سرچینه: د جرمني تدڅ  -ورځېنی اخبار
لیکوال: د افغانستان سیاسي او حقوقٍي چارو جرمن کارپوه څیړنوال ښاغلی توماس روتیګ
ژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

يادونه: د دې لیکنې د ژباړې لوستلو مخکې د تاسو درنو لوستونکو پام دوه مهمو ټکو ته راړول کیږي.
لومړی: (تدڅ) د جرمني ورځینی اخبار لنډیز نوم دی. دا د جرمنی یو له ملي او نړیوالو اخبارونو څخه ګڼل ګیږي، په جرمنې کې د جرمني کیڼ اړخو یا زرغونیانو او د جرمني کین اړخي مفکوري لپاره یو بدیلي اخبار دی. دغه اخبار تل په سیاسي سیسټمونو باندې انتقادي لیکني خپروي.
دویم: لیکوال او څیړنوال ښاغلی توماس روتیک د افغانستان د تحلیګرانو شبکې مشر دی. د افغانستان د تحلیګرانو شبکه ( اې اې ایم ) یو خپلواک او غیر انتفاعي څیړنیز بنسټ دی. دغه بنسټ په جرمني کې رسمأ راجسټر شوي دی. د دې بنست موخه دا ده، چې د شنونکو او کارپوهانو تجربې او علمي پوهې راټوله کړي او په دې ډول د افغانستان د واقعیتونو او ټګلارو په اړه غوره پوهاوی رامنځ ته کړي. دا شبکه د افغانستان او د سیمې په اړه د لوړې کچې څیړنو پر بنسټ د سیاسي موضوعاتو شننې کوي.
د ۲۰۰۹ کال راهېسې د افغانستان تحلیګرانو شبکه د خپلو خبرونو او څیړنو له لیارې په افغانستان او سیمه کې پر ټګلارو جوړونکو، خبریالانو، پوهانو او د افغانستان د پرمختیایې کارونو ښکېلو اړخونو باندې خپل اغېز شیندلي دي. د دې شبکې له مشر ښاغلی توماس روتیک څخه په پر له پسې ټوګه د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې په علمي غونډو کې او خبرې ناستو کې د ګډون غوښتنه کیږي او په رسنیو کې د ژور سیاسي اند خاوند په توګه راڅرګندیږي. ښاغلی توماس روتیک اکٍثرأ په افغانستان او اسیایې هیوادونو کې په دنده بوخت وي. کله چې نومړي جرمنی ته راشي، بیا هغه د جرمني په لوړو پوهنیزو کنفرانسونو، د سیاسي علومو په پوهنتونو کې او سیاسي څیړنیزو انیسټیتونو ته وربلل کیږي. زه په خپله شخصأ له ښاغلي توماس روتیک سره د افغانستان د خونړي کړکیچ د حللارې په مهمو څیړنیزو اکاډیمکوغونډو کې پیژند ګلوي لرم، هغه تل د متحده ایالاتو، ناټو او جرمني پوځي ماموریت باندې انتقادي نظر هم څرګند کړي دي. د ښاغلي روتیک دغه اوسنۍ لیکنه خورا مهمه لیکنه ده. لوستل اړین دي.

د جرمني شرکت سره د چرسو همکاري، له طالبانو سره د ګډ کار پانګونه:
طالبان غواړي پر دولتي کچ د چرسو کښت په ټول افغانستان کې تنظیم کړي. په دې برخه کې باید د جرمني راینلینډ شرکت ورسره مرسته وکړي.
 ٬٬ته توره افغانه،، دا د هغې سندرې نوم دی، چې په 1976 کال کې د جرمني سندرغاړي وېنر بازدي ولفګنګ امبروس لخوا د دې په مینه څکونکی خماري بوټې په اړه ویلي شوي ده. د هندوکوښ له هیواده د چرسو دغه ډول پر نړیوال کچ نوموتي شوي دي. سندرغاړی په سندره کې وایې، راشه ما محسوس کړه، زه ډېر یوازې یم، یو ګرام به سم دم بس شي کنه“.
دا سندره دوه کاله مخکې له هغې کله چې د پخواني شوروي اتحاد له لوري پر افغانستان د هندوکوښ د غرونو له لارې یرغل وشو، له دې برید ورسته دغه نسبتأ بې ضرره بوټې چې د هیپې سیالانیانو لخوا راوړل کیدو، بند شو. تر دې مهاله پورې د سیلانیانو یا توریسټي بسونه په منظم ډول له مونیخ یا مونشن څخه هند او نیپال ته تلل او د بیر ته راتګ پر مهال په کابل کې دریدل. دا خبره په سیلانیانو کې ښه خپره شوي وه، چې په افغانستان کې چرس په ځانګړي توګه ښه او ارزانه دي.
نن سبا ښایې افغانستان د تورو – نسواري قهویي رنګه چرسو دویم لوی تولید کونکی هیواد وي، کوم توکی چې د بنګو یا کنبیس له بوټي څخه استخراج کیږي. دغه بنګ د هندي بنکو په نامه هم پیژندل کیږي. په دقیقا توګه سړی نه پوهیږئ، ځکه اوسني نوي دقیق ارقام حتی د ملګرو ملتونو د متخصص کارپوه سازمان” د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر” (UNODC) هم شتون نه لري.
په افغانستان کې د نشه يي توکو د وضعیت په اړه تر ټولو یو تازه راپور د نومبر په میاشت کې دا په ډاګه کوي، چې د 2015 او 2019 کلونو ترمنځ، په ټوله نړې کې له مراکش وروسته تر ټولو هیوادونو په ډیره اندازه چرس نیولي شوی او ظبط کړل شوي د دویم تولیدونکی هیواد افغانستان څخه و.
 
په دې ورستیو کې داسې ښکاري چې د چرسو کښت په ډیریدو دي
 د چرسو د تولید په اړه وروستي دقیقي شمیرې او مالومات د 2009 څخه تر 2012 کلونو څخه دي. په دې یاده شوي موده کې د 1,300 څخه تر 3,500 ټنو پورې چرس تولید شوي دي. په تیرو دوو کلونو کې د چرسو د حاصلاتو ارزښت یو ځل 65 او بیا بل ځلې 95 میلیون امریکایي ډالر پورې ختلی و. برسېره پردې د چرسو شخصي کارول هم شتون لري، چې د UNODC په وینا، په افغانستان کې په “کوچني پخلنځيو یا باغونو” کې هم کرل او تولید کیږي.
په 2012 کې د افغانستان 8 سلنه ګړي په منظمه توګه کنبیس څکولي دي. سیمه ییز خلک کنبیس د چرسو په نامه پیژني.
په ورستیو کلونو کې داسي بریښې چې د بنګو  یا چرسو کښت لا ډیر شوي دی. د 2020 کال په پسرلي کې د افغانستان د تحلیګرانو شبکې (AAN) د غیر انتفاعي څېړنېزې موسسې یو همکار فضل الرحمن مظهري وایې، وسمهال د افغانستان سویل ختیځ د پکتیا په ډیله ولسوالی کې په ډیره چټکې سره په شاړو سیمو او ځمکو کې د بنګو بوټو کښت ډیر شدت موندلي دی. دغه ځمکې پخوا شاړې ویجاړې ځمکې وې. دغه انځور بیا بیا په هر ځای کې لیدل کیږي. په هر نیم کیلو متري کې له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې د لمرېزې بریښنا تختې چې د نسبټآ تازه کیندل شویو څاګانو تر څنګه لګولي شوي دي لیدل کیږي. نوموړي د راپور له مخي.
د هر یوه په څنګ کې د خټو موقتې کورونه چې چټونه یې د پلاستیکو څخه جوړ شوي دی، په دې وړو کورونو کې د تیر کال حاصلات راځړول کړل شوي دي، تر څو وچ شي‌. همدا جونګړې د همدې توکو د زیرمه کولو او وچولو لپاره کارول کیږي ،، په دې موقني کورنو کې د تیر کال د بنکو ټول حاصلات ځوړول شوي، ترڅو وچ شي، دا بیا په درمندو کې وړه کیږي، صفا کیږي او د لیږلو لپاره چمتو کیږي. د سیمې د وګړو له خولې، دا ټول د کلونو کلونو جوړښتونه او کار نه دی، د دې کارخانو جوړښتونه او زیربناوې پیل د 2019 کال راهېسې ایښودل شوي دي.
د دې ټول نښو نښانو سره سره ملګري ملتونه او لویدیځ حکومتونه په افغانستان کې د اپینو، تریاکو، هیروينو او د افغانستان د دې ورستي محصولاتو صادراتو میټ امفیټامینو ( ژباړن. میټ امفیټامین په مصنوعي ډول تولید شوي توکی دی، چې د فینیلیتیلامینو له ګروپ څخه دی، دا توکی په درملو کې د درملو یوې مادې په توګه کارول کیږي او همدارنګه په غیرعادي نا مناسب ډول د نیشې خوښې هڅونې کې کارول کیږي. میټ امفیټامین یو بشپړ مصنوعی محرک توکې دی، چې په کیمیاوي توګه د امفیټامین سره ډېر تړاو یا نږدولي لري او د سپیډ په نامه هم پیږندل کیږي) په اړه ډیر ښه پوهیږي.
ښایې همدا یې لامل وي، چې دغه تور افغان چرس وسمهال تر ډیره بریده په سیمه کې هند، پاکستان، ایران، عربستان، عربي هیوادونو، روسیه او د منځۍ اسیا جمهوریتونو ته قاچاق کیږي. د لویدیځي اروپا په بازاونو کې د تور افغان چرسو په پرټله له شمالي افریقا څخه نیشئ توکی چې نوم یې د مراکش زرغون چرس دي، تسلط یا برلاسۍ لري یا ډېر موندل کیږي.

طالبانو د جرمني له شرکت سره د تړون خبر ورکړ.
وسمهال ظاهرآ داسي ښکاري چې متشبثین يا پیریدونکي ورته موندل شوي وي، کوم چې غواړي دې وضعیت ته له د طالبانو سره یو ځای بدلون ورکړي. د روان کال د نوامبر په 24 مه نېټه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي په ټویټر کې لیکلي وو، چې د جرمني د سي فارم شرکت استازو سره یو تړون لاسلیک شوي دی، دا هغه ورځ ده، چې د جرمني نوی حکومت یا د ترافیکې اشارې ګونډونو ایتلافي حکومت تړون د چرسو د قانوني کولو په اړه خپور کړ. د خوستی په وینا: تر ټولو لومړی د سي فارم شرکت سره تړون د جرمني شرکت ته دا زمینه برابروي، څو په افغانستان کې د چرسو بوټو د پروسس کولو یوه فابریکه ،، د مخدره توکو او کریمو،، لپاره جوړه کړي او په دې برخه کې 450 میلیونه ډالر پانګونه کوي.
دا شرکت به د چرسو پروسس کولو انحصار هم ترلاسه کړي. خوستی لیکي: چې د تړون له لاسلیکیدو ورسته باید ،، د هیواد چرس پروسس کولو جواز یوازې دغي شرکت ته ورکړل شي،،. همدا راز دوی غواړي د چرسو د کښت او کرنۍ اوسني ساحه له ۴۰۰۰4,000  څخه 6,000 هکتار ته پراخه کړي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې مسوولیت هم په غاړه لري.
Entwicklungsgesellschaft CPharm International mbh(ECL) دا د جرمني شرکت رسمي نوم دی ٬٬نړیوال پرمختیایې شرکت٬٬. دغه شرکت د بن ښار ته نږدې په ویتل شلوس کې موقعیت لري. د شرکت د ویبپانې له مخې، هغه دا خدمات وړاندې کوي ،، د قوانینو، تصدیقولو، جواز ورکولو مقرراتو پراختیا کې مرسته کول او همدارنګه د تولیداتو تاسیسات جوړولو او عملیاتو او د تصدیق شوي ساحی کښت / قراردادي کرنې او د کرهنې ځمکې رامنځته کولو کې مرسته کوي٬٬ همدارنګه کې په نهو هیوادونو کې د چرسو تولید او پروسېس کولو پروژو کې ځانګړي تجربې لري، لکه مراکش، اوس افغانستان هم یاد شوي دی.
د 2020 کال په پیل کې طالبانو په هغو سیمو کې د چرسو په کر کیلي باندې بندېز لګولي و، په کومو کې چې دوی واکمن ول. دوی په خپل هیواد کې د چرسو مصرفکولو یا څکولو په اړه ډیر اندیښمن هم ول. وسمهال چې دوی په کابل کې واکمن او په حکومت کې دي، دوی په ښکاره ډول د داسو لارو چارو په لټه کې دي، چې د دولت تر کنټرول لاندې د پلورلو یو تولیدي سیسټم رامنځته کړي او دغه غیر قانوني توکې قانوني ساحې ته یې انتقال کړي. لکه څنګه چې د نورو قانوني کرهنېزه فصلونو او محصولاتو پلورلو په اړه قانون پلي کیږي.
تر ټولو لومړي طالبان غواړي د خپل دولت عایدات لوړ کړي او خپل اقتصاد ورغوي. د دوی ټول مخ پر ښکته اقتصاد د لویډیخ د بندیزونو له امله کړیږي او مخ پر ښکته روان دی، بیرته پرمخ بوځي. دوی غواړي خپل اقتصاد بیرته پر مخ بوزي. دا چې د سي فارم له شرکت لخوا څومره پیسې طالبانو ته وروبهیږي، دا لا روښانه نه ده.
د جرمني د مخکنې نوي لیبرال حکومت تر اغیزمن لاندې دې ډول شرکتونو لپاره د  پلور یا خرڅلاو مالیې ثایت نرخ دوه سلنه ټاکلي شوي وه.
وسمهال تر ټولو مهمه ستونزه دا ده، پر طالبانو باندې لګیدلي بندیزونه د سي فارم شرکت لپاره له افغانستان څخه د ترلاسه شوي ګټې لیږدول ستونزمن کړي. د ګټې ترلاسه کولو یا لیږدولو لپاره د سي فارم شرکت د امریکا متحده ایالاتو د مالي وزارت څخه یو جازه لیک ته اړتیا لري. په داسي حال کۍ چې امریکا حکومت د طالبانو حکومت په پیاوړتیا کې لږ لیوالتیا لري.
په هر صورت، دغه شرکت کولي شي استدلال وکړي، چې د دوی فابریکه به هلته دندې رامنځته کړي، بیوزلي او خوارځواکې به راکمه کړي، کوم چې له امله یې اتیا سلنه ډیر افغان وګړي ترېنه ځوریږي او دغه حالت ورځ تر بلې مخ په ډیریدو دی. د همدې جرمني ورځپاڼې تدڅ مشر د سي فارم شرکت مشر ښاغلي وینر څیمرمن څخه په لیکلي شوي بڼه او ټلیفوني ډول د پوښتنو او غوښتنو په اړه له ځواب ورکولو او تبصره کولو څخه ډډه کړي ده.
پای