دویمه او ورستۍ برخه 

۶. د سعودي عربستان، افغانستان او طالبانو اړیکو ته یوه لنډه کتنه
پر افغانستان باندې د پخوانې شوروي اتحاد د یرغل په مهال سعودي عربستان د کمونېزم ضد مجاهدین له هر اړخېزه پلوه تمویل کړل. د دې سربېره افراطي اسلامي سني ډلې لکه د القاعدې ترهګرې ډلې مشر بن لادن، هغه څوک چې د امریکایانو لخوا په پاکستان کې ووژل شو، د سعودي عربستان او خلیچ هیوادونو څخه سیاسي، مذهبې ایډ‌بالوجیکي او مالي مرستې ترلاسه کولي.
د ۱۹۷۹ یم کال د لسېزې په پیل کې سعوديانو او د پاکستاني پوځي اشتبلیشمنټ جنرالانو او پنجابي ستراتیجسټانو د خپلو سیاسي موخو لپاره د پښتنو په بڼسټپانه کولو او سختدریځه کولو باندې کار پیل کړو. هممهاله په ایران کې د اسلامي انقلاب بهیر روان و. دوی په پښتونخوا کې خلکو ته اسلامي قوانین تشریح کول، کوم چې د سعودي پاچا سلاکارانو لخوا لیکلي شوي و. د متحده ایالاتو په مرسته او همکاري سعودي عربستان په افغانستان کې د شوروي یرغلګرو پر وړاندې د پاکستان په همکاري د افغان جهاد ملاتړ کاوه. د همدې همکاریو په پایله کې د القاعدې سازمان وزیږید. د ریاض او اسلام اباد استخباراتي مامورینو په پښتونخوا کې د افغان کډوالو په پڼغالو کې سلګونه دېنې مدرسې جوړې او تمویل کړې. په پیل کې دا مدرسې د مجاهدینو د جلب جذب مرکزونو لپاره کاریدلي، چې بیا ورسته د طالبانو غورځنګ بنسټ ایښودونکی غړي د پاکستان د اې ایس اې په مرسته له همدې مدرسو څخه راپورته شول.
په ۱۹۹۶ کال کې له افغانستانه د شوروي اتحاد پوځونه ووتل، طالبانو د کورنې جګړې ورسته واک ترلاسه کړ. هغمهال د دوی اسلامي امارت یوازې د سعودي عربستان، متحده امارات او پاکستان لخوا په رسمیت وپیژندل شو.
په ۱۹۹۸ کال کې کله چې طالبانو سعودي عربستان ته د القاعدې مشر ورسپارل رد کړل. د سعوديانو او طالبانو اړیکې سړې شوي. اسامه بن لادن له اې اېس اې سره ډیرې نږدې اړیکې درلودې. د بن لادن تر وژل کیدو پوره اته کاله هغه د اې اېس اې تر څارنې لاندې په ایبت باد کې ژوند کاوه. القاعدې او طالبان لا تر اوسه ډیرې نږدې اړیکې لري او دوی به دغه اړیکې پرې هم نه کړي. په ۲۰۱۶ کال کې د القاعدې بل مشر ایمن الضواهري له طالبانو سره بیعت کړي دی. د القاعدې ترهګرۍ شبکې تبلیغاتي څانګې د طالبانو ایډیالوجیکي بریا له کبله دوی ته په ښکاره مبارکې ویلي ده.
په ۲۰۰۱ کال کې په نیویارک کې د یوولسمې سپټمبر ترهګریزو بریدونو او پر افغانستان د امریکایې یرغل ورسته سعودي او اماراتو په افغانستان کې د متحده ایالاتو لخوا د نویو حکومتي بنسټونو څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړو. که څه هم له خیلج هیوادونو څخه شخصي مرستې تر دوه زره شلم کاله پورې طالبانو ته دوام درلودې. وسمهال طالبانو د سعودي ولیعد محمد بن سلمان د منځلارې اسلام په مفهوم او کاڼسټ کې کوم، چې د هغه لخوا تبلیغ کیږي، مناسب خلک نه بلل کیږي. په تیوریکې ډول د طالبانو سختدریځه غورځنګ د ریاض لپاره د یوې وسیلې په توګه په تهران کې د شیعه رژیم په وړاندې هم کاریدلي شي. خو د طالبانو سره دغه ډول اتحاد ناشوني بریښې. دا اتحاد د عربستان او عربي اماراتو ترمنځ د قطر پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو او مالوماتې جګړه له کبله په تضاد کې واقع کیږي. ځکه ریاض او ابوظبې د قطر کوشنی دولت په دوحه کې طالبانو ته د اړیکو یو دفتر خلاصولو له امله د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړي دی. وسمهال د دوی ترمنځ د امریکا متحده ایالات په منځګړتوب خبرې اترې رواني دي. له بلې خوا د طالبانو او د ایران شیعه رژیم ترمنځ اړیکې بیا د ښه کیدو په لور رواني دي. 
په حقیقت کې سعودي عرب هیڅکله له طالبانو سره خپلې اړېکې په بشپړه توګه نه دي پرې کړي. شتمن سعودي په افغانستان کې طالب جنګیالي، د بنسټپالنې جوماتونه او مدرسې تمویلو ته دوام ورکړي دی. ریاض طالبانو ته اجازه ورکړي، څو په سعودي عربستان کې مالي مرستې راټولي کړي. په افغانستان کې د سعودي موخه د ایران د اغېزې‌‌ مخنیوې یا کمول دي. په هر صورت سعودي وسمهال عربستان د طالبانو د واکمنۍ ته په محتاطانه ډول غبرګون ښودلي دی. د سختدریځو سره یووالۍ د ولیعهد محمد بن سلمان د پالیسیو سره سمون نه خوري، ځکه هغه وسمهال ځان د اصلاح غوښتونکو او منځلارې اسلامپالنې استازی بولي‌. په عربستان کې میرمنو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوي ده. هلته خلک سینماکانو ته ازاد تللي شي. د لویدیځ پاپ موزیک کنسرټونه ترسره کیږي، دې ته ورته ډیر نور عامه اصلاحات د سعودي په ټولنه کې پلې کیږي. داسي انګیرل کیږي، چې سعودي عربستان د طالبانو سخت، بې ځایه، ورسته پاتې او محافظه کارې بنسټپالنې پالیسي ردوي. داسی ښکاري چې سعودي عربستان او طالبان یو بل ته د القاعدې سره د اړیکو ساتلو له امله نه دې سره نږدې شوي‌. دوی د طالبانو واکمنې په رسمیت پېژندلو په اړه اصلا فکر هم نه کوي.
سعودي یو له هغو دریو هیوادونو څخه و، چې د طالبانو رژیم یې په رسمیت پېژندلي و. وسمهال که څه هم طالبان ویلي، چې دوی نور هغه شان د ۲۵ کلونو پخواني طالبان نه دي. دوی د ښې ادارې رامنځته کولو لپاره بدل شوي دي، نور د نوویمو لسیزې سني سختدریځه خلک نه دي، چې لاسونه پرې کوي او نجونې ښوونځی ته نه پریږدي، د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوي نه لري. د دې سربیره د اسلام اصلي ټاټوبي سعودي عربستان او طالبان له یو بل څخه پردي شوي دي. سعودي عرب د افغان جهاد له تمویلونکی څخه د طالبانو سره تر سیالې پورې وتللي دی. د اسلام سپېڅلي دین زانګو سعودي عربستان اوس د هغې حالته راوتلی، کوم، چې د سعودي شاهي کورنې د یو سپېڅلي اسلام خپرولو لپاره کمپاینونه او تبلیغات کول.


۷. د طالبانو نوې واکمنۍ سره د قطرعربي هیواد اړیکې
د قطر عربي هیواد د افغانستان خونړۍ جګړییز کړکیچ د حللارې لټولو لپاره راډانګي دي. په دغه کوشنۍ صحرایې عربي هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي اډې هم شتون لري. قطر د افغانستان په کړکیچ کې ځان پر نړیوال کچ منځګړتوب ته وړاندې کړي دی.
له ۲۰۱۳ کال راهېسې طالبان په پلازمېنه دوحه کې د اړېکو یو رسمې دفتر لري، هلته نړیوال منځګړي هیوادونه او د افغانستان په جګړه کې ښکېل هیوادونه یو بل ته لاسونه سره ورکوي، بحثونه کوي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې برخلیک ټاکونکی هوکړه لیک لاسلیک شوي دی. د قطر هیواد له د دې اسانتیاوو برابرولو سربیره له طالبانو څخه سیاسي ملاتړ هم کوي. که څه هم په حقیقت کې سعودي عربستان تر ټولو عربي هیوادونو په سیمه کې په خپله برتري او لاسبري باندې ټینګار لري. دوی د طالبانو سره ډیر دینې، مذهبې ګډ مشترکات او شرعي قوانین هم لري. وسمهال د سعودي مشران په سعودي عربستان کې د شریعت قانون یو ډیر دقیق او محافظه کاره تفسیر پلې کوي. خو دا مهال قطر یې مخه نیولي. د قطر چارواکې په دې اند دي، چې په سیمه کې بنسټېز بدولونه راروان دي. قطریان غواړي، په دغه بدلونونو کې د یو بې پرې منځګړي په توګه فعاله برخه ولري. د یو بریالي منځګړي رول لوبولو سره دغه کوشنۍ عربي خلیجي هیواد غواړي، په سیمه کې خپل پاېښت، سیاسي شتون او خپل اغېز د سعودي په پرتله لا پیاوړي جوت وکړي. د قطر یوه جګپوړي ډیپلومات طالبانو ته د یوه ښه اسلامي نظام جوړولو په موخه د قطر دولتي نظام سیسټم د یوې نمونې په توګه هم وړاندې کړي دی.
د طالبانو ایډیالوجیکه بریا د عربي اسلامي نړۍ لپاره یو دوه اړخیزه تېره توره په توګه ښکاري. په افغانستان کې د طالبانو واکمني په سیمه کې پر اسلامي نرۍ باندې خپل اغیز لري. په ځانګړي توګه پر مذهبې، توکمې او ایدیالوجکې ټوپيرونو باندې د پاموړ اغیز لري. له دې امله په افغانستان کې ورستي پرمختګونه د ټولو ګاونډیو هیوادونو او اسلامي نړۍ لپاره د یوې دوه مخیزې تورې مانا لري. تر ټولو لومړې ګواښ پاکستان ته متوجي دی، که څه هم طالبان په پاکستان کې تمویل او هڅولي شوي دي، خو د پښتنو په زړه کې یوه نا رسمي غیر فطري، استعماري کرښه شتون لري، د دې کرښې دواړو غاړو ته پښتانه پراته دي، له همدې سیمو څخه طالبانو خپل جنګیالي جلب جذب کړي دي. د دې ګواښ شته، چې طالبان د سیمو کنټرول په لاس کې واخلي او د افغانستان تاریخي خاورې بیرته له افغانستان سره یو ځای کړي. 


۸ . د افغانستان او طالبانو په اړه د ترکیې دولت پلانونه او لیوالتیاوې
ترکیه او افغانستان په مذهبې توګه سره وروڼه هیوادونه بلل کیږي. ايا په ریښتېنې مانا سره دوی په بهرنې سیاست کې هم سره وروڼه دي‌. پر کابل باندې د طالبانو واکمنیدو څخه پېنځه ورځې ورسته د ترکیې حکومت او ولسمشر اردوغان خپل دریځ غوره او څرګند کړو. په داسې حال کې چې د طالبانو واکمنیدو په اړه د ترکیې او نړیوالې رسنۍ په خورا شدت سره د خبرونو په خپرونو باندې بوختې وې. د ترکیې حکومت هڅه کوله انتظار وباسي، څو د طالبانو په واکمني کې د ځواک بدلون نښې نښانې رابرسیره شي. ځکه ترکیه په یوه بې ثباته وضعیت کې ولاړه وه. ترکیه د خپلو ملي ګټو لیوالتیا لپاره په انتظار کې وه. له یوې خوا د ترکیې سرتیرې د ایساف ماموریت کې برخه درلودله، له بلې خوا دوی غوښتل د طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکي لارې هم خلاصي وساتې. تورکانو نه غوښتل، څو د دوی سرتېرو ته د وتونکی اروپایې او امریکایې سرتیرو په څیر وکتل شي. د دې سربیره د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په ډاډ سره اعلان وکړ، چې خپل سفارت یې د کابل هوایې ډګر ته لیږدولي دی، خو د تړلو هیڅ کوم پلان نه لري. که څه هم طالبانو د ترکیې پلانونو سره مخالفت ښودلي و، خو ترکیه د کابل هوایې ډګر امنیت ساتنه کې مهم رول لوبول غواړي. ترکیې غواړي په کابل کې د واک تښې څخه ګټه پورته کړي. که دغه پلان عملي شي، ترکیه له یوې خوا خپلې کړکیچنې اړیکې له امریکا سره رغولي شي او له بلې خوا ترکیې دا هم خپلو ناټو ملاتړو ملګرو ته ښوولي شي، چې د ناټو څخه بهر د ترکیې مخ په ډیریدونکې اغېز او خپلواکي د ناټو غړو هیوادونو په ګټه تمامیداې شي.
ترکیې د کلونو راهېسې په مکرر ډول ویلي، چې د خپلو ګډو اسلامي ریښو او اړیکو له امله د نورو لویدیځوالو لوبغاړو او ناټو هیوادونو په پرتله په افغانستان کې د ناټو ټلوالي ته ښې ګټې راوړي دي. د ترکیې د فاع وزېر د کابل هوایې ډګر د پوځي عملیاتو همغږۍ کولو کې ځښت ډیر بوخت هم و، هغه وویل؛ موږ به تر هغه وخته دلته پاتې شو، ترڅو افغان وړوڼه موږ غواړي. د ستراتیجکي پلوه تورکانو غوښتل، د افغانستان په مهمه دروازه کې خپله پښه ایښودلي وساتې.
طالبانو په لومړۍ سر کې د ترکیې په هکله یو سوړ غبرګون وښود، غوښتنه یې وکړه، چې ترکیې سرتیرې باید د سپټمبر تر پایه ویستل شي. له دې دا جوته کیږي، چې د ترکیې پلان په ناکامیدو دی. خو داسي ښکاري له کابل سره د ګټور اړیکو په ساتلو کې د انقرې ستره لیوالتیا لا شتون لري. ترکیه د پاکستان سره پیاووي اړیکې لري، غواړي خپلې اړیکې هم له دې لارې پیاوړي کړي. د ترکیې اصلي انډېښنه او ستونزه له افغانستان څخه د ترکیې په لور افغان ګډوالو احتمالي بهیر خوځښت هم دی. په ترکیه کې څلور میلیونه سوریایې کډوال مېشت دي. د ترکیې په ټاکنو کې اپوزیسیون سیاستوالو د کډوالو ستونزه د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره یوه مناسبه موضوع ګرځولي. تورکې اپوزیسیون سي ایچ پې په خپل ټاکنیز کمپاین کې د سوري او افغان کډوالو پر وړاندې دا شعار کاروي.٬٬ سرحد زموږ ویاړ دی٬٬. ډېرۍ تورکې سیاستوال په عامه توګه وایې، چې ترکیه د اروپایانو لپاره د کډوالوپڼغاړی نه دی. د اردوغان حکومت د ایران او ترکیې پر پوله لکه د سوریې او ترکیې پر پوله یو بل اوږد او جګ دیوال جوړولو کار پیل کړي دی. د دې دیوال سربیره کډوال بیا هم ترکېې ته ورننوځي. ترکیې ته د افغان کډوالو ورتګ کومه نوې خبره نه ده. ټول د طالبانو د واکمنیدو سره هڅېدلي نه دي. افغانان ترکیه د ترانزیټ هیواد په توګه کاروي، د سورېایې کډوالو ورسته افغانان په ترکیه کې د کډوالو دویمه ستره لویه ډله ده. که څه هم رسمې شمېرې شتونه نه لري، د اټکلونو له مخې تر ۵۰۰۰۰۰ پورې افغانان په ترکیه کې ناراجسټر شوي شتون لري. کله چې د طالبانو واکمنۍ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په انقره کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل، د ترکېې بهرنیو چارو وزېر خبریالاتو ته وویل، د افغان پلاوې سره د ورستیو پرمختګونو، ښځو ته په دولتي ادارو کې ونډې ورکولو، د نورو بشري حقونو تر څنګ په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو د بیرته ستنیدولو موضوع مطرح کړي ده.
د انقرې افغانستان پلان هم درې برخې لري. پوځي، سیاسي او اقتصادي. د دې پلانونو د عملی کولو لپاره ترکیه له پاکستان او قطر سره نوی اتحاد رامنځته کړي دی. ترکیې د ناټو هیوادونو اتحاد په پام کې نیولو سره، انفرې په دې ورستیو کلونو کې د قطر سره په پوځي برخه کې په پراخه کچه خپلې اړیکې پراخه کړي دي. دوی اوس یو کوشنۍ بل اتحاد رامنځته کړی دی. که د ترکیې پلانونونه د پلان له مخې پرمخ ولاړ شي، د دوحې، اسلام اباد او انقرې محور به د افغانستان په پالیسۍ جوړولو کې بل ډول سرعت راولي. پاکستان له طالبانو سره پټې ژورې اړیکې لري، ترکیه له قطر سره په پټو خبرو اترو او اړیکو بوخته ده. دا هغه څه دي، چې ولسمشر اردوغان یې غوښتونکی دی.


۹ . د طالبانو واکمنې ته د ایران شیعه ملایان او اخوندان په څه دول ګوري. 
د ایراني رژیم او طالبانو ترمنځ اړیکې د مینې او نفرتونو څخه ډکې اړیکې دي، په بله وینا دوی په خپلو کې د بې باورۍ، د مینې او نفرته اړیکې لري. دواړه د امریکا په اړه ګډ دریځ لري، دواړه امریکا نه خوښوي. په دې مانا چې زما د دښمن دښمن زما دوست دی. خو په دینې او مذهیې مسئایلو کې بیا له یو بل سره سیالي کوي. طالبان د سني سختدریځه اسلام ملاتړې دي، ایران بیا په افغانستان کې د شیعه ګانو لږکیو حقوق او بر لاسې غواړي. همدغه ټکی د طالبانو او ایراني اخوندانو ترمنځ د شخړې یو مهم عنصر ګرځیدلي شي، ځکه طالبان هم مجبورېږي، څو په ایران کې د سني لږکیو د حقونو څخه دفاع وکړي. د طالبانو واکمنې د ایران سیمه ییزو ګټو لپاره یو ستراتجیکي ستر ګواښ دی. 
په ۱۹۹۸ کال کې طالبانو په مزارې شریف کې یوولس ایرانی وګړې ونیول او ووژل. ایران د خپلو اتباعو تر وژل کیدلو ورسته اوویا زره کسیزه پوځ د افغانستان سویلې پولې ته د برید او د جګړې په نیت ځای پر ځای کړو. د جیو ستراتیجکي پلوه طالبان به سعودي عربستان ته د اغېز لاره هواره او اسانه کړي. په افغانستان کې یو شعیه او ایران ضد حکومت کولي شي د ایران لپاره جدي امنیتي ننګونې رامنځته کړي. ایران د افغان نسکور شوي حکومت سره د ښو اړیکو په درلودلو سره سره بیا هم د طالبانو سره په پټې او ښکاره اړیکې درلودلي دي. دوی طالبانو ته مالي مرستې او وسلې برابرولي او طالبان د ایران په مشهد ښار کې یو دفتر لري. د طالبانو پخوانی مشر ملا منصور په پټه ایران ته تللي و، کله چې د پاکستان اې ایس اې له دې پټ سفره خبریږي‌، امریکا ته د تګ او بیرته تګ په اړه مالومات ورکوي، نوموړي د امریکایې پاکستاني د ډورن الوتکو په برید کې وژل کیږي. په افغانستان کې د سیال متحده ایالاتو ماتې په هیڅ ډول د ایراني مشرانو او په پلازمینه تهران کې د خوښیو او خوشالیو لامل نه شو. ایرانیانو د امریکایې سرتېرو د وتلو څخه څو میاشتي مخکې د طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټېنګې کړي وې. که څه هم ایراني شیعه اخوندان په طالبانو باندې هیڅ اعتبار او باور نه لري. 
په ۲۰۰۱ کال کې کله چې د امریکا یرغل پیل شو، ایراني رژیم د طالبانو رژیم په نسکوریدو کې د امریکایانو د برید پر مهال د دوی سره پوځي او استخباراتي مرستې او ملاتړ وکړو او د شمالي ټلوالي سره خپلې اړیکې ټینګې کړي. ایران په دودیزه توګه د شمالي ټلوالي سره متحد هیواد پاتې شوي دی. لنډه دا چې ایرانیانو د امریکایانو سره مستقیمې خبرې وکړې، چې دوی په ډیرو مسئایلو او برخو کې د امریکایانو ملاتړ کوي. ایراني رژیم تر دې حده د طالبانو په نسکورولو باندې خوښ و. د ایران اخوندانو خوښې او خوشالي تر هغې پورې دوام وکړ، کله چې د امریکې ولسمشر جورج ډبلیو بوش ایران د شررات محور یوه برخه وبللو. ایراني اخوندان نه غواړي یو ّځلې بیا خپلې تیروتنې تکرار کړي، نن دوی په طالبانو کې د امریکایې ضد ورور روحیه وینې. دوی غواړي طالبان په دې پوهه کړي، چې په ریښتینې مانا سره د ملي وحدت یا یو ټولشموله حکومت رامنځته کړي، څو د افغانستان ټول لږکې قومونه په کې شتون ولري.
په افغانستان کې نه یوازې ثبات او د کډوالې مسئلې د ایران لپاره مهمې مسئلې دي، بلکې ایران په سیمه کې د شیعه ګانو پیاوړتیا، د داعش پر وړاندې مبارزه او اقتصادی اړیکې پالل غواړي. ایران ته د هلمند او هریرود سندونو اوبه وربهیدل غواړي، همدارنګه ایران په خپلو ۹۲۱ کیلومتره سرحدي سیمو کې له افغانستانه د ورتلونکی مخدره توکو قاچاق او د جنایې جرمونو سره لاس او ګریوان دی. 
ایران تر اوسه د افغانستان لوی اقتصادي ملګری هم پاتې شوي دی. که طالبان په یوه ټولشموله باثباته حکومت جوړولو باندې بریالي شي، په هغه کې افغان شیعه لږکې هم برخه ولري. دا به د طالبانو او ایران ترمنځ د ښو اړیکو جوړولو یو لامل وګرځي. ایران له بې ثباتۍ سره مخ دی، له همدې امله ایران د خپل امنیت او ثبات لپاره د ماسکو فارمټ غونډې په څېر یوه بله غونډه د افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو څخه تهران کې را بللي وه.


۱۰ . په افغانستان کې د هند  زوړ تاریخې رول او اغېز
هندوستان د افغانستان په بیا رغونه کې دوه نیم میلیارده یورو پاګونه کړي. دا مرستې د زیربنایې او پراختیایې پروژو په تمویل کې کاریدلي دي. ښوونځې، سړکونه او د اوبو سترو بندونو سربیره د بېلګې په ډول د ولسي جرګې ودانۍ جوړول او داسي نورې لویې وړې پروژو باندې لګول شوي دي. هندوستان په افغانستان کې لارې جوړولي، خو پاکستان بیا په بمونو الوځولې. د طالبانو واکمنیدو سره په سیمه کې د چین او پاکستان اغیز مخ په ډېریدو دی. د چین په پرتله هند له طالبانو سره ډیر ورسته اړیکې نیولي دي. د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جې شنکر ویلي دي، چې د افغان ولس سره به اړیکې همداسي دوام ولري. 
د طالبانو واکمنېدو ورسته هند د خپل سفارت کاروکونکې له کابله ویستل او د وسمهال موجوده شرایط په پام کې نیولو سره هند د خپل سفارت د تړلو پریکره کړي. هندوستان خپل زوړ ملګری افغانستان له لاسه ورکړو.  
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو رژیم د پرځیدو راهیسې هندوستنان د افغان حکومت یو دوست هیواد و، هند د افغانستان په بیا رغونې چارو کې مهم مرسته کونکی هیواد و. هند د سوداګري په برخه کې د افغانستان یو خورا مهم ملګری هیواد و، هند د کرهنې، انرجي، ښوونې روزنې او د روغتیایي چارو په برخه کې ستر مرسته کونکې هیواد و. افغانانو تل د پاکستان په پرتله د هند مرستو او همکاریو ته پوره ارزښت ورکړي دی. د طالبانو ډله کې داسي ځینې عناصر شتون لري، چې د پاکستان په اشاره د هند دوست هیواد سره دښمني پالل غواړي. د هند او پاکستان نیابتي جګړې ته اور ورلاندې کوي. لکه په کابل کې د هند په سفارت څو ځلې ترهګریره بریدونه تر سره شول. د هند فونسلګري تر بریدونو لاندې راغلي. د هند په سترګو کې طالبان په افغانستان کې د پاکستان اوږد شوئ لاس دی. طالبانو یوازې په دې ورستیو کې د لویدیځوالو ځواکونو وتلو ورسته د هند چارواکو سره اړیکې ونیولي. هند د افغان حکومت کړندي سقوط او په کابل کې د طالبانو واکمنې په ډیره اندیښنې سره څاري.
هند د طالبانو په هغه ژمنو لږ باور لرلي شي، کوم چې طالبانو ویلي دي، چې دوی به په خپله خاوره کې ترهګرې ډلې نور ونه زغمې یا و نه ساتې. هند دا تمه لري، چې افغانستان کې په زیاتیدونکې ډول ترهګرو ته خوندي پټنځایونه برابر شي، لکه وسله والو ډلې لشکر طېبه او جیش محمد د پخوا په څېر هندې موخې تر جدي بریدونو لاندې ونیسي. 
د افغانستان او هندوستان ترمنځ ډیرې تاریخې لرغونې اړیکې شتون لري. کوشنې کابل د هند په پلازمینه ډیلې کې د یوې سیمې نوم دی. که څوک غواړي د افغانانو او هندیانو ترمنځ اړیکې وپلټې، نو هغه دې د نوی ډیلي سویلي ښارګوټې لاجپټ نګر ته سفر وکړي، چیرې چې د هندي ژبې سربیره دوې نورې ژبې پښتو او دری اوریدل کیږي. یوازې په دغه سیمه کې تر ۳۰۰۰۰ ډیرې افغانی کورنې استوګڼې دي. 
لاجپټ نګر د افغان کالونی په نامه یادیږي. دلته د افغانانو رسټورانتونه او سوپر مارکیټونه شتون لري. د هند او افغانستان ترمنځ ډیرې اوږدې ګډې تاریخي اړیکې شتون لري.
 په ۱۸۹۳ کال کې بنګالی شاعر او ادبې وتلي څېره د نوبل جایزې ګټونکی رابندر ناټ ټاګور خپله نوموتې کیسه (کابلی والا) لیکلي، هغه دا کیسه په کلکته کې د یوه افغان په اړه لیکلي، چې هغه له خپل کور کابل څخه ډیر لرې ژوند کاوه. له دې وراخوا حتی د پیړو پیرو دمخه د هند نیمې وچې تاریخ د افغان واکمنانو لخوا اغېزمن شوي دی. د بېلګې په ډول په ډیلي کې د لودي باغونه دي، چې د لوديانو، غلجیانو، غزنويانو او دورانېانو سلسلې پورې دا تاریخ رسیږي. دا ډول تاریخي ګډ تاریخ او ورته والي د نور شیانو په منځ کې تل د دې حقیقت لامل ګرځیدلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ په سیاسي او ډیپلوماتیکه کچه ښې اړیکې وساتل شي. دغه دواړه تاریخي هیوادونه یو ګډ دښمن لري. هغه پاکستان دی، چې د دې دواړو هیوادونو په خاوره کې په جعلي او تصادفي توګه د انګریزي امپراتوې لخوا رامنځته شوي دی. پاکستان د هند تر ټولو سر سخت سیال دی. هند اوس مجبور دی، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له پایلو سره ژوند وکړي.


۱۱. په افغانستان کې د پاکستان بېشرمې پوځي او سیاسي ستراتیجکه لاسوهنې
د ۱۹۷۹ کال په افغانستان کې د شوروي اتحاد له یرغل راهېسې اې ایس اې پرکنده رول لوبوي. په افغانستان کې د افغان مجاهدینو هیڅ یوې ډلې د پاکستاني پوځیانو ستراتیجکې ژورې موخې او تمې پوره نشوې کړاې، تر هغه چې طالبان صحنې ته راوستل شول. د پاکستان پوځ تل په دې هڅه کې و، څو طالبان تر خپل کنټرول لاندې راولي. پاکستان د کلونو کلونو راهیسې د خپلې ستراتیجکې ژورې پالیسیو په چوکاټ کې د نړیوالي ځواکونو، د افغان حکومت او د طالبانو غورځنګ سره د منافقت له امله ډبل رول لوبولي دی. پاکستانې استخباراتې ادارې اې ایس اې د خپلې سترایجکي پالیسې کې د طالبانو جوړښت ته هم وده ورکړي. پاکستان تل د طالبانو په ملاتړ او تمویلولو کې لوی لاس درلودلي دی. پاکستان تل طالبانو ته د خپلې بهرنې پالیسۍ کې د یوې سیاسي وسیلې په توګه کتلي او کارولي دي. پاکستان تل ځینو پښتنو ته د خپلو سیاسي شومو موخو ترلاسه کولو لپاره وسلې او پیسۍ ورکړي دي.
له افغانستان سره د هند اړیکې تل له پاکستان سره په سیالۍ باندې ولاړې دي. هند هڅه کوي، څو په افغانستان کې د پاکستان سیاسي اغیز مخه ونیسي او نه غواړي، چې ټول افغانستان د اسلام اباد د واک او اغېز سیمه وګرځي. د دواړه مشر او کشر وروڼه او دښمن هیوادونه په افغانستان کې متضادي غوښتنې او پالیسۍ لري. هند هیڅکله د پاکستان په څېر په افغانستان کې استعماري اغیز نه دی موندلي، خو هند تل په افغانستان کې د پانګونې، د بیا رغونې چارو، د اوبو بندونه جوړولو، ساختمانې چارو ترسره کولو له امله په کابل کې افغان دولتونو ورته به درنه سترګه کتل کیږي. په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د پرځیدو ورسته هند له افغانستان سره دوستانه اړیکې لري. هند په جګړه ځپلې افغانستان کې پرمختیایې چارو ته ډیر پام کړي دي. پاکستان تل له دې ویریدلي دی کله چې له یوې خوا هند او له بلې خوا افغانستان ترمنځ ایسار پاتې شوي دی. کله چې د کابل او ډیلې واکمنانو ښې اړیکې درلودلي دي، پاکستان ته بیا سخته نارامه تبه ورغلي ده.  
پاکستان په دوو استعماري کرښو کې رامنځته شوي هیواد دی. د پاکستان د بهرنې سیاست لومړنې ستن د هند سره د کشمیر شخړه او په کشمیر کې دلاین اف کنټرول کرښه ده. د پاکستاني د بهرني سیاست دوېمه مهمه ستن د پښتنو د ملتپالنې احساسات ځپل او لمنځه وړل دي. دغې دویمې ستنې پاکستان پر سیمه ییز او نړیواله کچ له سترو کړکیچونو او ننګونو سره مخامخ کړي هم دی. له همدې امله پاکستان تل د نړۍ په ډیپلوماتیک ډګر کې یوازې پاتې شوي دی. په همدې دویمه موخه باندې دلته لږ تمرکز کیږي. د اوویایمو کلونو راهیسې پاکستان تل هڅه کړي، څو په کابل کې یو پاکستاني پلوه تحت الحمایه یا د پاکستان تر اغېز لاندې د پښتنو یو کمزوزۍ ګوډاګې حکومت رامنځته کړي او ملاتړ ترینه وکړي. د اسلام اباد او راولپنډې واکداران غواړي د دې ستراتیجکې ژورې پالیسي له لارې دوې نورې موخې ترلاسه کړي. 
لومړی موخه د ډیورنډ په رسمیت نه پیژندل شوي انګرېزي کرښه په افغان ګوډاګې حکومت باندې په رسميت ومني. دویمه موخه د ډیورنډ کرښې په دواړه غاړو کې د پښتنو ملتپالنې احساسات چې خپلې ورستي کچې ته رسیدلي وځپي یا له منځه یوسي. پنجابي جنرالان غواړي د پښتنو د ملتپانې سیاسي ځواک په پلازمینه کابل کې ترور یا ووژني.
 په ۱۸۹۳کال کې د ډیورنډ استعماري غیر رسمې کرښه د برتانوي امپراتورۍ لخوا پر افغانانو باندې د سلو کلونو لپاره تحمیل شوي. د دغې استعماري کرښې د اعتباري موده د ۱۹۹۳ کال کې باطله او ختمه شوي ده. په ۱۹۴۹ کال کې د افغانستان ولسي جرګې په غوڅ اکثریت پرېکره کړي، چې د ډیورنډ کرښه نوره ټوله شوې ده. منځنې پښتونخوا یا ازاده قبایلي سیمې د پاکستان په اساسي قانون کې ځانګړې ځای یا حالت لري. د اسلام اباد واکمنانو د منځنې پښتونخوا نیمه خپلواکې سیمې سره د یوې محاصره او منضوي شوي سیمې په توګه چلند کیږي. پاکستاني پوځیان د لومړي ځل لپاره د ترهګرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې یو اتیا زره کسیزه پوځ آزادې قبایلي سیمې ته وردننه کړي دی. دې یرغلګر پوځ ډیر پښتانه ووژل، ترې تم کړل، کورونه او کلي وران کړل، چې په پایله د دې ناروا ظالمونو په وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنک خپل سر راپورته کړي دی.
لر او بر پښتانه افغانان د انګریزي امپراتورې لخوا په یوه ډيره ناروا، ظالمانه او په خپلسر د یوې هوایې کرښې لخوا بېل کړل شوي دي. اوس همدغه لر او بر پښتانه یې په وړاندې مبارزه کوي‌. دغه اټکلي ۲۴۵۰ کیلو متره استعماري کرښه انګرېزانو په کاغذ کې په دقیقه توګه نه ده کښلي. پښتنو کلونه کلونه د دې هوایې کرښې سربیره پر کرښه تګ راتګ کړي دی، خو اوس پنجابي پوځي اشتبلیشمنټ د ترهکرۍ ضد جګړې تر نامه لاندې د طالبانو د مخنوي لپاره په خپلسر د انګرېزانو په پل د ډیورنډ پر فرضي کرښه باندې د افغانستان په خاوره کې ازغن تار لګولي دی.
پاکستاني پوځي اشتبلیشمنټ او د پوځ مشرتابه له هیڅ بلې سناریو څخه دومره ویره نه لري، لکه د هند او افغانستان سره په دوو جبهو کې د جګړې سناریو څخه ویره لري. پاکستان د خپلو ګتو لپاره له افغانستان سره د یو ډول اسلامي بلاک رامنځته کیدو شونتیا هم وینې، څو د سیمه ییزو ځواکونو لکه هند، چین، ایران او روسیې سره ښه سیالې وکړاي شي او په پایله کې ان د لویدیځو هیوادونو سره په مساوي توګه مخامخ شي. داسي کړه راپورونه هم شتون لري، کله چې طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې اترې کولي، طالبانو په دوحه کې د پاکستان په سفارت کې د پنجابي متخصصینو سره په ځانګړي دفتر کې مشورې کولي. طالبانو د افغانستان د نیولو لپاره یوازې خپله ټګلاره نه ده جوړه کړي، له دوی سره په ستراتېجې پاکستاني پوځ همکاري کړي. د پاکستان ستراتیجکي ژورې پالیسي په دې ولاړه ده، څو په افغانستان کې یو کمزورۍ پاکستان پلوه تحت الحمایه حکومت کنټرول په لاس کې ولري. د طالبانو واکمنۍ سره اوس پاکستانۍ پوځي اشتبلیشمنټ خپلې موخې ته رسیدلي بریښي. پاکستان غواړي، خپله زړه ستراتیجې پلې کړي او خپلي اقتصادی او سیاسي موخې تر لاسه کړي. پاکستاني پوځي اشتبلیمنټ غواړي، چې طالبان خپل پام هند ته او په ځانکړي توګه کشمیر ته هم ورواړوي. 
پاکستاني طالبان او پاکستاني پوځیان په خپله پوځي جګړه کې هیڅ ډول بنسټېز ایډیالوجیکي تضادونه نه سره جلا کوي. پاکستاني طالبان د پاکستان پوځي مشرتابه ته له دې امله په غوسه دي، ځکه دو ید امریکایانو لپاره د پاکستان په خاوره کې د طالب مشرانو پرضد د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته اجازه ورکړي‌. همدې پاکستان طالبان په ښو او بدو طالبانو باندې ویشلي دي. د اسلام اباد ملاتړي افغان طالبان ښه طالبانو بولي او پاکستاني طالبان کوم چې د افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري‌، د بدو طالبانو په نامه نومولي دي او د هندوستان پیداور یا محصول ګڼې. وسمهال پرته له شکه د افغان طالبانو واکمنې د پاکستاني طالبانو مورال خورا پیاوړي کړي دی او دوی ته یې نوې هېلې وربښلي دي. ټې ټې پې د خپلې بریا په اړه ډیر ډاډمن شوي دی. ټې ټې پې په دې ورستیو کې د امریکا او ناټو ځواکونو او اډو څخه ډیرې وسلې ترلاسه کړي هم دي، کومې چې د افغان طالبانو لخوا نیولي شوې دي. همدې نویو وسلو او د افغان طالبانو واکمنې په پښتونخوا کې د طالباني شریعت نافذولو اراده لا نوره پیاوړي کړی ده. طالبان به د خپلو ژمنو سره سم په افغانستان کې د نورې سختدریځه ترهګرې ډلې لکه داعش او  د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ مهار کړي، خو د ډیورنډ پر کرښه ټې ټې پې نشي مهارولي.
پاکستان په خپل بهرنی سیاست کې او پوځي دفاعي ستراتیجکې ژوره پالیسي کې د هند په وړاندې تل طالبانو ته د یوې الې په توګه کتلي او کارولي دي. له همدې امله په وسلو سمبال کیږي او په لوجیستیکې ډول تمویل کیږي او هلته پنځایونه ورته برابر کیږي. په ورته وخت کې پاکستان د طالبانو بیا واکمنیدلو ته په متضاد ډول هم ګوري. د دوی سیاستونه له بهاماتو او شکونو څخه ډک دي، ځکه د افغان طالبانو واکمنیدل په پاکستان کې د سختدریځې اسلامپالې ډلې پاڅونونو ته تشویقوي یا هڅول کیږي. پنجاب د طالبانو مالي او لوجیستکي ملاتړ د خدای د رضا لپاره نه کوي. پر کابل د طالبانو واکمنیدو ورسته د پاکستان د اې ایس اې مشر کابل ته را تګ کوم تصادفٍي سفر نه و. د دې سفر مانا دا وه، چې افغانستان اوس د ستراتیجکي ژورې پالیسۍ له مخې د دوی د سیاسي اغېزې سیمه ده. له همدې امله دوی د طالبانو په سر پرسته کابینه کې لاسوهنه وکړه او ورباندې خپله پاکستانۍ ټاپه ولګوله. په ورته وخت کې د عمران خان د بهرنیو چارو وزېر په ډیره سپین سترګې سره د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره پر نړیوال کچ لابېګري کوي، څو د نړیوالو پام پاکستان ته راړواړوي. پاکستان په خپله دا جراات نشي کولي، څو د طالبانو واکمني په رسمیت ويېژني.


۱۲. د خطرناکو ګاونډیو هیوادونو په وړاندې د طالبانو ستراتیجې او پالیسي
طالبانو د څو لسیزو جګړو ورسته له جګړې ستړي افغان ولس ته د سولې او نظم راوستلو پالیسي وړاندې کړي ده. د طالبانو ستراتیجي پر افغانستان باندې متمرکزه ده. طالبانو ویلي؛ چې غواړي د شریعيت یا اسلامي قانون په هیواد کې واکمن کړي. طالبانو په وار وار په ټېنګار کړي او د دوحې په تړون کې له امریکایانو سره ژمنه کړي، چې دوی نه غواړي ترهګرې ډلې لکه القاعده او نورې ترهګرو ډلو ته له افغانستان څخه په نورو هیوادونو کې د فعالیت فرصت برابر کړي، همدارنګه نورو هیوادونو ته به ګواښ هم نه پیښ نه کړي او ترهګرو ته په افغانستان کې هم ځای نه ورکوي. طالبان دا هم ویلي دي، موږ به هیچا یا هیڅ کومې ډلې ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي. طالبانو د اسلام باد له سیاسي، پوځي مالي او لوجیستکې ملاتړ له خوندیتوب څخه ښه خوند اخیستي دی. که څه هم پاکستان په رسمې ډول د یوولسم د سپټمبره د ترهګرېزو بریدونو ورسته د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو یو کلک ملګری و. په اصل کې پاکستان نه د امریکا او نه هم د طالبانو د اعتبار وړ ملګری دی، لکه څنګه چې په وار وار نیوکې هم پرې شوې دي. لویدیځ دولتونه ټول پوهیدلي، چې پاکستان  ټولو سره ډوبل رول لوبوي. د طالبانو د بیا واکمنیدو سره پاکستان ځان ګتونکې محسوسوي. ځکه د دوی سرسخته دښمن هند په افغانستان کې هیڅ ډول اغیز نور لري. داسي ښکاري، چې د چین ترڅنګ پاکستان هم یقینآ د اوسنې وضیعت کتونکې وي. د افغانستان په کړکیچ کې پاکستان او ایران کلیدي رول لوبوي. د طالبانو بریا یقینا د دوی لپاره یو لوی خطر هم دی. د طالبانو د بریا سره نه پاکستان او نه ایران په ارامه ټوګه خپله ډده لګولي شي. پاکستان دا خطر په سترګو وینې، چې اسلامپالې ډلې اوس په پاکستان کې ځواکمنې شي او د ځواکمنتیا خورا لوړ اساس ومومي. ایران لږ تر لږه د ګاونډېتوب اړیکو تمه لري، د دغو دواړو ګاوندیو هیوادونو غبرګون به په سیمه کې لوی اغېز ولري. دلته د اټومې وسلو د خطرونو په اړه هم اندېښنې شته، د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتین د جرمنی یوې ورځپاڼې ته د افغانستان ګاوندیو هیوادونو د اټومې پروګرامونو ته به اشاره کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د نوی اټومي خطرونو ګواښونه سبا یا په دیرشو ورځو کې رامنځ ته کیږي، خو په منځمعهاله موده کې خامخا را منځته کیږي. هغه بیا وایې، چې د افغانستان مسئله یوازې د افغانستان پورې اړه نه درلوده. په افغانستان کې د امریکا شتون تل د دواړو ګاونډیو هیوادونو د اټومي پرګرامونو په اړه مالومات راټول هم وه. د ۲۰۰۱ کال راهیسې د امریکا حکومت پوهیږي، چې طالبان هم له اټومي وسلو سره لیوالتیا لري.
د طالبانو بریا ته ګاوندي هیوادونه د کډوالۍ یوې نا حل شوي ستونزې په توګه هم ګوري. له هغې وسته چې طالبان واک ته ورسیدل، د افغانستان ګاونډیان د کډوالو ورتګ بهیر اندیښمن کړي. ایران او پاکستان له طالبانو سره ډېرې مختلفې اریکې لري. په داسي حال کې چې ایران د دوه زرم کال د پیل راهیسې د طالبانو سني سختدریځې دلې په وړاندې د خپل دښمنانه دریځ سره سره پراګماتیک عمل هم کوي، خو پاکستان د طالبانو د لومړنې واکمنې او اوسنۍ واکمنۍ څخه په پټو سترګو ملاتړ کړي او کوي.
د طالبانو واکمنۍ د چین او پاکستان لویه بریا ګڼل کیږي. چین او پاکستان پوهیږي، چې طالبان د یو لړ سځتو ننګونو سره مخامخ دي، چین او پاکستان دواړو په هر ناوړه حالت کې د ستراتیجکي ملګرو په څیر له یو بل سره همکاري کوي. څو د طالبانو په اړه یوه ګډه ستراتیجې جوړه کړي او طالبان دې ته محبوروي او هڅوي، خپلې کړي ژمنې عملي کړي، طالبان تر اوسه په یوه ټولشموله حکومت رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي، د طالبانو حکومت تر اوسه پر ملي او نړیوال کچ په رسمیت نه دی پيژندل شوي. طالبان تر اوسه د سیمه ییز امنیت او ثبات ساتلو او ودې لپاره کوم پلان یا ټګلاره نه لري او په نړیوالیو نورمونو ولاړ یو منځلارې کورنۍ او بهرنۍ سیاست هم نه لري. د دوی حکومت نه ملي او نه تړیوال مشروعیت لري. کله چې طالبان په لومړې ځل را ښکاره شول، خلکو خوشاليانې کولي، د افغانانو له پوره ملاتړه برخمن شول، نن هیڅوک خوشالي نه کوي، خلک ویره لري، خلک غواړي په ډله ییزه توګه له افغانستانه وتښتې. داسي ښکاري، چینایان هم د طالبانو په لفظې بیانونو بې باوره شوي وي. چینایان د طالبانو سره ډېرې نږدې اړیکې لري. د چین د بهرنیو چارو جګپوړي چارواکې په بیجینګ او دوحه کې د طالبانو پلاوي سره وکتل. طالبانو له چینایانو سره ژمنې کړي، چې د خپلې واکمنې پرمهال به منځلارې سیاستونه پالې کوي، خو چینایان تر اوسه ډیر لږ په طالبانو باندې باوري دي. چینایان دا ویره لري، چې طالبان به اسلامي ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي او د چین پر خاوره به بریدونه تر سره کړي، لکه د پاکستان په کراچې بندرې ښار کې پر چینایانو بریدونه ترسره شوي، چې مسوولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستلي دی. د طالبانو واکمنیدو سره د پاکستاني پوځي جنرالاتو او د اې ایس اې مامورینو اوږد مهاله خوب ریښتیا شو. کله چې په کابل کې د طالبانو پاکستان پلوه حکومت واکمن شو. د طالبان بریا د سیمې هیوادونه یې له یو لړ ننګونو سره مخامخ کړي دي.
 
ټولېزه پایله: امریکایانو په افغانستان کې لکه د ویټنام کې په څېر پوځی ماتې نه ده خوړلي، خو د دوحې تړون له مخې د سرتیرو وتلو پرېکړې د طالبانو بریا شونې او ګړندې کړه. افغانستان یرغلګرو لپاره یو مرداب یا لجن زار دی، چې هر څوک کولي ورغورځیدلي، خو ډیر لږ ترینه په خوندی او سالمه توګه راوتلي شي. د افغانستان په خونړۍ کړکیچ کې چې څومره ګاونډی هیوادونه د لاسوهنې رول لري، هغومره د ستونزو د حلارې په برخه کې هم رول او اغېز لري. هیڅوک د پاکستان، ایران، هند، چین، روسېې او نورو ګاوندیو هیوادونو رول په پام کې نه نیولو پرته د افغانستان شخړه او کړکیچ په بشپړه توګه نشي درکولي. کله چې په افغانستان کې بېلا بېلې متفرقه ګټې او لیوالتیاوې کارول کیږي، بیا افغانستان د بهرنیو ځواکونو د لوبې ډګر ګرځیدل کیږي، لکه څنګه په تیرو وختونو کې څو ځله د بهرنیو ځواکونو د لوبو ډګر او د فوټبال ټوپ ګرځیدلي و. د طالبانو له واکمنۍ څخه تر دې دمه څه باندې دوه میاشتې تیریږي، طالبانو د خپل حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره ډېرې هڅې ګړنډي کړې دي. خو یوه دولت تر اوسه په ښکاره ډول په رسمیت نه دي پيژندلي. په حقیقت کې د طالبانو واکمې په رسمیت نه پیژندل یوازېنې لار ده، چې پر طالبانو سیاسي فشار راوړل شي، څو یو پراخ بنسټه ملي حکومت جوړ کړي. په ځانګړي توګه د بشري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. په رسمیت نه پیژندلو کې د افغانستان دولت مطرح یا تر پوښتنې لاندې نه دی. د نړیوالو قوانین له مخې دولتونه د حکومت بدلون په صورت کې خپل شتون ته دوام ورکوي. حتی که واک د کودتا یا د اشغال له لارې بدل شوې هم وي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پېڼځو نړیوالو ځواکونو د طالبانو پر وړانډې د ګډ دریځ پرېکړه کړي ده. دوی د طالبانو څخه په افغانستان کې د ټولشموله حکومت، د سولې او ثبات ټېنګښت غوښتنه کړي ده. دا غوښتنې د نړۍ پېنځو زبرځواکونو د طالبانو مخې ته د مشروعیت لپاره ایښودلي دي. چین او روسیه هم په کې ګډون لري. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پېنځو دایمې غړو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د سختدریځو اسلامپالو طالبانو پر وړاندې د ګډ دریځ په اړه هوکړه کړي. د طالبانو د واکمنېدو ورسته متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، چین او روسیې په طالبانو غږ وکړ، څو یو داسي حکومت جوړ کړئ، چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي. په داسي حال کې د طالب مشران په ډیره ناهیلې کې د نړۍ څخه د خپل حکومت په رسمیت پیژندلو تمه لري. لویدیځه نړۍ او د نړۍ زبرځواکونه غواړي، د افغانستان نوی رژیم په رسمیت نه پیژندلو له لارې د بشري حقونو درناوې او منلو ته اړ وباسي. دا دریځ د نړیوالو یو سېمبولیک سیاست دی. ځکه د لویدیځولو په سترګو کې طالبان یوازې یو بریالي پاڅونی غورځنګ نه دی. بلکې دوی القاعدې ته د نږدیوالي له امله او د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیدو له امله دی. اروپایې ټولنه هم د طالبانو واکمنۍ ته د افغانستان د حکومت په سترګه نه ګوري. د افغانستان ملي پانګه هم له همدې امله کنکل شوي ده. افغانستان ته د لویې لوبې بیرته ورستندلو سره بهرنې پردې ځواکونه هلته سیاست کوي، روسیه، چین او پاکستان هڅه کوي، څو په افغانستان کې ډیر سیاسي وزن ترلاسه کړي، د دوی دا سیاستونه په کابل کې افغان سیاسیونو ته سرخوږۍ هم جوړي دی. تېره اوونۍ روسیې، چین او پاکستان په دې هوکړه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیسټ څخه د طالبانو استازي نومونه وباسي. روسیې د خپل ځانګړي استازي جګپوړي ډیپلومات په مشرۍ ضمیر کابلوف د ښو اړیکو او تجربو سره په کابل کې کینولي دی. هغه څو ځلې طالبان د خبرو اترو لپاره ماسکو ته ور بللي دي.د افغانستان خطرناکه ګاونډې هیوادونه د ویرې او پراګمیټېږم سیاست ترمنځ ولاړل دي. د طالبانو واکمني د افغانستان ګاوندیو هیوادونه لپاره نوې ننګونې رامنځته کړي دي. د افغانستان خطرناکه ګاونډي د خپلو پوځونو سره د افغانستان په رسمي او نارسمي پولو کې د تیارسئ په حال کې ولاړ دي. پوښتنه دا ده، چې کوم ګاونډی هیواد به د طالبانو واکمني لومړۍ په رسمیت ويېژني ؟
پای