امريکا او  ناټو ائتلاف د افغانستان پخوانی جمهوريت او خلک په يوه سخت بحراني حالت کې بې سرنوشته او په وچ ډګر پرېښودل. په داسې حال کې چې نن سبا بې وزلي په افغانستان کې ريکارډ کچې ته رسېدلې او ان له دويم نړيوال جنګ وروسته هم په جنګ ځپلو هېوادونو کې فقر دومره وده نه وه کړې لکه څنګه چې نن سبا د افغانستان خلک ورسره لاس و ګرېوان دي. د نشه يي توکو کرکيله روانه ده ، داخلي کشمکشونه ورځ تر بلې ډېرېږې او کرار کرار د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې ډلې د راپورته کېدلو او راټوکېدلو په حال کې دي.
د تېرو ۲۰ کلونو په جريان کې افغاني جنګ سالاران او جهادي رهبران په لوی لاس د ناټو او امريکا لخوا د پيسو فساد او غلا کولو ته رامخکې کړای شول او د چور او غصب له امله یې په ميليونونو ډالر پیدا کړل ، لویديځو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموريت په دوران کې ونشو کړای د خلکو د ژوند د اساسي ښه والي او بنيادي پرمختګ لپاره کار وکړي او ان دا چې د دوی له لاسه  د جمهوريت په وروستيو کې وضعيت ورځ تر بلې پسې بدترکېده.
تر ټولو مهم او اساسي کار د غير نظاميانو او ملکيانو د ژوند ساتنه وه چې هغې ته هم شديده صدمه ورسېده او د اټکل له مخې په تېرو دوو لسيزو کې  د ناټو او امريکا د جنګ جګړو، بمبارونو او چاپو له امله له ۱۵۰ څخه تر يو ميليون پورې انسانان په جنګونو کې ووژل شول او ټپيان شول. د تاريخ په حافظه کې پراته دي چې امريکايانو څو،څو ځلې د وادونو پر مراسمو او د بې ګناه خلکو په کورونو بمبارونه وکړل او پوره پوره کورنۍ پکې تباه او له منځه لاړې.امريکايانو شخصي زندانونه لرل او هغه کسان چې د دوی پر لار به نه ورسره تلل پکې بنديان کول يې. او په مقابل کې یې د وسلوالو او ناراضه کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زياتېدو په حال کې وو.
په افغانستان کې په کور کې د وسلې ساتل د کورنۍ او مال د ساتنې لپاره يو عادي کار دی، دا که څه هم له يوې خوا  ځانساتنه ده خو له بلې خوا د وسلوالو او هغو کسانو چې ډله ييز فعاليتونه کوي په ډېرولو کې هم عمده رول درلودلی شي، په داسې وخت کې چې افغانان د لوږې له سرې کرښې اخوا ژوند کوي د وسلې درلودل او وسلوال فعاليت د ګټې لپاره ښه زمينه برابروي. او د ګټې وټې يوه ښه وسيله ګرځېدلی شي.او ورسره به ورځ تر بلې د جنایتونو او مشکلاتو لمن هم پسې پراخېږي.
امريکا او ناټو په وروستيو کې د  افغان امنيتي ځواکونو له مالي او لوجيستيکي ملاتړ څخه لاس واخيست او په لوی لاس یې غوښتل چې افغانستان د يوه بل بحران پيل شي او يو بل خونړي جنګ ته چې د کابل په شمول د افغانستان نور ښارونه په کنډواله بدل شي لار پرانيستل شي ، د افغان ځواکونو مورال یې په خپل ناڅاپي تګ سره کمزوری کړ ، په لرې پرتو سيمو کې افغان ځواکونو ته مالي او نظامي ملاتړ او د خوراک توکي نه ور رسېدل.  له بله پلوه طالبان ورځ تر بلې په خلکو کې خپل نفوذ پراخ کاوه او همدا لامل و چې د افغانستان ولايتونه يو پر بل پسې د څو ورځو په جريان کې سقوط شول او ان په نيمه مياشت کې د ټول افغانستان په ګډون کابل هم سقوط وکړ او افغان ځواکونه د څو ورځو په اوږدو کې متلاشي شول.
د امريکا د غلطې پاليسي او د جرمني په بن کې د جمهوريت د خراب تهداب اېښودلو او د جنګ سالارانو په ملک الطوايفي کې زياتره افغانان چې له خرابو حالاتو تر پوزې را رسېدلي وو په ښکاره یې ويل چې هر څوک چې څوکۍ په لاس کې اخلي مشکل نشته خو چې روانه وينه بهېدنه او افغان وژنه بنده شي.او يوې ملي پخلاينې ته لاره هواره شي ځکه په متوسط ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې تر۳۰ ډېر افغانان مړه او ټپيان کېدل. او افغانان له جنګ، چاودنو او بريدونو تر ستوني راغلي وو.
سربېره پر دې ۵۰ پورې هغه هېوادونه چې له امريکا سره د ائيلاف په ګروپ کې افغانستان ته راغلی وو اوس حک حيران دي ، چې موږ دلته د څه لپاره راغلي وو؟ موږ خو افغانانو ته د ښه ژوند کومه ژمنه چې کړې وه هغه هم ونشوه، زياتره دغو سرتېرو چې په افغانستان کې یې دندې کړې وې ځان وژنې وکړې چې هسې مو ملګري هم ووژل شول،  او نه مو افغانانو ته ښه ژوند جوږ کړ او نه په سرلوړي له دې هېواد څخه راووتلو.
سربېره پر دې ټولې نړۍ وليدل چې د امریکا، برتانيا او ناټو په شتون کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق او کرکيلې کچه تر ټولو لوړې فيصدي ته رسېدلې وه او افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو د توليد ستر هېواد وو. چې له امله یې په افغانانو سربېره په ميليونو د نورې پرمختللې نړۍ اوسېدونکي هم په دې نشه يي توکو روږدي شوي وو.  
علاوه پر دې د امريکا نړيوال پرستېژ او اعتبار ته یې هم سخته ضربه ورسوله او امريکايي چارواکي بايد خپلو خلکو ته ددې خبرو ځواب ويونکي واوسي چې ولې داسې وشول؟ نور هېوادونه  به هم له دې وروسته په امریکا باور ونشي کولای ځکه په افغانستان کې دوی يو بشپړ جمهوريت په لوی لاس په نيمه لار کې پرېښود سره له دې چې ۲ ټرېليون ډالره مصرف دلته د امريکايي ماليه ورکونکو په پيسو وشو خو کومه ښکاره ګڼه یې ونه کړه ، په لسګونو او سلګونو زره افغانان ووژل شول او بندیان شول همدا د ددې شل کلن امريکايي يرغل پايله وه او بس.
حالات ورځ تر بلې پسې بدترېږي، هغه افغانان چې کلونه ورته د ښه ژوند وعده ورکړل شوې وه اوس په سخت او بدترين حالت کې ژوند کوي او هره ورځ ژوند په خطر کې احساسوي. داعش چې د ډېری کارپوهانو په ګومان د امريکا لخوا تمويلېږي لکه په تېر کې په سوريه کې په افغانستان کې د راپورته کېدو په حال کې دی او له نورې نړۍ هم ډلې ډلې ورانکاري ورته را روان دي چې افغانستان يو ځل بيا په وينو کې لت پت کړي. او په افغانستان سربېره د مرکزي اسيا امنيتي حالت هم ورګډوډ کړي. او دا به د افغانانو بدتر حالت لا پسې بدترين کړي.
بې له شکه د امریکا نظامي عمليات او تېر شل کلن ماموريت په افغانستان کې بشپړ ناکام و او دوی دلته د زيربناوو د جوړولو او بنيادي کار د کولو اراده نه لرله او نه یې حاکم افغان دولت سره د فساد او جنګ سالارانو او جهادي قوماندانانو په څنګ ته کولو کې مرسته وکړه.