لنډه کیسه

کړنګ ژمی و. کرۍ شپه، د زول باران په خپل سور و تال ورېده، او د بوډا له سترګو یې، چې د زړې او ورستې خېمې په منځ کې د اینګور او دوو کوشنیو لمسیانو سره پروت و، خوب لوټه. کرار ته یې نه پرېښودو. ټوله شپه یې د خېمې د څڅوبي، څک څوک ته کاسې کونډۍ ایښودلې، او ورسره جوخت یې خپل پړسېدلی لړمون خواړه.......

خېمه د ژمي سړو ړچوله، او ورسره یې د بوډا، اینګور، د هغه دوه لمسي، یوولس کلنه زرلښته، او اووه کلن ببری شټکول. د سون توکي یې نه درلودل، ان کاغذونو، او خځلو هم د زول له کبله سر خوړلی و. ټول د سړو له زوره په بړستنو ننوتي وو. ماښامنۍ درک نه درلود. دومره څه نه وو، چې د زړونو سیوری پرې وکړي. بوډا چې نور د وخت ناخوالو په ملا کړوپ کړی و، په اوترو او اوښلنو سترګو، اینګور او لمسو ته کتل، او هیڅ یې له وسه نه وو پوره.... یوازې او یوازې یې د سر په کاسه کې ننوتې سترګې بېواره ورېدلې.  اریان پاتې و، د کورنۍ راتلونکي تریخ برخلیک ځورولو. هر څومره چې به یې د اند و واند تنابونه وړاندې، روسته ځغلول، ګوندې د نسونو د مړولو چاره ومومي، نهیلی به شو، او ورسره به یې د تالندې په شان ژوره څړیکه د زړه په وربویي ورننوته. بیا به یې  بې واره سترګې په لمسو وګنډلې، او ورسره جوخت به یې توره لوخوړه له ګوګله راپورته شوه. هېښ پېښ په سوچونو کې بند پاتې و، د سوچونو په داسې پلندۍ کې چې د هغه د زړه برجونه یې اوبه کول،. ....

بوډا په سوچونو کې ډوب و، چې ناببره یې سترګې څڅوبي ته په یوې ایښې کونډۍ لګېدې،  ډکه شوې وه، او اوبو ترې لارې جوړې کړي وې، پاڅېدو، کونډۍ یې له اوبو خالي کړه، بېرته یې څڅوبي ته کېښوده،  خپلې بسترې ته ستون شو، او کیناست. شېبه لا تېره نه وه چې په سر یې څاڅکي احساس کړل. پورته شو. بستره یې د پښو لور ته کښېکاږله.  چایجوش یې څڅوبي ته کېښود. مټې( ایله بیله) خپلې بسترې ته رسېدلی و، چې د خیال نیلې یې تېرمهال ته وغځېدې:

د ژوند ملګرې یې سترګو ته څکه ودرېده. هغې کال وړاندې لاره ترې بېله کړې وه، او سترګې یې د تل لپاره پټې کړې وې. بوډا به هغې ته  همېشه د ناوې غږ کاوه. او بیا به یې له خپل غږه من من غوښې اخیستې.

ښایسته غوټه شېبه، له خپلې ناوې سره په خواله و. ځنې وخت به یې موسکا په شونډو ونڅېده. له ځانه بې ځانه .  د کړنګ ژمي، د زول له اورښته بې خبره. د ورستې خېمې، له څڅوبي، او څک څوکه بې خبره.  ان د  لمسو، له وږو، او نهارو نسونو، او د هغوی له راتلونکي برخلیکه بې خبره.....

بوډا له خپلې ناوې سره، د ځوانۍ په ښکلو شېبو کې په مسېدو و، چې ناببره یې لمسۍ په خوب کې په نیولي اکر وویل.

- مورې! مورې وږې یم! مورې ساړه مې کیږي!

نیکه یې جټکه وخوړه. د خیالونو له سمندره راووت. اوسمهال ته شو. ځان یې په خېمه کې ولید. ژر پاڅېد. خپله بړستن یې په لمسۍ وغوړوله. د لمسۍ ، د لوږې له علاجه، عاجز و. خو لمسۍ یې د ځان په تودېدو سره، نور څه پر خوله را نه وړل، او ورسره جوخت د خوب نړۍ ته شوه. بوډا خپلې بسترې ته ستون شو. له سوړ او غمژن اسوېلي سره یې غبرګه کړه:

- ناوې! تا خو ځان له لټو او اندېښنو بې غمه کړ. هر څه دې زما په ولو راواچول. ته څه خبره یې چې په اینګور، او لمسو دې څه تېريږي...... بیا یې تندی په ګورت کې ونیو.خو له لنډ لارغي روسته یې زیاته کړه:

- ښه دی چې سر خو دې په سیوري دی! ښه دی چې د ژمي له زول او څڅوبي خو بېغمه یې!

- ناوې! تاته وایم! زوی دې هم په بیټي بیابان پرېښودو.هغه هم اوږه خالي کړه. د ګروم(عقدې) غوټې یې په مرۍ کې راشنې شوې. لاپسې غریو ونیو، او په سق سق په ژړا شو. خو ژر یې ننګور، او لمسیو ته پام شو، چې خوب پرې وزرې غوړولي، خپله ژړا یې په مرۍ کې زندۍ کړه، او ښکته خوړین ګوګل ته یې ټېلوهله.

ښایسته شېبه یې طبیعت خټه و. د اندېښنو او وسوسو په غولي کې و. خپله لاندینۍ شونډه یې په ګوتو مروړله، چې د خېمې چت ته یې سترګې برندې ونیوې، د تسپو د دانو په څېر د اورښت اوبه غوټۍ غوټۍ کېدې، او بیا به ښکته ایښو تالیو ته را څڅېدې. د تېر په څېر هماغه میلوډي، او څک و څوک روان و، چې د ذهن د تنابونو، بوده او تنسته یې د خپل ځوانیمرګ زوی په لورې وغځېده. د هغه تشه یې احساس کړه، هغه تشه چې دوی یې له کرایي کوره، دې ورستې او سوالي خېمې ته راوستي وو، هغه تشه چې برخلیک به یې څه نادودې پرې کوي..... غریو ونیو، د سترګو چینې یې وخوټېدې، تودې تودې، او ورټې ورټې اوښکې یې په غمونو خوړلي ګونځې مخ سیلابونه جوړ کړل.....

ښایسته شیبه لاس تر ځنې ناست و. بې اختیاره یې شونډې ښورولې. بیا یې اوږده سا واخیسته، او د خپل زوی ګلاب په اړوند یې د خپلو خیالونو لړۍ داسې پسې وغځوله:

ګلاب مې اورېدونکی بچی و. له لېسې  دسبق ویلو چې راوزګار شو، نورې زده کړې یې ونه کړې. زمونږ لاسنیوي ته یې بډې ووهلې. دومره څه یې لاس ته راوړل چې زمونږ ماته ګوډه یې پرې چلوله. په کرایي کور کې مو شپې سبا کولې. کله غوړه او کله هم سپوره په دسترخوان رارسېده. لاس مو چاته نه اوږدېده. خو په دې وروستیو کې، خدایزده کومې تورې بلا یې لاس وڅاټه، نا اشنا اپلتې به یې له خولې راوتې. په وړه خوله به یې غټې خبرې راوېستې. له نابللو شین سترګو یې بدې راتلل. له زورورو یې بدې راتلل. ځینې وخت به یې د پښتونخوا د خټکو د خټې د یوه شاعر دغه بند زمزمه کاوه:

                          ازادي تر پاچاهیه لا تېری کا

                                              چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

په اوتو بوتو سر و. ویل به یې: ( ږیره زما، واک یې له ملا). هېواد دې زما وي، او واک دې پرې نور چلوي. بیا به یې له ځانه بدې راغلل، چې ولې مو پردي په خپلو کې جنګوي؟ ولې خپله دومره بې عقله یو.....؟ که پر لارې به یې شین سترګی سپی هم په مخه راغی، په بدو ردو، او ستغو سپورو به سر و، او هغه یې لکه د ښورې دیوال، خواړه.  دومره د حورو، شاتو، او شېدو شوقي هم نه و، د ملا له سوتکه یې هم بدې راتلل. دې ته یې هم ونه کتل چې مونږ به څه کوو؟ بس مرګ یې نس پورې وتاړه، او خپله خوا یې سړه کړه. له دې سره یې زړه سستي وکړه. سر پرې وګرځېد. څنګواښي ته یې ډډه ووهله، او بې حاله شو.

غوټه شېبه پرکاله و. په زړه یې د غمونو غونډۍ سپره وه. سترګې یې پټې وې. ورو ورو یې استقامت پر ځای شو. سترګې یې وغړولې. د خېمې چت ته یې سترګې څکې کړې. باران هماغه شان  ورېده. د څڅوبي څک و څوک خپله غمژنه میلوډي غږوله.

سړو وچېړه. د خېمې د منځ نغري ته یې وکتل. د نغري زړه هم ورته د ځان په څېر سوړ ښکاره شو. د سون توکو درک نه درلود. د ورځې یې له لمسو سره په خټو او چکړو کې لانده او نیمتر خځلي او نېزوڼي راټول کړي وو، خوهغه سري ماښام تمام شوي وو. بوډا د یوې شېبې لپاره غلی و، خو ناببره یې له خولې ووتل: (تېر په هېره)، ماښامنۍ خو سر وخواړه، سهار به ځان په څه شي مړوو؟ ټول په وږي نس بېده شوي دي. خو روان یې بې واکه په تراټ، څو میاشتې وړاندې ولاړ، او د هغې سترې کوټۍ مخې ته تم شو، چې د پخلنځي کارکوونکو به یې، له غرمنۍ خوړلو روسته لاسوانکي، او پاتې شوني خواړه، په خځللوښي کې ګوزارول، او بوډا به بیا په ډېره مینه راوړل، او په لمسیانو به یې په دې نوم چې نن یې پلو او غوښې ورته راوړي دي، خوړل، او مزې چړچې به یې پرې کولې..... خو ژر نهیلی شو.  دا ځکه چې، هغوی ټولو د څو میاشتیني ادلون بدلون له کبله پښې سپکې کړي، او له هیواده وتي وو. په کوټۍ اوس داسې کسان واکمن وو، چې هغوی خپله دمګړۍ له لوږې سپي سکڼل. خځللوښي ته به یې څه ګوزار کړي وای...... بوډا له کوټۍ روسته په سوچ و خیال کې، په خپلو خپلوانو، اوخوالګرو ورسم شو، د یوه یوه وره ته ودرېد، خو زړه یې پر یوه هم اوبه ونه څښلې. هغوی ټول یې د ځان په څېر ولیدل. ان د ښار ټول اوسېدونکي، او ټول هېوادوال یې د ځان په شان احساس کړل چې، له لوږې سره لاس او ګرېوان دي...... د غم څپې یې د زړه په دهلیزونو ور ننوتې، ټولو اندامونو ته یې غځونې وکړې، له ټول وجوده یې راتاوې شوې. لایې د زړه برجونه ولړزېدل، لاپسې نهیلی شو.لا یې په خپلو مغزو زور واچاوه. د توبې ورونه او دروازې یې د ځان په وړاندې بندې او پورې ولیدې. سپېدې نورې چاودېدې. د سهار رڼایي نوره خپرېده چې بوډا یو ځل بیا د خیمې چت ته وکتل. څڅوبی هماغه شان روان و. د خیمې له زړه د څک وڅوک اواز تر غوږو رارسېده. د زول باران هماغه شان د غم سرینده غږوله، چې مور یې د اوښکو، ساندو او سلګیو، په بدرګې سره زرلښته، له خوبه رابیداره کړه. ګرمې جامې یې ورواغوستې، او د خپل بوډا نیکه سره، د ښار په هغې لور، چېرې چې نورو هم د دوی په شان ، د نس د مړولو لپاره د کور لوښي لیلامول، روان شول.

۲۴ - مرغومي – ۱۴۰۰ /   ۱۴ جنوري - ۲۰۲۲