مقالې


مرز منفور (معرفی کتاب نفرین دیورند)

وقوع دیورند در تاریخ افغانستان، واقعی ترین معنی یک مرز منفور است. راجع به این تراژیدی، آثار، کتب و مباحث زیادی ارائه شده اند که اگر جلو آگاهان آن ها قرار داده شوند، نو نیستند؛ اما این، به معنی ختم مقال نیست.  عموماً آشکارایی پیرامون خط دیورند در سایه ی تقابل افغانستان و استعمار انگلیس، روابط دیپلوماتیک و تلاش های مایل اتحاد شوروی به ابحار گرم، صورت گرفته است. یعنی خلط بیش از حد سیاسی، گونه ای از تلقی رسمی این خط را دامن می زند. بنا بر این، ادعای جاگزینی پاکستان به معنی طرف اصلی، ادامه

30.10.2020 مصطفی عمرزی

ښاغلی ولسمشر! مونږ نه غواړو تېر تاريخ تکرار شي

د قطر بين الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي. مونږ ناهيلئ شوي يو. ښکيلې خواوې نه سولې ته د رسيدو وړتیا لري او نه هم اراده. ولس مو د جګړو په تنور کې سوځي، هره ورځ د لسګونو افغانانو وينه توئيږي. هيواد مو د خپل تاريخ خورا حساسې شېبې تيروي. جنازې کوو، په وينو لړلي ځوانان قبرونو ته له ډيرو ارمانونو سره ښکته کوو او د فاتحو مراسم نيسو، خو نور هيڅ نشو کولاى. ځان بې وسه او بې کسه ګڼو. ملي يووالئ مو ټکنى شوئ ده. چا د پښتون تاجک او هزاره په نوم سره ويشلي يو او تاسو د ښځو او ځوانانو، قومونو او سمتونو ترعنوا

29.10.2020 عبدالوحید وحید

د اسلام اباد د بلنو شا ته څه روان دي؟

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک په درشل کې د امریکا، اسلام اباد او طالبانو ترمنځ؛ په ټوله کې د افغانستان د راتلونکي برخلیک او په ځانګړې توګه د حکومت د ډول او نظام په اړه، معامله شوې ده. د درېواړه لورو په وروستیو څرګندونو او اقداماتو کې د ورته توب داسې نښې نښاني له ورایه ښکاري چې د یوې ګډې معاملې تعفن ترې خېژي! د امریکا له لوري، رسنیو ته مخکې هم څڅول شوې وه چې د دوحۍ په هوکړه لیک کې دوه داسې پرېکړې (یا ښای له دوو زیاتې!) چې د هوکړې په ښکاره متن کې نه دي بیان شوي، ځای پر

27.10.2020 سرلوڅ مرادزی

زلزله عذاب دی که رحمت؟ دويمه برخه

زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟! (مفتي فضل هادي سالک ) (۲برخه) دزلزلې حقیقت زلزله کوه طبعی پیښه نده ،نه کومه داسې فطري اومعمولي حادثه ده ،چې په خپله مینځته راغلې، یا لکه دځینوساینسپوهانوپه نظرچې ځمکه کې بخار جمعه شي او دوتلو لاره یې نه وي، نوهغه یوه چاودنه وکړي، نودهغې په پایله کې زلزله رامینځته شي ،بلکې دایو آفت او عذاب یا رحمت دی ،الله تعالی چې یې وغواړې هغه ځای کې صورت نیسي ،چیرته چې ګناهونه ډیر شي داسې الهي حوادث مینځته راخي . لکه ددې وروستنې حدیث شریف نه چې معلومیږې، ددې ټول

26.10.2020 مفتي فضل هادي سالک

د اقلیمی بدلون د اونۍ په مناسبت

چاپیریال ساتنه دیو ې ساینسی اوحیاتی موضوع په توګه (داقلیمی بدلون دنړیوالې اونۍ په مناسبت) د اکتوبر له ۱۹مې څخه تر ۲۵مې پورې یوه اونۍ؛ ټولې نړی د اقلیمی بدلون دهفتی( Global Climate Change Week) په نوم نومولی ده. دا د اندیښنې وړهغه بدلون ته اشاره ده چی د نړی تودوخه کال په کال زیاتیږی، چې پایله یې ټول بشریت ته زیان اړوونکی ده. دچاپیریال پوهنی دڅانګې څیړونکی او علمی مراکز په دغه اونۍ کې په دې هلکه علمی مقالی نشروی اودغې مسئلې ته دنړیوالو پاملرنه رااړوی. دملګرو ملتونو دچاپیرال ساتنۍ پر

26.10.2020 پوهاند محمد بشیردویال

دحکمتیار څرګندوني دوهم کور مي پاکستان، خو راځي چه موږ وایو پاکستان نه بلکه کوزه پښتونخوا ده

دخوست په یوه لیري پرته سیمه کي یوه سپین سري بوډا مور مریضه وه په کور کي دوي د ډاکټر پيسي نه درلودي او لور يی خپلې مریضي مور ته وویل چه موري زما ګاڼه به خرڅه کړو چه ته ډاکټر ته په ولاړه شي. بلاخره همداسي وشول دوي دخپلي لور ګاڼه خرڅه کړه او یو څه پیسي يي ورته برابري کړي. دوي څو ځلي د خوست مرکز ته ډاکټرانو ته وراغلل خو یو څه پیسي به يي خرچ شوي لاکن د مریض حالت به ورځ تر بلي خرابیده. دوي بلاخره تصمیم ونیوه چه کوزې پښتونخوا ته ولاړ شي. خو دي سپین سري مور پاسپورت خو څه چه تذکره

26.10.2020 میرویس زړن

سوله: لیدلوری او پیشبیني

سوله موږ ته حیاتي ارزښت لري. ۴۲ کاله د لویو زبرځواکونو تر تاړاک لاندې یوو. سیمه ایز حریفان او بدخواهان هم له دې فرصته د خپلو تاریخي ماتو د انتقام اخیستو په فکر کې دي چې که زموږ هیواد اشغالولای نه شي، لږ تر لږه سل کاله مو (د دوی په وینا) له شره ځان وساتي. شوروي او امریکا دلته د پښتنو د ماتولولپاره راغلۍ وو. لومړي یو نیم او دویم یو میلیون پښتانه ووژل خو غرور یې ورمات نه کړای شو. اوس د سولې لپاره یو فرصت راغلی دی. خو د هیلو تر څنګ شکونه، تشویشونه او ویرې هم ورسره دي. ۲۸ کاله مخکې د ډاکتر

26.10.2020 سوله مل افغان

د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای!

د امتحان د تیارۍ لپاره مناسب ځای! عبدالله وردک. انګلستان - آکتوبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! د محصلینو لپاره د امتحانو وخت ډېر مهم دی. دا ځکه چې د دوی د یوه کال د خواریو او زحمتونو نتیجه، به همدغه امتحان تعینوي. غواړم، د زده کړې په ټولو مرحلو کې د یوه شاګرد په حیث، او همدارنګه، په افغانستان او انګلستان کې د یوه معلم په حیث، دغه لاندې ټکي قدرمنو محصلینو ته وړاندې کړم: د امتحانو په وخت کې محصلین، د درس ویلو او تیارۍ نیولو لپار

25.10.2020 عبدالله وردک

خوب مې لیدلی که یې څوک راکړی مانا

کرزی اصلا ډېر ناوخته له خواږه خوبه را پاڅیدلی دی او په دې پوه شوی چې د سولې بهیر رامنځ ته کېدل موږ وینو خودا یې نه دی ویلی چې څنګه یې وینی ؟ چې پاکستان او امریکا په عالی هماهنګی سره روان دی عالی هماهنګی په کومو برخوکې ولې عالی؟ اوموږدسولې بهیر کې دپاکستان رول درک کوو. کرزی یوویشت ځله همدې پاکستان ته سفرونه کړی دی او د پاکستان په مشوره دبن له معاهدې سره کابل ته راغی خو موږ ته سوله بل څه ده دسولې ډول او رنګ مجهوله خبره ده او دامریکا او پاکستان ترمنځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده. وایی هم

25.10.2020 ع.شریف زاد

زلزله رحمت دی که عذاب؟

زلزله رحمت دی که عذاب ؟؟! (مفتي فضل هادي سالک ) دې کې شک نشته ،چې زلزله دالله جل جلاله دقدرت له آیاتونو څخه هغه آیت دی، چې کله په یو قوم کې سرکشۍ ډیرې شي ،نو څښتن تعالی پرې دا قوم وویروي او خپلو کړنو ته یې متوجه کړي ، کله چې بیا اصلاحات پکې رانشي ،نو دهلاکت تر سرحده یې ورسوي . ،دا داسې یوه غیبي قوه ده، چې دنړۍ بشر یې له کنترولو څخه عاجز دی . ډیرو خلکو سره داسې پوښتنې پیدا کیږي چې دا زلزله ولې کیږي ؟ څه وجوهات لري ؟ دا زلزله رحمت دی که عذاب دی؟ ددې زلزلې حقیقت څه شئ دی

25.10.2020 مفتي فضل هادی (سالک)

کابل ، د جنایتکارو بانډونو ځاله

د کابل ښار اوس عملا د غلو او جنایتکارو بانډونو په ولکه کې دی. دا بانډونه د شپې او ورځې دا ښار کنترولوي او هر وخت او هر چیرې چې وغواړي خپل د جرم او جنایت د تر سره کولو عملیات تر سره کوي. ددې جنایتکارو بانډونو په وړاندې هیڅوک مقاومت نشي کولی او نه یې امنیتي مسوولین مخه نیولی شي.دا ځکه چې دا بانډونه د ځنځیر په توګه تنظیم شوي دی د هر ځنځیر سر تر ارګه ، سپیدار ماڼۍ ، وزارتونو او ولایتونو پورې رسیږي. او هر بانډ د حکومت د ډیر لوړو پوړیو سره اړیکي لري. د کابل ښاریان په بشپړه توګه ډاډه دي چې د

25.10.2020 احمدجان تڼی

د غلیم غېږې ته د حکمتیار پناه

په پنجاب کې د ښاغلي ګلبدین حکمتیار خبرې چې ګواکي "د افغان دولت بېړۍ سورۍ ده" او ډېر ژر به "ډوبه شي"، د هغه چا په مثال ده لکه د خپل ناموس په اړه چې له خپل غلیم سره خبرې کوې . له همدې امله ټول هغه شکونه او پوښتنې چې نه یوازې د شخص حکمتیار په اړه وې، بلکې هغه پوښتنې او شکونه هم چې د ده د سیاست په اړه ول، همدې حکمتیار په خپله ځواب او زباد کړل۔ نور

24.10.2020 محمدکریم نور

حنفي فقه او د سولې کاږه واږه پیچومي

چشم بد دور، زموږ په وطن کې د جنازو او هدیرو تر څنګ نن سبا د سرو کرښو هم ښه پریماني ده. چا ته جمهوریت سره کرښه ده، چا ته امارت، چا ته د شلو کالو لاسته راوړنې او دا دی اوس حنفي او جعفري فقهې هم سرې کرښې شوې. زموږ د جغرافیا د ارواښاد معلم صیب قادر خان، تکیه کلام رایاد شو چې د هر درس په آخر کې به یې ویل: (ګل د کدو ګل دی، یو پورته کوم لاندی تری بل دی) نن په قطر کې له طالبانو سره د افغان دولت د بی بنده بی سربنده ناستو پاستو او سیاسي چنو وهلو یوه میاشت پوره شوه. د هوټل په ښایسته تالارونو او لابي ګان

23.10.2020 ولي الله ملکزی

د امريکا نوې ستراتيژي  د مذهبي جګړو  له لارې د حکومتونو راپرځول

د توکم پالنې جګړې  د امریکا په متحده ايالاتو کې ډېر پخوانی تاريخ لري او د پېړيو پېړيو په تېرېدو لا هم په امريکا  کې تور پوټکو ته په ځينو ايالتونو کې په ښه نظر نه کتل کېږي، په دې اړه خبرې کول يو اوږد بحث او يوه اوږده موضوع ده. ددې خپل منځي تفرقو مشري  په ډېرو مواردو کې سپين پوستو لوړ پوړو امریکايي چارواکو د خپل حاکميت د غځولو لپاره کوله . خو نن سبا چې د رنګ او توکم پر اساس جګړې کوم انتن نه ورکوي او  خلک له هغو دورو راوتلي دي  اوس امريکايي چارواکي او د دوی ځينې متحدين غواړي چې د مذهبونو پر بنسټ

23.10.2020 عبدالله لغمانی

د راتلونکي لنډمهاله حکومت مشر درانی، بارکزی که کابلی؟؟؟

له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د راتلونکي لنډمهاله حکومت د مشر په اړه بحثونه او ځینې لیکنې کیږي، جالبه ده؛ پرته له دي چې د شخص او راتلونکي په اړه باوري معلومات ترلاسه شي، د خلکو د اذهانو د ګډوډولو لپاره ځینې نومورکي رسنۍ د خپل شهرت له امله ځینې وخت ناسم معلومات او اوازې خپروي. د لنډ مهاله حکومت لپاره د احمدشاه دراني نوم په خولو کې اوړي را اوړي، او ډیری لوړ پوړي افغان چارواکي او سیاستوال یې ګیچ کړي، دارنګه بهرني ډیپلوماټان هم نه پوهیږي چې دا څه ډول لوبه ده. د روان کال فب

23.10.2020 نظرمحمد مطمئن

د جګړې بدرنګ بیزونه او د ملي شتمنیو د لوټ غمخواره!

ورووستیو څلور لسیزو پرلپسي جګړو، ناخوالو، په کور دننه د پردویو اجنډګانو تعقیب، لاسوهنو، نیواک او یرغل په افغان خاوره کې د هر موجود وجود بی تعریفه کړې، هرې رنګینې خپله ښکلاه بایللي، هر خوند خپل رنګ ورک کړې او هر معیار د مروجو او منلو علمي او تاریخی مفاهیمو او ویوکو په خلاف کاریدلی او ورڅخه ناوړه ګټنه شوی. د بېلګې په توګه د لومړی افغان انګریز ملی غزاه اتل وزیر محمد اکبر خان بی ګوره، بی لقبه او بی رتبي دې مګر بچه سقاو او د تنظیمي جګړو ټول بدنامان، بلچار‌ان او بګیلان د کابل په لوړو څوکو ک

23.10.2020 قاضي نجيب الله جامع

مرز و بوم (معرفی کتاب)

تصور انسان از زنده گی به دو معنی گذشته و حال، او را در فضای میان آن ها اگر در تامل آینده امیدوار می سازد، عقبه ی آن، به ماضی ای نیز وصل است که وقتی تداعی می شود، در جا هایی که خوش باشد، عزت نفس می بخشد.  یکی معنی معمول مرز و بوم، جای آرامش های آدمی ست. در ضرورت القای فرهنگ سازی های آن، گذشته های خوش مردم در مرز و بوم بزرگان و حیاطی که در فرصت های آن اندیشیده اند، این محدوده را نوعیت و ماهیت نیز می بخشد.  در چند سده ی پسین، هرچند تعدی و هرج و مرج در سایه ی تنازع بیرونی در این م

23.10.2020 مصطفی عمرزی

په غني پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده

ځينې دوستانو ګيله کوله، واى يوازې په غني پسې مو را اخيستې ده. مال، يوه خبره خو داده چې يوازې په غني پسې مو نه ده را اخيستې، بلکې د جګړو د دواړو خواوو نيمګړتياوې ور په ګوته کوو. بله خبره داده چې په شخص پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده، په فساد پسې مو را اخيستې ده، په لارو او کوڅو کې غلاو، هدفي وژنو او نا امني پسې مو را اخيستې ده، د سولې په وړاندې په خنډونو جوړولو پسې مو را اخيستې ده، د چارواکو لخوا په ديني او ملي ارزښتونو باندې ملنډو پسې مو را اخيستې ده او د ځينو چارواکو تر سرپرستي لاند

22.10.2020 عبدالوحید وحید

ولې په حکومت کې ملي لوری تخریبیږي؟

په دولت او په تېره بیا حکومت کې ملي لوری او ملي سیاستونه، زیات تخریبیږي. داسې تخریبونه باید د روغو او سالمو نیوکو سره چې د سیاستونو او تګلارو په سمون او ګټورتوب خپل اغیز ښندي، مغالطه نه شي. طبیعي ده دلته دا پوښتنه رامنځته کیږی چې ولې حکومت کې تر رنځورو، عیب منو او ملي ضد لیدلورو زیات، هغه لیدلوري او تګلارې تخریبیږي چې د هېواد د ملي ګټو، نظام او د قانون د پلیتوب هڅه کوي؟ بلخوا ولې د هغو کړیو په افشا کې چې په ورته وخت د حکومت برخه جوړوي او د حکومت د ناوړتیا او کمزورتیا اصلي لامل هم دي، چوپتیا ا

21.10.2020 سرلوڅ مرادزی

اسلام، اسلامی حکومت، او اسلامی قانونی نظام

بسم الله الرحمن الرحیم   مقدمه:  زړی دسیسی، مسلمانان او پښتانه دا مقدمه په دی خاطر لیکل سوی چه استعماری عناصرو کوښښ کاوه او لا بوخت دی چه اسلام مسخ کړی او مسلمانان ګمراه. د افغانستان په ځمکه دا تحریک د امیر حبیب الله له وخته شروع او د امان الله پاچا په وخت کی یی زور اخیستی او لا روان دی. دی تحریکونو څنګه پښتنی جامعه له خپلو رواجونو نه اړولی، او لا هم کوشش کوی چه نوره یی لا پسی خرابه کړی. مونږه د سید جمال تاریخ ته ګورو. مونږ هیله لرو چه پښتانه د خپل دود او رواج نه لیږ خ

21.10.2020 طاهر ثابت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more