په تېر پسى . ...
۱ - په دی ليکنه کې د فساد لغوي او اصطلاحي معنی لوستلای شو .
۲ – د فساد د معنی په اړه د یو شمیر مفسرینو تفصیلي نظریات او د منافقانو خویونه
۳- د ابو البشر ( ادم ) علیه السلام او ملائکو په اړه معلومات .
فساد د ( فسد یفسد ) مصدر دی چې ضد یې اصلاح ده او په لغت کې په ډېرو معانیو راځي لکه :
بطلان ، ګډوډي ، تغیر، تجاوز، خرابول ، د چا د مال اخیستل په ظلم سره ، قطع رحم ، تلف کول , هلاك كول , نقصان رسول , ضرر او زيان رسول , لهو و لعب او داسی نور .........
او فساد په اصطلاح کې د ګڼ شمېر علماوو له خوا په ډول ډول الفاظو تعریف شویدی :
تفسير البيضاوي د فساد معني كړيده فرمايې :
د يو شئ د اعتدال د حالت نه ويستلو ته فساد وایي او ضد يې صلاح ده .
الطبری وایې :
په ځمكه كې په هغه څه عمل كول چې الله جل جلاله ور څخه منع كړې ده فساد دی .
تفسير نيسابوري فساد داسي تشريح كوي :
فساد : يو مفيد شئ ، د نفع اخيستلو نه ويستل ، يعني يو مفید شئ داسې خرابول دي چي نفع تری و نه اخيستل شي ، او ضد يې اصلاح ده ، چي د يو شئ د نفع په حالت كې مستقيم پاتې كېدلو ته وایې .
د فساد په اړه د مفسرینو تفصیلي نظریات او د منافقانو خویونه :
د دی لپاره چې د فساد معنی او مفهوم مو ښه روښانه کړی وي نو په دی هکله د مفسرینو نور تفصیلي نظریات په لاندی ډول څیړو :
د قران عظيم الشاْن په دوهم سورت البقره كې تقريبا په لومړي سر كې په یولسم او دولسم لمبر اياتونو كې د فساد موضوع څيړل شوې ده ، او د قرانکریم اکثره مفسرینو هم د دغو ایاتونو په ذیل کې د فساد په معنی ترکیز کړی او څیړلې یې ده ، فساد اصلا د منافقانو يو ستر خوی دی ، او دا مبارک ایاتونه يې په لاندی ډول تشریح کوي فرمايې :
{ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ } البقره : ۱۱ ـ
{ أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِن لاَّ يَشْعُرُونَ } البقره : ۱۲ .
ژباړه : او كله چې وويل شي منافقانو ته چې فساد مه كوئ په ځمكه كې ، وایي دوی چې يقينا مونږ اصلاح كونكي يو ، خبر اوسئ چې همدوی فساد كونكي دي خو دوی نه پوهېږي (شعور نه لري) .
منافق چا ته وایې ؟
منافق هغه دی چې خپل کفر پټوي او د ایمان اظهار کوي .
منافق هغه دی چې خپله کینه ، عداوت او بغض پټوي او صداقت او رښتینولي ښکاره کوي.
منافق هغه دی چې څرګند او ښکاره یې یو شئ دی خو باطن او پټ یې بل شئ دی .
دلته دا پوښتنه پیدا کېږي چې هغه كوم عملونه وو چې منافقانو به تر سره كول او قران عظيم الشان ورته په دغه ایاتونو کې فساد ویلی دی ؟
د منافقانو عمل په دغه وخت کې دا وو چې د مسلمانانو سره یې فريب او دوكې کولی او د كفارو سره یې مدارات او تګ راتګ درلود ، هغوی ته یې د مسلمانانو اسرار افشا كول او په دې طریقې سره به د ځمكې په سر د جنګونو ، شخړو ، او فتنو لمبې پورته شوې چي د انسانانو ، حيواناتو او فصلونو د له منځه تللو او فساد يعني د اعتدال د حالت نه د ويستلو سبب به ګرځيده .
په څرګنده د ګناهونو تر سره كول ، د دين سپكاوی او اهانت ، د شرايعو اخلال او د هغوی نه سرغړونه ، دا ټول هغه موارد دي چې په ځمكه كې د هرج او مرج سبب ګرځي او په جهان كې د موجود نظام بنسټونه اخلالوی .
او كله چي دوی ته وويل شي چي فساد مه كوئ ، نو بيا د دوی جواب دا وي چي :
{ قالوا إنما نحن مصلحون } – دوی وایې چې مونږ ته د فساد خطاب كول ښه كار نه دی ، مونږ يوازې د اصلاح اراده لرو ، خپل فساد يې د اصلاح په صورت كې تصور كړېدی، ځكه چې زړونه يې ناروغه دي لكه چي الله جل جلاله فرمايې :
{ أفمن زين له سوء عمله فرآه حسنا }
ايا نو هغه څوك چي ښايسته كړاي شوېدی هغه ته بد او ناكاره عمل د هغه ، نو ويني هغه بد عمل ښه او په شريعت برابر ، خپل بد عمل ته اصلاح وایې .
ابن كثير وایي چي :
{ لا تفسدوا في الارض } معني دا ده چې :
( لاتعصوا في الارض) په ځمكه كې ګناه مه كوئ .
د منافقانو فساد همدغه د خداي د اوامرو نه نا فرماني وه ، څوك چې په خپله د خداي د حكمونو نه سرغړونه كوي او نورو ته هم د خداي د حكمونو څخه په سرغړونه حكم كوي نو په حقيقت كې يې په ځمكه كې يو فساد جوړ كړ ، دا په دی معني چې د ځمكې او اسمان اصلاح د خداي د حكمونو په منلو كې نغښتې ده.
دغه راز ابن کثیر په دی اړه د ابن جريح څخه چې د مجاهد نه یې نقل قول کړی دی بيا وایي چې :
منافقانو چې به كله د خداي د حكمونو نه سرغړونه كوله نو دوی ته به وويل شو چې دا ، او هغه ناروا كارونه مه كوئ ،نو دوی به بيا ويل چې ( مونږ خو په خورا سمه لار روان يو او په ځمكه كې اصلاح كونكي خلك يو.
او د ابن جرير په روایت سره وایي چې :
د فساد اهل د رب العالمين د حكمونو څخه په سرغړونه سره په ځمكه كې فساد جوړوي ، داسی عملونه تر سره کوي چې الله جلاله تری منع کړي دي ، فرائض یې ضایع کوي ، د خداي په دين كي شك كوي چې د هغه په حقیقت باندی د پوره یقین او اذعان نه په غير د هیچا ؛ هيڅ عمل د قبول وړ نه دی .
مؤمنانو ته درواغ ویل او د هغه شک پټول چې د دوی په زړونو کې پروت وو ، او د اهل تکذیب سره د یوازې کیدو په وخت کې د خداي د لورې د راغلو كتابونه او انبياء د تكذيب اظهارول د منافقانو کار وو، او دوی داسې فكر او حساب كوي چي په دا كار سره مونږ په ځمكه كې اصلاح كوو ، د دی موضوع په اړه د حسن نظر همداسی دی .
دغه راز تفسیر ابن کثير دا موضوع نوره هم بحث کړې ده او وايې چې :
كله چې مؤمنان د كفارو سره دوستي شروع كړي نو دا په ځمكه كې تر ټولو لوئ فساد دی ، او د سورت انفال په ۷۳ لمبر ايات باندی استدلال كوي چي :
كافران خو يو د بل دوستان دي، او كه مؤمنان دا كار و نه كړي ، او يو د بل سره دوستي و نكړي نو په ځمكه به فتنې خپرې شي او لوی فساد به جوړ شي لكه چي فرمايې :
{ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الأرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ } الأنفال: ۷۳.
ژباړه : او هغه كسان چې كافران شويدي ځېنې د دوی كار سازان او دوستان د ځېنې نورو دي ، كه چېرته ونه كړئ اي مسلمانانو تاسو دا كار، وي به فتنه ، په ځمكه كې ، او فساد لوی .
نو په دې اساس الله جل جلاله د مسلمانانو او كفارو د دوستۍ او موالاتو په غوڅولو حكم كوي فرمايې :
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا } النساء: ۱۴۴.
ژباړه : اي موْمنانو ! مه نيسئ كافران دوستان په غېر د مسلمانانو نه ، ايا تاسو دا غواړئ چې و ګرځوئ د خداي لپاره په خپل ځان الزام ښكاره .
ابن کثیر زیاتوي :
دا چې منافق د ايمان اظهار كوي نو مسلمانانو ته د هغه پيژندل ګران شي ، او داسې شي لكه چې فساد د همدغه منافق له لورې را روان دی ، ځکه په خپلو هغو خبرو یی مؤمنان دوکه کړي دي چې هيڅ حقیقت نلري .
منافقان د مؤمنانو په نسبت د کافرانو دوستۍ ته ترجیح ورکوي ، نو د دغه حالت په استمرار سره همیش د منافق په وجود کې یو پټ شوی شر پروت دی او چې كله ورته دا وويل شي چې په ځمكه كې فساد مه كوه لكه چي فرمايې :
{ وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لا تُفْسِدُوا فِي الأرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ } نو بيا وایي په يقين سره چې مونږ خو اصلاح كونكي يو , مونږ د مؤمنانو او کافرانو تر منځ تګ راتګ کوو تر څو د دوی ترمنځ صلح وکړو .
ابن عباس نه په نقل قول سره وایي چې :
دوی چې دا وایي چې مونږ د مسلمانانو او اهل كتابو تر منځ اصلاح كوو نو الله فرمايې چـې :
{ أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لا يَشْعُرُونَ }
څه شئ ته چې دوی اصلاح وایي ، په حقيقت كې فساد همدغه شئ دی ، خو دوی د خپلې ناپوهۍ ، حماقت او جهل له كبله په دی نه پوهيږي چې دا فساد دی.
تفسير الطبري هم د دغه مبارك ايت په اړوند نژدی يو شان تشريحات ور كړيدي او په يوه برخه كې يې د فساد په اړه داسې ويلي دي :
دغه مبارک ایت د هغو منافقانو په مورد کې نازل شوی دی چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زمانه کې وو خو حکم عام دی او د قیامت تر قیامه پوری چې په هر چا کې دغسی اوصاف پیدا شي منافق دی او بیا زیاتوي چې :
په ځمكه كې په هغه څه عمل كول چې ، الله جل جلاله ور څخه منع كړې ده فساد دی ، او د هغه څه ضايع كول دي چي الله پاك يې د ساتني حكم كړېدی .
د فساد بنياد او مجموعه هم دا ده ، لكه چي ، الله جل جلاله اخبارا د خپلو ملايكو له قول نه په قران كريم كي داسې فرمايلي دي :
{ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ } سورة البقرة: ۳۰
ژباړه : وويل ملائكو ايا ته ګرځوی په ځمكه كې هغه څوك چې فساد كوي په ځمكه كې او تويوي وينې .
يعني ته په ځمكه كې داسې څوك پيدا كوی چې ستا څخه به نا فرماني كوي او ستا د حكمونو په مخالفت كې به و درېږي .
تفسير نيشاپوري هم فساد تشريح كوي وایې :
فساد د يو مفيد شي را ويستل دي د نفع اخيستلو نه ، يعني يو مفید شئ داسې خرابول دي چي نفع ترې و نه اخيستل شي ، او ضد يې اصلاح ده چي د يو شي د نفع په حالت كې مستقيم پاتې كېدلو ته وایي.
نيشاپوري د ابن عباس ، حسن ، قتادة او السدي په استناد زیاتوی چې :
د فساد نه مراد د خداي د نا فرماني اظهارول دي .
دوی وایې چې ، كوم شريعت او سنت چې د بندګانو تر منځ وضع شوېدی نو كه چېرته ورباندی خلك منګولې و لګوي او ټينګ ورباندی پاتی شي نو تېرې او تجاوز به حتما له منځه ولاړ شي ، ويني تويول به بند شي ، د هر چا مال ، ناموس او سر به خوندي شي ، چې دا په حقيقت كې د ځمكې او د ځمكې په سر د اوسيدونكي اهل اصلاح ده .
او زیاتوی چې كه چيرته شريعت مهمل پاتی شي ، عمل ورباندی و نه شي او هر څوك د خپلوغوښتنو او خواهشاتو سره سم مخ په وړاندی ولاړ شي نو د ځمكې پر مخ به د هر خوا نه د فتنو او فسادونو اورونه بل شي .
نيشاپوري دا هم ليكي دي چي ، چا دا هم ويلي دي چي په دې ايت كې د فساد نه مراد د منافقينو او كفارو تر منځ تګ راتګ ، مدارات او مخالطت دی ، ځكه چې كله دوی كفارو ته ميلان پيدا كړي ، سره له دی نه چې په ښكاره ډول خو مؤمنان دي ، نو دا په حقيقت كې د مسلمانانو د ضعف توهم را منځ ته كوي او د مسلمانانو په نسبت د كفارو ناروا طمع را ژوندې كوي نو د جنګونو او فتنو سبب جوړېږي .
او چا دا هم ويلي دي چي :
منافقان د مسلمانانو اسرار كفارو ته افشا كوي ، نو كله چې دوی پر ځمكه د دغه فساد نه منع كولای شو نو د دوی خبره بيا دا وي چي :
{ إنما نحن مصلحون } مونږ خو اصلاح كونكي يوه ، چې خداي پاك فرمايې چې فساد همدغه شئ دې چي دوی ورته اصلاح وایي ، خو د خپل جهل له كبله ور باندې نه پوهيږي .
سيد الطنطاوي د فساد په هكله د الفاظو په تغیر سره تقريبا ورته نظر لري او داسي وایي :
د اعتدال او استقامت د حالت نه د يو منتفع به ، شئ ويستل فساد دی ، چې ضد يې اصلاح ده ، او مراد ترې په دی مبارك ايت كي د منافقانو كفر او معصيتونه دي ، څوك چې په الله كافر او د هغه د محارمو انتهاك شروع كړي نو ده په حقيقت كې په ځمكه كې فساد ته ملا وتړله ، ځكه چې د توحيد او د خداي د اطاعت نه په غير په ځمكه كې اصلاح نه شي راتلاي .
او بیا زیاتوي چې :
او د دغو منافقانو تر ټولو لوی ګناهونه دا وو چې په خفاء او پټه به يې خلك د رسول الله صلي الله عليه وسلم تكذيب ته دعوت كول او اسلام ته د دعوت په لاره كي به يې شبهات او شكونه اچول ، او چې كله به هم ورته موقع په لاس ورغله نو د مسلمانانو په خلاف به يې د كفارو سره تعهدات كول .
نو د پورته څرګندونو په نتیجه کې مونږ کولای شو چې فساد پېژندنه په لاندی ډول را خلاصه کړو :
د مسلمانانو سره چلول ، فریب دوکې او د کفارو سره تګ راتګ او مدارات ، د دین سپکاوی او اهانت او د شرائعو اخلال فساد دی .
په ځمکه کې ګناهونه تر سره کول او د خدای د حکمونو نه سرغړونه او نور هم سرغړونې ته دعوت کول ، د خدای په دین کې شک کول او د انبیاوو او د خدای د لورې راغلي کتابونه تکذیبول فساد دی .
یو مفید شئ داسی خرابول او ګډوډ کول چې د ګټې اخیستلو نه ووځي ، د خدای قانون مهمل پریښودل او د خپلو خواهشاتو برابر ژوند تېرول او کفارو ته د مسلمانانو رازونه افشاء کول فساد دی .
عهدونه ماتول ، د صله رحمي غوڅول او په ځمکه کې فساد کول د سورت بقرې په يو بل ځای كې هم بحث شوېده او فساد د فاسقانو د خويونو او خصلتونو څخه يو خلصت ښوول شوېدې او خبر ورکوي چې دا فاسقان او مفسدان په تاوان کې پراته دي یعنی د تاوان په لاره روان دي په لاندې عباراتو سره :
(الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الأَرْضِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ) سورت البقرة ايه : ۲۷ .
ژباړه : هغه كسان چې ماتوي وعدې د الله وروسته له ټينګولو ، اوغوڅوي هغه څه چې امر كړېدی الله په هغه چې وصل دی شي ، او فساد كوي په ځمكه كې ، دغه كسان همدوی زيان كاران دي .
سيد طنطاوي د فسق د لفظ په معنی رڼا اچوي او فرمايې چې :
فاسقون جمع د فاسق ده او فسق په اصل او لغت كې خروج ته وایي او په اصطلاح كې د خداي د طاعت نه وتلو ته فسق ويل شي .
سید طنطاوي زیاته کړې ده چې :
په دې مبارك ايت كي د فاسقانو درې لوی ناوړه خصلتونه ياد شوي دي :
ـ د فاسق لومړې صفت د تعهداتو ماتول دي ، هم د خالق سره او هم د مخلوق سره ، وروسته له ټينګولو نه.
ـ د فاسق دوهم صفت د هغه څه غوڅول دي چي الله جل جلاله يې د وصل كولو حكم كړېدی لكه قطع د رحم ، د موْمنانو د دوستۍ نه اعراض ، د فرضي جماعتونو پرېښودل , د قول او عمل نه یو والی او نور ټول هغه څه چې د خېر نه په كې انكار کول او شر طرف ته ميلان وي .
ـ د فاسق دریم صفت په ځمكه كې فساد كول دی.
سید الطنطاوي په ځمکه کې د فساد د وقوع او شیوع سببونه بیانوي او زیاتوي چې:
په ځمكه كې فساد هغه وخت واقع كيږي چي د غيرالله عبادت شروع شي ، په حق مسخرې كيږي ، كفر ته دعوت روان وي ، د نورو په حقونو تېرې كېږي او داسي نورې چا رې تر سره كول چې الله پاك حرامې ګرځولې دي.
سید طنطاوي یو بل حقیقت ته هم ګوته نیسي چې د قرانکریم په دغه مبارک ایت کې نغښتل شویدی :
د فاسقانو دغه نا روا ګاني په دوی پورې منحصرې نه بلكه نورو ته هم تجاوز او سرایت كوي چې د دوی د دی كارونوعاقبت او نتيجه پخپله د دوی په نقصان تمامېږي ، ځكه چې د خداي سره د تعهداتو په ماتولو ، او د ماْمور به، شيانو څخه په سرغړونه او فساد كولو سره يې په حقيقت كې خپل ځان د برياليتوب او فلاح نه شا ته وغورځاوه ، چې نيتجه يې په دنيا كي شرمندګي او په اخيرت كي عذاب دی .
دغه راز سيد طنطاوي له ابن جرير نه په نقل سره د خسران د لفظ په معنی هم رڼا اچوي او وایي چي :
خاسرون د خاسر جمع ده ، او دا هغه څوك دي چې د خپلو ګناهونو په سبب يې خپل ځانونه د خداي د رحمت نه محروم او بي برخې كړيدي ، لكه څرنګ چې يو سړې پخپل تجارت كې نقصان وكړي ، همدغسې كافرانو او منافقانو هم د هغه رحمت نه ځانونه بي برخې كړي دي چې الله جل جلاله دخپل مخلوق لپاره خلق كړي دي .
دغه راز ابن كثير په دغه مبارك ايت کې د منافق او فاسق په معنی او مفهوم باندې په لاندې ډول تشريح وركړی فرمايې چې:
د فاسقانو څخه مراد منافقان دي او فاسق په لغت كې هغه چا ته ويل كېږي چي په خپل بد عمل سره د خدای له طاعت نه وتلي وي ، لكه چې عرب هغې مږې ته چې له خپلې سوړې نه د خرابۍ لپاره را وتلې وي ( فويسقه ) وایي .
په حقيقت كې د فاسق لفظ كافر او ګنهكار دواړو ته شامل دی ، خو د كافر فسق خورا ډېر اشد او افحش دې نسبت د ګنهکار فسق ته ، چې په دې مبارك ايت كې د فاسق نه مراد كافر دی ( والله اعلم ) .
ابن کثیر استدلال کوي چې په دغه ایت شریف کې چې كوم صفتونه ذكر شويدي نو دا په اصل کې د كفارو صفات دي ، او د مؤمنانو د هغه صفاتو ضد دي چې په سورت رعد كي په لاندې ډول راغلي دي :
{ أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنزلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الألْبَابِ } الرعد : ۲۰
ژباړه : ايا نو هغه څوك چې پوهېږي چې هغه څه چې نازل كړای شويدي تا ته د طرفه د رب ستا نه حق دي ، په شان د هغه چا دي چې ړوند دی ، يقينا پند اخلي خاوندان دعقل يعني موْمنان .
{الَّذِينَ يُوفُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَلا يَنْقُضُونَ الْمِيثَاقَ } الرعد : ۲۱
ژباړه : او دا خاوندان د عقل هغه كسان دي چي وفا كوي په وعدو د الله او نه ماتوي هغه كلكې وعدې .
{ وَالَّذِينَ يَصِلُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَيَخَافُونَ سُوءَ الْحِسَابِ } الرعد : ۲۲ .
ژباړه : او هغه كسان چې وصل كوي هغه څه چې امر كړیدی الله په هغه چې وصل دی شي او ويرېږي د رب خپل نه او ويريږي د بد حساب نه .
ابن كثير په ځمكه كي فساد كول د كفارو له خصلتونو څخه يو خصلت ګڼلې دی ، چې د خداي وعدې ماتوي، او د دې پر ځای چې په مامور به شيانو عمل وكړي قطع كوي يې ، او په ځمكه كې فساد كوي .
علامه الوسي البغدادي د دی مبارك ايت په مورد كې چې :
{ وَيُفْسِدُونَ فِي الارض أولئك هُمُ الخاسرون }
خورا ښه رڼا اچولې ده او د فساد هغه ښکاره ډولونو ته یې ګوته نیولې ده فرمایې چې :
د دوی فساد كفر ته دعوت دی ، د كفر طرف ته ترغيب دی ، حمل كول د خلكو دي په كفر ، په لارو كې د خلكو ويرول ، او په هغه چا باندی د لارو بندول او غوڅول دي چې خداي او رسول طرف ته د هجرت كولو اراده لري او د داسې ګناهونو تر سره كول دي چې ضرر او نقصان يې نورو ته سرايت كوي او شرونه يې د ځمكې ټولو افاقو او اكنافو ته الوزي او خپریږي.
الوسي وایې چې ، دلته د { في الأرض ) د يادونې نه ، دې خبرې ته اشاره ده چې مقصد او مراد تری هغه فساد دی چې يوازې په فساد كونكي منحصر نه ، بلكه نورو ته هم سرایت کوي او متعدي فساد دی.
د ابو البشر ( ادم ) علیه السلام او ملائکو په اړه معلومات .
دا چې فسادونه کول ، د وینې تویول او قتلونو كول خورا ستر جرمونه دي نو ملایکو د ادم علیه د پیدایشت په وخت همدغه موضوع بحث کړه .
یعنی كله چې الله جل جلاله د ځمكې پر مخ د انسان د پېدا كولو اراده فرمايې او دا موضوع د ملائكو سره شريكوي نو ملائك ورته وایي چې ، ته هغه څوك پېدا كول غواړی اي ربه زمونږ چې فساد به كوي او ويني به تويوي ....
{ وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ } سورت البقره : ۳۰ .
ژباړه : او كله چې وويل رب ستا ملائكو ته چې زه ګرځوونكی ( پيدا كونكی يم ) په ځمكه كې د يو خليفه ، نو وويل ملائكو ايا ته ګرځوی په ځمكې كې هغه څوك چې فساد كوي په ځمكه كې او وينې به تويوي ، او مونږ تسبيح بيانو تا لره سره د حمد ستا ، او پاكي بيانوو تا لره ، نو وويل الله ، زه پوهېږم په هغه څه چي تاسې نه پوهېږۍ .
په دغه مبارك ايت كې ملائكو وړاندويه وكړه چي ته داسې څوك پيداكول غواړی ای ربه چې په ځمكه كې به فساد كوي او وينې به تويوي .
په دی مبارک ایت کې د فساد معني څه شئ دی ؟
سيد الطنطاوي دلته هم فساد په لاندې ډول معني كړېدی :
فساد د اعتدال او استقامت د حالت نه وتل دي چي ضد يې صلاح ده .
د دغه مبارک ایت د نورو کلماتو په معنی هم رڼا اچوي او وایې :
سفك : د وينو تويولو ته ويل شي چې فاعل ته يې سافك او يا سفاك وایي ، چې مراد تری د انسانانو تر منځ قتل و قتال ظلم او يو پر بل تېری دی.
تسبيح : پاكوالی د الله جل جلاله دی له هر نوع بدۍ نه.
تقديس : تطهير ، تعظيم او توصيف د الله دی، د كمال په هغه صفتونو باندی چې د اللهي ذات د شان لايق دی .
نو د تسبيح او تقديس په منځ كي دا فرق دی چې تسبيح د الله له ذات نه د هغه څه نفي كول دي چي د هغه د پاك ذات لايق نه دي او تقديس د الله لپاره د هغه څه اثبات دی چې د هغه لايق دی.
او دا چې تسبيح يې پر تقديس مخكې كړی دی نو دا داسې دی لكه د چا وجود چې د ګاڼې او زيواراتو د اچولو لپاره تخليه شي .
معني دا چي :
ملايكو دا وويل چي اي زمونږ لویه خدايه !
ايا ته په دی ځمكه كې داسې يو څوك پيدا كوی چې فساد به جوړوي او وينې به تويوي ، په داسي حال كې چې مونږ دی د هر نوع عيب نه پاكي بيانوو ، داسي تسبيح او پاكي چي ستا د حمد او ثنا سره يو ځای ده .
یادونه :
ملائكو دلته اعتراض نه دی كړی بلكه دوی په دغسې ويلو سره فقط دومره غوښتل چې وپوهیږي چې د داسې يو مخلوق په پيدايښت كې چې فساد به كوي او ويني به تويوي ، د خدائ حكمت او راز څه شی دی ، نه د خدای پاک په کړنو انتقاد او اعتراض .
تفسير ابن جزي بیا ليكلي دي چې په ځمكه كې له انسانانو نه مخكي پيريان اوسېدل او په ځمكه كې يې فساد يعني ګډوډي او هرج او مرج جوړ كړی وو ، الله جل جلاله ورته ملائك را ولېږل هغه يې په قتل ورسول ، نو ملائكو د دی نه قياس وكړ چي انسان به هم فساد كوي .
دا چې ملائک څرنګ په دی پوه شوې چې انسان به په ځمکه کې فساد کوي ، تفسير ابن كثير هم په خپل وار سره په دغه هکله تشريح لري چې په لاندې ډول يې يادونه كوو:
لكه چې ملائك په يو ځانګړي علم سره په دی پوه شوي وي چې دوی به په ځمكه كې فساد كوي ، يا دا چې كله دوی په دې پوه شو چې دا بشر به د بد بويه خټې د كودڼي نه خلق كوي نو د بشري طبيعت نه په دې پوه شول چې دا ډول مخلوق به په ځمكه كې فساد كوي .
او كيداي شي چې د خليفه د لفظ نه يې دا معلومه كړي وي ، ځكه چې خليفه هغه چا ته ويل كېږي چې د خلكو تر منځ د جګړو او جنجالونو حل ته رسیدګي او فيصلي كوي ، او يا دا چې دوی به لدی نه مخكني مخلوق باندې قياس كړی وي .
ابن کثیر دا هم وایې چې ملائكو دلته اعتراض نه دی كړی ، او نه یې د بني ادم سره د حسد اظهار كړی ، لكه چې ځيني داسي فكر كوي ، بلكه دا د خدای د حكمت د معلومولو لپاره يو سوال وو چې كه عبادت مراد وي اي ربه ! خو مونږ لګيا يو تسبيح دی بيانوو او پاكي دی كوو، نو پر مونږ اقتصار ولې نه كېږي او داسې څوك پيدا كوی چې هغه به فساد هم كوي .
دا چې ملایک څه شئ او څه ډول مخلوق دی ، په دې اړه تفسير البيضاوي وایي چې :
د ملائك لفظ د مألك نه را بدل شوېدی چې اصل يې الألوكة دی چې رسالت ته ويل كېږي ، نو د دی له كبله چې ملائك د خدای جل جلاله او خلكو په منځ كې واسطه ده ، نو دوی د خداي له طرفه بندګانو ته رسولان اواستازي دي .
او د اسلام علماء په دی اتفاق لري چې ملائك موجود ذوات دي ، او شته دي او پخپل ذات قائم دي ، خو دوی د ملائكو په حقيقت كې په خپل منځ كي اختلاف لري ، زيات مسلمانان په دی عقيده دي چې ملائک ذوات لطيفه دي ، په ډول ، ډول شكلونو ځان بدلولاي شي ، او استدلال كوي چې انبياوو به دوی همدغسې ليدلې .
بیضاوي دا هم زیاتوي چې ملائک په دوه قسمه دي چي يو قسم يې د خداي په معرفت ، پاكۍ اوعبادت كي ډوبې دي ، چې عليون ورته وایي او يو بل قسم يې د اسمان نه تر ځمكې پورې د ټولو هغو چارو تنظيم كوي چې د مخكې نه ور باندې اللهي قلم چلېدلې او فيصله ور باندې شوېده ، چي دا بيا په خپل ذات كې په دوه ډوله دي : چې ځيني يې اسماني او ځيني يې ځمكنۍ دي .
تفسیر البیضاوي د موضوع لمنه نوره هم غځوي او وایې چې :
د ملائكو نه مخكې په ځمكه جنيات ( پيريان ) اوسېدل چې كله يې په ځمكه كې خرابي او فساد اوج ته ورسېد نو الله جل جلاله ورته ابليس د يو ټولي ملائكو سره را ولېږه ، پېريان يې تار ومار كړه ، يو شمير يې په قتل ورسېد او يو شمير يې غرونو او جزيرو ته وتښتېدل
ملائكو تعجب وكړ چي د ځمكې د ابادۍ او اصلاح لپاره داسې څوك پيدا كوي چې فساد او ګډوډي به كوي ، او د اهل طاعت په عوض اهل معصيت خلق كوي !
د اللهي حكمت د استكشاف او روښانه كولو لپاره ملائكو دغه خبره وكړه ، لكه يو شاګرد د خپل استاد نه د هغه څه په باره كې پوښتنه كوي چي ورباندې نه پوهيږي ، ملائك اعتراض نه كوي ځكه چې د خدای مكرم بندګان او يوازې هغه څه كوي چې امر ورته شوی وي .
البیضاوي دا هم وایې چې :
ملائكو د انسان د فساد خبره يا په پېريانو باندی د قياس له مخی وكړه او يا دا چې د خدای له لورې ورته خبر ور كړ شوېدی .
ملائك په دې نه پوهېدل چې د داسې يو مخلوق په پيدا كولو كي به څه حكمت پټ وي چې درې ډوله قوتونه يې په وجود كې جمع دي لكه :
( شهوي قوت ، غضبي قوت اوعقلي قوت ) چي دا دوه لومړي قوتونه يې فساد او ويني تويولو ته را كاږي او دريم يعني عقلي قوت يې د خدای جل جلاله معرفت او اطاعات طرفته كشوي ) .
دلته مونږ ګورو چې په دې مبارك ايت كې د فساد كولو سره يو ځای د وينو د تويولو څخه يادونه شوېده چې د دی نه ښکاري چې د فساد يو اهم ډول د وينو تويول دي .