د مځکي پر مخ ډېر انسانان اوسیږي او ټول د خالق مخلوق دي او اکثریت خلګ د خالق نه په ډار کښي ندي ، ژوند په اومېد مخته وړي او ډېر بیا ژوند په خوف کښي تېروي او هیځ اومید نه لري ، او له تریخ ژوند سره لاس او ګرېوان دي  ، او سته لږ فیصدي خلګ چه : د ژوند په هره برخه او رابطه کي د خوف او رجاء تر مینځ ژوند تېروي چه : ژوند يې خوښ او له سعادت نه ډک دی ، دا خبره لازم ده چه دا درک کړو چه په مادي شیانو کښی د سعادت رسولو قدرت نسته نسته ، او نه په ماده کښی د شقاوت او بدبختۍ رسولو قدرت سته البته دا جهان درې حصې لري ، یو حصه يي مادیات تشکلوي ، او مادیات ټول اسباب دي او  الله ج مسبب الأسباب دي ، کمال په اسباب کښي نسته . 

مادیات ښه شئ دي خو هر شئ ندي ! مادیات په ذات کښي نه مثمر دي او نه مضر ، البته خبره په استعمال کښي ده چه څرنګه او څوک او کله او څشي له پاره ئې کاروو ،  نو دغه وخت یو شئ مثمر او سودمند سي او کله بیا مضر او ضرر رسونکی سي 

د دې جهان دوهمه حصه مانا یا معنویات تشکلوي چه اصلاً خبره ټوله په مانا کښی ده ، هرکله چه مادې ته ، مادي تغیر پېښ سي  او مادي کیفیت ته تغیر ور کړو نو مانا تغیر وخوري . 

د دې جهان دریمه حصه اروحان تشکلوي ، او دغه روح دی چه متأثیره کیږي د مادي او معنوي تغیر له سببه ، په یو کړنه مسرور کيږي ،    او په بله غیرطبعي او ناکاره کړنه حزن او غمجن کیږي

خبره داده چه روح ښادول و هر انسان ته یو فرض وظیفه ده ، او د انسان د روح په ښادولو کښي د خدای رضا نغښتې ده

طالبه ! ستا د نظام په راوستولو سره د مسلمان او نامسلمانه اروحونه په خوف کښي دي او رجاء ئې نسته ، حکومت کوې صحیح ئې نه کوې (د قدرت پر ګډۍ ناست ئې ، هغه د جنګ د وخت په جنګي انداز خبري کوې  ، پر سیاسي چوکۍ ناست ته لازمه او لایقه ده چه دیپلوماسۍ نه کار واخلې  ، په جنګي انداز خپل ملت او بین الملل ټول له ځانه لري کوې ، تنها دیپلوماسي ده چه انسانان سره نژدې کوي ، هو ! جنګ و درېدلی ، ګټه له جنګ نه امریکاوکړه ، د ګټي درک به کلونه وروسته  درمعلوم سي، د امریکا  هداف طویلل مدت نښان دي ، امریکا د نښي منځ ویشتلی دی ، د دې درز ږغ به بیا واورې 

هغه خلګ چه ستا په نمایندګي په tv کښي ژغېږي جنګي ږغېږي ، دغه  سبب دی چه د مسلمان د خوف او رجاء له حالت نه دي ټېلوهلی د ی تنها د خوف وطرف ته ، او امید دلاسه ورکړی ، تا خوف د لاسه ورکړی ، رجاء او امېد ته ناست ئې ، تنها امېد یو بد او ناکاره ذهنیت دی . 
که مسلمان د خوف او رجاء تعادل له لاسه ورکړي ، نو زوال د ایمان راځي ، 

دا سي حالت دي راوستلی ، ته خوف نه لرې او ملت  زجاء او امید نلري 

د زوال مسولیت تاته ولاړ دی ، هم په جهان کښي او هم په عقبی کښي په دلیل  د وحی غیر متلو  ( حديث: يسِّروا ولا تعسِّروا، وبشِّروا ولا تنفِّروا) 

که د پورته حدیث نه کار وانخلې ، هلاکت او ورکېدل دي لازم دي ، ولي چه اخلاق الله او سنت الله هم داسي ده 

د توپک په زور بیا د نظام تغیرول به بیا افغانان د بلي دربدرۍ سره مخ کړي ، د اسلام د دین ساتنه خو رب کوي ، ستا د ساتني وعده خو ستاسره نده شوې