د سیاسي زعیم او رئیس قوم انتخاب زما اختیار دی ، تاته چا دا اختیاردرکړی ، چه زعیم را انتخاب که ! 

 

دا چه تا يو څوکتابونه لوستي او د عربو تاج دي پر سر ایښی ، دا حق ځان ته ور کوې چه : زعیم او کفیل را انتخابوې ،دامنم چه عالم او بې علمه ندي مساوي ، نو دا مانا نه چه زعیم او کفیل به ته را انتخابوې ، 

دا منم چه علم د خدای ذاتي صفت دی ، علم لوړ مقام دی ، هو ! دا راسره ومنه چه علم یو نسبتي قدرت دي ، هر بنده یواندازه علم لري ، او هر بنده یو اندازه جهالت اوناپوهي  لري ، خو ! یوه خبره ډېره صفاءاو بدیهي ده چه : هر انسان دخداي خلیفه دی ، او هر انسان ته کرامت عطاء سوی . 

 


ته به عالم یې ، خو داحق نه لري چه زما په کور کښي ماته ستا په امامت  لمونځ راکړې زما په خپل کور کښي امامت زماحق دي ، زما په خپل کور کښي زما تر شا و درېږه زه دي امامت کوم ، که ته د قیامت پر ورځ ایمان لرې ؟ . 

ته علمیت لرې ، زه يو چوپان یم ، خو تر تا په وزن کم  نه یم ، د انسان د درنښت او ثقل مرکز تقوی ده ، ستا دا عربئ تاج  ستا د ثقل مزکر باندي اثر نه لري ، زه په ښه فطرت سره جوړ سوی يم ، د ښه او بد تفکیک په محضي او آسانی سره کولی سم ، زه او ته ( فقیه) دواړه په یوه فطرت دې دنیا  ته راغلي یؤ ( د ښه او بد د تفکیک له پاره و مدرسې ته تلل ندي ضرور )  هو ستابه ډېر «قِيلَ وَقَالَ، وَإِضَاعَةَ المَالِ،وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ» لري او کوې 

 


خو دا په دې مانا نه چه ته به زما څه اختیار اخلې و ماته به سیاسي زعامت را انتخابوې ، هو ! که وماته کوم سوال اوپوښتنه را ولاړه سي طبعا به له اهل ذکر نه به پوښتنه کوم ، دا پوښتنه زما د ضعف نقطه  نده ، او دا چه ته اهل ذکر يي ستر  کمال ندي ، في العلم درجات تر تا لوړ هم سته ، دا سي نده چه تاته به نو پوښتنه نه درپیدا کیږي  ، جهالت اوانسان سره تړلي دي ، 

 


سر پرست رئیس صاحب ! 

په توپ ، اسلحه ، عسکر قوت  زعامت نه ساتل کیږي ، زعامت د ټولني د خلګو امانت وظیفه ده  ، د ټولني اکثریت خلګ چه تا انتخاب (زعامت )  کړي ، نو بیا دغه اکثریت خلګ دي چه ستا د زعامت شاته دریږي ، او ساتنه ئې کوي 

د ټولني زور د خداي زور دي ، عسکر او په اسلحه کښي زور نسته ، که ټول ملت زعامت انتخاب کړي 

نو دغه وخت دي چه : علماء ویلی چه "السلطان ظل الله في الأرض 

 


داچه د خدای دوستان او د الله دښمنان ټول د همه شموله غوښته کوي ، یو مشروع غوښتنه ده ، ملل متحد  یو  ستر سیاسي مرکز او  دارالافتاء ده   

 


ملت و هر فرد ته دا حق ورکه چه سیاسي زعیم انتخاب کړي چه غواړي ، او دعالم  او کم علمه رایه اچول مساوي وګڼه 

 


هر کله چه دي زعامت د ملت په رایه وګټلی ، بیا نو دا دي یو حق مسلم دي چه سیاسي چوکۍ و ملاته ورکوي او که ملانما ته ، او که احمد او یا زید ته 

 


که له پورته سیاسي  ابزار نه کار واخلې ، په رسمیت پېژندل دی ، یو مسلم حق دي  ، نه وینم چه ملل متحد دی ستا پرحق ستر ګي پټي کړي ، منتخب حکومت همېشه منلی ؤ او  دی او یی به 

 


زعامة د زور له لاري او يا تنها  د څو علماء کرامو په رایه هیڅ مشروعیت نه لري ، چا چه جهاد د زعامة له پاره وکړي ،هغه به پړمخي ……… 

 


 (………..ويؤتى بالذي قتل في سبيل الله فيقال له في ماذا قتلت فيقول أمرت بالجهاد في سبيلك فقاتلت حتى قتلت فیقول الله له كذبت……. ) 

 


و ما عليك إلا البلاغ