مقالې


د نارنج گل مشاعرې پېښليک ته يوه کتنه 

هسې خو گران افغانستان داسيا په زړه کې يو داسې هېواد دى چې په ځانگړي تاريخ لرلو سره څوک ترې سترگې نه شي پټولى .دا په دې دليل چې د افغانستان ځينې ولايتونه داسې فرهنگې دودونه لري چې دهېواد زياتره ليکوالان ، شاعران او پياوړي اديبان يې په ځانگړو مراسمو لمانځي لکه د بلخ دگل سرخ ميله ، دپروان دارغوان ميله ، د کاپيسا په تگاب کې د انارو دگل ميله او د ننگرهار دنارنج گل ميله او گڼې مشاعرې چې زمونږ دفرهنگي غنا، بډاينې او ودې لپاره خاص او ځانگړې ارزښت لري او يو تاريخي مقام يې په برخه وي . له دې جم

30.12.2020 فضل قادر انډيوال

قوم پرست  او  قومپال

پرست د فارسې کلمه ده معنا يې پرستش (عبادت ) ده ،لکه اتش پرست ، ‏خداپرست ‏د اورعبادت او د خداى عبادت ‏اوس راځو قوم پرست ښکاره معنا يې د قوم عبادت ده ‏ستونزه داده چې پر دې سيمه( هند، افغانستان )  فارسي له اړتيا پرته ‏واکمني کړى ‏خوکوم خلک چې داکلمه (قوم پرست ) کاروي ترې دا معنا نه اخلي ،دوي دا( پرست)   د(پال)  پر معنا کاروي  لکه قوم پرست معنا قوم پال ، هېواد ‏پرست  معنا هېواد پال ، وطن پرست  معنا وطن پال ‏په عربي ژبه کې د(رب) معنا  ده ، پالونکى ‏عربي ژبې  پوهان وايي

28.12.2020 فضل قادر انډيوال

روز ششم جدی سال 1358 روز سیاه تاریخ کشور است

روز ششم جدی سال 1358 یکی از سیاه ترین روزهای تاریخ افغانستان به شمار می رود. در این روز همسایه بزرگ شمالی افغانستان که یکی از دو ابرقدرت جهانی دوران جنگ سرد بود، به کشور عزیز ما لشکرکشی نمود، دولت انقلابی حزب دموکراتیک خلق افغانستان را سرنگون و به عوض آن ادارۀ دست نشانده خود را بالای مردم افغانستان به زور تانک و طیاره تحمیل نمود. این عمل خشمانه و انتقام جویانۀ نظامی ابرقدرت جهانی نشان داد که حزب خلق و دولت انقلابی آن زمان سیاست مستقل را به پیش می برد و چنان که بعضی از مخالفان شان ادعا می نمای

28.12.2020 نور محمد غفوري

ولې د سولې مذاکرات کرار په مخ ځي او څوک ئې د ځڼډ او خڼډ باعث ګرزي ؟

د متجاوزې او اشغالګرې امريکا سره د طالبانو د اسلامي امارت تړون چې محتوا يې د اشغال د ختمېدو او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې په يوه پراخ بنسټه او همه شموله نظام توافق او دائمي اوربند تشکيلوي د افغان اولس د پاره د روان ناورين او مصيبت د ختمېدلو امیدونه او هېلې را پيدا کړي او ټول ورته خوشحاله وو ، چې ان شاءالله د څو لسيزو جنګونو، وينې توئېدلو او تاريخي استبداد لړۍ به ختمه او نور به افغانان د عذابونو او کړاوونو نه خلاص او د دنيا د نورو ملکونو په شان به د يوه ابرومندانه ، عادلانه او سوله ايز ژو

27.12.2020 د،ب،هيښ

چاپلوس او کاسه پاک دربا یان

وایی یوه هوښیار سړی یوه پاچا ته وویل چې ستا ټول درباریان غله،دروغجن ،مکار ،جعل کار ، فاسد او په تېره بیا چاپلوسان اوخوش آ مدی کسان دی پاچا چې د ملت په ژبه کې کونډ وه او لږ شان ته مټکور طبعیته سړی وه په خپلو افکارو مین وه پا چا ووېل دا څنګه ومنم ؟ زما په لاره کې خو غټ طاقتونه ، ناتو و منتو ، ملګری ملتونه ، سفیران ، اروپایی اتحادیه او زموږ سل دالری معاش خواره خو له کلینر فسبوکی امیرولا تلخان زما په لاره کې سرورکوی قر بانی تا ونه ولیدل چې زه د تیلیفوون له لارې ور سره وګړیدم او تاسې نه ګورۍ چې د

26.12.2020 ع.شریف زاد

د رحمان بابا په کلام کې دعرفان رڼا ته يوه ځغلنده کتنه

رحمان بابا دپښتو يو متصوف ملي شاعر دى په شعرونو کې دانسان د لارښوونې لپاره ډير څه ويلي دي دپيغمبر او  الله په پاکو سپيڅلو حقيقي مينه کې د پتنگ غوندې ستي ستي شوى دى ټول شعرونه يې صوفيانه رنگ لري رحمان بابا ته د پښتو په ډگر کې ډير پرمختگ ور په برخه شوي دى او د پښتو شعر او ادب کې يو لوړ مقام او ځاى لري دشعر رنگ او صورت يې په ډيره ساه انشاء او سوز انځور دى نو پوهيږو چې په شعر کې معنوي حقيقت او سوز خوښوي او ساده جمال ( ښکلا) ورته ښه ښکاره کيږي دگل پاچا الفت ادبي بحثونه ) .صديق الله رښتين ويلي

26.12.2020 فضل قادر انډيوال

د مړو ملګرو له کورنیو سره څنګه مرسته وکړو

دا چې هره ورځ زموږ او ستاو له نږدې دوستانو، خپلوانو او انډیوالانو څخه یو نه یو څوک وژل کیږي او په غیری طبعی مرګ مري او له ډیرو څخه یې کورنۍ او کوچني ماشومان په داسې حالت کې پاتې کیږي چې د ځان ساتنې لپاره ډیر څه نه لري، نو موږ او تاسې څه کولای شو چې د خپلو مړو دوستانو او نډیوالانو کورنیو ته لاس ورکړو چې د غم تر څنګ د غریبي سپیره څپیړه یې د کوچنیانو ژوند د عمر تر پایه برباد نه کړي. په داسې یو هیواد کې چې ټولنیز خوندیتوب (social security) نشته، ټولنیزو ارزښتونو ستره ضربه لیدلي وي، د ټولن

26.12.2020 عتیق

د بریالیتوپ په مخکې چیلنجونه

د بریالیتوب مخکې پراته چیلنجونه او د حل لارې کله چې څوک پلان ولري، ځان لپاره یې موخې ټاکلې وي، موخو ته د رسیدو لاره کې ډېر چیلنجونه ( ننګوونې) موجودې دي، داخلي چیلنجونه او خارجي چیلنجونه داخلي چیلنجونه،: دا په داخل کې زمونږ د مغز نه سرچینه اخلي، د کار په هکله زړه نا زړه کیدل، ویره، په ځان باور نه لرل، بې ځایه فکرونه،سبا به یې وکړم، خلک به څه وایي.... او داسې نور خارجي چیلنحونه،: د ټولنې او چاپیریال پورې تړلي دي... لکه د خرابو دوستانو او ملګرو لرل، د خلکو منفي سوچونه په نظر کې

26.12.2020 ډاکټرحافظ عبدالرشید مومند

د بلاګانو د مور څلویښتي

نن د مرغومي شپږمه او د هورا او تکبیر د غبرګو نارو، یو څلویښتمه کلیزه ده. نن د عقیدې او ماټریالیزم د تودې مقابلې د سړو خاطرو ورځ ده. نن د جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو د پیل یادګار او منزل ته د هجرتونو او غزاګانو د ستومانه مزل تکرار دی. نن د بې اسرې یتیمانو د اوښکو،‌ وړو وړو سلګیو د نندارې زړه کیسه او د رژیدلو شهیدانو د امیدونو نیمګړی مازیګر دی. نن د باروتو په وړاندی، د یو باتور ملت د اوسپنیزې ارادې منظره او د هوسونو په سور تنور کې د فتحې سوځیدلی انځور دی. له نن څخه څلور لسیزې وړاندی په هم

25.12.2020 ولي الله ملکزی

دپښتو دلیکدود ارمان!

ډېر ګران اوښاغلي فضل قادر انډیوال (دپښتو دلیکدود لپاره څه کول په کاردي؟؟؟) تر سریزه لاندي یوه لیکنه د ټول افغان په ښکلي ویبپاڼه کي کړې. چي دغه ارمان نه یوازي دی بلکه ټول پښتانه ئې لري. خو دبده مرغه موږ پښتانه پخپله د دغسي یولیکدود مخه بند وو. نه غواړوچي یو ځانګری خپلواکه لیکدود ولرو. زموږ ژبپوهان دي په مخه نه درځي؛ دوی دا بندښت جوړکړی دی. سمه پښتوئې خراپه کړې ده. که د«نیولوجستانو» وییکي یاني ګړي وکتل سي داسي فکرکیږي چي یافرانسوي ده یاجرمني ژبه؛ دا ځکه چي سړی نه په پوهیږي یوازي توري ئې په

25.12.2020 محمدسرور وکیلي

د ښاغلي علي خان تجريد ‏

جره ، مجرد ، او تجريد ، دا عربي کلمې دي او د يواځې او تنها معنا لري.پښتانه وايي چې احمد تجريد شوى،  معنا ورسره خلکو خپلې اړيکې پرې کړي او يواځې شوى ‏.د افغانستان په اصطلاح کې مجرد  ناواده کړي ته وايي  چې  ميرمن يا ښځه نه لري يواځى گڼل ‏کيږي ‏.د تجريد معنا  تصوراتولپاره او عادي يواځې لپاره پرخپل  خپل ځاى هم  کاريږي.‏ شاعر تل له يواځيتوب شکايت کوي ، او په يواځيتوب کې ښه آو بد تصورات هم پيدا کيږي ‏.تجريد  ښاغلي علي محمد خان اپريدي د خپل شعري جونگ ( ټولگې) ته نوم غوره کړى دى  

25.12.2020 فضل قادر انډيوال

د پيرسفيدشاه همدرد ترلارښوونې لاندې دوحدت ورځپاڼه

دمهاجرت شېبې وې ،ډيرکوچنى ووم ، ايله مې ښې او چپ لاس پيژانده ،خوله پښتوادب ،سياست، او کلتورسره مې مينه ډيره زياته وه ،دمدرسې د ‏درسونو بوج مې هم ‏راترغاړې وه ، خوپه دې ډگر کې مې له وحدت ورځپاڼې ‏سره لوالتيا پيدا شوه  وحدت يواځينۍ ‏پښتو ورځپاڼه وه چې د جهادي ‏مشرانو،سياستوالو خبرونه ،ليکنې او شعرونه يې  خپرول گڼ ‏لوستوال يې ‏هم لرلوحدت ورځپاڼه دپيرسفيدشاه همدرد پرزياراو هلوځلو په لومړي وخت کې ‏اردو (الوحدت)پرنوم ‏خپريدله چې په منځ کې (پښتو) شعرونه هم ‏ترسترگوکېدل پرافغانستان چې روسانو تېرې

24.12.2020 فضل قادر انډيوال

پښتو دپښتنو مورنۍ ژبه ده 

دا مهال په گردې نړۍ او په افغانستان او پاکستان کې په ميلونونو پښتانه ژوند کوي خو ژبه ېې دقانون له مخې له رسمي چوکاټه بهر ده که په افغانستان کې داساسي قانون د ١٦ مادې له مخې په نوم رسمي ده خو په عمل او کارنده برخه کې بيخي رسمي نه ده دافغانستان ټول دولتي کچ پر دري ژبه دى په يوازې او انفرادي ډول دې کار ته چې (پښتو) دې په بنسټيز ډول د اساسي قانون له مخې په ار بڼه رسمي شي نو دا کار ډله ايز ډول وي نو گټه کوي گډ غږ حکومت او ولس ته ژر رسي نو دچې اوس مهال (د ژبژغورنې ملي غورځنگ) دفبرورۍ پر ٢١ د هېواد

23.12.2020 فضل قادر انډيوال

د شخصي پرمختګ لپاره، د SWOT تجزیه

د شخصي پرمختګ لپاره، د SWOT تجزیه  لیک: محی الدین دلیل د سواټ تجزیه او تحلیل د یوه شرکت یا سازمان د هر اړخیزې ارزونې لپاره، تر ټولو نورو شته  تحلیلونو او تجزیو ګټور او اړین دی. سواټ له څلورو تورو جوړ دی چې لومړی توری (اس) يې د سټرېنټ، دوهم توری (ډبلیو) یې د ویکنېس، دریم توری (او) یې د اپرچونیټي او وروستی توری(ټي) یې د ټرېټز لپاره درېږي. په پښتو کې یې په ځواکمنتیاو، کمزوریو، فرصتونو او خنډونو یا تهدیدونو سره تعبیرولای شو.  د سواټ د تحلیل پر مټ یو شرکت کولای شي، خپلې ځوا

23.12.2020 Mohiuddin Dalil

د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه

د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه. عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو ! د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه ډیره بده ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ. د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه. پ

23.12.2020 عبدالله وردک

پښتو ژبې ته ژوند غواړم

له ځينو نيوکو کوونکو سره ناندرې    بسم الله الرحمان الرحيم  ډالۍ هر هغه پښتون ته چې په دولتي او رسمي ادارو کې د پښتو ژبې د رښت (حق) غوښتنې لپاره هر اړخېز پرځنگ (مبارزه)  کوي   د پېل خبرې گرانو لوستوالو ! پر فيسبوک مې وخت پر وخت د پښتو ژبې د ودې ، پرمختگ او  پر ځانگړي ډول دافغانستان په دولتي اروگانونو کې د لومړي ځاى د ټاکنې لپاره مبارزه پيل کړې وه چې د ډيرو انديالو (همفکره) له خوا وستايل شوه نو له ښه مرغه يا له بده مرغه ځينو بيازما مبارزه

22.12.2020 فضل قادر انډيوال

شاعر وفیلسوف شرق علامه اقبال لاهوری

بحث ما بحث سیاسی نیست من شاعری همرز وهمسایه ای دانشمند را معرفی می کنم که در قرن بیستم افغانستان را بیشتر از همه افغان ها می شناخت ودرعین زمان دوست می داشت وآن کسی نیست جز علامه اقبال لاهوری. اشعارو نوشته های اقبال سرشارومملو از توصیف فرهنگ واستقبال وهمرنگی وهمسازی افغان ها و افغانستان است . هکذا برخی از افغان ها نیز با اقبال آشنایی ومعرفت کامل دارند و در حلقه شعروادب وفلسفه اسلامی وی را بنام اقبال لاهوری می شناسند علامه اقبال لاهوری در سال 1933م به دعوت دولت ان وقت افغانستان به این ک

22.12.2020 ع.شریف زاد

د پښتو د ليکدود ستونزه حل غواړي

د پښتود ليکدود  يو او کره کېدولپاره  څه کول په کار دي ؟؟؟؟؟؟؟؟ داخبره اوس څرگنده ده ،چې هره ژ‌به ځانگړي ارونه ،پښويه (گرامر)له مخې پرمختگ کوي دا،چې پښتوژبه دنړيوالوژبوپه کتارکې څلويښتم ځاى لري اونن سبا په ټولې نړۍ کې په ميلونونوويونکي لري اودامهال په لسگونوويبپاڼې،په لسگونوورځپاڼې ،راډيي اوتلويزوني کانالونه يې خپرونې کوي خوتردې دمه يې دگډ ليکدود ستونزه نه ده حل شوې، پښتوژ‌به دامهال گڼ ژ‌بپوهان لري ،چې هر يويې دخپل ليد لورې له مخې دپښتوليکدود ليکي اوخپل هغه کره بولي اودبل ناکره ،دپښتوژ

21.12.2020 فضل قادر انډيوال

یوبل وبښئ

یوبل وبښئ د سایکالوجي پروفیسر ټولو زده کوونکو ته وویل... چې سبا هر یو ځان سره پلاسټیکي کڅوړه او رومیان(باټینګړ ) راوړئ،! کله چې زده کوونکو پلاسټیکي کڅوړه او رومیان [باټینګړ] راوړل... نو پروفیسر ورته وویل: "په تاسو کې هریو کس د هر هغه چاپه نوم چې تاسو په ژوند کې معاف کړی نه وي، یو یو رومي انتخاب کړئ، د هعې کس نوم او تاریخ ولیکئ،! او خپله پلاسټیکي کڅوړه کې یې واچوئ" هر زده کوونکي دا کار وکړ، پروفیسر ځیني زده کوونکي ولیدل، چې کڅوړې یې ډېرې درنې وې.... بیا پروفیسر صیب زده کوون

20.12.2020 ډاکټرحافظ عبدالرشید مومند

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more