په وروستيو دوه لسيزو کې نړۍ بدلون کړی، او په هره برخه کې بدلون يې افغان ولس هم په يو نه يو ډول تجربه کړی، يا زيات يا کم، د هغې له جملې څخه څرګنده حکومتداري هم ده، دا مانا چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د حکومت ډېری فعاليتونه او څېرې څرګندې وې، د ولس په وړاندې مسئولين راڅرګندېدل، او ولس يې له جرياناتو خبراوه.
دا مانا چې دلته بيان او رسنيو تر يو حده ازدي درلودله، که به حکومت يو څه روښانه نه کړل، نو رسنيو او ازادو اړخونو به يې د راسپړلو هڅه کوله، حکومت ته يې يا زيان يا ګټه؛ خو ولس ته يې دا ګټه وه، چې په تياره کې نه ساتل کېدل، لږ تر لږه هغو اړخونو ته هر څه روښانه وو، چې ژوند او د ژوند چارې يې د حکومت تر سياستونو پورې تړلې وې.
په دې موده کې ډيجيټلي نړۍ هم پرمختګ وکړ، راډيوګانې، تلويزيونونه، اخبارونه، ويبپاڼې، مجلې، او کتابونه، د ولس مخ ته وړاندې کېدل، نه يوازې ولس، او پخواني حکومت بلکې طالبانو هم له دې لارو چارو کار اخيست، هم ترې د مثبتو موخو، او هم ورڅخه د تبليغاتي موخو لپاره کار اخيستل کېدل، انټرنيټ و، او ټولنيزو رسنيو خو د معلوماتو رسولو چاره خورا تېزه کړې وه.
اوس ولس د دې هر څه سره عادت شوی دی، دا چې حکومت بدل شو، اسلامي امارت واک په لاس کې واخيست، مسئولين بدل شول، او اوس د نوي حکومت قوانين تجربه کوي، خو له هغه څه څخه به وانه اوړي، چې پرې عادت شوي دي.
زما په فکر پټ پټونی به حکومت لپاره هم ښه نه وي، د ولس لپاره هم، او د نړيوالو لپاره به هم د شک خبره وي، منظور دا دی، چې د نژدې دوه مياشتو په تېرېدو سره افغانان د خپلو مشرانو له ديدار بې برخې دي.
د اګست مياشتې تر پايه بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې و، نژدې اونۍ مشورې روانې وې، د مشورو نتيجه دا شوه چې سرپرسته کابينه اعلان شوه، په کابينه پوره اعتراضونه وشول، يا سم، يا ناسم؛ خو اوس همدا کابينه چارې پر مخ وړي.
خولې بندې شوې، نيوکې کمې شوې، چارواکي کارونو ته وزګار شول، اوس نو شپيلۍ وهل او ستوان خوړل دواړه نه کيږي، دا معنی چې زموږ د مهمو وزارتونو او رياستونو مسئولين ورک دي.
د بېلګې په ډول د دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت، تر ډېره بريده رئيس الوزراء، په ځينو ولايتونو کې واليان، لوی څارنوال او قاضي القضات خو لا تر اوس تعين شوي هم نه دي، د حج او اوقافو وزارت څخه چې څومره خبر لرم، محترم سرپرست وزير صيب له خپلومامورينو سره هم له ليدنو حذر کوي.
که د دفاع وزير صيب مثال واخلو، تاجکستان پر افغان ولس ملنډې ووهلې، دلته په شته دولت يې ټوکې وکړې، مسئولينو ډېر ښه ځواب ورکړ، خو زه چې څومره مطالعه لرم، په داسې موضوعاتو کې يو عمل ښودل تر ټولو ښه ځواب وي.
دفاع وزير صاحب ته پکار وه، چې سم له واره، له خپلو پوځونو سره د بدخشان، تخار او کندز په سرحدي سيمو ګرځېدلای وای، خپل پوځ ته يې لازمې لارښوونې کړې وې، بې له دې چې څوک د تاجکستان نوم واخلي، دا هغه هيواد ته ډېر ښه پيغام و.
د کونړ په يوه سرحدي سيمه کې يو عادي سرتيری د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې د پاکستاني پوستې څنډې ته هغه وخت ورپورته شو، چې پاکستاني پوځيانو مسلسل پر افغان کليو مرمۍ وورولې، او هغه ته غوصه شو، خو دا غوصه به د لوی درستيز د يو سفر هومره وزن چرته ولري، کاشکې لوی درستيز چې د بدخشان دی، يوازې يو سفر د مشرقي ولايتونو صفري نقطو ته کړی وای، دا به يو ډېر پياوړی پيغام پاکستان ته.
دا چې د پخواني حکومت پر مهال هم زموږ هيوادوال د ګاونډيو د توپونو تر ډزو لاندې و، هغه مهال به موږ ويل چې طالب واک نه لري، خو ااوس واکمن طالب دی، او ولس به ورنه دا تمه لري، چې د هر تيري ځواب به وايي.
د تېرې ادارې په څېر اوس هم چې هر دفتر ته مراجعه کيږي، کاغذي کار روان دی، خو له لوړ پوړي مسئول سره د ليدلو چانس ډېر کم دی.
دا منو چې وخت کم تېر شوی، کارونه زيات دي، خلک به کم وي، امکانات به د نيشت برابر وي؛ خو دا هم بايد راسره ومنل شي، چې يو جوړ حکومت دلته پاتې شوی، مامورين يې درلودل، نظام و، که دا ړنګيږي، او بل جوړيږي، بیا به نو ترې د خټو زمری جوړ وي، په ورميږ به يې لکۍ اېښودل شوې وي، او مخکې پښې به يې شاته لګول شوي وي، چې داسې نه دي پکار.
زما په اند د اسلامي امارت مسئولين چې د ولس له بطن څخه راوتلي دي، که څه هم يو څه ډار به وي، خو چې د امريکا په وړاندې د مقابلې پر مهال د مرګ نه ډار نه و، اوس بايد بالکل نه وي، او نور بايد د ولس منځ ته راووځي، په پټ پټوني به حکومت ونه شي، هغه همداسې پټ پټونی چې يو ځل هم مخ را (تا) نه کړې.
دا بل څه دي، چې هر څه د پردې تر شا روان دي، چې جلا موضوع ده، څوک چې رعيت بلل کيږي، او په چا چې حکومت کيږي، هغه له ځانه خبر هم نه دی.