سرېزه:
د دوسوو کلونو راهېسې له کله نه چې ملي دولتونه رامنځته شوي دي، د حکومتونو په رسمیت پیژندني او په رسمیت نه پیژندني د څرنګوالي په اړه د نړیوالو قوانیونو حقوق پوهانو ترمنځ تاوده بحثونو روان دي. پر پوهنتوني کچ د حکومتونو رسمیت پیژندلو په اړه د حقوقو په پوهنځیو کې ډیر لږ بحثونه ترسره کیږي، که څه هم دا موضوع د خورا لوړ اهمیت څخه برخمنه ده. خو د دې پر ځاې ډیر بحثونه د دولت د رسمیت پیژندنې په اړه د یو حقوقي اورګان توګه ترسره کیږي. د نړۍ د دولتونو په تاریخ کې ډیرو داسي موارد شته، چې د حکومت بدلون سره د نوی دولتي فورم غوښتنه هم رامنځته کیږي. وسمهال لویدیځ هیوادونه هڅه کوي، په افغانستان کې د طالبانو نوی رژیم د رسمیت نه پېژندلو له لارې دې ته اړ باسي، څو نړیوال ټولمنلي بشري حقونو او قوانینو په افغانستان کې په رسمیت وپیژنې، درناوې او ساتنه وکړي.
دغه نړیوالې غوښتنې په خپله په بین المللي تعاملاتو او د بین الدول قوانینو کې یا د نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو په تاریخ کې یو نوی باب پرانیستلي دی. ملګري ملتونه د مېانمار پوځي جنرالانو حکومت او د طالبانو حکومت استازي یو ځلې بیا په رسمیت نه پیژني. په دې نوی نړیوال حقوقي نا روښانه څپرکی کې د افغانستان او مېانمار حکومتونو په رسمیت پیژندلو مسئلې شاملي دي. د مېانمار حکومت قضیه د افغانستان له قضیې سره لږ توپیر لري. د مېانمار قضیه په دې لیکنه کې په پرتلیزه توګه نه څیړل کیږي.
د طالبانو حکومت په دایمې توګه د رسمیت نه پیژندلو په صورت کې دا پوښتنه راولاړیږي، چې ایا د دغې سیاسي پرېکړې څخه ملاتړ کول زموږ د جګړه ځپلې هیواد د ملي ګټو او د ټولو نه اټکل کیدونکو سیاسي پایلو ته په کتو سره د سیاسي لحاظه په ریښتېنې مانا سره د تاریخي افغانستان نړیوال پرسټېژ لپاره یوه هوښیاره او سمه پرېکړه به وي. که څوک په پیل کې د افغان مظلوم او جګړه ځپلې ولس په اړه ژور فکر وکړي، چې افغانان نور په دې کنګل شوي دوزخ افغانستان کې له جګړې ستړي شوي دي. هغه ته به هم زما په شان یوه مناسب ځواب ویل ډیر ګران پریوځي. 
ما لیکوال د جرمني کولن او بریمن ښارونو په پوهنتونونو کې د حقوقو په پوهنځیو کې حقوقي لوړې زده ترسره کړي دي. زه د یو افغان په توګه د خپلي حقوقي نیمګړي پوهې په رڼا کې د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندلو قضیه د نړیوالو قوانینو په رڼا څیړم. ځکه د نړیوال امنیت او ثبات لپاره د افغانستان اهمیت، ارزښت او شتون خورا ډېر مهم دی. د افغانستان دولتونو او حکومتونو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د نږدې شپږ میاشتي راهېسې د افغانستان حکومت د هېڅ دولت لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوي. له همدې رسمیت نه پیژندلو سره د لوی افغان ولس برخلیک او راتلونکی تړلي دی. دا په رسمیت یا په رسمیت نه پیژندني مسئله د میلیونو ماشومانو او بې وزلو افغانانو له برخلیک سره مستقیمآ تړاو لري، کوم چې وسمهال د خوارزواکۍ له مرګوني ګواښونو سره لاس او ګریوان دي. په دې لیکنه کې د نړیوالو قوانینو له مخې د ډیفکټو حکومتونو رسمیت پیژندل څیړل کیږي. ټولو ته د طالبانو جګړییزې تاریخي تیروتنې، افغانستان د سترو نړیوالو زبرځواکونو بریدونو، ننګونو سره مخامخول، له کورنې جګړې څخه خلاصول، د واک جزاېر ختمول او د سولې، امنیت او ثبات راوستلو کړنې مالومي دي. همدارنګه ښایې طالبان جګړییزه او مذهبې محدوده پوهنه ولري، خو د حکومتوالۍ سیاسي پوهنه، نړیوالو ټولمنلي قوانین او نړیوالو سره د پیچلو اړیکو ډیپلوماسي پوهنه د پاکستاني پوځي اشټلبشمنټ د ستراتېجیستانو لخوا په جوړ کړل شوي درسي کریکولم یا استعماري ډوکترینو کې کوم چې د دارلعلوم حقانیه په دینې مدرسو کې پلې کیږي نه زده کیږي. د طالبانو مشرانو سختدریځتوب او سرتمبتوب هم له همدې ځایه سرچېنه اخلي. تر اوسه د طالبانو مشرتابه کړنې دا ثابته کړي، چې دوی په نړیوالو ټولمنلي ډیپلوماتیکو نرخو، نورمونو، اصولو او په نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو، د پیچلي سیاسي ډیپلوماسۍ په بنسټېزو حرکتونو باندې سم نه پوهیږي.
 
د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د طالبانو حکومت رسمیت پیژندني حقوقي قضیه 
د یوولسم سپټمبر د پېښې او له اوږدې خونړۍ جګړې ورسته په ۲۰۲۰ کال کې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ یو تړون کوم چې د ډیرو کارپوهانو لخوا تر سختو نیوکو لاندې راغلي او د نړیوالو قوانینو خلاف لاسلیک شو. دغه تړون د اګست په میاشت کې د طالبانو د شدیدو پوځي تحرکاتو له کبله ګډوډ شو. په پای کې کابل د طالبانو په لاس سقوط شو. منتخب ولسمشرغني له هیواده بهر تللو ته مجبور کړل شو. وسمهال په کابل کې طالبان واکمنان دي. له دې سره په افغانستان د اساسي قانون کړکیچ ستونزه هم رامنځته شوي. طالبانو په خپله لومړني واکمني کې یو سیاسي اپوزسیون شمالي ټلواله درلوده. شمالي ټلوالۍ هم د حکومت دعوا درلودله، خو د طالبانو په دې اوسنۍ واکمني کې اپوزسیون شتون نه لري. کله چې په یوه هیواد کې یو حکومت وي، د نړیوالې ټولنې دولتونو ته بل هیڅ انتخاب نه پاتې کیږي، یا به دغه نوی حکومت په رسمیت پیژنې یا نه پیژني. کله چې دوه حکومتونه شتون ولري، بیا دوی کولي شي، یو انتخاب وکړي یا د اپوزسیون د شتون په صورت کې له هغې ملاتړ کولي شي.
کله چې د اګست په پېنځلسمه نېټه افغان ولسمشر اشرف غني له هیواده په ناڅاپې توګه وتېښتید. هغه په خپله فیسبوکپاڼه کې ولیکل: دوی (طالبان) بریالي شول. د طالبانو اسلامپال سختدریځه غورځنګ د افغانستان تقریبآ ټوله خاوره تر خپل کنټرول لاندې راوستلي ده. طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت نوم ٬٬ د افغانستان اسلامي امارت٬٬ ته اړولي دی.
په افغانستان کې د سیاسي واک اوښتون ورسته د اروپایې ټولنې د کمیسیون مشرې اغلۍ اورزلا فون ډیرلاین سمدستي په چټکۍ سره اعلان وکړ، اروپایې ټولنه په افغانستان کې د طالبانو واکمني د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي. د امریکا متحده ایالاتو او د جرمني فدرالي دولت د طالبانو د واکمنۍ د مشروعیت او پېژندلو شرایط د ترویزم پر وړاندې مبارزې پورې وتړل او بشري حقونو ته، د ښځو حقونو ته تر هر څه ډیر لوړ ارزښت ورکړل قائیل شول. 
ملګرو ملتونو، نړیوالې کفري ټولنې او د اسلامي ټولنې هیوادونو د طالبانو د پرله پسې غوښئتنو سره سره تر اوسه په متفقه توګه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه پیژني.
تر همدې لیکنې پورې د نړۍ هیڅ کوم دولت په ښکاره او رسمي توګه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پیژندل نه دي اعلان کړي. خو په حقیقت کې عملأ ځینو حکومتونو په حقوقي اصطلاح کې (کانکولډنټ) یا په هوا کې معلق ډول په خاموشه توګه په رسمیت پیژندلي او له طالبانو سره په اړیکه جوړولو کې بوخت دي. د بیلګې په توګه له کابل هوایې ډګر د وټلو چارې په تنظیمولو کې او له هغې ورسته ځېنې حکومتونه په پټه او بربنډه توګه په ډېر احتېاط  سره له طالبانو سره د یو ځای کار کولو په لټه کې پاتې شوي دي.
ډیرې وختونه د رسمیت پیژندلو مسئله هغمهال راپورته کیږي، کله چې په یوه هیواد کې په یوه وخت کې دوه یا ډیر سیال حکومتونه شتون ولري. دا دې پورې هم اړه لري، چې کوم یو یې بریالي کیږي او په دغه هیواد کې دولتي کنټرول او مسوولیت په غاړه اخلي. د یو داسي حالت رامنځ ته کیدو لاملونه کورنۍ جګړه کیداې شي، یوه کودتا کیداې شي او یا په ټاکنو کې د لاسوهنې د تورونو له کبله د جنجالي پایلې اعلانیدل کیداې شي. د افغانستان په قضیه کې سیاسي وضعیت روښانه دی. طالبانو خپل ځان او خپل شتون په ټول افغانستان کې ثابت کړي دی. دوی ټول افغانستان په اغېزمنه توګه کنټرولوي. ولسمشر غني د خپل ټول حکومت سره تېښتیدلي او هغه نور ځان ته د افغانستان مشروع ولسمشر په سترګه نه ګوري. 
 
کله نا کله د ځینو کسان له خوا په قانوني توګه د طالبانو په رسمیت پیژندلو څخه انکار کوي. دا له دې سره توجیه کوي، چې په افغانستان کې د واک مسئله یا د واک پوښتنه په بشپړه توګه نه ده روښانه شوي. دوی یو دلیل دا وړاندې کوي، چې ولسمشر اشرف غني د اساسي قانون له مخې استعفا نه ده ورکړي. پر دې سربیره د ولسمشر غني لومړي مرستیال صالح هم د هغه د ځایناستي لپاره له خپل اساسي قانون حق څخه نه دی تیر شوي. خو غني او صالح دواړه له هیواده وتلي دي. عمدتآ دا په خپله په واقعي توګه د سیاسي واک پرېښودلو په مانا تعبیر او تفصیر یا تشریح کیداې شي. 
 
د نړیوالو قوانینو له مخې د دولتونو او حکومتونو په رسمیت پیژندل 
د دولت او حکومت په رسمیت پیژندل ممکن له یو بل سره ډېر نږدېوالي ولري، خو د دواړه یو شانته په رسمیت پیژندنه نه ده. د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره د یوه حکومت په رسمیت پیژندنه اړینه نه ده. د نړیوالو قوانینو له مخې د دولتونو په رسمیت پیژندنه د یو دولت لخوا رسمأ د ښو سیاسي ډیپلوماتیکو اړیکو اظهار ول په نیت ترسره کیږي. په بله وینا د نړیوالو قوانینو له مخې د یوه دولت پیژندنه د یو بل دولت له خوا د یوې یو اړخېزې ارادې د څرګندولو او تمثیلو په ترڅ کې اعلانیږي. کله چې یو دولت غواړي بل دولت د نړیوالو قوانینو له مخې په رسمیت وپیژنې، اساسأ دا پرېکړه د هر خپلواک دولت د خپلواکۍ ارادې او خپلواک اختیار له مخې ترسره کیږي‌. د نړیوال قوانینو له مخې د یوه دولت په رسمیت پیژندنه د دولت جوړونې د ځانګړتیاوې په درلودلو سره تر سره کیږي. نړیوال قانون یو دولت د درېګونې قاعدې یا دریو عناصرو تیوري له مخې تعریفوي. یو دولت دولتي قلمرو یا ځمکنې بشپړتیا ته، یو دولتي ولس ته او یو دولتي نظام یا دولتي حاکمیت ته اړتیا لري. د دې تعریف له مخې یو اغیزمن او خپلواک حکومت په خپلو کورنيو او بهرنیو چارو کې خپل دولتي حاکمیت بیانوي یا پلې کړي‌. خپلواک هیوادونه د خپل ملي حاکمیت لپاره مساوي حقونه لري. کله چې یو هیواد د یو خپلواک ملي حاکمیت خاوند وي، د بل خپلواک هیواد له خوا په رسمیت پیژندل کیږي. په رسمیت پیژندنه د دوو دولتونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لومړني ګام دی. په رسمیت پیژندنه یوه سیاسي کړنه ده. هیڅ دولت مجبور نه دی، چې بل حکومت په رسمیت وپیژني، تر څو په رسمیت پیژندونکی هیواد کې د خپلو ملي ګټو ته اړتیا وویني.
د حکومت رسمیت پیژندنه خبره هغمعال رامنځته کیږي، کله چې یو دولت د خپلو خلکو یوې ډلې ته واک وسپاري، څو د دولت د یو اورکان په توګه عمل وکړي او د نړیوالو قوانینو له مخې یې استازیتوب وکړي. د نړیوالو قوانینو له مخې د یو حکومت پیژندلو لپاره یوازېنۍ شرطونه د دولتي حاکمیت په چوکاټ کې د حکومتوالۍ اغیزمن اصول پلې کول دي او د خپل قلمرو په ‌ډیره برخه باندې کنټرول درلودل دي‌ او په خپل ادارې سیسټم باندې تسلط درلودل دي. ډېرې هیوادونه یوازې دولتونه په رسمیت پیژنې نه حکومتونه، د بیلګې په ډول د سویس هیواد اساسأ د اغیزمنتوب اصولو له مخې پر حکومتونو قضاوت کوي‌. د سویس دولت د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو راهېسې عملآ دولتونه په رسمیت پیژني. کله چې په یوه هیواد کې حکومت بدلون ومومي، سویس په بنسټېز ډول د نوی حکومت هر ډول په رسمیت پیژندني څخه ډډه کوي او ردوي. 
کله چې یو دولت شتون ولري‌، ډیرې دولتونه د نړیوالو قوانیو له مخې د حکومتونو رسمیت پیژندلو څخه ډډه کوي، لکه د افغانستان حکومت اوسنې حقوقي قضیه، په ۲۰۱۹ کال کې د وینزویلا هیواد هم حقوقي کړکیچنه پیچليٍ قضیه د چاوېز، ماډورو حکومت او د خوان ګوایډو لخوا د اعلان شوې موقت حکومت ترمنځ د اساسي قانون شخړه رامنخته شو. د وینزویلا حکومت مشروعیت قضیه د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د زبرځواکو هیوادونو استارو ترمنځ یوه ستونزمنه حقوق مسئله ګرځیدلي وه. په نړیوالو اړیکو کې د رسمیت پیژندل مسئله یوازې د یو نوی دولت د جوړیدو په صورت کې د نورو دولتونو لخوا بیان او اعلانېږي، لکه په پخوانی یوګوسلاویا کې د کوسوو نوی دولت رامنځته کیدل. 
د یو حکومت په رسمیت پیژندلو سره د رسمیت پیژندونکی هیواد دولت غواړي د اعلامېې له لارې دا څرګنده کړي، چې په رسمیت پیژندل شوي حکومت استازي په بل دولت کې رسمي استازي ګڼل کیږي. د دولتي تیورۍ په بنسټ عمومآ د اغیزمنتوب اصول په کې تعقیبويږي، په دې مانا یو حکومت هغه مهال په رسمیت پیژندل کیږي، کله چې د هیواد د ډیرو برخو اداره او کنترول په خپل لاس کې ولري. 
کله چې یو هیواد د نړیوالو قوانینو له مخې د دولت جوړولو ټول اړین شرایط ځمکنۍ بشپړتیا، دولتي وګړي، حکومت او د ملي حاکمیت پوره کړي وي، بیا هم لږ تر لږ د یوه هیواد لخوا په رسمیت ونه پیژندل شي، هغه هیواد د نړیوالو قوانینو تابع نه شي ګرځیدلي.
د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان دولت د رسمیت پیژندلو مسئله تر پوښتنې لاندې نه ده، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغانستان دولت خپل نړیوال اهمیت، ارزښت او رسمیت لري. تر پوښتنی لاندې د طالبانو ډیفکټو حکومت دی. 
د حکومتونو رسمیت پیژندنه کې د ډیفکټو او ډیژو حکومتونو ترمنځ د اغیزمنتوب او مشروعیت توپیر اړین دی. د دواړو حکومتونو په ډولونو کې د مؤثریت او مشروعیت توازون ارزول کیږي. د ډیفکټو حکومت رسمیت پیژندل تر ډیره بریده سیاسي اړخ لري، کیداې شي د دې حقیقټ منلو مانا ولري، چې یو اغیزمن حکومت شتون لري. په داسي حال کې چې په رسمیت پیژندونکی هیواد د هغه د دوام یا مشروعیت په اړه ډاډمن نه دی. 
کله چې یو غورځنګ د یوه دولت ستره ځمکه تر خپل کنټرول لاندې راوستلي وي، د اغیزمنتوب اصول له مخې حکومت یې د ډیفکټو حکومت په نامه یادیږي، د دې تیوري له مخې د طالبانو سر پرست حکومت یو ډیفکټو حکومت دی. طالبان باید په دې وپوهیږي، چې د نړۍ حکومتي مشران د هغې حکومت له مشرانو سره په ډیپلوماتیک دریځ کې ګډ درېږي، کوم چې ټولمنلي نړیوال قوانین یې منلي وي.
طالبانو خپل حکومت د سر پرست حکومت په نامه اعلان کړي، د طالبانو سرپرست حکومت موده مالومه هم نه ده. د یو سرپرست حکومت په رسمیت پیژندلو عملي شرطونه یا معیارونه په نړیوالو قوانینو کې سم روښانه نه دي لیکلي شوي. 
 
د طالبانو ډیفکټو حکومت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو ناکامې هڅې 
طالبان د نږدې شپږو میاشتو راهېسې د ملي مشروعیت ترلاسه کولو په ځای د نړیوال رسمیت موندلو او د افغانستان سره د بشري مرستو تر لاسه کولو په لټه کې سرګردانه له یوه هیواده بل ته په لاره کې دي. طالبان اصلأ د ملي مشروعیت په فکر کې نه دي، دوی د افغانستان کنګل شوي دولتي شتمنۍ او میليارډونو ډالرو په فکر کې دي. کله چې طالبان ملي مشروعیت ترلاسه کړي، نړیوال مشروعیت په خپله پرته له عذر، زارې او هوایې ژمنو څخه ورته ډالۍ کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د کانګرس د سنا په مجلس کې اعتراف وکړ، چې طالبان د افغانستان حکومت اصلي واکمنان دي او دا یو حقیقت دی.
طالبان ولې د خپل حکومت رسمیت پیژندلو لپاره پرنړیوال کچ خورا ډېرې هڅې او هلې ځلې کوي. طالبان غواړي د رسمیت پیژندلو له لارې د افغانستان کنګل شوي بهرنیو اسعارو او د میلیارډونو ډالر شتمنۍ ته لاسرسۍ مومي. طالبان غواړي ټولې نړۍ ته خپل سفیران واستوي او د نور دولتونو سره د نړیوالو قوانینو له مخې د پراختیایې، پرمختیایې همکاریو تړونونه لاسلیک کړي.
په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونو شتون یا پرانیستل، د طالبانو حکومت رسمیت پیژندلو په مانا نه دي. په کابل کې د څو بهرنیو هیوادونو سفارتونه فعال دي، خو د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت پیژندلو اعلان نه دی کړي. 
اروپایې ټولنه تل په داسي حالاتو کې د خپل ګډ بهرنې سیاست په چوکاټ کې ګډ دریځ غوره کوي، خو بیا هم د نړیوالو قوانینو پر بنسټ هر اروپایې هیواد کولي شي، د خپل هیواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د ځان په اړه خپلواکه یا مستقله پرېکړه وکړي. اروپایې ټولنې خپلې مرستې په افغانستان کې د بشري حقونو له راعایتولو او مراعتولو سره تړلي دي.
چین، روسیه، هند، ایران د افغانستان شمالي ګاونډې هیوادونه د خپل ډاډمن امنیت په اړه شرطونه لري. امریکا او اروپایې ټولنه د ترهګرو او د ترهګري سره د طالبانو پریکون ګرانټي غواړي. ترڅو افغانستان بیا د ترورېږم په ځله بدل نه شي او د بشري حقونو مسئله یې وړاندې کړي ده‌.
ټول نړیوال هیوادونه د طالبانو د مؤقتن حکومت د رسمیت نه پیژندني په وړاندې یوازې د یو ګډ سیاسي فشار راوړلو سېمبولیک سیاست تعقیبوي.
 
د طالبانو حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ته د پاکستان سخته ضربه 
طالبان یوازي یو ګټونکي پاڅونوال غورځنګ نه دی، بلکې دوی په لویډیځو هیوادونو کې د القاعدې ترهګري ډلې سره د نږدې اړیکو له امله یو ترهګر سازمان په ټوګه پیژندل شوي دي. د طالبانو غورځنګ ځېنې غړي پر نړیوال کچ د ترهګرو په ټوګه پیژندل شوي دي. همدارنګه طالبان د پاکستاني پوځیانو په اډو کې روزل او تمویل شوي دي. طالبان تل د پاکستاني د پوځي اشتبلیشمنټ د لاس اله ګرځیدلي دي. د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندلو کې، پر ملي او نړیوال کچ د مشروعیت ترلاسه کولو کې تر ټولو ستره ضربه د دوی نږدې ملاتړې هیواد پاکستان ورکړي ده. طالبان فکر کوي، چې هر څه له پاکستانه د دوی د واکمنۍ په لور ورځلیږي، هغه سره زر دي.
ټول نړیوال دولتونه په دې ښه پوهیږي، چې پاکستاني پوځیانو او استخباراتي مامورینو له پیله طالبان د خپلې نیابتي جګړې او ستراتیجکې ژورې پالیسیو لپاره د یوې ارزانې ملیشې په ټوګه کارول شوي دي. د پاکستان پوځي اشتبلیشمنټ ستراتېجستانو په دې ورستیو شلو کلونو کې د امریکایې او اروپایي ډیپلوماتیکو استازو ته په خبرو کې دا خبره څرګنده کړي، چې افغانستان د دوی د ستراتیجیکو موخو او پالیسو د نفوذ ساحه ده. دوی تل په کابل کې د یو پاکستان پلوه حکومت سهمیه یا برخه غوښتي ده. د دوی ستراتیجیکه موخه همدا وه، څو په کابل کې حکومت د دوی په خوښه، د پاکستاني استعماري ګټو لپاره یو غلام وفاداره حکومت رامنځته کړي. دا خبره هغمهال په ریښتیا بدله شوه، کله چې کابل د طالبانو لاسته ولوید او د واک تشه رامنځته شوه. د ټولو نړیوالو ډیپلوماتیکو اصول خلاف د پاکستان د اې ایس اې مشر د طالبانو حکومت د اعلانیدو څخه مخکې په کابل کې د سیرینا په هوټل کې راڅرګند شو. د پاکستان استخباراتي ادارې مشر د طالبانو نوې کابینې په جوړولو کې رول لوبول. د طالبانو منځلارې مشران ګوښه کول، پرته له اجازې کابل ته د پنجابي پوځي اشتبلیشمنټ پټې الوتنې، پاکستاني سفیر لخوا د افغانستان محرم اسنادو ویستل، دغه دولتي محرم اسناد پاکستان استخباراتي ادارې ته په لاس کې ورتلل، د افغانستان اقتصاد، د افغاني اسعارو يا کرانسي کنټرولول، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په توګه پر نړیوال ستیج کې را څرګندیدل او لابیګري کول، د پاکستان صدراعظم د طالبانو د نوی حکومت څخه د نړیوالو اصولو خلاف ملاتړ کول او د پاکستان سفیر د ټولو منل شویو ډیپلوماتیکو نورمونو او اصولو خلاف د پاکستان بیرغ سره د کابل په مهمو ادارو کې راڅرګندیدل، د ټولو نړیوالو ډیپلوماتیکو نورمونو خلاف د پاکستان ملي امنیت سلاکار ته د کابل په هوایې ډګر کې یوازې د پاکستان سفیر او ځانګړي استازی د ښه راغلاست لپاره دریدل، د سیاسي ډپيلوماسۍ له مخې میلمه او کوربه نه مالومیدل او په افغانستان کې دې ته ورته نورې بیشرمه لاسوهنې او ناروا استعماري لاسوهنو او کړنو پایله دا شوه، چې ټول نړیوالو څارونکي او اکثریت افغانان د پاکستاني استعماري موخو له امله په شوک کې شول. خلکو ته دا ثابته شوه، چې د طالبانو حکومت په کورني، بهرني، اقتصادي، اداري او دفاعي برخه کې د پاکستان استعماري سیاست او پوځې ستراتیېجکو جنرالانو د ډوکټرینو په ولکه کې لویدلي دی. د افغانستان په کورنۍ او بهرنۍ سیاست کې د پاکستان مستقیمه بیشرمه لاسوهنه د دې لامل وګرځیده، څو د طالبانو سرپرست حکومت د پاکستان یو لاسپوځی حکومت په توګه وپیژندل شي. د پاکستان بیشرمو لاسوهنو په وړاندې په ګڼو افغانانو کې منفي غبرګونونه راوپاریدل او له دې امله هم د طالبانو حکومت خپل ملي مشروعیت نه دی ترلاسه کړي.
 
د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندنه کې د نړیوال سېمبولیک سیاست رول
د طالبانو په رسمیت نه پیژندل له دې پوښتنې سره هم تړاو لري، چې ایا له طالبانو سره باید د هغو کسانو په څیر چلند وشي، چې په نړیوال ډیپلوماتیک ستېج یا دریځ کې د افغانستان استازیتوب وکړي. د یوې قاعدې په توګه په نړیوالو ډیپلوماتیکو اړیکو کې یو نوی حکومت هیڅ ډول په رسمیت پیژندلو ته اړتیا نه لري. وضیعت یوازې هغمهال مبهم کیږي، کله چې څو حکومتونه په یوه سیمه کې د دولتي واک لپاره مبارزه کوي. په داسي یو حالت کې بیا په رسمیت پیژندل اړین کیږي. که له بلې خوا یوازې یو حکومت شتون ولري، هغه په نړیوالو اړیکو کې برخه اخلي. د بېلګې په ډول حتی که هغه په سوریه کې د بشرالاسد حکومت په څېر یو غیر انساني ظالم رژیم هم وي. 
په افغانستان کې د واک په سر مبارزه تر ډېره بریده د طالبانو په ګټه تمامه شوي ښکاري. یعنی سیاسي واک د طالبانو په لاس کې دی. د کنګل شویو شتمني د نه ترلاسه کولو له امله د طالبانو حکومت ته رسمیت نه ورکولو سزا د نړیوالو قوانینو یا د بین الملل حقوقو سره سمون نه لري. خو په دې برخه کې یو بل سیاسي منطق په مخکې پروت دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د غني حکومت د نسکوریدو څخه څو ورځې ورسته دا خبره په داګه او په ښکاره مطرح کړه او وویل، ښایې یوازینۍ لار همدا وي، څو پر طالبانو فشار راوړل شي، چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوي وکړي.
طالبانو له خپلې بریا ورسته پر نړیوال کچ د ډیپلوماتیک رسمیت ترلاسه کولو لپاره پراخي هڅې پیل کړي دي. دوی هیله مندي لري، چې دا هڅې به دوی ته مشروعیت ورکړي، څو په بهر کې د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی ومومي. 
په ریښتیاینې مانا سره ښایې دا ملي شتمني تر هغه کنګل شوي پاتې شي. تر څو د طالبانو واکمني د افغانستان حکومت په توګه پر ملي او بین المللي کچ په رسمیت ونه پیژندل شي. سربیره پردې د طالبانو استازي په بهر کې هیڅ ډول نړیوال امتیازات او مصوونیت یا معافیت نه لري. کیداې شي دوی په بهر کې نړیوالې جنایې محاکمو ته ودرول شي.
 
د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان کنګل شویو شتمني حقوقي ستونزه 
بین المللي قوانین په دې هڅه کې دي، تر هغې بریده چې شوني وي، د ماتیدونکی، ناتوانه او فلجو دولتونو رامنځته کیدو څخه ډډه وکړي یا د واک تشې مخه نیسي. د دولتونو ترمنځ اړیکې د ثبات ساتلو په موخې او ګټه ساتل کیږي. 
که په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندلو اصلی موخه د هغو ژمنه شویو بشري مرستو او د افغانستان مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو د ترلاسه کولو مخه نیول وي، بیا د نړیوالو قوانینو په بنسټ د رسمیت پیژندلو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې یا د سوْ استفادې حقوقي پوښتنه رامنځته کیږي. د نړیوالو قوانینو له مخې داسي یو حالت د منلو وړ نه دی. د افغانستان وضعیت ستونزمن دی، په بله وینا د افغانستان حکومت د رسمیت پیژندني مسئله یوه ستونزمنه حقوقي او سیاسي مسئله ده. ځکه چې د طالبانو په رسمیت پیژندلو سره په حقیقت کې د بشري حقونو نقض کولو ته مشروعیت ورکولو په مانا تعبیریږي. دا په خپله د بشري حقونو په برخه کې یوه خورا ستونزمنه پرېکړه ګڼل کیږي. دا پرېکړه د ځینو لخوا په دې مانا هم تعبیر کیداې شي، چې پر نړیوال کچ د طالبانو سختدریځي سیاسي حیثیت، اعتبار ته ارزښت ورکول کیږي. په حقیقت کې د طالبانو بشري ضد کړنو ته مشروعیت ورکولو په مانا تعبیر کیداې شي دا شونې ده او د دې شونتیا هم شته، چې د طالبانو سختدریځي او سرتمبتوب لا نوره پیاوړي شي. وسمهال د نیویارک ښار یوې قاضي د امریکا عدلېې وزارت ته د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د روان کال د فبرورۍ تر یوولسمې نېټې پورې مهلت ورکړل شوي دی. څو د کنګل شویو پیسو برخلیک مالوم کړي‌. دا پیسې په نیویارک د امریکا د فدرالي ذخیرې په بانک کې ساتل کیږي.
د افغانستان ملي شتمنې کنګل کیدل د نړیوالو قوانینو پر بنسټ نه دي کنګل شوي، بلکې د امریکا د ملي قوانینو له مخې کوم چې د اوباما له وخته نافذ شوي دي. طالبان نه یوازې په امریکا کې بلکې په روسیه کې هم د روسیې ملي قوانینو له مخې هم د ترهګرې ډلې په نامه پیژندل کیږي او د فعالیت اجازه نه لري. پوتین د طالبانو د رسمیت پیژندنې په اړه ویلي دي، چې دا یوه تشه پوښتنه نه ده. د روسانو له اړه طالبانو په رسمیت پیژندل د شک وړه خبره نه ده. د افغانستان او مېانمار هیوادونو مالي شتمنۍ د نړیوالو قوانینو پر بنسټ نه بلکې د امریکایې قوانینو لخوا کنګل شوي دي.
په نهایت کې په نړیوالو حقوقي او سیاسي بحثونو کې به د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندل د ویستل شویو امریکایانو او د ناټو غړو هیوادونو نړیوال حیثت نوره هم راټیټ کړي. امریکایانو او د ناتو غړو هیوادونو مشران غواړي، له دې لارې د افغانستان په کورني سیاست کې افغانانو ته دا پیغام ورکړي، چې پر طالبانو باندې د بندیزونو له لارې فشار ډیر لوړ ساتل کیږي. سربیره پر دې د طالبانو حکومت چټک رسمیت پیژندل به دښمن لپاره د یوې فعالې مرستې وړاندې کولو په څیر وانګیرل شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، دا یوازېنۍ لار ده، تر څو په افغاني ټولنه کې د ښځو په وړاندې د سیسټماتیکو ګواښونو پر وړاندې مقابله وشي. 
په هر صورت د یو واکمن حکومت دایمې په رسمیت نه پیژندل به د نړیوالو ټولمنلي قوانینو له مخې یوه ستونزمنه پرېکړه وي او دا پرېکړه له سیاسي او حقوقي پلوه د انګیرلو، منلو او تصور وړ نه ده.  
د یو هیواد حکومتي مشران انزوا ته بیول او پر هغوي باندې اقتصادي سیاسي بندیزونه لګول، نه یوازې پر دوی فشار راوړل کیږي، بلکې هغوي لا نوره سختدریځتوب او افراطیت ته هڅول کیږي‌، حتې د نورو ترهګرو ‌ډلو سره یو د ځاې کیدو شتونتیاوې او اغیزې رامنځته کوي. 
په ۲۰۲۱ کال کې سپتمبر په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو ۶۷ ناسته کې طالبانو غوښتنه وکړه، چې د غني حکومت کرسۍ دې دوی ته ورکړل شي، د طالبانو غوښتنه له دې امله رد شوه، چې ګواکې دوی ناوخته خپل غوښتنلیک وړاندې کړي دی. د رد ځواب ورکولو مانا دا شوه، چې د ملګرو ملتونو په عمومي نړیواله ډیپلوماتیکه ناسته کې د ۱۹۳ هیوادونو په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب هیچا خبرې ونه کړې. همدارنګه د مېانمار هیواد کودتاچې جنرالانو استارو ته د وینا اجازه ورنه کړل شوه. 
په نړیوالو قوانینو کې د ډیپلوماتیکو اړیکو پرېکیدلو یا انکار کولو او د یو حکومت په رسمیت پيژندلو پولې ترمنځه سم توپیر نه لیدل کیږي.
د یو حکومت رامنځته کیدل د هر دولت د کورنېو چارو پورې اړه لري، دا پوښتنه راولاړیږي، چې څنګه دغې نوی حکومت واک ترلاسه کړي دی او څنګه دغه حکومت له خپلو وګړو سره چلند کوي. د حکومت کړنې د بشري حقونو په نقضولو کې اندازه کیږي، د مېانمار کودتایې جنرالانو او طالبانو حکومتي واک په نامشروع ډول د زور له لارې ترلاسه کړي دی. 
د دوحې د سولې په هوکړه لیک کې راغلي دي، چې طالبان به یو نوی حکومت جوړوي. د دوحې پریکړه لیک کې دا هم راغلي دي، د افغانستان اسلامي امارت چې امریکا متحده ایالات یې د دولت په توګه په رسمیت نه پیژنې او د طالبانو به نوم یې پیژنې د بین الافغاني ډیالوګ او مذاکراتو له لارې تر جوړ جاړي ورسته نوی اسلامي حکومت جوړ کړي. 
 
پایله :
د ۱۹۹۷ کال په څیر بیا طالبان غواړي په رسمیت وپیژندل شي، داسي ښکاري چې دا ستونزه همداسي پاتې ده لکه څنګه چې وه. تراوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ کوم دولت لخوا هیڅ ډول د ‌یپلوماتیک رسمیت پیژندنه نه ده تر لاسه کړي. تر اوسه له طالبانو سره د نړی ډیپلوماتانو خبرې اترې د ډیپلوماتیک رسمیت پیژندني به مانا نه دي ترسره شوي. طالبان باید دغه په رسمیت پيژندنه د خپلو کړنو او ژمنو له لارې کمیايي کړي. لویډیځوال حکومتونه په دې پوهیږي، چې طالبانو د دوی مرستو ته ډیره اړتیا لري. خو لویډیځوال د طالبانو ټولې غوښتنې نه شي منلي. د نړیوالي ټولنې لخوا یوه کړندۍ ډیپلوماتیکه په رسمیت پیژندنه به یو غلط سیګنال نړیوالي ټولنې او افغانانو ته استولي واې. د نړیوالو قوانینو کارپوهان د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندلو په اړه خپلو حکومتونو ته خبردارۍ ورکړي، چې طالبان باید د رسمیت پیژندلو شراېط پوره کړي او د خپلو ښو کړنو له لارې نړیوال رسمیت ترلاسه کولي شي. نړیواله ټولنه وسمهال د طالبانو سره په خبرو اترو کې برلاسۍ برېښې، د کنګل شویو شتمنۍ له کبله په خبرو اترو او جوړ جاړي کې زیات واک او اغېز لري. 
طالبانو تاز د اوسلو په غونډه کې د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو کې یو لوی ګام اخیستلي دی. داسي ښکاري د طالبانو د حکومت پراګماتیک یا عملي په رسمیت پیژندنه مسئله د تصور وړ ګرځیدلي وي. د طالبانو حکومت به ډیر زر یا ورسته په رسمیت وپیژندل شي، که چیرې طالبان خپلې ژمنې زر تر زره عملي کړي. خو پوښتنه دا ده، که طالبانو ته ایښودل شوي شرطونه ‌پوره نه کړي، بیا هم نړیواله ټولنه طالبان په رسمیت پیژني.؟
طالبان دې وپوهیږي، چې جګړه یې ګټلی، خو د افغان ولس، د نړیوال مشروعیت او د نړیوالي ټولنې له مرستو پرته په یوازیتوب سره د خپل حکومت ثبات او پاېښت دوام نه شي ساتلي. 
لوې‌یځوالو له افغانستان سره خپلي بشري مرستې له بشري حقونو سره ټړلي دی. په اوسنې حالاتو کې پر طالبانو باندې د فشار راوستلو یوازینې وسیله همدا ده، څو طالبان یو ټاکلي لوري ته وهڅول شي، که بیا هم دا هڅې او بندیرونه ناکام شي. د طالبانو حکومت پیژندنه به د نړیوالو دولتي قوانینو لخوا د پرګماتیکو لاملونو له امله هم د تصور وړ وګرځي. خو د طالبانو حکومت به لکه د شمالي کوریا او د سورېې حکومتونو په څیر د بشري حقونو سرسخت دښمنان او ناقضین په توګه وپیژندل شي. کیداې شي بیا هم له دوی سره پر نړیوال کچ زبرځواکونه او ګاونډي هیوادونه د خبرو اترو په میز کې کینې او د یو سیال په توګه منل شي. د طالبانو پر حکومت به نور بندیزونه ولګول شي.
سمدستۍ هر دولت کولي شي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، هر دولت کولي شي د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې او په خپل سیاسي اختیار کې د رسمیت پیژندلو پرېکړه وکړي. حتی پاکستان د نړیوالې ویرې او د خپلو شومو ګتو له کبله دا پرېکړه نه کوي. طالبان باید د بشري حقونو د بندېزونو او د پاکستان مستقیمو لاسوهنو په اړه پر خپلو پالیسو باندې تجدید نظر وکړي. خپل ملي مشروعیت دې د افغانانو د عنغنوي لویې جرګې د رابللو له لارې تر لاسه کړي. 
د طالبانو سره د خبرو اتر او د دوی نویو ژمنو ورسته پر نړیوال کچ په زیاتیدونکې ډول ورځ تر بلې د طالبانو حکومت رسمیت پیژندل پیاوړي کیږي. طالبان د خپلو ناسمو پالیسو له امله د خپل حکومت په رسمیت نه پیژندلو سربیره افغانستان په حقیقت کې پر نړیوال کچ د خپلو منل شویو نړیوالو حقونو عملي کولو له فرصت څخه هم بې برخې کړي. له شپږو میاشتو راهېسې افغان واکمن حکومت د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري. که طالبان د خپل  ډیفکټو حکومت داسي درک کوي، چې دوی د خپل شتون لپاره د نورو دولتونو لخوا پیژندلو ته اړتیا نه لري. دا به د طالبانو یوه بله ستره تاریخي تیروتنه وي. پرته شکه په نننۍ نړیوال کلي کې د حکومتونو په رسمیت پیژندنه کې ملي مشروعیت ځښته ډیره مطرحه کیږي.
د بشري حقونو د منلو په اړه طالبان هم سره ویشلي شوي دي، مطمئنآ د طالبانو په منځ کې داسې مخکښ مشران شته، چې دوی د بشري حقونو پلوي دي، خو ځېنې په کابل کې د ناپوهۍ له امله مخالفت کوي. طالبان د غیر دولتي اټوریتې یا لوبغاړی په ټوګه کولي شي ځان په افغانستان کې د یو اغېزمن حکومت په ټوګه ښکاره کړي، دوی باید زر تر زره د افغانستان شاهي دولت د پخواني پاچا د دورې اساسي قانون د خپلې مؤقتې دورې لپاره نافذ کړي. د افغانستان د حکومتونو د تېر تاریخ ته په کتو سره د لویې جرګې د رابللو له لارې خپل حکومت ته ملي مشرویت ترلاسه کړي. موقت حکومت کولي شي، مخکې تر دې چې په امریکا کې د سپټمبر یوولسمې نېټې د قربانیانو یو شمیر کورنۍ دغه کنګل شوي پیسې ترلاسه کړي، د نړیوالو قوانینو له مخې په نړیواله محکمه کې د افغانستان ملي شتمنۍ په اړه خپل غوښتنلیک وړاندې کړي او د افغانستان ملي شتمنې د نړیوالو قوانینو مطابق د امریکایي بانکو څخه ترلاسه کولي شي.  
 
پای