازه خبرونوڅخه دخلکو خبرول ،دننۍ پیښې شرح اودراتلونکې روښانه کول دي ،دا ددې لپاره چې خلکوته دهڅو لاره خلاصه شي . ډاکتر مسکین علی حجازی لیکي : دصحافت اوصحافي(ژورنالسیت )بنسټیزمقصدخلکوته دمعلوماتو پیداکول ،هغوئ ته روزنه ورکول ،هغوئ ته لارښوونه اوهغوئ ته تفریح پیدا کول دي . ډاکتر عبدالسلام خورشید،په (فن صحافت) کتاب کې لیکي :صحافت دخلکو دکړ
که ښکېل اړخونه اوس هم د وخت حساسيت درک نکړي!
هيواد ته د سولې د راوستلو په موخه په قطر کې بين الافغاني ناسته دوام لري، خو د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل جوړولو په جريان کې د اوسني بنبست له امله د ولس د هيلو غوټئ په رژيدو دي. وخت په خورا تيزي سره زمونږ له لاسه وزي، خو داسې نه ښکاري چې اړونده اړخونو د وخت په حساسيت باندې سرونه خلاص کړي وي. که اوسنى حالت دوام مومي او د هوکړې څرک نه ښکاري، نو شونې ده چې په تکراري توګه به مونږ د يوه بل بُن د تپل شوي تړون په ځنځير وتړل شو او يا به هم په يوه بله کورنئ جګړه کې ښکېل شو. د امریکا او طالبانو ترمن
په کابل تورې وریځې
په ټول کابل باندې تورې وریځې خپرې دي. په دې ښار کې توره تیاره ده. کابلیان په ویره او ډار کې ژوند کوي دلته د دوي ژوند ، ناموس او شتمني د ګواښ سره مخامخ دي. په کابل باندې د غلو او جنایتکارانو غدۍ واک چلوي ددې غدیو د لاسه په کابل کې د خلکو ژوند ، ناموس او شتمني خوندي نه دي. د کابل هر ښاري اوس د ۵۰۰ څخه زیاتې روپۍ په جیب کې نشي ساتلای ، که د دې مقدار څخه زیاتې وې د وسله والو غلو له خوا د هغه ژوند د ګواښ سره مخامخ کیږي. همدارنګه ساده سمارټ مبایل تلیفونونه د هر سړي د ژوند د لاسه ورکولو
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ (۹) مه برخه
پښتونولي د پښتون ولس د توکم او د شخصیت پیژندنې خپل یو انځور دی: د خبرو سرېزه : په ۱۹۶۷ کال کې ما د لومړي ځل لپاره په یوه له احساساتو ډک پوهنېزه کنفرانس کې د ښاغلي پروفیسور ډاکټر کریستیان زیګرست ( Christan Sigrist۱) څخه په افغانستان کې پښتانه او د دوی د وچ کلک حقوقي سیسټم یا د پښتونولۍ قانون په اړه زړه را ښکوونکې او هیښوونکې خبرې اترې واوریدلي. ښاغلي توکپوه کریستیان زیګرست د
اسلامي صحافت( ژورناليزم)
دیوه جامع ،بشپړ اوافاقي دین په حیث اسلام، دصحافت او ژورنالیزم غوندې ټولوهغو فنونو او علوموته دلوړمنزلت اوارزښت په سترګه ګوري، چې له برکته یې انساني ټولنه پرمختګ کوي او دنویو اختراعاتواو ابتکاراتولامل ګرځي ،داسلام مبارک دین چې څنګه له روحانیت ،تعبدي اموراتو او دټولنې، بلکې دانساني جامعي له همګي اصلاح سره سروکار لري، همداسې له سیاست ،ادب ،معاشرې اوټولوهغو معنوي علومواوفنونوته درشد او پراختیا هڅونه کوي ،چې پایله کې یې ټولنه دهوسایي او سوکالۍخواته درومي اودتمدن پرمختګ لاره طی کوي . ژورنالیزم
بین الافغانی مذاکرات، د جمهوریت ظرف چې خالي به پاتی شي!
د امریکا شل کلن یرغل، نیواک او استعمار زموږ له ملت څخه د پیړیو خوښې، سکون، فرصتونه، ارمانونه او د ګډ سباوون او ګډ افغانستان جوړولو سپېڅلي هیلۍ تالا کړې، دربدره یې کړل، تر کورګډې ورسېدل او د یوه ملت هر جدجهد یې په بلواکۍ لاهوه او محکوم کړل.په همدې موخه امریکا او ملاتړو یرغلګرو سفارتونه ته یې په کابل کې موږ د جاسوسۍ د تولید ، د نفرتونو د خپرولو او د تپلواکۍ د دوام او روزلو ځالي بولو او پدې باور یو چې تر کله هم د دوی کرغېړن وجود پایته ونه رسیږی، د دې سفارتونو او سیاسي استازولیو شتون افغان مل
دصلحي په راتلو سره د افغانا نو هیلي
دصلحي په راتلو سره د اجتماعي عدالت تامینول هم اړین دي که نه خداي مه کړه چه دا صلح به پایداره نه وي! لمړې - دا څلویښت کاله په افغانستان کي نه څوک دملي اتل او یا مارشال وړ کس وو بلکه دوي دهیواد او د نوامیسو اصلي تجاران وو. بس اړینه ده چه د دا سي کاغذي او تقلبي اتلانو اومارشالانو لقب د بیرته واخیستل شي. دوهم - دشهید او مجاهد په نوم دي د هر ډول تلین او لمنځغاستو ته د پاي ټکي کیښودل شي. دریم - دواټونو ، هوايي ډګرونو دولتي او غیر د ولتي موسساتو نومونه دي بېرته خ