مقالې
یوویشتمه پیړۍ کې د اسیا د نوبل جایزې ګټونکی افسانوي بشرپال جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د لومړۍ تلین یاد
ستر بشرپال جاپانې ډاکټر تېڅو ناکامورا د جاپان او افغان ولسونو ترمنځ د بشرپالنې او د ولسونو ترمنځ د سم تفاهم، د خیر ښیګېڼې چارې، د ورورګلوۍ او د ملګرتیا یوه ستره بیساري تاریخي عالي اړیکه ټیڼګه کړي ده. د جاپاني ډاکټر ناکامورا د مرګ ورسته د هغه په یاد ډیرې غونډې ترسره شوې، په نوم یې مډالونه ونومول شول، د هغه په اړه ډوکومنټري فلمونه جوړ شول او پر ژوند یې څیړنیزې لیکنې ولیکلي شوې. جاپانی ډاکټر په ریښتېنې مانا سره د افغانستان او د افغانانو یو صادق او ریښتېنی خدمتګار و. هغه خپل ګل وطن جاپان زموږ
د ځينو لغاتو او کليمو معناوې
ليک: فضل قادرانډيوال موشگاف ( ژورو بارکيو ته کتونکي) ( بارک بين ) نکته چين ، ژور کتوونکي ته وايي په پښتو ادب کې حميد بابا موشگاف بلل شوى دا يې لقب دى حميد بابا په خپله شاعرۍ کې يې له ډير بارکبينۍ او ژورتيا څخه کار اخيستى دى پس له دوى نه (موشگاف )عبدالحميد دى چې يې ووې ښه نازک نکته دان شعر (پير محمد کاکړ) پس له ده نه (موشگاف) عبدالحميد دى باريکي يې د کلام ده ځان د شعر (شمس الدين کاکړ) شگاف
د یوې علمي مقالې لیکنه!
عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، د نړۍ د زیاتره پوهنتونو استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په مشهورو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. دغه د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت کې ډېر مهم رول لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د پوهنتون د بودیجې په زیاتوالي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي. د یادونې وړ ده، چې په بین المللي مجلو (Journa
داستغفار ارزښت (فضليت)
ليک فضل قادر انډيوال استغفار په پښتو بښنه غوښتل دي په ډيرواسلامي لارښودنو کې راغلي دي که څوک له الله څخه د خپلو گناهونو بښنه وغواړي نو الله به ورته بښنه وکړي خو دابښنه هم خپل وخت اوشرايط لري نو يو مسلمان ته ښايي چې دالله تعالى څخه تل بښنه وغواړيتوبه وباسيالله تعالى د قران کريم النساء سورت په ١٠٦ ايت کې واييوَاسْتَغْفِرِ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًاژباړه له الله څخه بښنه وغواړه بيشکه الله بښوونکى او لوروونکى (مهربانه) دىحضرت هود
درې سنګره، یو موقف
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف، څنډې ته شوې نظار شورا صحنې ته راوسته او د افغانستان سیاسي واک یې ورکړ. دوی کابل یو ځل بیا چور کړ او نظام یې له غلو او ډاکوانو ډک کړ. په عین حال کې یې اربکیان، ملیشې او غیر مسئوول وسله وال هم وساتل، تقویه یې کړل او په ستراتیژیکو ځایو کې یې ځای پر ځای کړل. ځمکې او جایدادونه او تجارتونه یې هم چور کړل. رسنۍ او مدني تولنه یې هم ګروګان کړه او داسې بریالی سیاست یې وکړ چې په یوه وخت کې یې د روس، امریکا + غرب، ایران، هند او منځنۍ اسیا ټولو سره ښې اړیکې
د هوا ککړتیا په مخنیوې کې د ځنګلونو ونډه
د هوا ککړتیا په پلازمینه کابل کې اوس مهال په یو ناورین بدله شوې ده د ورځی په وروستیو کې د مازیګر له لمر ډبیدو نه وروسته په لس مترۍ کې څوک څه نشي لېدلي ځکه د ورځی په اوږدو کې چې کومه ککړه هوا د انساني فعالیتونو په صورت کې رامنځ ته کېږي نو هماغه ککړه هوا د شپی په را دبره کیدو سره بېرته د ځمکې خواته ته را کیوزي چې د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړي دي. حتی د موټرو او د سړک دواړو غاړو ته د شته څراغونو د روښنانولو سربېره هم ډېره سخته ده چې څوک دې په نږدې واټن کې څه وویني ځکه ټوله سېمه داسي تورو
د رخصتیو په ورځو کې دمحصلانو او استادانو بوخیتا
په افغانستان کې د لیندۍ د میاشتې له اتمې (نن) څخه وروسته پوهنتونونه بیا رخصت شول. محصلانو داسې انګیرله چې د تیرو کرونایی څلورو میاشتو رخصتې به جبران کړی، پوهنتونو هم تشدیدی تدریس ته ملا تړلې وه، خو د کرونا دوهمې څپې روان سمستر هم ځنډ او خنډ سره مخ کړ. آمده ره ردی نیست/ له پېښې تېښټه نسته ! مهمه دا ده چې له وخت څخه استفاده وشي. زه په دغه لیکنه کې دتیرې څلور میاشتنۍ رخصتی یوه شخصی تجربه لیکم؛ ممکن ډیر لوستونکی یی نه ولولی او نه یې خوښه کړي. تیرو رخصتیو کې مو ډیره هڅه وکړه چې تدریس په ان
زرکلن تاریخ، سل کلنه خپلواکي، یوویشتمه پيړۍ او دافغان ولس برخلیک
همم، کله چه دستیج سر ته پورته شو کله چه مایک مو لاس ته ولویږي او کله چه په محراب کي دجامع مخي ته ناست وو په لاف وهلو نه ستړۍ کیږو. ډیر لیرۍ به نه ځم، انګریزانو ته مو ماته ورکړه روس مو په ګینډو کړ جهاد مو وګاټه، شوروي اتحاد مو ړنګ کړ، شرقي اروپامو آزاده کړه هغه مو وکړل دا مو وکړل... خو آیا په حقیقت کي مو دهیواد په ګټه او دولس هوسایني لپاره کومي لاسته راوړنۍ لرلې دي؟ نخیر نه، دنړۍ په کچه تر ټولو غریب اوبيچاره افغان ولس دي چه په نس نه ده موړ . که رښتیا ووایو نه کوم اسقلال لرو نه دکوم شي
جهادي مافیا او امرالله صالح
که څه هم د مرکزي حکومت او جهادي مافیا تر منځ شخړه راوروسته دوه لسیزې او تر هغې وړاندې هم مخینه لري، خو د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو وروسته چې ولسمشر غني او دولت ساز ټیم په ټاکنو کې بریالی شو، دا شخړه یو بل پړاو ته ورننوځي. د دولت سازټيم تګلار یوازې د ټاکنو لپاره یو لنډمهاله طرحه او غوښتنه نه ده، بلکې دا د افغانستان لپاره چې مرکزي دولت يي د بهرنۍ لاسوهنې او تیري او بلخوا د جهادي مافیا د بېلا بېلو ډلو ترمنځ کورنۍ جګړې له منځه وړی وو، یوه بنسټیزه او مبرمه طرحه ده چې ټول هېوادپال باید د هغې په پلیتوب
تور باز د سنجي ډټ نوی فلم
د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په یوویشتمه نېټه د هند د بالیووډ سینما نوموتی ستوری سنجې ډټ پر خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې د افغانستان په اړه د خپل نوی فلم ٬٬ تورباز٬٬ ټرېلر یا اعلان خپور کړو. د بالیووډ وتلی ستوری سنجې ډټ د پاڼې پټ تاریخي جګړې په فلم کې د احمد شاه بابا رول لوبولو ورسته هغه یو ځلې بیا د افغانستان اوسنې غمېزې په هکله په یوه بل په زړه پوري هنری فلم کې د ٬٬ توربار ٬٬ په نامه لوبیدلي دی. د تورباز هنري سینمایې فلم به د سنجې ډټ مینوالو ډیر خوښ شي.په ۲۰۱۷ کال کې د دسمبر په میاشت کې سنجې ډ
د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت د خواخوږۍ پیغام
د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره نېټه: ۱/۹/۱۳۹۹ د ۱۳۹۹ لمریز هجري کال د قوس د میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ښار یو ځل بیا تر راکيټي بریدونو لاندې راغی. د سهار د اتو بجو او څلويښتو دقیقو په شاوخوا کې د سرلوڅې مازدا لارۍ له منځه ۲۳ ړانده راکټونه د ښار د اوسیدونکو په مختلفو سیمو شلیک شول چې د خلکو تر منځ د ویرې د پیداکولو او مالې زیانونه سربیره یې لس ښاریان شهیدان او ۳۳ نور زخمیان کړل. د افغانستان د سولې، دموکراسۍ او بیا رغونې له پاره د افغانانو د تفاهم نهضت دا ډول
د ملی ترمینالوژی ارزښت او دبی بی سی ملنډې
څو ورځې مخکی د بی بی سی خبری پاڼې ګواکې (یو ډیر مهم خبر!) نشرکړ. لیکلی یی و چی د افغانستان دولت پوهنتونو ته لیک لیږلی چی یو شمیر اصطلاحات ونه کاروی . ورپسې یې یوه تبصره کړی چی ګواکی د دی لیک موخه دا ده چی فلانۍ ژبه د فلانۍ ژبې تر اغیزی لاندی رانشی او نورې اوتی - بوتی یې ورسره ګډې کړې وې. ستونزه دا ده چې له څلورو – پینځو کلونو راهیسې د هیواد پوهنتونو کې د ځان ارزونی پروسه پیل شوی، موږ محصلینو ته یو شمیر فورمی ورکوو او د دوی نظرونه را ټولوو. زه خپله د لوړو زده کړو د وزارت د محترم مقام له خو
سرچپه معادله
عجیبه نه ده هرستراتیژیک دلیل چې دی امریکا نوره وځی او دغه سیاست د قطر له هېواد دایوکال په رسنیو کې اوریدل کیږی .دا پرېکړه دامریکا ددولت په کچه له طالبانو سره په نړیواله سطحه لاسلیک شوه . طالبان او دولت دواړه افغانان دی ، لوبه په سیاسی ،اقتصادی ،فرهنګی، سیمه ایزه او نړیواله برخو کې ده ناتو دڅه لپاره نارې وهی چې لېوه راغی ! ناتو وینی دغه ګوډه دیموکراسی هندوکش کې کار نه ور کوی امریکا وویل چې ددیموکراسی پروسه په افغانستان کې نتیجه نه ورکوی او ناتو دادوه لسیزې په ناکامو هلوځلو کې د بېساری افراط او
خيالونه - فکرونه ، تګلارې او وسايل ئې
انسانان څه په انفرادي او څه په ډله ايزه توګه بايد په ژوند کې خيال ، فکر او هدف ولري . بې هدفه انسان ته ګمراه ويل کيږي ، يعنې لاره ترې ورکه او د تګ منزل مقصود يې معلوم نه دئ . په پخوا وختو کې انسانانو يو ابتدائي ژوند درلود چې په خوراک ، څښاک، خوب او جنسي مقاربت کې نغښتئ و او ډېر توپير يې د نورو ژويو د ژوند سره نه و . په ګرمۍ کې به يې د ونې سیوري ته ډډه ولګوله او په يخنۍ کې به په غار ننوت .بس په وښو ، ميوو ،د ونو په پوستکو به يې خپله خېټه ډکه کړه ، بيا يې دغوښی خوړلو عادت زده
تورن او د پوستې نیول، یوه لنډه کیسه
تورن چی ډیر په قهر وهء عسکرانو ته یی مخ واړوهء او په غضب یی ورته ووئیل “خدای مو وشرموه، داسی کار څوک کوي چی تاسو وکړ” احمد چی د لیکې په آخیره کی ولاړ وهء په خندا سره یی ووئیل “قوماندان صیب، څه مو کړي وایی ” “جکړه به مو کړی وه” “جګړه مو کوله خو زموږ ارتباط هم قطع شو او هم مو مرمی نوري خلاصي شوي وي، نو له شاتګ پرته مو نور هیڅ چاره نه درلوده. ” “ولي داسي وایی... هر میاشت خو درته په صندوقونو مرمي لیږل کیږي نو ولی شکایت کوئ” “موږ ته چی مرمی لیږلي کیدي ، د یوې اونې مرمو
اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره /۵ برخه
اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې ! دننګرهار پوهنتون دعلمي کنفرانس ټاکل شوې موضوع . لیکوال او ویناوال : مفتي فضل هادي سالک) (پنځمه برخه) اسلام کي داقتصادي ستونزونه دوتلو حل لاره: • په لنډه توګه به داسې ووایوچې داسلام له نظره اقتصادي بډاینې ،ښیرازي اوپرمختګ دالله تعالی په رحم وکرم پورې اړه لري ،کله چې کوم قام کې فقر،غربت او اقتصادي ځوړتیا راځي وجوهات او لاملونه یې دبنده ګانو ګناهونه اوجرایم وي ،حللاره یې توبه او استغفار دی ،نږدي عامو تف
اقتصادي ستونزې اوحل لاره یې داسلامي اوغیراسلامی اقتصادی نظامونوله نظره /۴برخه
• • اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې ! • لیکوال : مفتي فضل هادي سالک) • (څلورمه برخه) • دمسلمانانوداقتصادي پیاوړتیا اوکمزورۍ لاملونه : • دپیاوړتیا علتونه او وجوهات : • کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړنوهلته یې دیوه اسلامي حکومت بنسټ کښیښود،دعشراوزکات ،غنایمو،جزئیواو نورواقتصادي طرحوباندې یې عملا کار وکړاودیوه غښتلې اقتصادي ښیرازۍ نقشه یې طرحه کړه ،دده له رحلت نه وروسته خلفاءراشدینودرسول الله صلی
يتيم
يتيم لوی خدای جل جلاله فرمايي: ( فاما التيم فلا تقهر) ترجمه: يتيم ته مه په غوسه کېږئ. سورة الضحی/ آيت ۹ چاوديدلی پلاستيکي دسترخوان چې د رف د پاسه اېښی و، را ښکته کړ او د سړی ډوډۍ يوه ټوټه چې پکې وه هغه يې ترې را وويسته. خپله برخه يې را واخيسته او د مور برخه يې بيرته په دسترخوان کې تاو کړه او پخپل ځای کې کېښود. د مور څنګ ته ورغی او ور غږ يې کړ: مورې! مورې پورته شه! چې زه ډارېږم. مګر مور يې ځواب ورنکړ. خپل سر يې د مور په سينه کېښود. سينه يې ګرمه وه، بېخي ډېره ګرمه، د تبې او
د اسلام اباد د تظاهر او منافقت نوې څپه
د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن انتخاب چې د راتلونکې ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰ مه به په رسمي توګه د هغه هېواد د ولسمشر پتوګه دنده تر لاسه کړي، پاکستاني چارواکې هڅولي چې مخکې تر مخکي د امریکا نوي مشرتوب ته ځان بېوزلي او د ترهګرو لخوا قرباني وښۍ، چې ګوندې د ختیځ لوري هند او د لوېدیځ لوري افغانستان له ترهګرو ملاتړ کوي او په کور دننه د پاکستان امنیت ته يی ګواښ پېښ کړی دی. د امریکايي ټاکنو د پایلو د اعلان سره سم، اسلام اباد د افغانستان او هند په وړاندې هممهال په بې سرو بوله او زهرجنو تبلیغاتو پیل
په هالینډ کې د ارواښاد استاد حضرت ګل بارګامي د فاتحې خبرتیا
د فاتحې خبرتیا او قران کريم ختم بسم الله الرحمن الرحیم سنباد عمران بارګامی، حامد بارګامی، انجنیر سهراب بارګامی او مرحوم خالد بارګامی زامن. حضرت ولي پیوند او مرحوم محمد ابراهیم (تورا) ورونه. آزاد ولي بارګامی، فولاد بارګامی، حاجي آلماس بارګامی او هجرت الله بارګامی وریرونه. شینواری او حرمت الله پیوند خورییونه. د کابل پوهنتون د ساینسي علومو پخوانی استاد عصمت الله بارګامی ، ډګروال الحاج ولي محمد او اتریش میشت انجنیر صالح محمد پیوند د کاکا زامن او د میرمنې ورونه. فدا