روسیه د منځنۍ آسیا پروړاندې پېچلې تګلاری څېړی د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د بهرنۍ تګلاری مهم هدف په منځنۍ آسیا کې د بې ثباتۍ د خپرېدو مخنیوی دی. روسان اندېښمن دي چې د منځنۍ آسیا بې ثباتي د روسیې ثبات به له ناوړه ګواښ سره مخامخ کړي او په ځانګړ ې توګه روسی مسلمانان چې شمېر یې د ۹ او ۵۱ میلیونو پورې رسیږی ډېر اغېز من کړي. د دې ترڅنګ روسان غواړي چې په منځنۍ آسیا کې د نشه یي توکو د قاچاق او د بهرنیو سترو قدرتونو د پوځي او سیاسی اغېز و د خپرېدو مخه هم ونيسی. اوسمهال په منځنۍ آسیا کې بدلیدونکي وضعیت، له امریکا سره د منځنۍ آسیا دولتونو پېچلې او ناڅرګندې اړیکې دی ، په منځنۍ آسیا کې د چین د اقتصادي اغېز پراختیا او د منځنۍ آسیا دولتونو له لوري د متضادو بهرنیو تګالرو تعقیب د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې بهرنۍ تګلاری له ستونزو او ننګونو سره عملا مخ کړې ده. داچې څه ډول ستراتزی او تګلاری غوره کوی وبه لیدلی شی.
تر اوږدې مودې پورې ولیدل شو چې د مرکزي هېوادونو پروړاندې ماسکوم ځانګړې تګلاری تعقیبوله اوحتی هغه وخت له طالبانو سره او روسانو هڅه کوله چې له منځنۍ آسیا له نوروهېوادونو سره په اړیکو کې هم خپلې ګټې خوندي او مطمنې وساتی، خو اوسمهال د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې په بهرنۍ تګلاره کې بدلون رامنځ ته شوی دی. د اوسنۍ تګلاری له مخې روسیه غواړي د منځنۍ آسیا له هر هېواد سره جلا جلا ډول تګلارو او همکاریو ته پراختیا ورکړي او په دې توګه کرار کرار خپل اهداف ترلاسه کړي. روسان سیمه په دقت څیړی او تر یو حده دسیمې له هېوادونو سره هم محتا طانه ګامونه اخلی.
د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د نوې تګلارې هدف له یوه لوري د سیمه ایزې همکارۍ ته د پراختیا ورکولو له لارې د احتمالی سیمه ایزې بې ثباتۍ مخنیوی کول او له بل لوري په سیمه کې د روسیې اغېز ې او رول د پراختیا و رکولو له لارې د اوږدمهاله اهدافو ترلاسه کول دي .
. له قزاقستان سره سیاسی او اقتصادي اړیکو او همکاریو ته پراختیا ورکول او په قرغیزستان او تاجیکستان(۱۹۹۱) کې د اغېز ې او رول پراختیا د منځنۍ آسیا پروړاندې د روسیې د نوې پالیسۍ مهمه او اساسی برخه جوړوي. ترکمنستان چې باثباته دی او بې طرفه بهرنۍ تګلاره تعقیبوي له همدې امله روسان ورته زیاته پاملرنه نه کوي او په اړه یې اندېښمن هم نه دي، خو روسان د ازبکستان په اړه چې د سیمه ایزې رهبرۍ لپاره هڅې کوي او غواړي له امریکا سره اړیکو ته پراختیا ورکړي هم اندېښمن دي
. د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې روسان هڅه کوي چې په سیمه کې خپل اهداف په سیمه کې موجودو واقعیتونو ته په پام سره وټاکي په سیمه کې د روسیې د اهدافو پروړاندې خنډونه شتون لري د روسانو لپاره مهمه داده چې څرنګه کولی شی خپل سیمه ایز اهداف ترلاسه کړي او په سیمه کې خپلو اغېز و ته پراختیا ورکړي. د روسیې پاليسی جوړونکو لپاره اساسی ستونزه دا ده چې د منځنۍ آسیا هېوادونه په سیمه کې د روسیې د اهدافو او فعالیتونو په اړه شکمن دي. یو شمېر سیمه ایز سازمانونه او بنسټونه د سیمه ایزې همکارۍ پراختیا په موخه د روسیې د ستراتیژۍ اساس او بنسټ جوړوي. ګډ امنیتي سازمان، د آسیا او اروپا اقتصادي او ګمرکي ټولنه او د آسیا او اروپا اتحادیه خو په لوېدیځ کې د همکارۍ
. یو شمېر سیمه ایز سازمانونه او بنسټونه د سیمه ایزې همکارۍ پراختیا په موخه د روسیې د ستراتیژۍ اساس او بنسټ جوړوي. ګډ امنیتي سازمان، د آسیا او اروپا اقتصادي او ګمرکي ټولنه او د آسیا او اروپا اتحادیه خو په لوېدیځ کې د همکارۍ په دې ډول پروژو زیاتې نیوکې کېږي او داسې انګېرل کېږي چې د یادو پروژو هدف بېرته د پخواين شوروي اتحاد وخت او شرایطو ته ستنېدل دي
. روسیه ډېر پېچلی اهداف تعقیبوي روسان په دې اند دي چې د سیمه ایزې همکارۍ د پراختیا په وسیله به د شوروي اتحاد د وخت اقتصادي اړیکې بیا رامنځ ته شی او په دې توګه به روسی توکو ته ښه مارکیټونه پیدا شی. د سیمه ایزې همکارۍ له پراختیا پرته به روسی توکي د چینایي توکو پروړاندې په مارکیټونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي د ټولنیز امنیتي سازمان په وسیله د امنیتي ـ سیاسی همکاریو له لارې ماسکو ته د دې زمینه برابریږي چې له یوه لوري په منځنۍ آسیا کې په مستقیمه توګه مداخله وکړي او له بل لوري په سیمه کې سره له دې چې د امریکا او ناټو پوځ په وتو دی مخه ونيسی. د افغانستان داسلامی امارت راتګ سره سم روسیه غونده سمبالوی ځکه د منځنۍ آسیادولتونو د پولو د امنیت خوندیتوب په برخه کې چې افغانستان سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړي . خو رجب اردوغان هم دفرانسې دولس مشر په څېر ټول شموله توطیی کې دی .
. روسیې په ۲۰۱۲ ز. کال کې له قرغیزستان سره د ۱۰۱ میلیارده او له تاجیکستان سره د ۲۰۰ میلیونو ډالرو تړونونه لاسلیک کړل، چې هدف یې د یادو هېوادونو د پوځونو عصري کول او د سیمه ایزې همکارۍ په پورتنیو پروژو کې د روسیې مهم ملګری او متحد قزاقستان دی. د شوروي اتحاد له وخت څخه پاتې سیاسی او اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي او د دغه هېواد مشران په دې باور دي د شوروي اتحاد د وخت اقتصادي شبکې باید بیا فعاله کړي او په دې توګه په سیمه ییز اقتصاد کې قوي او پیاوړی رول پیدا کړي، د قزاقستان مشران ماسکو ته ډاډ ورکړی دی چې د روسیې ضد پالنونو او تګلارو سره زیاته علاقمندی نه لري. تاجیکستان او قرغزستان چې له چین سره یې اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي، خو سره له دې تر اوسه پورې د روسیې تر اغېز ې لاندې دي. ازبکستان په سیمه کې د خپل رول پراختیا لپاره هڅې
کوي، خو په خپلو کورنیو چارو کې د روسیې د احتمالی مداخلې په اړه اندېښنې لري او د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په موخه د روسیې هڅو ته د شک په سترګو ګوري. له همدې امله ازبکستان د ټولنیز امنیتي سیمه ییز سازمان په چوکاټ کې د چټک غبرګون ځواک له جوړېدو سره مخالفت کړی دی. د ازبکستان حکومتي مشران په دې اند دي چې د چټک غبرګون ځواک جوړېدل به په منځنۍ آسیا کې د روسیې د پوځي شتون له پراختیا سره مرسته وکړي او روسانو ته به د دې فرصت برابر کړي چې د مر کزي آسیا هېوادونو په چارو کې پوځي مداخله وکړي
. د ۲۰۱۱ زکال په ډسمبر کې د ټولنیز امنیتي همکاریو سازمان په غونډه کې د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف هغه هوکړه لیک رد کړ چې له مخې به یې د سازمان په هر غړي هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د ځای پرځای کولو په موخه د سازمان د ټولو غړو هېوادونو موافقه اخیستل کېده او په دې توګه روسانو ته د دې زمینه برابرېده چې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د امریکایي ځواکونو له ځای پرځای کېدو سره مخالفت وکړي.
نور بیا...
د میډالبری پوهنتون ، دنړیوالو ستراتیژیواو مطالعاتو مرکز