دمنځنۍ آسیا (نیمه اشغال)هېوادونه چې یو له بل سره پټ اوښکاره اختلا فونه او سیالي لري له همدې امله د افغانستان داسلامی امارت په اړه هم واحد لید لورې نه لري. ازبکستان د افغانستان په نظام با ندې ظاهرا خوښ دی خو هم یې ساړه کیږی او هم تاوده او په منځنۍ آسیا کې په خپلو ګاونډیو هېوادونو دباور په بدل کې تور پورې کوي کوم چې په سیمه کې د نشه یي توکو په سوداګرۍ کې ښکېل دي ازبکستان په ښکاره توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات په ویلوپه تړاو به ځانګړي وړاندیزونه ولری، خود هېڅ یوه هېواد له لوري یې ملاتړ نه دی شوی. کېدای شی چې عشق آباد بله طرحه ولری چې د افغانستان او ترکمنستان له پولې څخه لرې اوسی، خو سره له دې د ښو اړیکو له مختلفو پالنونو څخه ملاتړ کوي. تاجکستان له افغانستان، روسیې او پاکستان سره د نشه یي توکوپه نوم،ترهګرو، د قاچاق د مخنیوي په څلور اړخیز نوښت کې برخه لري، خو په دې نوښت کې د منځنۍ آسیا پرته بل هېڅ یو هېواد برخه نه لري. تر ټولو ستر او مهمه ستونزه د روسیې نفوذ او اغېز او د اوبو وېش پر سر اختلا فونه دي. دوشنبې او بیشکیک هڅه کوي چې د شوروي اتحاد څخه پاتې شوي د بریښنا تولید بندونه جوړ کړي. د یادو بندونو جوړول به د دواړو هېوادونو د بریښنا تولیدي ظرفیت لوړ کړي او منځنۍ آسیا کې به د هغوی د مقام او دریځ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي. روسیې چمتووالی ښودلی چې له تاجکستان او ازبکستان سره به د بندونو جوړولو په برخه کې هم مرسته او همکاري وکړي.روسان له اسلامی امارت سره مخلص نه دی ضداونقیضه دېبلوماسی کاروی مودی لیونی هم دسیمې په دروسانو او په تیره بیا دمنځنی آسیا له ستانو ګته پورته کوی. خو اسلامی آمارت سیمه ایزه سیاست باید ګړندی کړی.
روسیه غواړي له تاجکستان او ازبکستان سره د بندونو جووړولو په برخه کې د همکارۍ له لارې له یوه لوري په سیمه کې خپل اهداف ترلاسه کړي او له بل لوري د سیمه ییز نړیوالې لپاره زمینه برابره کړي. په ورته وخت کې روسیه غواړي له تاجکستان او قرغزستان سره پوځي همکاریو ته پراختیا ورکړي او په دې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلونه اوس د احتمالی بې ثباتۍ مخه ونيسی، په سیمه کې خپلې اغېز ې ته پراختیا ورکړي او په ازبکستان چې د روسیې له اغېز څخه د لرې کېدو هڅه کوي فشار راوړي، خو ازبکستان بیا د تاجکستان او قرغزستان له لوري د بریښنا د تولید د سترو بندو له جوړولو سره مخالفت کوي ازبک مشران په دې اند دي چې د یادو بندونو جوړول به له یوه لوري په منځنۍ آسیا کې د ازبکستان اهمیت او اغېز کمزوری کړي او له بل لوري به د دغه هېواد د کرنې سکتور ته زیانونه ورسوي.
د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې د تاجکستان مشران هڅه کوي چې د بندونو جوړولو لپاره نړیوالې مرستې ترلاسه کړي، خو تر اوسه پورې نړیوالې ټولنې له تاجکستان سره د بندونو جوړولو په برخه کې د پام وړ مرسته نه ده کړې ماسکو غوښتل چې له تاجکستان او قرغزستان سره د بندونو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي، خو کله چې د ازبکستان او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شوې او ازبکستان په خان آباد کې د امریکا پوځي اډه وتړله نو ماسکو هم له تاجکستان او قرغزستان سره د بندونو جوړولو په برخه کې له همکارۍ کولو ډډه وکړه.
دمنځنۍ آ سیا هېوادونه کورنی مشکلات هم لری او له اسلامی امارت سره نیغ په نېغه سیالی نشی کولی دغه هېوادونه دافغانستان له برکته دروسانو له بنده خلاص شول. دوی یی منی او که نه دا بیا جلا بحث دی.
د۲۰۰۷ زکال په فبروری کې ماسکو اعلان وکړ چې له قرغزستان سره به د بندونو جوړولو په برخه کې ۲ میلیارده ډالر مرسته وکړي روسان هیله مند وو چې د دې مرستې په مقابل کې به بیشکیک امریکایان اړ کړي چې د مناس له هوایي اډې څخه ووځي. ازبکستان د روسیې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ او هغه یې په کلکه وغندله خو کله چې قرغزستان د مناس هوایي اډې په اړه له امریکا سره نوی هوکړه لیک لاس لیک کړ چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه په مناس اډه کې پاتې کېدل نو مسکو د بیشکیک پرېکړې پروړاندې غبرګون وښود لومړی یې له قرغزستان سره د بندونو جوړولو سره خپلې مرستې بندې کړې او بیا یې له سیاسي۲۰۰۹ واک څخه د باقي یوف له لورې څخه ملاتړ وکړ. د۲۰۱۲ زکال په جون کې ازبکستان د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان کې خپل غړیتوب وځنډاوه د ازبکستان د دې عمل په مقابل کې د روسیې ولسمشر والدي میر پوتین بیشکیک او دوشنبې ته د خپلو سفرونو پرمهال یو ځل بیا له تاجکستان او قرغزستان سره د بندونو جوړولو په برخه کې د مرستې او همکارۍ اعلان وکړ په سیمه کې د اغېز ساتلو په موخه د روسیې د هڅو یوه مهمه برخه د منځنۍ آسیا له یو شمېر هېوادونو سره د ماسکو پوځي همکاري او د پوځي اډو شتون دی. د منځنۍ آسیا له یو شمېر هېوادونو سره د روسیې پوځي همکاري د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د بې باوري د زیاتېدو سبب شوې.
. دقرغزستان په کانټ سیمه کې د روسیې پوځي اډه شتون لري. ډېری روسی پوځي چارواکي په قرغزستان کې خپل پوځي شتون په سیمه کې له امریکا سره د توازن رامنځ ته کولو د قرغزستان په سیاسي بدلونو کې د روسیې د اغېز ې پراختیا لپاره مهم ګڼي د دې ترڅنګ ماسکو غوښتل چې د قرغزستان په سویل کې د ډله ییز امنیتي سازمان د چټک غبرګون ځواک لپاره یوه نوې پوځي اډه جوړه کړي، خو ازبکستان د ماسکو له پورتنۍ غوښتنې سره مخالفت څرګند کړ. د قرغزستان ترڅنګ روسیه په تاجکستان کې هم پوځي اډه لري چې په کې په زرګونو روطي سرتیري مېشت دي د ۲۰۱۲ زکال په اکتوبر کې دوشنبې ته د ولسمرش پوتین د سفر پرمهال روسیې او تاجکستان په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډې په اړه نوی تړون لاس لیک کړ چې له مخې به یې په یادې پوځي اډې کې روسي سرتیري د ۳۰ کلونو لپاره پاتې کېږي تر ۲۰۰۵ زکال پورې روسي ځواکونه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په ګډه پوله مېشت وو، خو د دوشنبې په غوښتنه روسي ځواکونه د افغانستان او تاجکستان له ګډې پولې بېرته ولاړل.
په ۲۰۱۱ زکال کې ماسکو په تاجکستان فشارونه زیات کړل څو د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د روسي ځواکونو ځای پرځای کېدو ته اجازه ورکړي. روسانو غوښتل له افغانستان سره پر پوله د ځواکونو ځای پرځای کولو په وسیله تاجکستان او منځنۍ آسیا ته د بې ثباتۍ د پراختیا تاجک چارواکو له روسانو غوښتنه کړې که د بندونو جوړولو او له ازبکستان سره مخه ونیسی د اوبو پر سر د ستونزې د حل په برخه کې ورسره مرسته وکړي، نو په دې ترڅ کې به دوی روسانو ته له هوایي اډې څخه د ګټې اخیستلو اجازه ورکړي.
نور بیا......