د شرم خبره ده ، چه کفار و یو مسلمان امیر ته په نیکي کولو امر کوي  ،  او له منکر کړني نه ئې منع کوي  ( اې مسلمانه ښه کوه بد مکوه ) 

پنځه زره کاله پخوا کسب او کار په عام ډول زراعت او مالداري وه 

د حضرت شعیب  علیه السلام لورګانو د مالدارۍ کار  کولی  ، او دغه د مالدارۍ په کار کښي حضرت موسیٰ ع  پر پېښ سوی و، چه واده ئې ورسره وشو 

 حضرت خدیجه کبرا رضی الله عنھا د رسول الله لمړنۍ مېرمن وه ، چه تجارت پېشه ښځه وه ، چه حضرت محمد بن عبدالله  يې کاریګر و ، چه په پای کښي د واده کولو دعوت ورکړه سو ، او محمد بن عبدالله د نکاح عقد ورسره وکړی چه څه وخت ورسته  محمد بن عبدالله ته وحی وشوه او محمد رسول الله او خاتم النبیون سو 

رسول الله صلی الله علیه السلام  دوهم واده وکړی  له  عائشة بنت ابي بكر سره ،کله  چه رسول الله په ابدي خوب ویده شو  ، عائشه ام المومنین رضی الله عنها  د امت معلمه سوه ، 

او  رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له زینب بنت جحش سره نکاح عقد وتړلی .

او تر دغه عنوان لاندي (عمل المرأة في عهد الرسول)  مي ولوستل چه : زینب بنت جحش یو «دباغة الجلود » کاریګرۍ مهارت درلود  او ماهره  وه  (نقاشه يا  چرم جوړونکې یا چرم رنګونکې  )کار ئې کولی او ټول د نقاشۍ عایدات ئې خیراتول 

ام کلثوم بنت علي بن ابی طالب ،  د نسايي په برخه کې کار کاوه

او میرمن حلیمه السعدیه د نبي علیه السلام  دایه وه ، د شیدو ور کولو ، چه همدا ئې کسب او کار و . 

او عموماً د رسول الله په زمانه کښي مېرمنو کار کاوه ، له پوستونو نه یی  چرمونه یا چمړې جوړول او رنګول ، د رسول الله په عصر کي خېمې هم له چرم  نه جوړېدلې  ، کله  چه مکه فتحه کېدل ، رسول الله د چرم په خېمه کښي او سېدلی ، او په هغه خیمه کي نر او ښځي یو ځاي وه او له نبي علیه السلام سره ئې بیعت کولی  

تر  کوم ځایه چه ما احادیث لوستي او مرور مي پر کړیدی  ، ښځي ټوله د هر کسب او کار کولو حق لري ، الا او تنها ، جنګي جهاد او د لمانځه امامت !! په مسجد کښي نشي کولی!!! ، خو په کور کښي و مېرمنو ته امامت د لمانځه کولی شي!!! ، په داشرط چه مخته به نه دریږي په صف کښي به دریږي یا یو قدم مخته او د لمانځه امامت به کوي 

زه نه پو هېږم چه اسلامي امارت په کوم دلیل و ښځوته د کار کولو حق نه ورکوي . 


ژورنالیستانو ته لازمه ګڼم چه د ښځو د کار کولو په باب تاریخ ولولي او پوره معلومات ترلاسه کړي او بیا د امارت له علماء سره مصاحبې وکړي 

په داسي حال کښي چه ژورنالست په اسلامي تاریخ او شرعه  کښي مطالعه و نه لري ، نو مصاحبې به ئې بې فایدې و ي ، او د ملت د درد دوا کېدلی نه شي ، او ملت به نور هم مشکلاتو سره لاس او ګرېبان کړی ،

د ژونالست وظیفه اصلاً نهی عن المنکر ده ، که ژورنالست په خپله وظیفه کښي نیګړی وي ، نو د منکر مخه نشي نیولی ، ممکن  د نهي پر عوض به و منکر ته راغب کړي وي