هیڅ شی پخپله خپلتوب کې، بې له واسطې او په جلاډول او نا اګاهانی توګه شتون نه لری اوتل ټول شیا ن یودبل سره په مجموعی ډول اړیکی سره لری.
اسلامی امارت باید خپل دریځ او مسولیت ته په ډېره ابتدایی کچه کې خپلې مبتکرې روحیی ته جدی پاملرنه وکړی او دمعاصرې حکومتولی لپاره مناسب وخت او ګتور امکانات رامنځ ته کړی. اسلامی امارت ته په کار وه چې ددوحې د مذاکراتو له پیل څخه یې دیو شمېر حساسیتو نو نزاکت ته چمتوالی درلودای او دیوې بشپړې ، انډوليزه ، فعاله کورنۍ او نړیواله تګلاری سره یې اشنایی لرلی، که څه هم په مجموع کې نړیوال او سیمه اېز نزاکتونه او نړيوال حساسیتونه او کږکېچونه د سوشال مېډیا په زور ګډ وډ ،توطه ګر، پلمه ګر او اګر مګر کوونکی دی او نه غواړی چې دغه دڼړۍ ستر شیطانان له خپلو ابزاری ضد اسلا م له اعمالواوافعالو لاس واخلی او له بلې خوا دا یو روښا نه حقیقت دی چې اسلامی امارت رسنیز پروګرام خبری اهداف او څېړنې ډېرې پڅې دی یایې په چل نه یې پوهیږی او د عمل په ډګر کې یادو مسئلو ته پوره غور نشی کولی. اوس دتېرې مهمه اونا مهمه مقایسه هېڅ ګټه نه لری د تېرتش په نوم جمهوري نظام پرځید لو څخه دملت په هکله کوم مثبت شی لاس ته نشی راتلای په کار داده چې دملت لید لوری دنن په نرخ د پوهې ، درایت ،ثبات او پراخ لوری ته واړول شی. سیالی په مثبتو برخو کې دولس په ګته ده ولس هم مسولیت لری چې دملی ارزښتونو په رڼاکې خپل تاریخی رسالت هېر نه کړی.ملی او اسلامی ارزښتونه هغه وخت سمون مومی چې له شخصی ګټو لومړیتوب ولری.دوه،څلور میاشتی تر کاله ډېره کمه موده ده چې دیوه نظام تولې برخې فعالې اولاس په کار شی. او همدارنګه په نا منظمو تلویزیونی پروګرامونو کې د یو شمیر ډېرو سیاسی ،اقتصادی،نظامی ، او هرکاره نامعلو مو ناپېژندلو تش په نوم کار پوهانو هم دقصابانو لوبه جوړه کړې هریو طالبانو ته مشورې ور کوی.وایی ګاو درحال مردن وقصاب درغم چربو! موږ ولیداحساساتی معامله ګرو او احساساتی خلکو دغه هېواد له پښو واچوه.
الف: دمشروعيت لومړیتوب له اسلامی ڼړۍ سره:
افغانستان یو هېواد دی نه یوه غوجل .دا یو واقعیت چې ڼړی او سیمه ایزه هېوادونه هک پک پاتې شول کله چې طالبانو مرکزی اداره له دومره لافو ا و باټو سره په شاکړه. زور وه او که تفاهم یا بل هرنوم چې تاسې ورته لری خو دهېوادواګی یې په بشپړه توګه تر لاسه کړې. ڼړۍ خوښه او که خفه، په یوه سترګه ژاړی او که په دوه، ټول شموله غواړی او که بې شموله دا بیا دملګرو ملتو سازمان، استخباراتی کړیو،جاسوسانو ، مضرو اجنتانو،سورسپی دلیوه وروردی! خبرې او ناندرۍ دی.اسلامی امارت دې داسلامی هېوادنو له مشورو دمشروعیت لاره ډېره اسانه ده اسلام موږ سره نږدې کوی او په راتلونکی کې هم دایو ضرورت دی چې له اسلامی نړۍ سره ژمن پاتې شو . دا اړیکی زموږ دولس اسلامی فرهنګ ته وده ورکوی مسلمانان له مسلمانو سره ښه ښکاری .پاتې شوله نوره ڼړۍ دهغو لپاره هم داسلامی نړۍ له برکته ښه تګلا ره غوره کېدای شی .ټول ګډونه حکومت باید لا شرقی او لاغربی تګلاره او سیاست ولری او د سولې معیار ،موقعیت،اهمیت او غوښتنه یې دیوه نظام په توګه رامنځ ته شیی. بناء یو نظام په مجموع کې تعریف ، مفهوم ، مانا او ضوابط ولری. دنظام کلی مفهوم دعدالت ، برابری او اهلیت ، ملی منافعو پرمعنی ولاړ وی. کله چې ښاغلی حنفی د حکومت هم د ځواب ویلو، مسولیت اخیستلو او عوایدو خبره
کوی باید عملی بڼه ولری نه ظاهری خلک غوږونه لری او اوری.
ب:دقانون لپاره زمینه برابرول اوفرصت:
اساسي قانون د یوه دولت لپار نورم ګنل کیږی اود دولت د مهمو عنصروڅخه دی ، قانون هغه مهال عام کیدلی شي چې ټول ملت ته د منلو وړوی او پر هغه با ندې د لويې جرګې د پرېکړې په پایله کې ټول ولس بې له هرډول فساد پرې سلاء او راضی شوي وي، په اساسي قانون کې د هېواد په کچه او ظرفیت ټولې ملی او مدنی لویې ملی او مدنی برخې تعریف شوي وي، مثلاد حکومت ریفورم او ساختار، حکومتي عمل کرد، د صلاحیتونو او مسؤولیتونو عادلانه ویش؟ د واک د لېږد ولو ډول او طرحه او داسې نور…
ج:سیمه ایزه او نړیوال ثبات او استحکام :
د اګست دمیاشتې له پنځلسمې سره سم بدلون راغی دغه بدلون د جوبایدن دامریکا ولس مشر او دافغانستان مټکور ریس سره ۱۴ دقیقه ای خبرو اترو کې پیش بینی شوی نه وه. بایدن ته بسم الله محمدی دپړانګ اهمیت درلود او دا یی هم ویلی وه چې که حالت خراب شی نو افغان بوخ تر شبږو میاشتو پورې مقاومت و کولی شی. دا ښیی چې مټکور او د زاړه بایدن دمعادلې مومنتم ډیر کمزوری محراق درلود او له استحکام څخه لیرې ول.اوس ددې وخت رارسېدلی چې داسلامی امارت حکومت د سیاسی ثبات او حکومت ونډه له ګاوندیو،سیمه ایزو و منخنۍ اسیا(نیمه اشغال) او نړیوالو هېوادونو سره کلک دریځ، ناستې ولاړې او دخیل اوسی. هغوی سره دسیاسی معاملو اوطرزالعمل خبرې اترې وکړی.دمرستو ،اقتصادی اوسوداګری وارداتو اوصادراتو غړیتوب او امتیاز تر لاسه کړی.ملګرو ملتوسره دعلایقو جوړولو او برداشت زمینه رامنځ کول او همدارنګ دا نورو شیطا نانوسره ګړ بړ په کاردی .رسمیت پېژندل ضرور دی خو له ټولو مهم په کورکې دننه له مشروعیت څخه اوچت دسپلین او سیا ستولی ته ضرورت دی چیزیکه در دیګ باشد حتما به کاسه میرسد.
د:دښو ونې او روزنې سیستم کیفیت او معیار:
دا یو مسلکی اوږ د بحث دی، ډېرې مهمې برخې لری. ښوونه او روزنه په یوه ټولنه کې د شا دهډکو حیثیت او مفهوم لری د هډوکو کمیت او کیفیت ټول وجود سموی . ښوونه او روزنه دافغانستان لپاره وسله ده دغه وسله په کار اچولو ، ساتلو ، پالش کولو او ګټه اخیستلو ته اړه لری. تعلیم او تربیه په هېڅ توګه توپیر نه منی،ښځه او نر دواړه په اقراء باسم ربک مکلف کوی ، مساوات او د عدالت پر بنسټ ولاړ اصول رامنځ ته کوی چې انحصار نه منی فلهذا ښوونه اوروزنه به مجموع کې له وچ او رکیک سیاست سره په لجوجانه او خشمتوب ډول سر او کار نه لری.هیڅ عقل او منطق دا اجازه نه ور کوی چې دولس یوه ستره بشری کتله ، منبع او سرچینه دې له استعماری سلوک سره مخامخ شی. پوهنه رڼاده! توانا بود هرکه دانا بود!اسلامی امارت ته له پوځ څخه تعلیم او تر بیه ښه کارکولی شی نیلسن مندیلا وایی: تعلیم او تربیه په نړۍ د سترې وسلې مفهوم لری. که افغانستان کې دښوونې اوروزنې سیستم په مسلکی لحاظ سم وای موږ دوچ سیاست په بوسو نه سوځېدو او دغه به مو حال نه وه . موږ به هم دخپلواکی له همزولی جاپان سره یوه کتارکې ولاړوه خواوس زموږ کاروان د ښوونې اوروزنې به برخه کې کوږ دی ښځې دافغانستان دراتلونکی نسل میندی دی دکار ،کور ،تعلیم ، او مدنی ژوند سمبول دی . ښځې دتعلیم اوتربیې به برخه کې ځانګړی استعدادونه اوپاملرنه لری . ما دخپلو شاګردانوپه زده کړو کې دپوهنتون به کچه عملی لیدلی دی. دلته د ڼړیوالو غبرګون را پارول داهمیت وړ نه دی انصاف ،سوچ، عدالت ، ضرورت او یوویشتمه پېړۍ مهمه ده. دین او دیانت ،علم اوعرفان مهم دی ،بنی آدم یو دبل غړی دی او ډیر نور امثلهم..........
ه:اقتصادی سیستم ته لارې پرانیتل :
بيکاري ناروغی ده،تنګ نظری او احتکاررسوایی ده،قحطی،فساد،بغاوت حق او ناحق دجزیرو اونیوکو خود خواهی خورا لویې کړکېچنې ناوړه معضلې دي، وچ سیاست او جګړې مو ډیرې وازمایلې اوس ددې وخت راغلی چې اقتصادی سیاست په ټولنه کې فعاله شی . دغه سیاست ښه مدیریت کولو،مسلکی،دلسوز پوه او مجربو کسانو اوځانګړې پاملرنې ته اړتیا لری .دولتی او خصوصی بانګونو ته دسوداګری سکتور مهارول، وړوکې او لویی اقتصادی اتحادیو. کارخانې او دتعاون شرکتونه، فارمونه او دتولیداتو پراختیا هغه کارونه دی چې داسلامی امارت ملی او اسلامی احساس تنده ور باندې ماتېدای شی حکومت باید د خلکو د هوساینې لپاره کاري مناسب فرصتونه برابر کړي او د تیر حکومت له کارکونکو سره دوګونی چلند ونه کړي. په ځانګړې توګه ميرمنو ته د کار اجازه ورکړی ،مسلکی لنډ مهاله کورسونه ورته پرانیزی اود اخلاقو تهذیب او اسلامی رسالت پوهه او دانش یی لوړکړی. دخونديتوب چاپيريال ورته برابر کړي.افغانستان په اقتصادیی سیاست باندې له ستونزو ژر وځی . که طالبان اقتصاد محوره لارې چارې سمې کړی بدلون حتمی راتلونکی دی.
و:ولس سره همکاری ،ناسته او ولاړه:
موږ دوخت له غوښتونو سره سم، دبیان دآزادی پر سیاسی،کلتوری،اجتماعی او کورنی اصولو برابر لیدلوری. د خلکو غږ او غوښتنې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي، حکومت د ولس د اقتصادي د ستونزو د هوارۍ، د کار روزګار مسؤلیت ومنی. د ټولنې نور اقشار به دا چاره پر مخ یوسي. جومات ته په زور د خلکو را کاږل په جومات کې د حاضرۍ لګول او داسې نورې کړنې لازمې نه دي که لازمې هم وی یو دسبلین او عام اصول ولری. دولت مکلفیت لری چې د سیاست، اړیکو، پرمختګ، تعليم، صحت او نورو عامه خدمتو ته چمتو والی ولری ترڅود هېواد او خلکو لومړنۍ اړ تیاوې او خود کفايې ته لاس رسی ولری. .
ز:عدالت ، انصاف او سوله ایز ژوند ته اهمیت ور کول :
عدالت ، انصاف ، او سوله ایزه سیاست مستقیما دټولنې په ټولو برخواو ابعادو کې اغیز لری حتي په نړۍ باندی. دسولې سیاست د نړۍ دهر سیاست څخه اوچت دی فکر نه کوم چې دموکراسی یا دبل هر مکتب پیروان له دې سولې سره سیالی وکړی شی دادملت، ولس او ټولو په ګټه یو اسلامی اخوت ، مقتدر، پایدار او ټول ګډونه حکومت دی په ځان بسیا هېواد هغه وخت دا ولس کېد ای شی چې خلک عملا له حکومت سره د ملی او اسلامی ګټو ته ارزښت او اهمیت ورکړی او ژمن وی دولت په غچ اخیستلو،اهانت، تحقیر، فاسد ، واسطه او وسیله، ډله ایزه اړیکو او ناوړه فرهنګ هېڅ وخت پرمختګ نشی کولی. دلته په تیرو شلو کلو کې دفرهنګ په برخه کې ډېرې لاس وهنی شوی.خلک مغشوش شوی او ډیری افراطی لوری ته تشویق شوی. دلته بې شمیره قابیلانو لندې پاچایی کړی.وایی حال منصور ویلی چې په دار ختلی.